مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مدني مبارزې زموږ په ټولنيز ژوند کې اوږده مخېنه لري

زرولي خان خوشنود


په نړۍ کې د مطبوعاتي دور را دربره  کېدو  را وروسته  چې، دانساني ټولنو د حقونو د ساتنې او پرمختللي مدني ژوند پر لور کوم غږ پورته شو ،په نړۍ کې يې ، د حکومتونو او دولتونو په کچه ، د مثبت بدلون خواره  سترې  بېلګييزه ، بڼې رامخې ته کړه چې،  په همدې لړ کې، پرمختيايي ولسي ښېګڼيزو چارو  ته،  د ټولو پاملرنې را اړونې سربېره، د  ازاد او سيال ژوند پر لور، د ټولنو مدني مبارزې يوه مهمه برخه  وګرځيدله .
دا بحث بلا اوږد دی ، له همدې امله موږ  نور، د نړۍ په سطحه  د مدني مبارزو پر تاريخچه ،زيات نه تم کيږو ، بلکې غواړو چې، په افغاني ټولنه کې ،په بېلابېلو بڼو شته مدني هڅې،  ستاسې ياد ته يو  ځل بيا،  در تازه کړو.
هېوادوالو! په داسې حال کې چې،  نن ورځ زموږ  په هېواد کې خلک ، د پردو له لاسه د نفرت او يو بل نه د غچ اخېستنې نغارې غږه وي، او ګڼ يې د ولسي مدني ولسي پرمختيايزو چارو پر ځای، يو بل ته په مورچه کې ګوته په ماشه ناست دی، خو که موږ بيا د خپلې ټولنې  تېرو مدنې مبارزو عمق ته ځير شو ، نو وينو چې ، د دغې ولس تېرې ولسي ګډې ښېګڼېزې هلې ځلې، د وخت د سياستونو سره سم مخکې تګ وو چې، دا ولس يې تر دې ځايه له بېلولی بريالی را ورسولو ،  چې، نن   دا کار   د تېرو مدني مبارزو  د يو  مهم اصل په توګه پېژندای شو .
په افغاني ټولنه کې په پخوا وختونو کې د ښاديو  پر ورځ، د کليوالو يو موټی خدمتګاره لاسنوی چې يو بل له غره څوکې لرګيو ، ديګيو او اوبه راوړل  ، پر  ټولنيزو ستونزو  باند د ژر برلاسي کېدو  لپاره دولس په مينځ کې د کليوالي دود په بڼه، د (ډول ) په وهلو سره د  پاګړو شور ، د بيوزله ناروغانو درملنې په هدف  ،له اړمنو  سره د نغدو  پېسو مرسته ،د مړي کفن ، ښخونې او سقات  مراسمو د بريالی ترسره کېدو لپاره له غمجنې کورنۍ سره د نغدو پېسو ورکړه ،  په جوماتونو او حجرو کې پر ولسي ستونزو ګډې سلا مشورې، د ځينو اشخاصو لخوا ناروا  اعمالو مخنيوی  پر وړاندې، د ولس په مينځ کې شريکه قومي چېغه  او په ولسي سطحه د هېواد پولې ساتنه ، ټول هغه څه دي چې ، موږ ته د دغه  ميړاني  ولس  په تېر کې ټولې پر ځای او  مدني مبارزې ياد را تازه کوي  چې، دا هر څه موږ د خپلو ټولنو د ژوندانه په هر دور کې ،د مدني مبارزو يوه روښانه او پياوړي برخه، په مېراث را  پاتې کيږي.
نو له همدې ځايه ،که  موږ  دغو ټولو کارونو ته په ژوره توګه وګورو ، دا هر څه  نه يوازې د ټولنيزې ښېګڼې يوه برخه وه،  بلکې همدا هڅې نن ورځ، د هغو ولسونو او ټولنو د پرمختيا او مخکې تګ سبب هم شوی چې، ذکر شويو کارونو ته د دوام سربېره ،نوی بڼې هم ورکوي .
ملګرو د نن  فکر چې د انساني ارزښتونو  خونديتوب او انساني ټولنو  وړاندې تګ په لټه کې دی،  موږ ته هم  دا را زده کوي  چې څنګه او له کومې لارې خپلو هماغو پخوانيو انساني مدني هڅو څخه ، نن ورځ په  يوه نوی بڼه چې  هر څه يي بنسټيز ولسي ارمانونه تشکيلوي، په يوه نوي اډانه کې شامل کړو.
له دې ځايه ښکاره ده چې،  ووايو:  زموږ د ټولنې تېرې ولسي مدني مبارزې د خپل وخت  يوه خورا ارزښتمنه برخه وه  او غښتلتيا وه، مګر نن په کار ده چې ،همدغو  مبارزو قوت په نوي رنګ ،د ټولنې د ثبات ، برابرۍ ، قومي ولسي پيوستون  ، له نړۍ سره د روا رقابت  پر هغه لاره بوځو چې ، ټولنې ته  مو شته ناخوالو او ستونزو څخه  ،د خلاصون يوه  اغيزمنه لاره را پېژني .
موږ ته دا هرڅه  را يادول  په دې ګټور دی چې،  ولس مو  د ګردې نړۍ په کچه  ، په يو خورا سخت حالت کې راګير دی او موږ  هغه ولس ياديږو چې،  سره د هر څه لرلو  بيا  هم د ولسي بې اعتباريو او خپلمنځي اختلافاتو له امله ، د سهولتونو او پرمختګونو شاته پاتې يو .
له همدې ځايه لازمه بولو چې ووايو : موږ د هغې ولس بچيان يو  چې،  د کمو امکاناتو په شتوالی يې خپل کلتوري ، ټولنيز ، سياسي او فرهنګي  دوديز ميراثونه  موږ ته ، تر دې ځايه را ورسول، نو اړينه ده چې نن موږ هم د يو ځوان او وېښ فکر په لرلو سره ،  د مدني مبارزو ياده  بڼه د سمون پر بنياد، د  خپل ولسي ميراث يوه مهمه برخه  وګرځوو.
د دغه کار ګټه به موږ ته داوي چې، له يوې خوا به موږ ، د  خپل حکومت غټان(مسؤلين) او نړيواله ټولنه له خپله   درده خبره ساتلی وي ، ترڅنک به  خپل ولس ديته هڅول شوي وي  چې د سيالۍ په ډګر کې پر ستونزو برلاسی د هغوی د بقا پرمختګ او مدنيت په مانا دی او هر څه خپل ګڼل يې، يو انساني مسؤليت دی .
ولسونو! په نړۍ کې يو معقوله ده چې وايي : ( بريالی خلک مخکې تلو لپاره، د قربانيو ورکړه د ريکارډونو په کتاب کې ثبت کول غواړي. ) موږ  چې، هم يو ملت ځان بولوؤ د اوسني دور د شته مجبوريتونو پر اساس د نړيوالې ټولنې سره ،د پراخې سياسي ، سوداګريزې ،ټولنيزې او فرهنګي مبارزې او رقابت لپاره په کار ده چې ،د خپلو يو موټي حرکتونو له مخې ټول هغه ځينځرونه او خنډونه مات کړو چې،  تر نن ورځې زموږ له روانو پرمختګونو او نوي مثبتو لاسته راوړنو  فکرونو لرلو ،  شاته پريږدي او دغه ولس په تيارو کې د ساتنې ترڅنک،د اوسني مهال  د پرمختګ ، له يو مهم اساسي هدفه  راګرځوي .
له همدې ځايه نن ورځ چې په   خوست ولايت کې د بېلابېلو مدني ټولنو او بسټونو له لوري کوم متحد ، ځواکمن او يو غږی مدني مبارزې او پاڅون پيل شوی راځئ چې،  ټول يې يوه برخه شو او سم يې بدرګه کړو څو دا کار مو برخليک روښانه کړي او په دغه ولايت کې  د ترانزيټ  ، کاري فرصتونو ټولنيز ثبات پر لور  مو بوځي.
 ومن الله التوفيق

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery