مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د بغلان پښتانه په دې پلمه ځورول کیږي، چې ګواکې له طالبانو سره اړیکې لري

احمد فیصل
راپورونه وايي، د بغلان پښتانه په دې پلمه ځورول کیږي، چې ګواکې له طالبانو سره اړیکې لري. د بغلان د ولایتي شورا غړي او په ولسي جرګه کې د شمال استازي وايي، چې ځايي امنیتي ادارې د بغلان پښتانه په همدې پلمه وهي ټکوي او د سیمې پرېښودو ته یې اړ باسي. د بغلان د ولایتي شورا غړي وايي، دې ولایت ته د ملي امنیت د نوي رییس په راتګ سره پښتانه له جدي ستونزو سره مخ دي، له طالبانو سره د همکارۍ په پلمه یې نیسي او تر سختو وهلو ټکولو وروسته یې خوشې کوي. د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم په بغلان کې د پښتنو ځورول او په بېلابېلو پلمو یې زندان ته اچول تاییدوي او زیاتوي، چې په شمال کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه یوازې د یوه قوم د ځپلو په موخه پېل شوې ده. د ولسي جرګې غړي دغه موضوع خطرناکه بولي او له حکومته غواړي، چې د مخنیوي لپاره یې پر وخت لاس پر کار شي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین سیمو کې د افغان ځواکونو له لوري د پښتنو د ځورولو خبرونه ورکړل شوي وو، خو حکومت یې تر اوسه په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery