مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د خوست هوايي ډګر معما

ډاکتر هېواد همت

 

وروسته له دې چې  د خوست پخوانی والي او پخواني ولایتي شورا وکیلانو او یو څو تنو نورو خوستوالو د اریانا تلویزون سره په مرکه کې د خوست پر پارلماني وکیلانو تور پورې کړ، چې د خوست هوايي ډګر پروژه کې د خوست پارلمان وکیلان کمیشن اخلي او دوی يې خنډ جوړ شوي دي . نو مونږ هم د خوست پارلمان وکیلانو سره اړیکه ونیوله چې تاسو ولې دې پروژه کې کمیشن اخلی او خڼد يې جوړ شوي یاستی؟ ټولو ویل چې مونږ دې پروژه کې کمیش ندی اخیستی ، خپله اصولي صیب هم وویل چې دې پروژه کې ما کمیشن ندی اخیستی ، او نه يې اخلم ، او نه زه خنډ جوړ شوی یم . البته خوست ته ددغه پروژې په راوړلو کې ما ډيرې هڅې کړي ، او لا هم هڅه کوم چې دا پروژه هر څومره زر پیل شي .
ده وویل چې د خوست هوايي میدان پروژې دوه قراردادونه درلودل ، یو يې د احاطې قرارداد وه چې ۴۰۰۰ متره يې اوږوالی وه او ۲۵۰۰ متره يې لڼدوالی وه ، او بل يې د رن وې یا ځغاست لیکې قرارداد وه چې اوږدوالی يې ۲۷۰۰ میتره وه چې اوس دا ځغاست لیکه ۱۴۰۰ متره خامه جوړه شوي او لا يې کار پاتې دی .
د احاطې قرارداد د خوست ولایت مقام له خوا په خوست کې داوطلبی ته وړاندې شولو. او هاشم ګربز شرکت يې په ۱۷ لکو ډالرو ګټونکی شولو. کله چې ددغه احاطې کار پیل کیدلو نو په خوست کې يې یو څو کسان چې د دغه هوايي ډګر ځمکه يې غصب کړي وه مخالفت شروع کړ ، او له بده مرغه چې دوی له پخواني والي نعیمي سره ګوندي اړیکې هم درلودلی نو هغه وه چې والي نعیمي د هغوی په فرمایش د هوايي ډګر احاطې عرض د ۲۵۰۰ مترو څخه ۱۵۰۰ مترو ته راکم کړ اوپدې کار يې اداري مجلس کې د خوست ریسانو په تفاهم رایه هم واخیستله چې د مخابراتو او اقتصاد ریسانو پکې ډير رول درلود. خو کله چې د احاطې کار شروع شولو نو یو شمیر وسلوالو له خوا چې ددغه هوايي ډګر دولتي ځمکه يې غصب کړي وه برید وشولو، او کار دې څو ورځو لپاره بیا هم ودریدلو . البته هغه وسلوال هم د والي صیب د ګوندي ملګري پورې تړاو درلود نو هغه وه چې والي صیب د احاطې عرض نوره هم کم کړ او ۱۵۰۰ مترو څخه يې ۱۱۷۰ مترو ته راورسولو ، خو د حکومت څخه قرار دادي ته ۲۵۰۰ مترو پیسې راوایستل شولې چې قراردادي او والي سره نیمې کړلې. او هغه د احاطې سره پرته دولتي ځمکه هم غصب شوله چې په دې تړاو په لویه څارنوالۍ کې اوس هم یوه عریضه شته چې د محاذ ګوند چې پير ګیلاني پورې تړاو لري ثبت شویده او امنیت شورا هم دې باره کې خبر لري.
د هوايي ډګر دوهم قرارداد چې د ځغاست لیکي وه هغه کابل کې د ترانسپورت وزارت له خوا داوطلبی ته وړاندې شولو چې یولسو شرکتونو پکې ګډون کړی وه ، چې د فیض په نوم یوه شرکت دا دوطلبي وګټله ، خو د خلیل ځدراڼ په نوم کوم شرکت چې دې دوطلبی کې يې ګډون کړی وه هغه په لویه څارنوالۍ کې عاریض شولو او دې لانجې یو کال دوام وکړاو دا کار یو کال وځڼدیدلو چې بلاخیره لویې څارنوالۍ بیا هم د فیض شرکت په ګټه دا فیصله وکړله ، خو خبره دلته بیا هم حل نشوله . دا ځل د فیض شرکت څخه د خوست والي نعیمي یو میلیون ډالرو رشوت اخیستلو غوښتنه وکړله ، قراردادي په دې موخه د سرینا هوټل کې د والي سره لیدلي هم وه . خو قراردادي چې کله د دومره لوی رشوت ورکولو څخه انکار وکړ نو والي ددغه پروژې لپاره د خنډونو جوړولو پیل وکړ.  هره ورځ به يې هیتان ورلیږل او هره ورځ به يې وزارتونو ته برناحقه ددغه پروژې پر ضد مکتوبونه لیږل، او درې ځلې د کابل څخه هیتونه هم راغلل او د قراردادي کار يې ښه ارزیابي کړ. خو دا کار بیا هم وځنډيد چې تر ننه پورې پاتې دی .
د یادولو ده چې خوست هوايي میدان پروژې باره کې مو خوست کې یو شمیر پټو او بې پرې سرچینو سره هم اړیکې ونیولې تر څو حقایق سم رابرسیره کړو ، ټول يې د اصولي صیب معلوماتو سره همنظره وه ، حتا یو کس چې د پارلماني وکیلانو کلک نظرياتي مخالف هم وه ، هغه هم دا خبره تایید کړله چې د خوست هوايي ډګر پروژه کې اصولي نا بلکې خوست کې د  پيرګیلاني ګوند غړي ، د سرې میاشتې ریس او پخوانی والي خنډ جوړ شوي دي.
دوستانو مه وار خطا کیږی ، د پروژې کار مو نور نه ځنډیږي ، اوس د خوست هوايي ډګر کار یو ځل بیا د اوسني ولسمشر له خوا ارزیابي شوی دی او همدغه شرکت ته يې د کار اجازه ورکړیده ، او راتلونکي هفته کې به يې کار شروع شي .
د خوست وکیلان ، ولایتي ادراه ، مدني ټولنه او د خوست ولسونه په نړیوالو معیارونو د خوست هوايي ډګر جوړولو غوښتونکي دي نو بنآ مونږ به هیچا ته اجازه ورنکړو چې د قرارداد معیارونه تر پښو لاندې کړي .

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery