مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جهاني صاحب ته پرانیستۍ لیک

همایون همت

 

 

دهیواد نامتو لیکوال اوشاعر داطلاعاتو اوفرهنګ قدرمند وزیر ښاغلی عبدالباري جهاني !

داچي تاسو دافغانستان اوددې خاوري د علم ، فرهنګ اواداب دډګر ځلاند ستوری یاست اوکلونه کلونه مو دشعراوادب په دې لویه اوپراخه نړۍ کي دخپلو خلکو لپاره نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کړي اوپه ایماندارۍ مودادروند له افتخاره ډک رسالت په صحي اودرست ډول سرته رسولی ، واضیح اومالوم حقیقیت دی چي ستاسو شخصیت دوزارت څه بلکي ترآرګ هم لوړ دی ، زموږ اوپه ځانګړې توګه دافغانستان د فرهنګي کړیو اوسړیو لویه هیله اوامید داو چي ستاسو په راتګ سره به داطلاعاتواوفرهنګ وزارت کي دپام وړ تغیر، پرمختګ اودیوه نوي حرکت اوبدلون په لورګامونه اخیستل کیږي ، هلمند هم دهیواد یو له هغو ولایتونو له جملې څخه دی چي دتاریخي ، فرهنګي اوادبي پلوه یې ساری نه لیدل کیږي ، خوله بده مرغه دوخت دچارواکو اومسولینو دبې پروایې له امله یې لرغوني میراثونه یومخ دتخریب اوله منځه تلو سره مخ دی اوهیڅ نوعه توجه نه ده ورته سوې ، جهاني صاحب موږ ډیري هیلي اوامیدونه تاسو ته دي چي دجهاني صاحب په راتګ سره به هلمند هم غوړیږي ، په فرهنګي ، ځوانانو اوادبې برخوکي به دنوي ادارې اونوښتونو خاوند کیږي خوله بده مرغه چي لاتراوسه په دې برخه کي څه نه ترسترګو کیږي ، دهلمند داطلاعاتواوفرهنګ ریاست دقوي مدیریت اورهبرۍ دنه شتون له امله درکود سره مخ دی ، فعالیتونه یې یووازي ترچاپلوسۍ اوغوړه مالۍ پوري محدود سوي ، دشرمه ډکه خبره خو لاداده چی په دا ۱۶ کاله هغه پیسي اودنړیوالو کومکونه چی دې ولایت ته راغلل ، پې آر ټي دولایتي ادارې په غوښتنه د زیاتو دولتي ارګانونو تعمیرونه جوړاوورغول خو دهلمند داطلاعاتو اوفرهنګ ریاست دخپل تعمیر خاوند نه سو نو څنګه به څوک ددې تمه ولري چي اطلاعاتواوفرهنګ ریاست ولي دهلمند لرغوني اوتاریخي اثار ونه رغول ، جهاني صاحب شاوخوا ۱۰ کاله کیږي چي علیشاه مظلومیار دلته رئیس دی داریاست یې دربدره کړی نوموړی یوبې سیواده اوبې تعلیمه شخص دی ، که تاسو دهلمند دمعارف ریاست څخه په رسمي توګه استعلام وکړی دابه درته ولیکي چي علیشاه یوازي دمارجې دلیسې تریوولسم ټولګۍ پوري زده کړي کړي اوحتی ددولسم ټولګۍ دفراغت سند هم نه لري ، جهاني صاحب نورهلمندی ولس ، دهلمند فرهنګي اوادبې بنسټونه په یوه ږغ ددې بې سیواده شخص لیري کیدل غواړي ، په دې وروستیوکي هلمند دډیرو وړو ، لایقو اوباظرفیته مسلکي کدرونو اوځوانانو خاوند سوی ، اوس هلمند په خپله غېږه کي دلیسانس نه نیولې دماسټرۍ ترکچي وړ اومناسب شخصیتونه لري که تاسو رښتیاهم زموږ په دردیږي اوزموږ حالت درک کولای سي نو نور هلمند ددې بې سیواده اومورثیې ټیکه دار له شتونه خلاص کړی ، موږ ته مالومات رارسیدلي چي کواکي دهیواد جمهوررئیس حکم کړی ترڅو په ټولو اداروکي هغه مسولین چي تحصیلي اسناد یې مطابق له رشتې  نه وي بستونه یې مشخص اواعلان ته وسپارۍ چي داطلاعاتواوفرهنګ وزارت اړونده ریاستونومعیار دژورنالیزم اوادبیاتو له پوهنځیو څخه دفراغت اسناد دي ، دوزارت د بشري سرچینو ریاست داسنادو ترڅېړني وروسته ثابته کړه چي دهیواد دولایتونو ۱۰ داطلاعاتواوفرهنګ ریاستونو رئیسان دژورنالیزم اوادبیاتو له پوهنۍ څخه دفراغت اسناد نه لري اوبستونه یې باید  دازاد رقابت له لاري اعلان ته ولاړ سي چي هلمند هم پکښې شامل دی ، ولي له بده مرغه چي علیشاه مظلومیار پرتاسو ښاغلي وزیر له مختلفو لارو فشار وارد کړی اوغواړی نوموړی ددې لیست څخه وباسۍ ، وزیر صاحب یوځل بیا تاسو مخاطب کوو که رښتیا هم دا عمل ترسره کیږي اودابې سیواده او لس کلن واکمن دبیا لپاره پرموږ تپل کیږي دابه ددې ولس سره یوستر ظلم اوزموږپرحقوقو تیری وي ، وزیرصاحب که ستاسو هدف واقعا ریښتنی خدمت اودهلمند دفرهنګ اوادب غوړېدا وي نونور داډول بې کفایته اشخاص له دنده لیري کړۍ اوزمینه برابره کړی چی داستعداد ، وړتیا اولیاقت له مخي یو وړ اومسلکي شخص پردې مهم پوسټ وګمارل سي  ترڅو دا پرسینه پروت ریاست راپورته اود هیواد دنورو ولایتونو سره یې په قطار کي ودروي .

په درنښت

 

دهلمند یوتن اوسیدونکی اوفرهنګي فعال

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery