مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نوښت لوبه/ د نړۍ تر ټولو نوښتګر هېواد کوم دی؟

benawa afghanistan
ژباړن: شفیق الله یوسفزی
د نوښت لوبه/ د نړۍ تر ټولو نوښتګر هېواد کوم دی؟

د نوښت کلنی نړیوال شاخص څیړنه کړې، چې د دې ډول سوال په ځوابولو سره په نړۍ کې تر ټولو نوښتګر هېوادونه را وپيژني. دا راپور د کورنیل پوهنتون (Cornell University)، INSEAD او د نړیوال فکري ملکیت سازمان لخوا خپور شوی، چې د 79 شاخصونو له مخې نوښتګرو هېوادونو ته درجې ټاکل کېږي.
د نړۍ شاوخوا 140 هېوادونه او اقتصادي ځواکونه پدې درجه بندې کې ګډون لري چې د 79 شاخصونو له مخې هر هېواد او اقتصادي ځواک ته درجه ټاکل کېږي. دا د حیرانتیا خبره نه ده چې؛ سویزرلینډ، انګلیستان، سویډن، نیدرلینډ او د امریکا متحده ایالات پدې برخه کې مخکښ دي، خو څیړونکي د دې هېوادونو معلوماتو ته له نورو اړخونو (لوړې زده کړې، سړي سر ګټه، ښاریتوب، روغتیا، چاپيریال، کورنۍ ناخالصه ګټه او نورو اړخونو) څخه هم کتنه کوي، ددې لپاره چې څنګه دا هېوادونه د یو بل سره په نسبي ډول په اقتصادي پرمختګ او د نوښت په کیفیت کې سره ټړلي دي. بډای هېوادونه د پراخو مالي منابعو په لرلو سره ددې جوګه دي چې د ژوند په مختلفو برخو کې نوي نوښتونه رامنځته کړي او د خلکو په ژوند کې یو ډول نه یو ډول بدلون رامنځته کړي.
د خلکو په ژوند کې د ابتکاراتو او نوښتونو رامنځته کول د یو هېواد په دواړو برخو اقتصادي پرمختګ او د نوښت کیفیت کې د پام وړ بدلون راولي. همدارنګه لاندې چوکاټ او ګراف ددې څرګندونه کوي، چې د افریقا په ډیری هېوادونو کې نوښت د دوې له اقتصادي پرمختګ سره تړلی ده، یعنې ورو اقتصادي پرمختګ د ورو نوښت سبب ګرځي. همدا ډول چټک اقتصادي پرمختګ د چټک نوښت سبب ګرځي.
همدارنګه لاندې چوکاټ او ګراف ددې ښودنه کوي چې چین اوس مهال د نوښت په رامنځته کولو کې د لوړ انرژي لرونکی دی.  امریکا او د نړۍ پرمختللي هېوادونو کې نوښتونه په لوړه اندازه لیدل کېږي.
د نوښتګرو هېوادونو پدې څیړنه کې امریکا متحده ایالات لمړی مقام خپل کړی، انګلیستان او جاپان بیا دوهم او دریم درجې لري، جرمني او سویزرلینډ هم پرلپسې درجې خپلې کړي دي.
که د نوښت نړیوال شاخص له مخې لاندې ګراف ته وکتل شي نو ګټور نوښتونه په پرمختللو هېوادونو کې رامنځته شوي او بې ګټې نوښتونه په وروسته پاتو او پرمختیايي هېوادونو کې لیدل کېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery