مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د درې مورچل» د خپلواکۍ اخېستلو روحیه وژني

خوشال درانی

 د هر هېواد ستونزې بېلې دي او غاصب دولتونه په یو نه یو ډول خپل مخالفین ځپي. په نړۍ کې ځینې ملتونه د اسلام، ځینې د خپلې خپلواکۍ او ځینې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره به بېلابېلو ډولونو مبارزه کوي. په پاکستان کې بلوچان په پنجابیانو هېڅ ډول ترحم نه کوي، ځکه پنجابیانو په بلوچانو رحم نه دی کړی او د بلوچو شته شتمنیو څخه یې محروم کړي دي، نو بلوچانو د خپلې خپلواکۍ د اخېستلو لپاره مبارزه پیل کړې ده او له خپلو شته امکاناتو څخه په ګټې اخېستنې غواړي یو خپلواک بلوچستان ولري.
همدارنګه د کشمیر خلک د هندوانو له ظلمونو په تنګ راغلي او د «ازاد کشمیر» لپاره د هند او پاکستان د جلا کېدو څخه راپدېخوا مبارزه کوي. کشمیریانو ته د ډیلي او راجستان هندو یو معنی لري او خپل غچ له هندوانو اخلي.
نړۍ کې د نورو ادیانو خلک هم د خپلې خپلواکۍ لپاره هر ډول قرباني ورکوي؛ خو خپل سر یرغلګر ته نه ټیټوي.
کُردان په سوریې، عراق، ایران او ترکیې هېوادونو کې اوسېږي. دوی لوی قوم دی او له عراق پرته نورو ټولو هېوادونو له دوی څخه هر ډول حقوق اخېستي دي. کُردان په یادو ټولو هېوادونو کې په یوه نه یوه ډول ځپل کېږي او هر ډول ظلمونه پرې کوي.
کُردان له تېرو څو لسیزو راهیسې مبارزه کوي او د «لوی کُردستان» د جوړولو لپاره هره چاره چې پرمخ ورځي، درېغ ترې نه کوي. کرُدان په ایران او سوریه کې د غږ اوچتولو واک هم نه لري او عراق بیا نیمه خپلواکي ورکړې ده؛ خو یواځینی هېواد ترکیه ده، چې دوی یې پرضد وسله واله مبارزه کوي. وخت نا وخت د ترکیې په لویو ښارونو کې چاودنې کوي، خلک تښتوي او ترکانو او د ترکیې له دولت نه خپل غچ اخلي، دا چې د کُردانو مبارزه په حقه ده او یا ناحقه ده بېله خبره ده؛ خو په نړۍ کې د خپلواکۍ اخېستلو غورځنګ په نامه سره مشهوردي.
د ترکیې پر مټ جوړشوی سریال« د درې مورچل» د شمشاد تلویزون له لارې پښتو دوبله شوی، چې زموږ زیات ځوانان پرې داسې روږدي شوي، چې خپل ډېرکارونه یې پرېښې وي؛ خو د درې مورچل سریال نه قضاء کوي. شمشاد دغه سریال په ډېر هنري ډول دوبله کړی، چې د ژباړې ډېرکم اثر پرې ښکاري او اوس خو د درې مورچل ترکي اداء کاران موږ ته سوچه پښتانه ښکاري.
په دغه سریال کې «کُردان» د نړۍ ظالمان، وحشيان او باغیان معرفي شوي او چې کوم خراب کار وي، په دې سریال کې کُردانو ترسره کړی وي او ترکي پوځ هم په کُردانو هېڅ ډول ترحم نه کوي او بې پوښتنې یې وژني.
« د درې مورچل» سریال کې کُردانو ته چې کومه چاره زده ده، هغه یې د ترکي په دولت کارولې ده. دغه سریال کې د کُردانو د خپلواکۍ اخېستلو غورځنګ ترشاه د ایران، سوریې او د اروپايي هېوادونو لاس ښودل شوی او وخت ناوخت پکې د یادو هېوادونو جاسوسان پیدا کېږي او د ترکي پوځیانو له لوري وژل کېږي.
دغه سریال کې وحشت، ظلم، وژنه او د انسانیت نه بهر ټول کارونه کېږي او زه یقین لرم، چې زیات خلک به یې په رواني ناروغۍ ککړ کړي وي.
د هر هېواد کلتور او د ازادۍ اخېستلو لارې چارې بېلې دي او د خپل کلتور او عنعناتو سره پرمخ ځي. موږ له ترکیې او کُردانو جلا خلک یو. موږ له ترکیې سره نه په کلتور، نه په ژبه، نه په ګاونډ او نه په مبارزه کې شریک یو، نو له دغه سریال څخه به افغانان کومه ګټه وکړي؟
 افغانان له نورو په تقلید کې تکړه دي او ډېر ژر له نورو اغېزمن کېږي. که نن نه وي، نو راتلونکي کې به ددغه سریال د دروغو صحنې دلته په رښتیا بدلې شي.
منفي ټکي!
« د درې مورچل» په سریال کې د وژنو بېلابېلې لارې ښودل شوي. له ترکانو د سترګو ایستل، د مور په غېږ کې د ماشوم وژل، ټول موټر په بم الوځول، کورونو ته اور ورته کول، په زهري پیچکاریو وژل او .....
له بل لوري بیا ترکي پوځیان بیا په کُردانو د وژنو بېلابېلې طریقې استعمالوي. کُردان په څاه کې غورځول، ماین پورې تړل، وهل ټکول، په زور ترې اقرار اخېستل او .....
دلته دغه د وحشت د دروغو کیسې رښتیا روانې دي، نو بیا د « د درې مورچل» ته کومه اړتیا ده.
بد اصطلاحات
 زموږ زیات ځوانان په خپلو منځونو کې ملګرو ته بد الفاظ نه استعمالوي؛ خو په دغه سریال کې رذیل، بې شرفه، ګیدړه، موږکه، وژنم دې او نور الفاظ استعمالیږي، چې زموږ زیاتو ځوانانو او ماشومانو دغه اصطلاحات یاد کړي او نورو ته یې استعمالوي.
شمشاد ته یو وړاندیز!
شمشاد په دغه سریال پوره خواري کړې او اوس یې زرګونه مینه وال پیداکړي. که ددغه وحشتناک سریال پرځای د پرمختګ، تاریخي، دیني او نور فلمونه او سریالونه دوبله کړي، ښه به وي؛ ځکه موږ وحشت ته نه، بلکې مینې، زده کړې او د نړۍ د پرمختګ څخه خبریدو ته اړتیا لرو
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery