مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان جګړه او په اړه يي د خبرو مرجع

سرلوڅ مرادزی

ملي شورا ته د ولسمشر اشرف غني په وینا کې بیا هم ټینګارشوی، هغه مخالفینو سره چې خبرو ته چمتووالي ښۍ، خبرې وشي او دوی سره به د سولې حللار مخته یوسي، خو بلخوا هغه مخالفینو سره چې د خبرو پرځای جګړه کوي او زورکاروي، په وړاندې به يی له پوځي لارو کار واخیستل شي. د خبرو په اړه هم ټینګار شوی چې نور به پاکستان ته په تمه نه کښيني چې طالبان د خبرو میز ته حاضر کړي.
ریښتیا هم اسلام اباد، طالبانو سره د خبرو په نیت ۱۴ کاله، پخواني ولسمشر حامد کرزي تېرویست او نږدي دوه کاله کیږي، غواړي په همغه زړو او تکراري ژمنو نوی ولسمشر اشرف غني هم تېرباسي. اسلام اباد طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته تل غوړې ژمنې ورکړي، خو د افغانستان پرضد يي د نااعلان شوې جګړې سنګر یوه شېبه هم سوړ نه دی پریښي!
مخالفینو سره د خبرو په اړه تر اوسه په بیخچنه توګه، درې مرجع یادیږي یا په ګوته کیږي:
۱ ــ طالبان۲ ــ اسلام اباد۳ ــ امریکا
دغه پوښتنه چې د افغانستان په روانه جګړه کې افغان لوري باید لومړی له چا او کومې مرجع سره مخامخ خبرې پیل کړي، د جګړې د لورو لخوا ګونګه او پټه ساتل شوې او د افغانانو لخوا هم تر اوسه پورې په دې اړه د نظرغوڅ او څرګند یووالی نه دی لېدل شوی.
ځیني افغانان په دې اند دي چې ستونزه د طالبانو او افغان دولت ترمنځ ده باید د خبرو مرجع طالبان وي او دوی سره خبرې وشي؛ د دوی په اند که د طالبانو روا غوښتنې ومنل شی، جګړه به له دې لارې پایته ورسیږي. ډیری افغانان بیا داسې انګیري، څنګه چې طالبان ،حقاني ډله او د افغانان دولت نور وسلوال مخالفین په پاکستان کې استوګن او د اسلام اباد لخوا روزل او وسلوال کیږي، خبرې باید اسلام اباد سره وشي او که د پاکستان روا ګټې ومنل شي، هغوی به طالبان وهڅوي چې له جګړې لاس واخلي. خو ځیني افغانان په دې اند دي چې طالبان او د افغان دولت نور مخالفین چې پاکستان کې استوګن او افغانستان کې جنګیږی، د هغه سترې لوبې برخه ده چې د امریکا په مشرۍ د لویدیځ له لوري په افغانستان او سیمه کې مخته وړل کیږي. د لوبې موخه دا ده چې د داسې ترهګرو په مټ د پاکستان په لویدیځ کې د افغانستان او په ختیځ کې د هند غوږونه ورتاو کړي چې سم شي او لارې ته راشي او په سیمه کې د پاکستان پشان د امریکا او لویدیځ د ګټو خدمت ته ځان ونیسي.
کېدای شي پاس دریواړه نظرونه په جلا جلا ډول ونه شي کولای د حقیقت ټوله برخه او یا په بله وینا پر افغان خاوره روان ناورین په بشپړ ډول بیان کړي، خو که دریواړه نظرونه په یوه وخت کې په پام کې ونیول شي او د یوه بهیر برخې وګڼل شي، موږ د روانې جګړې په لاملونو اوموخو ښه پوهېدلای شو چې حللار يي هم له دې ټکو سره تړلې ده.
په پاس درېواړو نظرونو کې دغه نظر چې پرافغانستان تپل شوې جګړه کې د امریکا په مشرۍ د لویدیځ لاس اوچت او ځای يی څرګند دی او د اسلام اباد او طالبانو لاس او ځای په خپل وار سره دوهم او درېیم ته راټيټيږي، حقیقت سره اړخ لګوي!
د افغانستان ملي شورا (ولسي جرګه او مشرانو جرګه) ته په وینا کې ولسمشر اشرف غني وویل«د افغانستان خلک تمه لري پاکستان کې د افغانستان ضد ترهګرو ډلو کوربتوب، تجهیز او د هغوی د فعالیتونو اسانتيا برابرول د ملګرو ملتونو د مصوبو او منشور سره په تناقض کې دی او د درېیمګړي هېواد پرضد د ترهګرو ډلو د نه ملاتړ اصل پر بنا افغانستان باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا، نورو نړیوالو بنسټونو او نړیوالې مدني ټولنې ته شکایت وکړي»
ښاغلي غني زیاته کړه، "موږ دا تمه پرځای بولو، که دا بدلون ونه لیدل شي، موږ به اړ یو د سیمه ییزو همکاریو رامنځته کولو پر هڅو او هیلو سربېره، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په مراجعې سره جدي دیپلوماتیک ګامونه واخلو BBC»
د ولسمشر غني پورته څرګندونې د افغان دولت په دریځ کې یو نوی ګام ګڼل کیږی چې پخپل ځای کې د تایید او ملاتړ وړ دی، خو که لنډ تېرمهال کې ترهګرۍ سره د پاکستان ملاتړ ته په پام، د امریکا او لویدیځ دریځ ته وکتل شي، فکر نه کیږي چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې دې، امریکا او لویدیځ د پاکستان په وړاندې د افغانستان له دریځه غوڅ ملاتړ وکړي.
خبرې لومړي باید له امریکا سره وشي، ځکه هغه څوک چې د طالب په نوم افغانستان سره جنګیږي، په پیل کې د امریکا پروژه وه چې وروسته یي پاکستان ته وسپارله او اوس يي په یوه یا بله بڼه له پاکستان سره په ګډه پالی. همدا نن کله چې د پاکستان د بهرنیو چارو ویاند نفیس ذکریا وايي«د خبرو مېز ته د طالبانو حاضرول یوازې د پاکستان کار نه دی. د ده په خبره پاکستان د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د لومړنیو مخامخ خبرو کوربتوب وکړ، خو په خبره يې پاکستان یواځې د دې ذمه وار نه دی، چې طالبان دي خبرو ته حاضر کړي..BBC»
په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي«مخکې تر دې چې د طالبانو پر ضد اقدام وکړو، باید هغوی ته موقع ورکړو چې خبرې وکړي. مشال راډیو»
خو پوښتنه دا ده کومې خبرې؟هغه خبرې چې پاکستان بیا بیا سبوتاژ کړي او بلخوا بې ګټې خبرې ترکله!
اسلام اباد دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پاکستان افغان لوري ته د سولې د خبرو په څلور اړخیزه غونده کې چې امریکا او چین هم د دې غونډې ګډونوال دي، سند ورکړي که افغان طالبان خبرو ته حاضر نه شي، نو پر ضد به يي پوځي عملیات کوي. خو نن ګورو چې امریکا او چین دواړه د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه چې د سولې څلور اړخیزې خبرې يي شاته غورځولې او د سند په اړه هم اسلام اباد منکر ښکاری، چوپ پاتیږي!
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د پاکستان په اړه د شکایت یو بل خطر هم باید په پام کې ونیول شی. د «عمري» په نوم د طالبانو د پسرلني بریدونو له زیاتوالي سره په ورته وخت کې چې د پل محمودخان غمیزه يي تازه بېلګه ده، پاکستان د ډیورندکرښې پر بره غاړه د لويي پکتیا ، ننګرهار، کونړ او نورستان پر ځینو ولسوالیو چې د ننګرهار ګوشتې او لال پورې ولسوالي يي وروستۍ هغه دي، خپلو توغندیز بریدونه ته زور ورکړی. کېدای شي دلته د پاکستان بله موخه دا وي کله چې افغانستان د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې پخپل کور دننه د پاکستان نااعلان شوې جګړې ته ګوته نیسي، پاکستان به هلته د ډیورندکرښې شخړه راپورته کړي!
که د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې افغانستان د پاکستان په وړاندې د امریکا، انګریز اوچین ملاتړ ته سترګې نیولې وي، باید افغانستان په یاد ولري، هلته هم دا خطر څو وارې زیات لېدل کیږي چې دا هېوادونه دې لکه چې په کابل او اسلام باد کې يي د سولې په څلوراړخیزه خبرو کې د هغه سند د پلیتوب په وړاندې له پاکستان هیڅ پوښتنه ونه کړه چې د ولسمشر اشرف غني په وینا، هغه کې پاکستان ژمنه کړې وه چې که طالبان خبرو ته چمتو نه شي د هغوی په وړاندې به پوځي عملیات کوي!
په ملګرو ملتو کې د پاکستان په اړه د هرې دعوې په وړاندې کولو سره افغان پلاوي باید د ستونزې ټولې خواوې په پام کې ونیسي او بلخوا له خپل وړاندیز څخه مخکې باید د نړیوال ملاتړ کچه هم وارزوي اوهم د ملاتړ په چمتو کولو کې ورته مخکې له مخکې کار وشي.
دلته یوه بله پوښتنه هم راپورته کېدای شي، د ستراتیژیک او امنیتي تړون سربېره امریکا له افغانستان څخه زیات او نور څه غواړي؟ دلته د ښاغلی خلیل زاد یوه طرحه د پاموړ ده «زلمی خلیل زاد سفیر سابق آمریکا در افغانستان گفت: بزرگترین مشکل که افغانستان تا هنوز هم با آن مواجه است، رابطه ضعیف این کشور با پاکستان است.
خلیلزاد ادامه داد: افغانستان و پاکستان به یکدیگر نیاز دارند و باید با یکدیگر همکاری کنند.»
سفیر سابق آمریکا در افغانستان تایید کرد که آمریکا پس از 11 سپتامبر نتوانست این دو کشور را به هم نزدیک کند و هنوز هم موفق به دستیابی به این هدف نشده است.
وی بر این باور است که بزرگترین ناکامی آمریکا در افغانستان این بود که نتوانست راهی برای نزدیکی و همکاری این دو کشور همسایه پیدا کند. تسنینم خبرې زیرمه»
د خلیلزاد له څرګندونو ښکاري د طالبانو په مټ د امریکا او پاکستان هڅه او جګړه دا ده چې په سیمه کې افغانستان، د پاکستان پشان د امریکا او لویدیځ د ګټو لپاره چمتو شی، که څه هم داسې چمتووالي دې د افغانستان د ملي ګټو سره په اړوپیچ او تضاد کې وي. که ټوله جګړه په دې موخه وي چې همداسې ښکاری هم، نو بیا به د ملګرو ملتونو په امنیت شورا او نورو نړیوالو ټولنو کې چې هلته امریکا او انګریز برلاس لري، افغان حکومت څنګه پاکستان د ترهګرۍ په پاللو او روزلو او په افغانستان کې په نااعلان شوې جګړې ملامت ثابت کړي؟
امریکا کله ناکله چې پاکستان په افغانستان کې ځانمرګي برید ترسره کړي، لکه تېرکال د شاشهید خونړۍ پېښه او یا تازه د پل محمودخان غمیزه ، په پاکستان کې د حقاني او یا کومې بلې ډلې نوم واخلی.«د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم اندېښه ښوولې چې پاکستان د حقاني شبکې په څېر په خپلې خاوره کې د سخت دریزو ډلو د موجودیت په اړه له زغمه کار اخلي. ازادي راډیو»
د امریکا ولسمشر اوباما پروسکال د هند پر یوې هوايي اډې د برید په مهال هم ویلي وو«د همدغې میاشتې په پيل کې یو شمېر وسله والو د هند د هوايي پوځ پر یوې اډې برید وکړ او هند په پاکستان کې مېشته یوه ترهګره ډله تورنه کړه چې دا برید یې کړی دی.
پاکستان له دغو تورونو وروسته د جیش محمد ډلې یو شمېر غړي ونیول او هند ته یې ژمنه ورکړه چې په دې اړه به پلټنه کوي.
ولسمشر اوباما دغه برید وغنده، له هند سره یې خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل ،همدغه علت چې متحده ایالتونه او هند باید ترهګرو سره د مبارزې لپاره ګډ کار وکړي، تاند»
دلته جیش محمدي لکه طالبان چې د پاکستان په بره غاړه، د افغانستان په لور د امریکا د ګټو لپاره لار هواروي، د هندوستان په لورلکه چې اوباما وايی« همدغه علت چې متحده ایالتونه او هند باید د ترهګرو سره د مبارزې لپاره ګډ کار وکړي» د امریکا د ګټو لپاره چاپیریال برابروي.
پاکستان ته د امریکا دا شان ګواښونه یوه زرګري جګړه بلل کېدای شي چې بې له پایلې څو لسیزې روانه ده او د سړېدو پرځای هره ورځ تودیږي او پسې پراخیږي!
د دې لیکنې موخه دا نه ده چې ترهګر، اسلام اباد او امریکا چې د افغانستان په اړه د یوې لوبې بېلا بېلې برخې جوړوي، هرڅه چې کوي، افغانان يي په وړاندې څه نه شي کولای او د دوی په لاس جوړ برخلیک ته باید تسلیم شی. دلته دوه خبرې سره باید بېلې کړو:
۱ ــ د سترې لوبې او د هغې د لوبغاړو پېژند او د لوبې په موخو پوهېدنه
۲ ــ د لوبغاړو سره لوبه او په لوبه کې د خپلو ملي ګټو خوندیتوب
موږ په دې لوبه کې د هغې له لوبغاړو سره لوبېدلای شوو او که ویښ،هوښیار او موټي واوسو په دې لوبه کې خپلې ملي ګټې هم خوندې کولای او پاللای شو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery