مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امریکا په افغانستان کې د جګړې دوام ته د قانوني چوکاټ جوړولو هڅه کوي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
دغه هېواد د خپلو ځواکونو ماموریت غځېدو او هغوی ته د واکونو ډېرېدو له لارې غواړي د افغان وژنې لړۍ ته چې د ترهګرو د ځپلو تر نامه لاندې پیل شوې، دوام ورکړي ځیني شنونکي وايي چې د امریکا له خوا د خپلو ځواکونو ماموریت غځېدو او هغوی ته د جنګي واکونو ډېرول دا ښيي چې امریکا غواړي د ستراتيژیکو موخو لاسته راوړلو لپاره په افغانستان کې جګړې او د افغان وژنې لړۍ ته چې د ترهګرۍ د ځپلو تر نامه لاندې پیل شوې، دوام ورکړي. د امریکا مشرانو جرګې هغه قانون ته د تایید رایه ورکړه چې له مخې به یې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو جګړه ییز ماموریت غځېږي او خاص جنګي صلاحیتونه به ورکول کېږي. په داسې حال کې چې د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو تر منځ د امنیتي او دفاعي تړون له مخې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو جګړه ییز ماموریت پای ته رسېږي او له دې نېټې وروسته امریکایان په افغانستان کې د پوځي عملیاتو حق نه لري، خو نوی قانون د دې اجازه ورکوي چې امریکايي پوځیان د پخوا په څېر په افغانستان کې عملیات ترسره کړي. شنونکي د متحده ایالتونو دغه اقدام د امنیتي- دفاعي تړون خلاف عمل بولي او وايي چې امریکا د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره د قانوني چوکاټ د جوړولو په هڅه کې ده. د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل سرنوشت ته په خبرو کې وویل چې واشنګټن په افغانستان کې د خپلو پوځيانو په ساتلو او نوي ماموریت سره دلته پر وسله والو ډلو د کنټرول او استعمال په لټه کې دی . هغه زیاته کړه چې امریکایي پوځیان ۱۴ کاله د افغانستان په کلیو او بانډو کې وجنګېدل، خو د ترهګرو ځیني مهم مشران د پاکستان په تر ټولو خوندي سیمو کې ووژل شول. د نوموړي په باور چې امریکا باید په افغانستان کې د خپل جنګي ماموریت د دوام پر ځای له کرښې ها خوا د ترهګرو اصلي مرکزونه په نښه کړي او پر ملاتړو یې فشار راوړي. دغه راز د سیاسي چارو بل شنونکی فیض محمد ځلاند وايي چې امریکا لا هم په سیمه او افغانستان کې د نظامي ستراتیژیو په ترسره کولو او کار اچولو سره غواړي خپلو موخو ته ورسېږي. هغه سرنوشت ته وویل چې دغه هېواد لا هم له جګړې لاس نه دی اخیستی، لا هم غواړي د افغان وژنې هغې لړۍ ته چې د ترهګرۍ په نامه پیل شوې، دوام ورکړي. ځلاند وویل: ((کوم امنیتي او دفاعي تړون چې د ملي یووالي د حکومت او امریکا تر منځ لاسلیک شوی و، امریکا به تر دېره بریده هڅه وکړي چې له هغه څخه په استفادې خپلو شپنیو عملیاتو، د بې پېلوټه الوتکو بریدونو ته په سیمه کې دوام ورکړي. له بده مرغه د ملي یووالي حکومت له امریکا څخه په دې برخه کې کوم ضمانت نه و اخیستی، نو بناً د زمانت نه شتون دوی ته دا اجازه ورکوي څو په ورته کړنو لاس پورې کړي.)) دی وايي چې د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما هغه ژمنې چې ویل یې په افغانستان او عراق کې به جګړه ختمه کړي او خپل ځواکونه به وباسي، پوره نه کړای شوې او تر دې بدتره په دغو هېوادونو کې لا هم تاوتریخوالي او جګړې ډېرې شوې او لا هم دوام لري. امریکايي ځواکونو په خپل دوولس کلن پوځي ماموریت کې په افغانستان کې ګڼې بشري سرغړونې وکړې چې د افغانانو د سختو غبرګونونو او کرکو سبب شوې. د امریکا په مشرۍ د ناټو په تېر دوولس کلن ماموریت کې په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو زور نه یوازې اوبه نه کړای شو، بلکې په وروستیو پنځو کلونو کې جګړې لا زور واخیست چې ورسره د ملکي تلفاتو کچه هم ورځ تر بلې په لوړېدو ده. امریکا په داسې حال کې په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت غځوي چې د طالبانو د پخواني مشر ملا اخترمحمد منصور له وژل کېدو وروسته، داسې نښې نښانې تر سترګو کېږي چې یو شمېر ستر قدرتونه پر جنګیالیو ډلو د کنټرول په هڅه کې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery