مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اوس به د انګلیس حرامي دې انجام ته څه وايي؟

سرلوڅ مرادزی
«د امریکا دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې د امریکا پوځ، د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د طالبانو په مشر ملا اختر منصور هوایي برید کړی. د پنټاګان ویاند پیټر کوک همدارنګه ویلي چې د برید په هکله ټول جزیات ندي رارسیدلي. په همدې حال کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته د ملا منصور وژل کیدا تایید کړل. دغه چارواکي وویل چې د طالبانو مشر د پاکستان د بلوچستان ایالت د تفتان په سیمه کې د امریکا په هوایي برید کې وژل شوی. د امریکا جمهور رئیس براک اوباما د دغه برید اجازه ورکړې وه او برید د پاکستان په خاوره کې شوی. امریکا غږ اشنا راډیو»
همداراز د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کیري وویل:«که څوک د سولې مخه نیسي او د خلکو وژلو او ګواښلو ته دوام ورکوي، موږ له دې پرته چې ځواب ورکړو، بله لار نه لرو.تاند»
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا بي بي سي ته ویلي د کوم خبر تاييد نشي کولی خو له رسنیو يې په پاکستان کې د طالبانو د مشر ملا اختر منصور د وژنې راپورونه ترلاسه کړي او هڅه کوي چې ددغه برید او په هغه کې د ملا اختر منصور د وژنې په هکله معلومات راټول کړي.BBC»
ویل کیږي برید د امریکا ځانګړو عملیاتي ځواکونو کړی او د پاکستان په محلي وخت د مۍ په ۲۱ مه، د شنبې په ورځ د ماسپښین په دریو بجو شویدی.
د القاعده د مشر بن لادن او د طالبانو د پخواني مشر ملاعمر له وژل کېدا وروسته، په پاکستان کې د ملا اخترمحمد منصور وژنه، یوځل بیا د افغانستان د هغه ادعاوو پخلی کوي چې وايی، د ترهګرو مشران په پاکستان کې خوندي ځالې لري، د پوځ او ISI سره نږدې اړیکې لري او په افغانستان کې د پاکستان لخوا نیابتي او نااعلان شوې جګړه پرمخ وړي.
په اسلام اباد کې واکمن او د هغه هېواد رسنۍ چې د پوځ او استخباراتو تر کلک څار لاندې دي، په لومړي سرکې د داسې کسانو له شتون او کله چې بیا هلته ووژل شي د هغو د وژلو په اړه تل نکړې پکړې او انکار کوي، خو کله چې هرڅه لکه لمر ټولې نړۍ او په کور دننه د پاکستان وګړو ته هم په ډاګه شي، بیا تر یوه وخته د سکوت په توطیه کې ډوب شي!
کله چې بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مۍ په دوهمه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نږدې، په یوه پوځي سیمه ایبټ اباد کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو په یوه ناببره یرغل کې ووژل شو. ویل شوی چې له عملیاتو د پاکستان واکمن خبر نه کړي شول ځکه چې د دې اندیښنه موجود وه، که پاکستاني چارواکي خبرشی ښای له هغه ځایه بن لادن بل ځای ته انتقال کړي
 پاکستاني واکمنانو او په تیره بیا استخباراتو به يی تل ویل چې بن لادن په پاکستان کې نشته. که افغانستان او یا بل هیواد به دا خبره کوله، د پاکستان له سخت غبرګون سره به مخامخیدل.
جنرال نصیر الله بابر د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر(چې اوس مړ دی)لا پخوا هڅه کړې وه چې امریکایانو او نړیوالو څخه د بن لادن لوری او پته ورکه کړي او له پاکستان څخه يي بلخواته واړوي. نوموړی جنرال له وطن نومي رسنۍ سره چې په پښتونخوا کې خپریده په همدې مهال ویلي و «بله خبره دا ده چې اسامه له افغانستان څخه وتلو، طالبانو شورا راوغوښته او یوه ورځ یې اوږده کړه تر څو ده ته وخت میلاو شي چې دی ووځي. ما امریکایانو ته د اسامه په اړه وویل چې هغه په هماغو ورځو کې چې د طالبانو د علماوو شورا روانه وه له افغانستان څخه وتلی ده، بدخشان کې ربانی ناست و، ما دا هم ورته وویل چې تاسو امریکا سره خو ستلایت شته، تاسو وګوری د اسامه دوه غوجلی وی، یوه په جلال آباد کې وه او بله په کندهارکې او په هغوی کی به اسپې (اسان) ولاړی وي. تاسو وګورئ په همدی ورځو کې چې په کابل کې د طالبانو غونډه وه، هغې نه وروسته هغه اسپی څه شوی؟ ما امریکا ته په هماغو ورځو کې وښودل چې اسامه هغه فلانی ځای ته تللی دی، خو دوی نه منله، خبره یې ولی نه منله ؟ د وطن پیغام بریښناپاڼه»
اسلام اباد او د هغه هېواد رسنیو يي څه د پاسه دوه کاله د طالبانو د مشر ملاعمر مرګ هم پټ ساتلی وو او د مړ ملاعمر په نوم به يي په هر اختر او برات کې د هغه په نوم شپېپاڼې او اعلاميې خپرولې. په دې لړ کې د اسلام اباد لپاره د شرم وړ خبره دا وه چې د مړ ملاعمر له نوم او پتې يي افغان دولت سره د سولې خبرې بویه پرمخ وړلې.
ښای د ملا منصور وژل کېدا هم تر یوه وخته پورې پټه وساتي، چې په دې توګه یوخوا د طالبانو په لیکو کې د ګډوډۍ مخه ونیسي او د دوی جګړه یزه روحیه ژوندۍ وساتي او بلخوا د هغه د ځایناستې لپاره فرصت ولري.
ملامنصور چې د ملاعمر د مرګ تر افشاکېدو وروسته په کوټه کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو تر وزرو لاندې، د طالبانو مشر شو، د افغانستان په وړاندې يي د جګړې لیکې نورې هم تودې کړې. ملامنصور افغان دولت سره د سولې خبرې ردکړې او په دې اړه يي د افغانانو هیلې له نهیلۍ سره مخ کړي!
هغه د سولې د خبرو پرځای يي بیا د جنګ نغاره وډبوله. د « عمري» په نوم پسرلني عملیات يي راپيل کړل. خونړۍ بېلګه يي دا وه چې د روان کال د اپریل په نوولسمه يی کابل کې د ملي امنیت د لوړ پوړو چارواکو د ساتنې په ریاست خونړي برید وکړ. دې پېښه کې چې ۶۴ تنه افغانان شهیدان او تر درې سوه زیات ټپیان شول، پړه يي د ملامنصور په سرخیلۍ په پاکستان کې میشتو طالبانو پر غاړه واخیسته.
دې کې شک نشته چې د ملامنصور په مرګ به، پاکستان د هغه بل ځایناستي لټوي او د افغانستان په وړاندې به خپله نااعلان شوې جګړه بیا هم توده ساتی، خو د هغه مړینه لکه د القاده د مشر بن لادن او د ملا منصور د خلف ملاعمر د مړیني پشان، د بل هر ځایناستې په ځان او ډلې هم راتلونکې ده!
د دغو کسانو پرلپسې وژنې څرګندوي چې د « غله ځای په غره کې هم نه کیږي» دوی د پاکستان په یوه ګوټ او یوه څمڅه کې هم نه شي پټېدلای او په حتمي مرګ محکوم دي.
طالبانو ته پکار دي چې د خپلو سرخېلانو له مرګه عبرت واخلي. د پاکستان استخباراتو ته د نه ځواب ورکړي، د افغان دولت د سولې غږ ته چې د هر افغان پشان د دوی پت او عزت هم پکې خوندي دی، هرکلي ووايي. د خپل هېواد او خپلو خلکو په وړاندې له شرموونکي جګړې لاس واخلي او بیرته د وطن مورغیږې ته راستانه شي.
د اسلام اباد د ګټو او پلانونو لپاره ځانمرګي بریدونه، د خپل کور ویجاړي او د خپل افغان ورور وژنه هم د ملاعمر او ملا منصور پشان، د طالبانو تباهي ده او هم يي لوی شرم!
په نړۍ کې که د هر ترهګر ریښه او پل تعقیب شي سر يي پاکستان ته رسیږي.
اسلام اباد ته هم چې د دوی له انکار او ټينګار سره سره، هر ترهګر يي په واکمنۍ کې دننه په نښه او وژل کیږي، د شرم او ننګ خبره ده.
د بن لادن او ملاعمر او تازه د ملامنصور له مرګه وروسته به پنجاب، نړۍ ته څه وايي!
اوس به د انګلیس حرامي دې انجام ته څه وايي؟
 د ۲۰۱۶ کال د مۍ ۲۲ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery