مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له امريکا غږ سره د علي احمد جلالي مرکې په اړه

سيد حسين پاچا


سرتاج عزيز :
پاکستان په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پر ضد اقدام نه کوو
له ابليسه د خير تمه له اسلامي ارزښتونو سره سمون نه خوري. افغانان بايد په خپل ټول توان سره له هر اړخيز پلوه د دې انسي شرمخانو د دوه مخيوپاليسيو پر وړاندې په زغرده مقابله او د شرارت لاسونه يې ورلنډ کړي


مرکه کوونکی : سيد سليمان اشنا :

ولسمشر غني :
ولسمشر غني نن وويل چې پاکستان دې د هغو کسانو پر خلاف نظامي عمليات وکړي چې مرکزونه يې په پاکستان کې دي او رهبران يې په پاکستان کې اوسيږي. او دا يې هم وويلې چې له پاکستانه توقع نه لري چې که په خپله خاوره کې د دغو جنايتکارانو په خلاف نظامي عمليات نه کوي، نو د افغانستان شرعي محکمو ته دې يې وسپاري چې د خپلو عملونو سزا وګوري.
له سختدريځۍ سره په مبارزه کې د افغانستان د حکومت پر نوي دريځ باندې د کورنيو چارو د پخواني وزير علي احمد جلالي نظر اخلو چې نن يې زموږ بلنه منلې ده او دلته له موږ سره په سټوډيو کې.

جلالي صاحب په خير راغلئ.
پوښتنه :
دا پوښتنه لنډه مطرح کوو چې د جمهور رئيس غني له وينا نه داسې څرګنديږي چې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د دولت په پالېسۍ کې يو نوی بدلون راغی که څنګه؟

ځواب :
يعني د وسايلو د استعمال له نظره بدلون راغلی دی، زما له نظره د افغانستان په پالېسۍ کوم بدلون نه دی راغلی. د افغانستان پالېسي دا وايی چې په افغانستان کې سوله راشي، جنګ ختم شي، په دې کې تغيير نه دی راغلی. منتها هغه وسايل چې د دې اهدافو د تامينولو د لاسته راوړنو لپاره استعماليږي اولويتونه يې فرق کوي. که پخوا کوشش دا وو چې د پاکستان په مرسته، د نورو هېوادونو په مرسته طالبان دېته مجبور کړي چې د مذاکرو مېز ته راشي او د سوله ييز حل له ليارې د افغانستان جنګ ختم شي. اوس معلوميږي چې پاکستان صادقانه عمل نه دی کړی او لوظ باندې نه دی درېدلی. په نتېجه کې بايد پلان بدل شي. له بلې لارې نه بايد د افغانستان ملي ګټې تامين شي او سوله راشي او هغه همزمان ديپلوماتيک فعاليتونه دي په سيمه کې د يوې اجماع د راوستو لپاره. په نړيواله سطحه د ملل متحد له ليارې په پاکستان باندې فشار اچول دي چې هغو جنايتکارانو ته اجازه ورنه کړي چې که ستاسو له خاورې نه پر افغانستان حمله کوي او په نظامي لحاظ پر طالبانو باندې په عملي شکل سره دومره فشار واچول شي چې د دوی قدرت کمزوری شي او دېته راشي چې نور له دغو اعمالو نه لاس واخلي.

پوښتنه :
دوه ټکي ذکر کوو د پالېسۍ په اړه:
• يو دا چې پاکستان دې نور د سولې خبرو ته طالبان نه راولي، بلکې و دې يې ځپي.
• دويم دا چې طالبانو ته يې د تروريست خطاب وکړ او ترهګر يې وبلل. دا پخپله يو لوی بدلون نه دی چې د افغانستان يو منتخب رئيس جمهور داسې دريځ نيسي. فکر نه کوئ چې دا يو بدلون دی؟

ځواب :
فکر کوم دا يو بدلون دی او په عين زمان کې نور دغه هم لري، نور تاثيرات هم لري. که دا حالت دوام وکړي او افغانستان د يوې فعالې ديپلوماسۍ له لارې په سيمه کې او په نړيواله سطحه دغه اسناد وړاندې کړي چې پاکستان د ترورېزم حمايت کوي او پاکستان د هغو هېوادو په قطار کې راځي چې د ترورېزم حمايت کوي او پر هغوی باندې ايجاب کوي چې مالي تعذيرونه راشي.

پوښتنه:
يعنې دا اسناد يې نه دي سپارلي، څه فکر کوئ؟

ځواب:
فکر نه کوم چې هغه اسناد يې سپارلي وي، خو ويلي يي دي چې ملل متحد ته به شکايت وکړي. اما تراوسه پورې نه پوهېږم چې تر کومې اندازې پورې دا کار شوی؟ زه پوهېږم چې د ملل متحد د امنيت په شوری کې څو ځلې افغانستان دا خبره کړې ده چې پاکستان هغو کسانو يعنې تروريستانو ته اجازه ورکوي چې د پاکستان له خاورې پر افغانستان باندې حمله وکړي.

پوښتنه :
که يوه لنډه تبصره بله واخلو چې دغه ټکي يې چې د پاکستان پر وړاندې يې مطرح کړل، څه فکر کوئ احتمالاً له پاکستانه به عکس العمل به څه وي؟

ځواب :
د پاکستان عکس العمل لکه د همېشه غوندې يې چې لري. پاکستان اوس بايد عملاً دوه شيان واضح کړي چې تراوسه يې نه دي واضح کړي :
• يا بايد دا ووايی چې پر هغو سيمو باندې کنټرول نه لري چې طالبان پکې اوسيږي يا نور جنايتکاران پکې اوسيږي. که دا وي، نو دا بيا نورو هېوادو ته حق ورکوي چې که چېرې بيا له هغو سيمو حمله وشوله بايد متقابل پر هغوی حمله وکړي.
• او که پاکستان دا ادعا کوي چې زموږ ملي حاکميت ته احترام دې ورته وشي. پر سيمه باندې حاکميت لرو په دې صورت کې بايد هغو جنايتکارانو ته اجازه ورنه کړي له خپلې خاورې نه چې پر نورو هېوادو باندې حمله وکړي.او که دا کار کوي بيا د هغه هېوادو کې په قطار کې راځي چې له ترورېزم نه حمايت کوي.

پوښتنه :
اجازه راکړئ چې لږ د دې جمهور رئيس داخلي بُعد هم راواخلو چې تاسو په جريان کې ياست چې د افغانستان دا د ملي وحدت حکومت د کور دننه د سختو نيوکو لاندې دی.په ډېرو مواردو کې له حکومتدارۍ نه نيولې تر امنيت تامين او هر څه پورې. فکر کوئ چې جمهور رئيس دا ځل دا د ملي شوری د دواړو فوق العاده غونډه وغوښتله او استازو ته يې دا وينا وکړه او په ژوندئ بڼه يې ټول ولس ته ښووله. د داسې يو قاطعيت سره يا د داسې مهمو ټکو ذکر کولو سره خپل خاص محبوبيت ته يې توجه وه، که يعنې په حقيقت کې به بيرته د ولس ملاتړ ترلاسه کړي؟

ځواب :
اصولو ته چې وګورې اشنا صاحب، اصولو ته چې وګورې ملي منافع هميشه ارتباط لري له قدرت سره او له بلې خوا خارجي پالېسي که وي که داخلي پالېسي وي د هر هېواد چې وي هغه يو ډول توازن دی د ملي منافعو د تامين او د جګړې او شخړو د ختمولو لپاره، نو په دې صورت کې د افغانستان خارجي پالېسي هره پالېسي چې غوره کوي د افغانستان دولت هغه وخت موفقه کيږي چې د دولت (قدرت) له ټولو عناصرو نه په هماهنګ شکل سره استفاده وکړي. دا حکومت پکې راځي، ملت پکې راځي، د افغانستان د دولت نورې قواوې پکې راځي که هماهنګ فعاليت وکړي، دغه ژمنې يې چې کړي دي دا عملي کړي. او که دننه په دولت کې مشکلات موجود وي او تراوسه پورې دوی پر ځېنو پوستونو باندې سره نه جوړيږي او که شوری و دولت او که نورې قواوې په افغانستان کې، مدني جامعه په خپلو مينځو کې سره جوړ نه وي په هغه صورت کې د دولت هغه عناصر چې د افغانستان د دولت خارجي پالېسۍ او داخلي پالېسۍ د تامين لپاره لازم وي هغه په هماهنګ ډول سره نه استعماليږي او له هغه دښمنان استفاده کوي. طالبان ترې نه استفاده کوي او پاکستان ترېنه استفاده کوي.

پوښتنه :
يوه اساسي پوښتنه معمولاً دا مطرح ده چې خصوصاً تاسو دلته په واشنګټن کې له مهمو امريکايي مقاماتو سره ګورئ او د دوی دريځ د افغانستان په اړه باندې ګورئ متحده ايالات د افغانستان او پاکستان په چارو کې ځانګړی استازی لري او يوه شعبه لري او تر ډېره پورې د مسايلو په جريان کې وي، د دا ډول دريځ چې د افغانستان له دولت نه نيولې تر جمهور رئيس غني پورې په پارلمان کې مطرح شو متحده ايالات څنګه کولی شي چې دا مثلاً تطبيق کړي او عملي يې کړي خصوصاً د افغانستان د وسله وال قوت په روزنه او تجهيز کې چې هغه بايد تروريستان يا ترهګر د افغانستان په وينا وځپي او هلته وسله وال هر څوک چې وي ياغيان هغوی له مينځه يوسي؟

ځواب :
يعنې امريکا کولی شي ډېر کارونه وکړي، منتها تراوسه پورې دغه کار نه دی شوی. متاسفانه پاکستان تر ډېره حده پورې امريکا ته دا قناعت ورکړی دی چې :
• يا دا دی چې پر طالبانو باندې کنټرول نه لري.
• يا دا دی چې که دوی ډېر زيات فشار پر طالبانو باندې واچوي، نو سيمه نوره هم ورپسې ناارامه کيږي. او که د پاکستان حکومت که ضعيف شي زروي وسلې د ترهګرو لاس ته لوييږي دغه شيان يې ورته ويلي دي. زه داسې فکر کوم چې په ډېرو مواردو کې امريکا ډېره خوشباورې ښوولې ده د پاکستان په برخه کې او ورو ورو امريکا اوس پر دی پوهيږي چې پاکستان دوباره سياست چلوي په افغانستان کې له امريکې نه پيسې اخلي او د همدغو پيسو په ذريعه باندې افغانستان ځپي او امريکا هم پخپله ځپي. دا خبره په کانګرس کې د امريکا په ټولنه کې ورو ورو يې ډېر قوت پيدا کړی او پاکستان د دې لپاره چې مقابله وکړي، په دې وروستيو وختو کې يې اوس دا خبرې کړي دي چې موږ کوشش کوو چې طالبان سولې ته راولو او کښېنوو يې. مګر دا تر يوه وخته پورې چليږي. څو مياشتې که نورې هم دا حالت دوام وکړي فکر نه کوم چې پاکستان زياتي وکولی شي چې نور وغولوي.

پوښتنه :
تاسو چې نظامي سابقه لرئ، ستاسو شخصي نظر مو هم واخېست تاسو څه فکر کوئ چې پاکستان داسې امريکا ته قناعت ورکړي چې که چېرته زور زيات وکړي پر طالبانو باندې، نو سيمه به ناامنه شي. فکر کوئ چې که داسې ناامنه کيږي، خو افغانستان برحاله دا اقدام کوي چې پر طالبانو باندې نظامي زور ډېر شي.

ځواب :
نه، هغه فکر کوي چې پاکستان ډېر يو بېثباته دی او له اقتصادي لحاظه هم مشکلات لري. له بلې خوا پاکستان داسې فکر کوي چې دوی کولی شي چې چين يې يو ډېر علنی دوست دی او ضرورت نورو ته نه لري او کولی شي چې هغه پالېسيانې چې دوی روانې کړي دي فعلاً هغه دوی بې له نورو د کومک نه يعنې د امريکا له کومک پرته تطبيق کړی شي. دوی دا عقيده لري چې دوی کولی شي حتی که افغانستان نور هم ناامنه شي، بېثباته شي دوی د دې توان لري چې هغه اداره کړي يعنې خپل ځان ترې وساتي. مګر دا به تر يوه وخته پورې کار وکړي. نو په تدريج سره د نړۍ هېوادونه په سيمه کې هند، چين، روسيه، د منځنۍ اسيا هېوادونه دغه ټول په وېره کې دي چې دغه بېثباتي سيمه بېثباته کوي او دا تغيير کوي. اوضاع تغيير کړی دی. مثلاً پينځه يا درې کاله مخکې دا حالت نه وو، اوس دا حالت فکر کوم چې افغانستان د يوې فعالې پالېسۍ له لارې کولی شي چې يو مستقل اجماع د پاکستان پر ضد راوړي. او که پاکستان هغه تروريستانو ته اجازه ورکړي چې هغه د دوی له خاورې نه د هند وافغانستان پر ضد حمله وکړي هند وافغانستان کولی شي چې کوشش وکړي چې يو اجماع منطقوي د پاکستان پر ضد باندې رامينځته کړي.
مننه جلالي صاحب، کور مو ودان چې تاسو نن مصروفه هم وئ، خو زموږ بلنه مو منلې وه.

په درنښت

د علي احمد جلالي مرکه
https://youtu.be/Ak6CfrSN5RE?list=PL7w7v-ilQCCtDOhiazXKi61VYURmHuW0J
http://www.pashtovoa.com/content/afghanistan-pakistan/3313565.html


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery