مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

صفر یو مرکز صفر یو، اورې؟!

نصرت زابلی

 


 


نصرت زابلی

د (صفریو مرکز صفر یو) غږ مې چې په لومړۍ ورځ د زابل د والي صاحب په دروازه کې واورېد ماته ها د پښتو یو پخوانی د ناوې په نامه فلم رایاد شو چې (په نیمه شپه کې به د لارې پر سر د شوکو لپاره راوتلي مجاید د دولتي او غیر دولتي موټر په لیدو سره د صفر یو صفر یو نارې کړې او له مقابل لوري به ورته د مه پریږدئ! غږ وشو، د لارې له سره به یې موټر راکښته او سیده به يې د قوماندان صیب حضور ته ورسول).

خدازده د زابل اولس ولې له والیانو طالع نه لري، په داسی حال کې چې د تېرو څوارلسو کلونو په جریان کې زابل یو هم داسې والي ونه لید چې د زابلیانو غوښتنو ته ځواب ووایي، له روان ناورين څخه د زابل اولس راوباسي او کم ترکمه د مرکزي دولت پام راواړوي.

بسم الله افغانمل په داسې حال کې د زابل په خلکو والي شو چی له ده مخکي والیانو یوه هم د زابلیانو غوښتنو ته په ټولیزه توګه مثبت ځواب نه وو ویلی او دا د هغه لپاره یو زرین چانس هم وو چې په ډیر کم فعالیت ممکن هغه ډېر ځلیدلی وای.

دا چې ښاغلی افغانمل د پسرلي په موسم کې د لومړي ځل لپاره د والي په حيث زابل ته راغلی وو زیاته توجه یې د زراعتی بوټو او چمنونو شنه کولوته وه، د خیال محمد حسیني د وخت کرل شوي ناجوګان چې ښه غټ شوي هم وو په دی ګناه له بېخه و ایستل چې وای کاږه را شنه شوي دي او د هغه په وینا چې (زما بې نظمي هیڅکله نه خوښيږي)، د زابل د ولایت دفتر یی ونړاوه، په دې بهانه چې په زابل کې له سره کاریګر نشته له کندهاره به سم دم کاریګر راولي او رغوي به یي، نو اوس لکه په خپله وظیفه چې باوري نه وي د کار د ځنډ له امله د ولایت اوسنۍ بڼه کټ مټ د دارالامان ماڼۍ ته ورته ښکاري.

والي صیب یو بل هم له نورو انسانانو بل ډول خاصیت لري چې په لومړي راتګ یې په ولایت مقام کې د موجودو تشنابونو خراب حالت ته اوښکې توی کړې، تر داسې حده چې پر هغه لومړۍ شپه يې په خوب کې هم کوم زابلی روحاني شخصیت لیدلی وو او د نږدې سرچینو په حواله پر هغه سهار یې بڼه بدله وه، توبې یې ایستلې او د تشنابونو د ترمیم لپاره يې په همدې شنه سهار پخه لوړه وکړه چې تشنابونه به له دې حالت نه هرو مرو باسي.

له هغه وروسته به یې په هر اداري مجلس کې تشنابونو ته خپلې توی شوې اوښکې یادولې، تر داسې حاله پورې چې کوم هیئت به له کندهاره ورته راغی نو هغوی ته به یې اول د تشنابونو او بیا د چمنونو د خراب حالت کیسه کوله، دا وو چې د ولایت مقام مالي څانګې د والي صاحب د ډېر ټینګار له امله په والي صاحب زړه وسوزید او د تشنابونو د ترمیم لپاره یې براورد جوړ او پیسې یې راوویستې، د پیسو لپاره خو هغه هسې هم د ټینګې نه وو نو په دې بانه یې ټول مبلغ خپل جیب ته وغورځاوو او ځنځير پسې يې وتاړه چې پر تاسو مامورینو څه باور په کار دی؟ تاسو یوازې اسناد جوړ او مصرف يې تیر کړئ نور دی پوه شه او د کندهار معماران!

د خپل کار په لومړیو کې يې د ولایت مقام ټول اداري مامورین بې صلاحیته کړل او هر یوه ته یې د خپل یاور په واسطه احوال ولېږه چې په هېڅ شي به کار نه لرئ، د بیلګې په توګه يې د ولایت مقام د مطبوعاتو مسؤل نور الاسلام سیال ته له راتګ سره سم اخطار ورکړ چې ما د دې پوسټ لپاره خپل نفر راوستی ته به له دې ځایه د رسمیاتو له پوره کولو بغیر پښې سپکوې؛ خو کله چې هغه مقاومت وکړ نو یې پرې نښود چې حاضري امضا کړي او له دې سره یی ۲۰ ورځې د هغه په شتون کې جبراً غیر حاضر او له بست نه یې منفک کړ، دا چې هغه ډیرې واسطې وکړې او دی هم په خپله وظیفه وبیریدئ بیرته یې په خپله دنده د پریښودو اجازه ورکړه.

څنګه چې د ولایت پخوانی دفتر وازه خوله ولاړ دی او اوس والي صاحب خوارکی د هغه د اوسیدلو په تعمیر کې چې د ولایت له اصلي دفتره نږدې یو کیلو متر لریوالی لري خپل کارونه او سوچونه سرته رسوي، هېڅ څوک که د کوم ریاست رئیس وي او یا هم عادي کس له والي صاحب سره په اسانه نه شي لیدلی او امضا خو یی هم د مرغۍ شیدې دي لکه څنګه چې يې په لومړۍ ورځ ویلي وو چی زه له هغو والیانو څخه نه یم چې په اسانه به زما له خوا ورته امرونه او مکتوبونه امضا کیږي.

که کوم څوک رسمی اسناد د امضاء لپاره په رسمي وخت کې ور وړي نو هلته په دروازه کې ولاړ پولیس بې له دې چې د چا خبرې ته غوږ ونیسي په مخابره کې غږ وکړي:

صفر یو مرکز صفر یو! اورې؟

ورسته له نیم ساعت نه له مقابل لوري ورته ځواب وویل شي:

 بلې!

لومړې پولیس ورباندې په غوسه شي چې ولې ژر ځواب نه ورکوي او ورته ووايي چې دا نفر راغلی، رسمي کار لري والي صیب ته ووایه څه په وکړم؟

ځواب کې ورته وویل شي چې اسناد په ولایت کې چا ته تسلیم کړه او خپله دې د رسمي کار لپاره مازدیګر (له رسمیاتو وروسته) تشریف راوړي.

او بل د والي صیب د شفافیت یوه بیلګه د یوې معتبرې سرچینې له اړخه په لاندي ټکو واورئ چې:

د والي صاحب تر راتګ مخکې د ولایت مقام د اوولسوالیو لپاره د روغنیاتو قراردادونه د زابل له یوه ځايي لوجستیکي شرکت سره لاسلیک کړي ول، والي صاحب تر اوسه ځکه نه منظوراوو چې یاد روغنیات باید له کندهاره وارد شي دلیل يې دا وو چې د زابل اجناس بې کیفیته دي، خو له څه مودې ورسته چي د یاد شرکت خاوند له پوره فکره کار اخيستی وو په خپلو جیبونو يې ورته لاس وهلی وو او ښاغلی والي صیب بې چاره يې دې ته تیار کړی وو چې د دغه قرارداد په کولو ورسره موافقه وکړي.

دیادولو وړ ده چې لا د اړوندو ادارو رئیسان ورسره سمه بلدتیا نه لري کنه والي صاحب به نور هم نوم وباسي او موږ او تاسو به یې شاهدان یو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery