مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Rahat Gas
دخپریدو نیټه : 2016-05-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لمسون

خوشال کونړی مزاروال


لنډه کیسه

سپرلی دی. هوا يي دوريښمو په څېرنرمه او پسته، اوځمکه يې دبخمل په څېر ښايسته کړېده. خو د آسمان په تندي یې اغېزه نه ښکاري. له توقع پرته د آسمان تندی تریو دی. تورو وریځو ترې د وزلوبي ډګرجوړ کړی دی. منډې رامنډې وهي. تور کومی یې واز نیولی. بارانونو بده ورځ نښلولې. د سړي ترې وېره کیږي. د هر سړي زړه یې تنګ کړی. د ستورو او سپوږمۍ درک خرک نشته. داسې لکه بې ستورو او سپوږمۍ آسمان. شپه خو څه کوې چې ورځ هم تپه تیاره ګرځېدلې. داسې تیاره چې سړی لار نه ویني. توپاني  لوخوړو هر څه پوښلي دی. زړونه تنګي کوي. خو بیا د کتاب او کاغذونو تورولو تر څنګ، تلویزیون هم غنیمت دی. یو څه غم غلطوي، او د زړه تنګۍ تبه شلوي. په تېره بیا د هیواد د تلویزیونونو خپرونې........
هرګوره بیا د بېلابیلو خپرونو تر څنګ د تلویزیون خبرونه چې تل د هیوادوالو په مرګ ژوبلې پیلیږي، نور هم د سړي زړه ته کولپ اچوي، او دردونه یې راپاروي......
دا دی درنګ شیبې له خبرونه پیلیږي. بیا هم د تورسرو څیرې ګریوانونه او انګولاوې…….
له دې سره خوږ خوږ درد مې زړه ته سیره ووېسته. په لاسو کې یې ټینګ کړ. په کراره کراره یې مروړي. دردونو پسې واخیستم. د سوچونو او خیالونو لړۍ مې د هیواد د پلازمینې په لور وغځېده. ځان مې د یوې سترې او لویې خاورینې غونډۍ  پر سر ولید. د یوې داسې غونډۍ  چې د تېرو زمانو د یوه پاچا (ټولواک) د نوم سره  تړاو لري.
زېړی مازیګری دی. لمر پرېوتو لور ته ګورم. تازه لمر سترګه د غره له سره ښکته کیږي. خو که د غره په سر، د آسمان راسورې لمنې ته په غور سره وګورې، نو د سترګو لمنې یې تکې سرې دي. داسې سرې لکه یوې بوډۍ چې تازه تنور لمبه کړی وي، او سرې لمبې ترې خیږي. داسې مې انګیرله چې دا د بوډۍ د زړه د تناره لمبې دي، چې غرغړې کوي، او تودوخه یې محسوسیږي. یودم شاوخوا ته
 ګورم. غونی مې زیږیږي. د تن ویښتان مې په ځان سیخ سیخ دریږي. اوار ړچېږم. ټوله غونډۍ په  تنکو  ځوانانو پوښل  کيږي . د پښو د کېښودلو ځای نه پیداکیږي. د ټولو سرې جامې په تن دې. داسې سرې لکه سور الوان، لکه د بوډۍ د تناره سور اور او سرې سکروټې....... نوره مې هم انديښنه  زیاتیږي. هغه داسې چې یو شمیرو خپل سرونه په لاسو کې نیولي دي. چا بیا خپلې غبرګې پرې شوې پښې داسې سینې ته جوختې نیولي، چې له پښو راروانې وینې یې په څنګلو راماتې دي. لاندې څاڅي. تر اړخه  یې یوه، خپل د نس کالي په لاس نیولي، راروان دی. او خدایه! دا خو دوه درې ټپي نه ښکاري، دا خو ټول داسې دي. تېکه تېکه، او ټوټه ټوټه ...... اخ خدایه! هغه د نس کالو په لاس والا، تیندک وخوړ. هر څه وشیندل شول. په ځمکه پرېوتل. څومره نازغمه ده. هغه دی په راټولولو یې دی. هغه بل چې په خوا کې یې نوکې لګوي، او راروان دی، هغه چې پښې یې پرې دي . د هغه پرې پام کیږي. زړه یې درد کوي، په لړزېدلو شونډو ورته وایي:
- هلکه! لږ خو مخې ته ګوره!
- څه وکړو! که دومره مو ځانته پام کولی ، ولې به مو دا حال وې! بیا لږ شانې موسکی کیږي، او د کنایې په ډول وایي:
- څوک چې ښوونځي له سوزېدو ژغوري ، دې ته خو به غاړه ږدي. پرته له ځنډه زیاتوي:
- ستا خو هم حال راته چندانې ښه نه……
- هو! ډرېور وم. یو له ورځو مې په کرښه پروت سرحدي ولایت ته د سون مواد او خوراکي توکي لېږدول. د لارې په اوږدو کې مې ګاډی په ښخ شوي مین برابر شو. په دغه برخلیک اخته شوم، چې اوس له شیندل شوو پښو سره په ګونډو ګرځم......
- وروره! رڼا مو لټوله.  د سبا خوبونه مو لیدل چې دا موحال شو. وګوره هغه بل ته! ګوره چې خپل سر په تلي کې ګرځوي. هغه هم شونټۍ په لاس نیولې وه.  د سباوون په لټه کې وو. دې کې هغه بل وایي:
- وروره! شکر وباسه. تر اوسه خو لا مو د ارمانونو غوټۍ نه دې رژېدلي. په همدې ارمان خو ژوندي اوسره راټول  یو. تر اوسه خو مو د امېدونو رسۍ نه ده شلېدلې........
ناڅاپه مې د روح و روان سترګې د غونډۍ  ښکته شېلو ته اوړي.
- او خدایه! دومره مخلوق! دا له کومه شو. دا خو ټول وړه وړه او حبې حبې دي...... سترګې مې تورخوري. سر راباندې ګرځي. ځان د خولو په ډنډ کې وینم. بیا په حال راځم. وایم:
- دا خو تنکي ځوانان دي. ایله بیله یې شونډه توره شوې. تازه یې خط پر مخ راټوکېدلی. دا خو ټول سپینه خوله دي. او بیا دې ته ګوره چې څومره په خپلو منځو کې سره خواږه دي. دومره خو ورونه هم خواږه نه وي. یو بل ته د ملګري کلیمه په خوله راوړي. نا ببره راسره پوښتنه پیداکیږي، وایم:
- ولې د لوړپوړو چارواکو بچي پکې نشته؟ ولې جنرال زاده ګان په کې نه ښکاري؟…….
بیا مې ځغلند نظر د ژوبلو،  د کورونو په لور اوړي. ټول خټین کورونه دي. پاخه پکې هډو درک نه لري. خو ټول بلاکونه بلاکونه دي. په نقشه برابر . ښارګوټي ښارګوټي. دا به کوم مهندس ډیزاین کړي وي......؟
زه لا د ژورو خیالونو په ژورو ژورو کې ګرځېدم، چې له هغه څېرمه کلیو مې سترګې په یوې سترې او لویې ډلې نښلي.  تور او سپین پټکي یې په سر دي. په وینو سرې،  تورې او سپینې جامې یې، له ټوټې ټوټې هډونو سره، له ورایه د سړي پاملرنه ځانته را اړوي. اریان کېږم. د سترګو کسي مې تک سره اوړي. لاسونه او پښې مې سستي کوي. غونډۍ  ته رانږدې کیږي. هغه دی راپورې وتل، او نیغ په نیغه د غونډۍ  سر ته راروان دي. سترګې مې همداسې بټې نیولي دي. یو یو ته ګورم. ویره مې شیبه په شیبه د تن په بوټیو ننوزي. هغه دی راوختل. د ځینو پیوندي ختې او چاودې پوندې له ورایه مالومیږي. د غونډۍ  سرته په راختلو سره  د سلام او ښه چارې کلیمه په خوله راوړي. د دې نورو ځوانانو سره څنګ په څنګ دریږي، او د غونډۍ  د خاورینو منظمو ښارګوټو او بلاکونوپه ننداره کیږي……
دا شیبه د مازیګر نرۍ  وږمه چلیږي. د غونډۍ د سر راشنه شوي شنیلي د تازه زیږېدلي ماشوم د زانگو  په شان ځنګوي. په دې کې هغه ځوان چې خپلې پښې یې په لاسو کې دي، په کوناټو جوخت کیني. د لونګوټو والاوو ته په زیر زیر ګوري. یو ویني چې هغه هم خپلې پښې له لاسه ورکړي دي. په ګونډو ولاړ دی. ورنږدې کېږي، او ترې پوښتي:
- وروره! تاهم لکه چې خپلې پښې نذرانه کړي؟
هغه ستړې غوندې سااخلي، وایي:
- پښې څه چې پوښتۍ مې هم بایللي دي. بېرته ژر زیاتوي:
- څوک چې دین او اخیرت ګټي، همداسې خوبه کیږي.
- هغه څنګه؟
- هغه داسې چې:
- یوه ورځ مې په سړک کې ماینونه ښخول چې بې دینو ته سزا ورکړم، خو اورېدلي دې نه دي، وایي:  ((ماین ښخوونکی په ژوند کې یوازې یو وار ختا کوي)).  په میاشتو میاشتو مې دا کار وکړ، خو دا ځل مې د خپل تن بلا وګرځېده.
هغه ځوان بیا تپوس ته ځان جوړوي، خو هغه چې د نس کالي یې په لاس کې نیولي دي، پرې ړومبی کیږي، د یوه نس څېري، لنګوټي والا څخه چې د نسوارو شنې اوبه یې په وښکو روانې دي، د خپلې ژوبلې د علت ترې پوښتي. هغه لومړی د لنګوټي په پیڅکه د وښکو شنې اوبه پاکوي. موسک کیږي، او په ډېر ویاړ او غرور سره وایي:
- وروره! په ښوونځیو کې کوپري(کفري) او بې دیني روانه وه. په داسې وخت کې څوک په کراره کیناستی شي. د پښو لاندې مې سکروټې وې. بس ښوونځي مې سوزول. ما ویل چې د بې دینۍ جرړې وباسم. ډېر مې وسوزول. د ډېرو بې دینو میندې مې بورې کړې…… خو یوه ورځ مې یو ښوونځی د تیلو پر اوبو پرېمینځه، او لا اور مې نه وو ورته کړی چې پوره مې راغلې وه. اورېدلي دې نه دي، وایي چې  (( ښه دوستان په بده ورځ په کار راځي))، تر پنجابه او پوجي هسپتاله یې رسولی وم، خو..... دې کې هغه بل غلی شان وایي:
- د پردیولمسونونو خو مو خولې له خاورو ډکې کړې....
نورنو د تیارې ښامار خپل کومی واز کړی وو. له هغې سره بیا هم ښکته پورته ټول ښار ته ګورم. تپه تیاره ده. د قبر تیارې ته ورته. ټول ښار وېده دی. برېښنا نه تر سترګو کیږي. خو د څو تنو ځورواکو خونې روښانه ښکاري. جنرېټرې یې چالانې دي ، هغه جنرېټرې چې د تیلو پر ځای د بې وسو او کمزورو وینې څښي. وچولی مې تریو کیږي. د تندي ګونځې مې ترینګلې ګرځي. بې واره مې سترګې له ښاره تیښته کوي. د تپې خورو ورو خټینو کورونوته را اوړي. ډیوې یو بل پسې روښانیږي. د خپلو اوښکو د تویولو تابیا نیسي، چې په دې کې له یوه ځوان سره، د یوه لنګوتي والا شیرات  پورته کیږي. یو د کالو، د نس مړولو، او د یوه روڼ سبا، او بل له شریعت پلي کولو سره د حورو او علمانو خبرې په خوله راوړي. دواړه د ماینونو ښکار شوي دي همداسې د تاویلې ما ویلې خبره روانه ده. تنکی ځوان د بې دیني، او له سرو سره د خدمت په نوم تورنوي، خوبیا هغه بل ته لارې شوکونکی، وژونکی او د تورو تالي څټی وایي...... خو دا چې نوره تیاره شوې ده، د لنګوټو والا خپله لاره نیسي. په خپله مخه ځي. ځوانان هم خواره واره کیږي. خپلو جونګړو ته ننوځي.
له دې سره مې یو دم، د شړک و شړوک آواز تر غوږو کیږي. له آسمانه غونډاری را غورځي. د ږلیو غونډاري. وار و پار راله ختا کوي. ورسره یوځای اوسمهال ته راګرځم. ځان په خپل سالون کې احساسوم. زه او زما په څېر نور خو لا ښه دي، سر خو مو په سیوري دی. واه د هغو مرغانو چې په هوا او یا په ونو کې دي، د ټولو زړونه یې وچول. ټول پر ځمکو پرېوتل. د مرغانو سره یوځای، د ځمکو ښایسته ښایسته ګلان هم روغ پاتې نه شول. ټول یې جارو کړل. ټول ورژېدل. د ږلیو کوټې جوړې شوې.....
شپه تېره شوه. د جومې(جمعې) ورځې خپله غېږه پرانیستله. په بیلابېلو بوختیاوو مې ورځ ګوډه کړه. کله چې نږدې ماسپخین چای ته کیناستم، د تلویزیون یو بیړني خبرمې یو ځل بیا ټپونه تازه کړل. نیغ په نیغه یې یو ځل بیا هماغه غونډۍته بوتلم:
د پسرلي تود او لمریز مازیګری دی. د پیغلو او تورسرو ډلې غونډۍته راروانې دي. ټوله غونډۍ د تنکیو ځوانانو قبرونو پوښلې ده. هر لور ته چې سترګې واړوې، د تنکیو ځوانانو د قبرونو منظم کتارونه تر سترګو کیږي. په قبرونو سرې او شنې جنډې رپیږي. خپلې سترګې مښم. پېغلې قبرو ته ناستې دي. سوو ساندو او زګیرویو یې ټوله غونډۍ نیولې ده. د زړه وینې یې سترګو ته راروانې دې، او د سترګو له لارې د اوښکو په څېر په ګرېوانونو څاڅي، چې د سړي د زړه دیوالونه لړزوي. څوک بیرغونه ځړوي، ځينې ډیوې روښانوي......
بې درنګه مې ذهن د برېښنا د څړیکې په شان تېر زیړي مازیګري ته لاره کوي. د تنکیو ځوانانو لالهانده او سرګردانه ارواوې، او د هغو ارواوې چې لا اقل قبرونه یې مالوم نه شول،  ټولې مې مخې ته دریږي،  ارواوې هر وخت ناوخته مازیګر، په خپلو کې سره راز و نیاز کوي. د یوه روڼ سهار خوبونه ویني، او ورته سترګې په لاره دي ......
* * *
دا مهال چې د ارواحو لوي لښکر مې دذهن په دهليزونو کې ښکته پورته کيدو، او يوې اوبلي خوا ته سرګردانه ګرځېدلو،ناڅاپه دکور د لويي دروازې د زنگ اواز اوچت شو. د خيالونواو سوچونو  کاروان يې راله  ودراوه. د زنګ آواز مې په ذهن کې انګازې پیل کړې، اوبيا د دروازې په لور  په ستړو گامونو رهي شوم . 

۲۶- ۰۴ – ۲۰۱۶
۰۷- ۰۲ - ۱۳۹۵
د کوپنهاګن  ښار
 ډنمارک

 

spozmai radio aicts mainport
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery