مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Rahat Gas
دخپریدو نیټه : 2016-06-04   مخپرونکئ : 091 - دبېنوالیکوال -جرمني

د اسلامي غورځنګونو د کړکیچ سلوک،دوه ګوني متضاد چلند لومړۍ برخه

سراج الحق ببرک زی ځدراڼ



             د اسلامي غورځنګونو د کړکیچ سلوک،دوه ګوني متضاد چلند

                                  د خدایي خدمتګار او د حماس تر منځ یوه پرتلېزه څېړنه

 

د المان توبینګن پوهنتون د سیاستپوهنې انیستیتوت

د توبینګن پوهنتون د نړیوال سیاست او د سولي پلټنې څېړنپاڼه

د المان د حبهارډ کارل پوهنتون د نړیوال سیاست، د سولې او کړکېچ څیړنې د نړیوالو اړیکو د مرکز څانګه

څېړنوال : ښاغلی میشایل هورترر

د تحریر هیات : ښاغلی توماس غوش

د څېړنې خپروونکی: ښاغلی اندریاس حزنکلیور او ښاغلی فولکر غټبرګر

ژباړن : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

 

ژباړن : بهترینه جګړه هغه جګړه ده، چې د جګړې مخه ونیوال شي. زما په اند، دا علمې څیړنه یوه په زړه پوري څېړنه ده، ځکه د پښتنو په تاریخ کې د اسلامي نړۍ د یو بیساري ستر بې وسلې مجاهد، د عدم تشدد سر لارې او په نړیواله کچه یو پېژندل شوي جهانشموله ستر متفکر انسان فخري افغان باچاخان د انګریزي او پنجابي استعمار خلاف د پښتنو افغانانو د خپلواکۍ په جګړه کې د نورو وسله والو جګړو مخه ونیوله. د خانانو خان باچاخان د اسلامي نړۍ په محاصر تاریخ کې او د لوی افغانستان په محاصر تاریخ کې د بې وسلې پاڅون یو ستر فلسفي ملي مبارز پېژندل شوي دی. د عدم تشد یوه داسي بیساري بیلګه نه په اسلامي نړۍ کې اونه په دوو نورو اسماني مذهبونو یهودیت او مسیحیت کې لیدلي شوي ده. له همدې امله د لندن او اسلام اباد واکداران او د انګریزانو او پنجابیانو یرغلګرو جنرالان له وسله وال مجاهد څخه دومره نه ویریدل، لکه څومره چې دوی د یو داسي د ټینګي او قوي ارادې خاوند، بې وسلې مجاهد، په نړیواله کچه د عدم تشدد علمبردار څخه بیریدل .همدارنګه په دې څېړنه کې د اسراییلي یرغلګرو په وړاندې د فلسطین د مظلوم ولس پاڅون او د حماس غورځنګ ته په درنه سترګه کټل شوي دي.

دا یوه آزاده څېړنېزه ژباړه ده، چې په روانه، ساده او آسانه بڼه د یو شمېر پوهنیزو، سیاسي، مذهبي او حقوقي مسلکي اصطلاوې او د جملو مانا او مفاهیم په علمي توګه په کې بیان شوي دي.

 

 


د متحویاتو لنډ لیک :                                                                                                           ‏‏‏‏‏‏‏                          

د موضوع لنډیز :...................      

                                                                                                          ‏‏‏‏‏‏‏                          

                                                                                                                                                                                                  

۱ . مذهبونه په کړکیچونو او شخړو کې د اغېز منو فکتورنو په حیث.............................................................................

۱ . ۱ د موضوع را غونډول او محدودول..................................................................................................................................

۱ . ۲ د څېړنپاڼې یا د تحقیقاتي چار جوړښت .........................................................................................................................

۲ . د ٬٬ عامه پوهاوي ٬٬ په اړه یو موډل ..................................................................................................................................

۲ . ۱ د ښاغلیKuschel  کوشل٬٬ د حضرت ابراهیم ( ع ) په اړه دعوا،٬٬او د٬٬ عامه پوها وي٬٬ اصطلاح..............

۲ . ۲ عامه پوهاوي د یو بنسټیز تیوریکې موډل په څیر ......................................................................................................

۳ . په میتوډ لوجیکي ډول د دې تحقیقاتي پروژي تصبیتول ..........................................................................................

۳ . ۱ د متحولونو اصولو مالومول ...........................................................................................................................................

۲ . ۳ د څېړنې یا پلټنې څخه تمه کیدونکي پایلې................................................................................................................

۳ . ۳ د قضیه موضوع ټاکنه ......................................................................................................................................................

۴ . د پښتنو خدایي خدمتګار غورځنګ ................................................................................................................................

۴ . ۱ پښتانه په برتانوي هند کې ................................................................................................................................................

۴ . ۲ د خدایي خدمتګار غورځنګ جوړښت ..........................................................................................................................

۴ . ۳ د خدایي خدمتګار غورځنګ د مشرتابه د افهام او تفهیم اړیکې .......................................................................

۴ . ۴ د خدایي خدمتګار غورځنګ د منځپانګې تمرکزي موخې او مهم ټکې ...........................................................

۴ . ۴ .۱ د خدایي خدمتګار غورځنګ پر خپلځان او نفس باورمنتوب ..........................................................................

۴ .۴ .۲ د خدایي خدمتګار لیدلوی د کړکېچ د موضوع او د کړکېچ د مخالفینو په اړه .............................................

۴ .۴ .۳ د خدایي خدمتګار د مقاومت او خپلواکۍ مبارزې ستراتیجي .......................................................................

۴ . ۵ د خدایي خدمتګار د کړکېچ چلند....................................................................................................................................

 ۶. د څیړنې د لومړني برخې یا قضیي پایله ..............................................................................................................................

۵ . د فلسطینيانو حماس غورځنګ.........................................................................................................................................

۵ .۱ فلسطینيان د اسراییلو تر نیواک لاندې ........................................................................................................................

۵ . ۲ د حماس غورځنګ جوړښت ............................................................................................................................................

۵ . ۳د حماس د مشرتابه جوړښت او د افهام او تفهیم اړیکې .........................................................................................

۵ . ۴ د حماس د منځپانګې تمرکزي موخې او مهم ټکې ......................................................................................................

۵ . ۴ .۱ د حماس غورځنګ پر خپلځان او نفس باورمنتوب ...............................................................................................

۵ .۴ .۲ د حماس لیدلوری د کړکېچ د موضوع او د کړکېچ د مخالفینو په اړه ..............................................................

۵ .۴ .۳ د حماس د مقاومت او خپلواکۍ مبارزې ستراتیجي .........................................................................................

۵ . ۴ د حماس غورځنګ د کړکېچ چلند ....................................................................................................................................

۵ . ۶ د څېړنې د دویمي برخې یا قضیې تجزیه او تحلیل ....................................................................................................

۶. د څېړنې پایلې ...........................................................................................................................................................................

۶  .۱ د دواړو قضیو د څېړني او پلټني پایلې .........................................................................................................................

۶ . ۲ د دریم متحول اړوندو اړیکو شونتیا .............................................................................................................................

۶ . ۳ د شعور د ممکنه بدلون ستونزه ......................................................................................................................................

۶ . ۴ د تیوريکي او عملي اغېزو یوځایوالي..........................................................................................................................

 

اخیځلیکونه :

 

د موضوع لنډیز : 
د دغې تحقیقاتي څېړنپاڼې د پیل ټکي پوښتنه داسي مطرح کیږي. مذهبونه ولې د مشابي اصولي چوکاټ درلودلو سره بیا هم کړکیچ ته د حل لار موندلو کې کله د کړکیچ په پراخوالي کې یا د قهرجني مبارزې له لارې او کله د سوله ییزي مبارزې له لارې پر خپلو پلویانو یا استازي باندې اغېز شیندي. د دې پوښتني ځواب د څېړني په موضوع کې اسلامي غورځنګونه د اشغال په حالت کې محدودويږي او دې ته په یو ساده تیوریکي موډل کې وده ورکول کیږي. او دا موضوع د ښاغلي   Karl-Josef Kuschels کارل یوزیف کوشل  له خوا د عامه پوهاوي په اصطلاح کې ښودل کیږي. د دې موډل پر بنسټ خپلواک او ناخپلواکه متحول اړخونه د یو بل سره له نږدې څېړل او ټاکل کیږي. د دې پلټني او څېړني څخه تمه دا ده، چې په عمومي توګه ٬٬ „ Universal  نړیوال یا جهاني اسلامي غورځنګونه کړکېچ ته د حل لار موندلو کې د عدم تشده له لارې یا د سوله ییز حل لار موندلو ته میلان لري. په داسی حال کې چې په“Exclusivist „ یا انحصار ي خوځښتونو او غورځنګونو کې د کړکیچ د حل لارې یا د شخړې په حلولو کې د قهرجني مبارزې فورمونو یا ډولونو ته تمایل ښودل کیږي.
په دې تحقیقاتي څېړنه کې د پښتنو خدایي خدمتګار غورځنګ او د فلسطینيانو د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د یوې نمونوي قضیې په توګه تر څېړني لاندي نیول کیږي او ورسره د دواړو Variable  یا متحول غورځنګونو تجزیه او تحلیل ترسره کیږي .
په دواړو مواردو او حالاتو کې کیدای شي دا متوقع تمې تائیدشي : د خدایي خدمتګار غورځنګ د کړکېچ د حل لار موندلو کړنو ته په کتو سره کیدای شي په د غه غورځنګ کې په لوړه نړیواله کچه Universality یا جهانشمولیت څرګند شی. خدایي خدمتګاران په ټینګه اراده او په پرله پسې توګه کړکیچ ته د حل لار موندلو کې په عدم تشدد یا بې تاوه پاڅون باندې کلک ولاړ ثابت شوي دي. د دې په خلاف د حماس غورځنګ د کړکیچ د حلولو په لار کې په پراخه کچه یو ډول Exclusivism   انحصاري یا انحصارګرا پېژندل شوي دي او په دې غورځنګ کې کړکېچ ته د حل لار موندلو په لاره کې په لوړه کچه د ملکیانو په وړاندې د تاوتریخوالو ډک اعمال په نښه کړل شوي دي. د دې سره سره د دواړو مواردو په ځینو برخو کې یو شمیر توپیرونه لیدل کیږي. احتمالاً داسي ښکاري، چې په کړکیچنو حالاتو کې د متحولونو مانا او عامه پوهاوي د مذهبي لوبغاړي شخصیتونو یا اکټورانو پوري اړه ولري: تر اوسه په دي اړوند کره څرګندونې د نورو پلټنو او څیړنو څخه مخکې له مخکې ناشوني دي.
(ژباړن :په لغوي یا وییز مانا Exclusivism انحصاریت یا مذهبي انحصارګرایي ته وایي.په لنډه ماناکې، د نورو ادیانو او مذهبونو د ارزونې یو روحاني فورم دی.دغه عیسوي اصطلاح دا مانا او مفکوره افاده کوي،چې د دوی مذهب یواځینې واقعي، او شفا بښوونکې مذهب دی او نور مذهبونه په دې حقیقت کې هیڅ کومه ونډه نلري.
 Universality یا جهانشولیت  یو لاتیني تورۍ دی. په عمومي او ټولیزه توګه یو مکاني او زماني تغیر نه منونکي حالت دی او هم په عمومي توګه د علم ،د پوهنې هراړخیز کرکټر،د پوهنېزو او علمي څرګندونو پراخ ماهیت ته اشاره کوي.)
۱. مذهبونه په کړکیچونو او شخړو کې د اغېزمنو فکتورنو په حیث
د نویویمو کلونو تر لومړیو پوري د مذهبونو   په اړه ټولنپوهنه کې په پراخه کچه سترې بې غورۍ شوي دي. پیښې لکه په ایران کې انقلاب، د لبنانې حزب الله لومړني ځانمرګې بریدونه او په نوولس سوه نویمو میلادي کالونو کې د بالقان جګړې پیښې دا ښیي چې د مذهبونو سیاسي کړنې د وګړو پر انګیزو، کړنلارو، ګامي یا مقطعي لارښوونو یا پلمې جوړولو کې د پام وړ سترې اغېزې درلودلي دي.
له همدې مهاله د سیاسي کړکیچونو په بهیر کې او کړکیچونو ته د حل لار موندلو کې په حیرانونکې او زیاتیدونکي ډول یوه مخ پر وده مانا په دیني او ایماني موتقداتو کې لیدل کیږي. د موضوع په اړوند ادبیاتو کې ٬٬د مذهبونو بیرته راستندلو څخه خبرې کیږي ٬٬ (Risebrodt 2000). په عین حال کې په ځانګړي ډول د مذهب او تشدد په تړاو د ګڼ شمېر پوهانو له خوا پوهنیزه څېړني ترسره شوي دي.
Uergensmeyer 2000 ).1998; Riesebrodt 2000; J  ( vgl. u.a. Kepel 1994; Huntington 1996
په  دې اړوند د ښاغلي هینتونګ ٬٬ د مدنیتونو یا کولتورنو جګړې٬٬ په نامه وړاندوینې په ځانګړي ډول شهرت او پيژند موندلي دی. هغه مذهبي توپیرونه او مذهبي کړکېچونه په نړیوال سیسټم کې د راتلونکو کړکېچونو مرکزي کرښې په توګه په ګوته کوي . (Huntington 1996: 18f, 339)  .
د دې تر څنګ نورې پوهنیزه څېړنې او لاسوندونه هم وړاندې کړل شوي دي او لیکي،چئ د کړکیچ لوبغاري شخصیتونه د خپل عقیدي او ایمان پر بنسټ دې ته هڅول کیږي، چې پرته له تاوتریخوالي څخه خپل مقاومت ته دوام ورکړي او د کړکېچ د دواړو غاړو یا د دښمنو ډلو ترمنځ روغه جوړه کولي شي یا له جګړو ورسته ټولنوکې د پخلاینې بهیر ګړندۍ کړي او په فعاله توګه په بې تاوه پاڅون یا عدم تشدد کې او د سولې په بهیر کې ونډه اخلي . (vgl. u.a. Johnston/Sampson 1994; Sampson/Lederach 2000; Appleby 2000; Johnston 2003).
ښاغلی Appleby  په خپل کتاب کې د پاکو، سپېڅلو دوه ګونې متضاد چلند، مذهب، تاوتریخوالي او پخلاینه،( The Ambivalence oft the Sacred; Religion;Violence and Reconciliation )، په نامه. دی په دې کتاب کې د بېلا بېلو اغېزو او طریقو په اړه لیکي او هغه په ګوته کوي چې په ایماني او دیني موتقداتو ولاړه مبارزه لانورو بدمرغيو او تاوترخوالي ته لمن وهي او دا هم په ګوته کوي، چې له بله اړخه په مذهبي مقدساتو او ایماني موتقداتو ولاړه مبارزه د عدم تشدد د مبارزه له لارې د ثبات په ټینګولو کې د کړکیچ په مخنیوي کې په فعاله توګه سوله ییز اغېز هم درلودلي شي. که څه هم هغه د خپل دوه ګونې متضاد تشخیص په اړه کومي معقولې تشریح یا توضع ته وده نه ده کړي (vgl. Appleby 2000)..
په هر حال د ښاغلي Hasenclever  هزن کليویر دې ټکي ته پام شوي، چې دغه تشخیص واقعاً یوې تشریح او یا وضاحت ته اړتیا لري، کله اوڅنګه مذهبونه او مذهبي مخکښ مشران یا استازي کولي شي، د کړکیچ په حالت کې په یو مشابې سیاسي او اقتصادي چوکاټ کې کله په زیاتیدونکې ډول د تاوتریخولي په رامنځ ته کولو کې او کله د ثبات په راوستلو او ټینګولو په برخه کې اغېزمن رول لوبولي شي.
(Hasenclever 2004: 9; vgl. hierzu auch Rittberger/Hasenclever 2000: 57)
ښاغلي هزن کليویر او غټبرګر Rittberger and Hasenclever   د مذهبونو او د تشدد ترمنځ د تړاو پیژندنې په اړ درې تیوريکې اساسي دریځونه او پوښتني را په ګوته کړي دي.
د موضوع اوږد ولې له امله دلته یوازې د تیوريو په نومونو باندې بسنه کیږي.
.1. Primoridilsmus; 2. Instrumentalists; 3. Constructivists  ( vgl. Rittberger/ Hasenclever 2000:36 ff ).
ښاغلی هزن کليویر دا دریواړه تیوري په دې اساس راپه ګوته کوي: چې نه پریموډیالستان یا زاړه پال یا په ازل باورلرونکې او نه هم دویمه ډله خلک انسترومنټالیستان یا د سیاسي وسېلې کارونکي یا د یوې سیاسي آلې غږونکي په عمومي او ستراتیجیک ډول په سیاست کې ایمانې اختلافات یا عقیدټې توپیرونه د کړکیچ د اصلي لاملونو په حیث نه پیژنې. دوی د مذهبي سنتونو څخه د سیاسي متشبشینو په څیر د خپلو سیاسي موخو په ترسره کولو کې ګټه اخیستنه کوي. دوی کولای شي، چې د مذهب مناسب سوله ییز اغېزمن لوری ونیسي، په بله وینا( ژباړن : والصلح خیر ). د دې پرځای دواړه خواووې او طریقې یواځې د مذهبي تشدد یا مذهبي تاوتریخوالي په لوري باندې خپل تمرکز ساتي. ښاغلی محقق هزن کليویر د دې په مقابل کې وایې، چې دیني پوهه، مذهبې خودمختاري او فرامليتوب یا د باندنیو شبکو سره اړیکې لرل هغه رسمې نښې نښانې دي، چې له دې لارې د وسېله ګرځیدلو ګواښ او د احتمالي وسله والو جګړو ګواښونو کچه را کمیداي شي. (vgl. Hasenclever 2004, S. 7 ff) 
که څه هم دلته په دې برخه کې د دې انکار ناشوني دی، چې په دریو واړو شکل ورکړل شوي ځانګړي اړیکو کې او د سیاسي کړکیچ تر منځ به په متشدد ډول د تاوتریخوالي حساسیت به همداسې دوام ولري.سره د دې دا هم د پام وړ ده، چې نه تعلیم، نه خودمختاري یا خپلواکۍ او یا له بهیرنیو شبکو  transnatinal networking  سره اړیکې د تاوتریخوالي څخه د لاس په سر کیدو په مانا دي. او یا هم په ریښتیني او فعاله ټوګه سوله ییز جوړجاړي ته د ژمن پاتي کیدلو ګرانټي ښودل کیږي. او آن د بهرنیو شبکو سره ښه وصل شوي، په لوړه کچه ښه بنسټیز شوي او په لوړه کچه په مذهبې زده کړو باندې ښه سنمبال شوي مذهبي شخصیتونه له تاوتریخوالي یا تشدد څخه کار اخلي.
د ښاغلی هزن کليویر له خوا وړاندې شوي پوښتنه، چې څنګه او په څه ډول دا بېلابېلې اغېزې کیدای شي د دین له خوا تشریح کړل شي، پوښتنه سره د دې ځانګړنو او نښې نښانو همداسې پر خپل ځای پاتي کیږي.
ښاغلی هزن کليویر په مشخصه توګه دریم حالت ته، چې  Constructivists  یا د جوړوونکو حالت په نامه یادیږي نه ورنږدې کیږي: دغه تیوري دین ته په یو ځانګړي اهمیت قایلیږي، د دې تیوري پر بنیاد دین مذهبې لوبغاړي ته د شعوري ذهنیت جوړولوکې بنسټیرجوړښتونه رامنځ ته کوي. دا جوړښتونه د کړکیچ پر بهیر باندې مثبت او منفي اغېز درلودلي شي. په داسي حال کې چې مذهب د کړکیچ پر څرنګوالي باندې، د مذهبي شخصیت لیدلوري باندې او بلااخره د ستراتیجۍ په ټاکنه باندې عملاً اغېز درلودلي شي. (Vgl. Rittberger/ Hansenclever 2000:39 f ) 
جوړوونکي تیوري د څیړنې د موضوع په اړه د یوې جامع او مفصلې تشریح په ورکولو کې هم پوروړي پریوځي.  په دې لړ کې د پیل پښتنه، چې ولې مذهبونه د مشابي اصولي چوکاټ په درلودلو سره بیا هم کړکیچ ته د حل لار موندلو کې کله د کړکیچ په پراخوالي کې یا د قهرجني مبارزې لارې او کله د عدم تشدد یا د سوله ییزي مبارزې له لارې پر خپلو پلویانو یا استازو باندې اغېز شیندي. تراوسه د موضوع په اړه دا پوښتنه په دې پلټنو او مبحثونو کې نه ده ځواب شوي. په دغه څېړنه کې به یوه هڅه وشي، چې دې پوښتني ته د ٬٬ عامه پوهاوي٬٬ د اصطلاح یا مفهوم په مرسته یو ځواب وموندل شي. (Kuschel 2001) 

۱. ۱ د موضوع را غونډول او محدودول
د عملي تحقیقاتي څېړنيزو کړنلارو پر بنسټ دا ریسرچ پاڼه د مذهبي غورځنګونو د کړکیچن سلوک په اړه محدودیزي. په دې لړ کې دا غورځنګونو دلته د ټولنیزو غورځنګونو مانا افاده کوي. د دوی د مجدد اتصال او د پایښت ګډ عنصرونه د یو سماوي یا الهي نازل شوي دین څخه دی. په داسي حال کې چې دا عنصرونه تر ډیره بریده په دوی کې په پراخه توګه پرته له ناندریو منلي شوي دي. دا په ګوته شوي تاوتریخوالی او له خشونت ډک دوګونې متضاد چلندونه د نړۍ په ټولو دینونو یا مذهبونو کې لیدل شوي دي .((vgl. u.a. Cox 1994; Hasenclever 2004: 9; Hildebrandt 2005: 17  د دین او تاوتریخوالي یا تشدد په اړه دا اوسني جرو بحث او مباحثه تر ډیره بریده په اسلام ( ژباړن : د اسلام په سپیڅلي دین کې) د شخړو په تړاو ټاکل شوي او تر سره کیږي (vgl. u.a. Esposito 1995: 3ff).
له همدې امله باید دوه اسلامي غورځنګونه له یو بل سره پرتله کړل شي، څو ډیر اړوند ګډ فکتورنه تر څېړنې لاندې ونیول شي. دا به معقوله لار وي، چې د دوی د کړکیچ چلند د اصولو په چوکاټ کې څومره چې شوني وي، تر خپله وسه په ثابت ډول ثابت وساتل شي. په دغه څېړنه کې دوه اسلامي غورځنګونه پلټل کیږي، دوی خپل ځان د یو اشغالګر یا نیواکګر ځواک سره مخامخ ویني. یرغلګرو ځواکونو دغه هیوادونه په سیاسي، اقتصادي او پوځي برخه کې کنټرولوي. دا څېړل کیدونکي اسلامي غورځنګونه په دې هڅه او زیار کې دي، څو د پرديو بهرنيو اشغالګرو څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړي. د مقاومت په مبارزه کې دغه غورځنګونه د توکو په انتخاب کې له یو بل سره توپیر لري. د دې نسخې په مرسته کیدای شي د څېړنې کلیدي پوښتنه لا نوره په دقیقه او روښانه توګه مطرح کړل شي :
اسلامي غورځنګونو ولې د اشغال په حالت کې کله د تشدد یا د تاوترخوالي او کله هم د بې تاوه پاڅون یا عدم تشد له لاري د کړکېچ څخه د خلاصون یا کړکیچ ته د حل لار موندلو لپاره هلې ځلې ترسره کوي ؟

۱ . ۲ د څېړنپاڼې یا د تحقیقاتي چار جوړښت
د پوښتنې د څېړنې په اړه یو سم ځواب موندل په څلور پړاونو کې ترسره شي : لومړي به د ښاغلی Kuschel  د عامه پوهاوي د مفهوم پر بنسټ ورته وکتل شي. ده دغي مفهوم یا اصطلاح ته په یو ساده تیوریکې مودل کې وده ورکړي ده. دویم ګام کې به په دقیق ډول د متحولونو پلټلو او څېړنو ته تر ورستي ټکي پوري اختصاص ورکړل شي او ور سره به تمه کیدونکي فورمول بندي ته یو ژبنۍ شکل ورکړل شي او همدارنګه د ټاکل شویو موضوعاتو په اړه په میتوډیکه بڼه یوه سمه او څرګنده پلټنه تر سره شي. ورپسې به بیا ټاکل شوي قضیې په ډیر ځیر سره تحلیل او تجزیه شي. په دغه څېړنه کې د راټول شویو شواهدو په اړه یو شمیر ګوتنیونکي بحثونه، لوړي پلټنې او د څېړنې په اړه د تر لاسه شویو ځانګړي پایلې او په دې ډول به یو شمیر تمه کیدونکي پوهیزه څېړنې د راتلونکي علمي چارو د موضوعاتو په اړه په نښه کړل شي.
۲. د ٬٬ عامه پوهاوي٬٬  په اړه یو موډل
۲. ۱ د ښاغلي کوشل Kuschel د٬٬ ابراهیم (ع) په اړه دعوا٬ او د ٬٬عامه پوهاوي ،، اصطلاح

ښاغلی څېړنوال په خپل کتاب کې په ځانګړي توګه د ابراهیمي جهانشموله عامه پوهاوي په اړه د دریو واړو سماوي دینونو لارویان یهودیانو، مسیحیانو او د مسلمانانو تر منځ د شونتیاوو، لیدلوری، مناظرو او بحثونو باندې بوختیږي. هغه د خپل کتاب په لومړۍ څپرکی کې حضرت ابراهیم علیه السلام (ع) د دریو واړو دینونو سلف ، جد او یا اصلي پلار په نامه یاده وي. ده په دې تړاو یوه په زړه پوري پوهنیزه موندنه کړي. هغه د پخوانیو سرچینوپه حوله او د جهاني ابعادو پر بنیاد په دریو واړو سنتونو یا دودنو کې د ابراهیم علیه السلام (ع) له ستر شخصیت او لوړ منزلت سره مخامخ کیږي. د عبري په سپېڅلي کتاب کې ( Gen.12;3 )  ابراهیم (ع) د ځمکې پرمخ د ټولو ولسونو لپاره د خیر او برکت دوعا کړي ده. د مسیحیانود انجیل په کتاب کې (Röm 4  ) دی د خدای په حضور کې زموږ ټولو پلار په نامه یادیږي. د مسلمانانو په قران مجید کې د ( دویمه سوره، ۱۲۴ نمبر آیت ) کې ابراهیم (ع) د ټول انسانیت بشپړه بیلګه په نامه نومول شوي دی .( Vgl:. Kuschel2001: 44;123;199) دا ټول اخیځونه او موارد له ابراهیم (ع) څخه یو داسي شخصیت او مقام جوړوي، چې د ده شخصیت د هر یوه قوم او د هر یوه دین د پولو ور اخوا اړوندوسره تړوا لري. ورسته بیا په دریواړو ابراهیمي ادیانو کې د انقباص د رامنځته کیدو سره هر یوه دین د ابراهیم (ع) څخه تر ډیرې کچې د خپل مذهبي سنتونو په را ټولونه کې ترینه ګټه اخیستنه کړي ده. ورسره د ابراهیم (ع) جهان شموله شالید ته شا اړول شوي ده، پرته له دې چې دی په بشپړه توګه یوې خوا ته پریښودل شي.
نو په دې ډول اسراییل د ابراهیم (ع) د خدای یو قوم په نامه یادوي. (Psalm 47,10 )  همداسې عیسی ( ع) د ابراهیم (ع) د شخصیت څخه مخکې شتون درلود (vgl. Joh 8, 58 ). او هم د قران کریم په ( ۳سوره ،۶۸ نمبر آیت) کې ابراهیم (ع) د مسلمانانو لپاره یو ستر ریښتنۍ لومړیتوب لري  .( vgl.Kuschel 2001: 57, 152,203 ) په دې ورستيو پړاونو کې په دریو واړو دینونوکې د ابراهیمي جهانشموله عنصرونه یا اجزاوې نفي کیږي او معمولاً په انحصاريتوب باندې تاکید کیږي.
د دې سربیره د ښاغلي کوشل پریزنتيشن د ابراهیم (ع) د جهانشمولیت او انحصاري عنصرونه په تړاو څېړنې دا روښانوي او ښیې، چې د ځینو عنصرونو په استشنا نور ټول عنصرونه د دریواړو دینونو په سرچینه کې له پخوا نه په یوه کچه لیدل کیږي او د هر یو مذهب په سنتونو کې اکثراًٍ د یو انحصاري فهرست په څیر تر اوسه ادامه لري. د ښاغلي کوشل د څېړونو پربنسټ دغه پرمختګونه د اسلام په سپېڅلي دین کې د درک وړ دي. (Kuschel 2001: 176 ff) که څه هم د قران اعظیم الشان د وحي په دور یا د نازلیدو په دواړو پړواونو کې احساس کیږي: له دې امله د ٬٬مکي معظمې د نازیدولو په پړاو ٬٬ کې اسلام د انسانانو د مذهبي هدایتو او لارښوونې لپاره رالیږلي شوي دی.(ebenda: 187f ) په داسي حال کې چې د ٬٬مدنې یا مدینه منورې د نازلیدولو پړاو په پیل کې د نبوي پیغامونو بهیر د یو ډول پیاوړې عربېزم سره مل و  .( ebenda: 191 ) که په ښه ځیر سره وکتل شي،کله چې مسلمانانو د سیاسي شخړو له امله مدینې منورې ته هجرت وکړ. له همدې مهاله په اسلامي پیغامونوکې د یهودیت او مسیحیت سره د بیلوالي یو ډول قوي او پیاوړي نښې نښانې او اعلامې لیدل کیږي .او ورسره لومړني جګړیز تاوتریخوالی او شخړې رامنځ ته شوې. دلته چې کوم بدلونونه او د ډول ډول بیلګې د ښاغلي کوشل له خوا وړاندې کړل شوي دي، د اسلامي پوهانو لخوا په وار وار په هراړخیز ډول څېړل شوي، او مستند کړل شوي دي .
Endreß 1991 :40ff;Khrury 2002: 16ff)  Paret 1980: 117ff; Wett/Welch 1980: 118ff;.(vgl
د خپل کتاب په دویمه برخه کې ښاغلي کوشل د ابراهیمي جهانشمولیت یا نړیوالتوب په اړه یو لیدلوري ته وده ورکوي. په همدې لړ کې دی لومړۍ د ٬٬ عامه پوهاوې ٬  مفهوم او اصطلاح هم تشرح کوي.
د دې مفهوم یا اصطلاح لاندې دی داسي پوهیږي : عامه پوهاونه یا ذهنیت جوړونه په نړیواله کچه یو فکر دی، چې نور کولتورونه او مذهبونه په نړیواله ټولنه کې د دوه اړخیزه مسوولیت پر بنسټ له یو بل سره واوبدلي یا وګنډلي شي. څوک چې جهانشموله پراخ ستر فکر کوي، دی په نړیواله کچه له نورو سره د خپلوي په عمومي اړیکو کې پراخ بنسټه فکر کوي. دی د بشریت په تاریخ کې فکر کوي، دی بشر یت ته یو ډول مسوول فکر کوي. څوک چې جهانشموله فکر کوي، ده ته نه یواځې خپله سیمه، خپل ملت او خپل مذهب مهم دی، بلکې دی د ټولو مذهبونو او د ټول بشریت له برخلیک سره مهارت او پیژندنه لري.(Kuschel 2001 214 )
د عامه پوهاوي وده او پرمختګ د دې لامل ګرځي، چې د ابراهیمي سماوي ادیانو یا نازل شویو دینونو ریښو ته بیرته د ور ګرځيدلو په مانا ده: دلته موخه دا ده، چې جهانشمولیت یا نړیوالتوب بیرته وموندل شي او په کې د نړیوالتوب په ګټه انحصاریت له منځه ولاړه شي. مومنان یا د عقیدې او ایمان خاوندان باید په خپلو کړو وړو کې ټولو مذهبونو او ټول انسانیت یا بشریت ته ځان مسوول احساس کړي.
د عامه پوهاوي تر لاسه کولو لپاره ښاغلی کوشل څو شرطونه ایښودلي دي. لومړني شرط داسي ښیې، یوه ٬٬نوي افقي نړۍ ٬٬  باید رامنځ ته شي (ebenda: 214) ، چې په هغه کې د تل لپاره د نړۍ د ولسونه ترمنځ د یو بل سره د نږدېوالې یا نږدیکیدولو درک رامنځ ته شي، څو له یو بل سره یو ځای شي او په دې نوې ولسي نړۍکې د نړۍ د ولسونو ترمنځ د مینې، محبت او د یووالي غوښتنو اړتیا ووې رامنځ ته شي او دا غوښتنې د الله تعالی سره په تړاو د یوې ګډې دیني یا مذهبي بنستیزي پوهې پر بنسټ، چې موخه بشریت ته د یو قاطع او فیصله کوونکې نښې په توګه د ځانګړي ارزښتونو او پریکنده عمده کلماتو په توګه ورته کتل شي. د هغه دویم شرط داسي دی. د مذهبونوپه تړاو پر خپل ځان انتقاد،ګوتنیووکې او خپلو تیروتنو ته سر ایښودل دي، د تعصب غندنه، د غندني غندنه، د مذهبي سختدریځۍ محکومول او له دې څخه سترګې نه پټول او د افراطیت حکم نه صادرول او د یو قاضي په څیر حکم نه صادرول، نفرت او دښمنۍ نه خپړول او اصلي موضوع دا ده ،چې په نړیواله کچه د ټولو انسانانو انساني کرامت او وقار پېژندل شي. او د ورستي شرط په توګه دی د دریواړو نازل شویو دینونونه یا ابراهیمي مذهبونو د مطلقیت څخه بیرته را ګرځیدنه او د انحصاريت سالمواو شفا ورکوونکو ادعاووې غوښتنه کوي. د دغو شرایطو په کارولوسره دا درک کیدای شي،چې آیا عامه پوهاوي د یو لوبغاری خپل قانوني حق ګڼل کیدای شي او دی خپلو فکر ونه او تفکراتو ته په جهانشموله نړیوالو ګټګوريو کې برلاسي ورکولي شي او یا ورسره نښلولي شي. (vgl. ebenda : 220 ff )

۲ . ۲ عامه پوهاوي د یو بنسټیز تیوریکې موډل په څیر
د ښاغلي کوشل د ارزونو او ویناوو پر بنیاد په یهودیت، مسیحیت او اسلام کې په یوه ټاکلي اندازه دوه ګونیتوب لیدل کیږي. تر ټولو د مخه لومړی د تشدد او تاوتریخوالي ډک دوه ګونې متضاد چلندونه دي، چې په همدې څېړنه کې همدغه موضوع پلټل کیږي. ښایي چې مستقیمې ټینګې اړیکې ونلري .خو هرومرو ګټور او د مالوماتو څخه ډک ښکاري. له دې کړنلارې څخه د څېړنې د یوې پوښتنې په اړه کاراخیستل کیږي. په دې لړ کې عامه پوهاوي ته په حیث د یوې متحولې شونتیا په څیر وده ورکول کیږي. په تیر بیا د ځینو مذهبي سوله ییز لوبغاړو،کرکټرنونه او شخصیتونه، چې د عامه لارښوونې له لارې عام خلک توجیه کوي، داسي انګیرل کیږي، چې دوی د یوه ځانګړي پوهې خاوندان بلل یا ګڼل کیږي .
په همدې بهیر کې دا متحول یا بدلیدونکې ملاحظات د جوړوونکې لوبغاړو په فکرونو کې ځای پرځای کیږي. ځکه د دوی اساس او بنیاد دین جوړوي او راز راز ذهنیتونو او شعوري جوړښتونه ارايه کوي او په خپل وار سره دوی په حیث د یو فورم شوي پوهمنه یا شعوري پوهاوي بهیر سره تړاو لري.
vgl.Rittberger/Hasenclever 2000:40 )  )
په دې لحاظ تر دې دمه دا خصوصیات د منلو وړ ښکاري، چې په ورته مشابهي او یا عیناً اعیار شویو کړکیچونه او جوړښتونه په بل خیل درک کیږي. په داسي حال کې چې کله د یوه لوبغاړی یا ممثل د کړنو په بنسټ کې انحصار يت شتون ولري او د بل لوبغاړی د اعمالو په بنسټ کې جهانشمولیت شتون ولري .
د اسلامي غورځنګونو تحلیل کیدای شي په دریو پړاونو کې تر سره کیږي. دا به د څېړنې د سریزې په پیل کې له یادو شویو او ښودل شویو جوړوونکو دریځونو ته مراجعه وکړي یا ورسره اړیکه ونیسي :
( ۱) تر ټولو د مخه باید د غورځنګ یا د خوځښت پر خپلځان او نفس باورمنتوب په پام کې ونیول شي: چې د دوی د نفس په بنسټ کې جهانشمولیت او یا د انحصاريت پوهاوي ارزښتونه نغښتل شوي دی؟ .
( ۲) ورسته بیا دا هم په پام کې ونیول شي، چې د کړکیچ لوبغاړی د کړکیچ موضوع او د خپل کړکیچ مخالفینو په اړه څه ډول درک لري.په هغه کې د انحصاریت او یا د جهانشمولیت اغېزې په څه ډول د لیدلو وړ جوت لیدل کیږي .
( ۳) په پای کې باید دا هم وڅېړل شي، چې لوبغاړی د کړکیچ په هواري کې کوم ډول د تبلغ توکې تبلیغوي او تر کومه حده پوري د تبلیغ په توکو کې د مخکي یاد شوي اصطلاوې انحصاریت او جهانشمولیت انعکاس موندل کیږي ؟
په دې توګه مطرح شوي پوښتنه په یو اسانه تیوریکې موډل کې تشریح ته وړاندې کیږي. د تمې پربنسټ، هغه اسلامي غورځنګونه چې د دوی په بنسټ کې جهانشمولیت یا نړیوالتوب شتون ولري. دوی د اشغالګرو یا نیواګرځواک په وړاندې د عدم تشدد له فورمونو او ډولونو څخه د کړکیچ په هواري کې یا کړکیچ ته د حل لار موندلو کې هڅې کوي. په داسي حال کې هغه اسلامي غورځنګونه چې په انحصاریت باندې ټینګ ولاړل دي، دوی د اشغالګر ځواک په وړاندې په تشدد، قهرجنې یا په وسله واله مبارزې لاس پوري کولو ته تمایل لري.

۳ . په میتود لوجیکي بڼه د تحقیقاتي پروژي تصبیتول

۳ . ۱ د متحولو اصولو تعیینوول
د دې تحقیقاتي څېړنې موخه په دې کې نغښتي ده،څو د متحولو عامه پوهاوي په مرسته تشریح کړل شي،چې ولې ځینې اسلامي غورځنګونه د اشغال په حالت کې له تشدد او خشونت څخه کار اخلي. په داسي حال کې نور بیا په ورته پرتله شوي حالت کې د عدم تشدد یا د سوله ییز مقاومت د یو فورم پلي کولوپریکړه کوي. په دې توګه په روان کړکیچن حالت کې د تحریک سلوک یا رفتار د هماغي وخت د اشغالي وضعیت ته په کتوسره د متحولو اصولو له تعیینولو سره تړاو ولري. (Vgl.Van Evera 1997 : 11
د تشدد یا تاوتریخوالي په اړه د ښاغلی Johan Galtung  په تعریف باندې ډډه لګول کیږي، د یو فرد یا شخص له خوا د زور زیاتۍ یا خشونت کارول، که هغه فیزیکي یا رواني بڼه ولري، تشدد ویل کیږي. (vgl.Galgung 1975 : 11 ff ) 
په دې اساس د نیواک په کړکیچن وضعیت کې د عدم تشدد یا د تاوتریخوالي پرته سلوک هغه مهال لیدل کیږي،چې د مقاومت غورځنګ د عدم تشدد مبارزه یا بې تاوه پاڅون پیل کړي او د مقاومت غورځنګ د فردي یا شخصي تاوتریخوالي او تشدد د ټولو بڼو او فورمولبندیو څخه د لاس په سروکولو بریالي هڅه وکړي او ورسره تشدد د اشغال په حالت کې د یو جوړښتیزه سیسټم په څیر درک کړل شي او پر هغه باندې بری وموندل شي .  
د مقاومت غورځنګ د کړکیچ سلوک په خپل وار سره د تشدد اویا د عدم تشدد تګلاره په مختلفو درجو باندې ویشل کیږي، څو توپیر وشي چې کړکیچ ته د حل لار موندل د زور له لارې او یا پرته د زور له لارې رامنځ ته شوي ده   . کله چې سپوتاژ، مالي زیانونه او فیزیکې اخ ډب یا د فردي سوک وهني مبارزه د سوله ییزې بې ضرره مبارزې په نامه یادیږي. خو سره د دې دا ټول کړکیچ ته د حل لارموندلو کې د زور زیاتیو په فورمونو کې درجه بندي کیږي.د یو ځانګړي تنظیم شوي عمل په وړاندې ګڼ شمېر تصادفي را ټول شوي ملکیانو په نښه کیدلوسره دوی د تاوتریخوالي د یوعمل ښکارګرځيدلي دي. دا ټول کړکیچ ته د حل لار موندلو کې د تاوتریخوالي یا د زور زیاتیو یوه بڼه ده،چې په کې بیا نورې د افراط درجې هم پیژندل کیږي. د کړکیچ د حل لار موندلو کې یوه مشابهي درجه بندي د عدم تشدد په اړه هم پېژندل کیدای شي:
کله چې درخواستونه، اعتصابونه او خال خال اعتراضونه یا احتجاجونه د کړکیچ د حل لار موندلو ډولونو چې موخه په جزییاتو کې بدلون راوستل وي، تر ډیره بریده په ډیره ټیټه کچه د زور زیاتیو پرته  کړکیچ حلو فصلول وي، کیدای شي په داسي یو حالت کې د یوې جګه درجې د عدم تشدد عمل څخه خبره وشي او په همدې ترتیب سره کله چې د عدم تشدد عمل په سیستماتیک او مسلسل ډول تر سره شي او که د عدم تشدد عمل د راز راز میتودنو له لارې په سیاسي. اقتصادي او ټولنیز کچه استعمال شي.په داسي حال کې چې هر ډول د فردي یا شخصي تشدد په پرنسیبي او کټګوريکه کې بڼه ترینه ویستل شوي دی.په دې برخه کې د منځني پړاو درجه بندي هم شتون لري.
هغه متحولونونه چې د اسلامي غورځنګونو د کړکیچ سلوک د تشریح کولو موخه او قصد لري، د پلټنې ناخپلواک متحولونه دی.دا ناخپلواک متحولونه د ښاغلي کوشل د عامه پوهاوي او په ځانګړي ډول پر انحصاریت او جهانشمولیت اصطلاوې باندې اړخ لګوي: په داسي حال کې چې د انحصار ګرو په مفکوره کې د خپل مذهبي د ساحه څخه د باندې د ژوغورنې کومه بله لار شتون نلري.بیا د جهانشمولیت مفکوري یا د نړیوال ذهنيت لرونکو کرکټر او خاصیت دا دی،چې د هرې یوې ډلې او هر یوه مذهب په اړه جلا جلا ناپیلي فکرونه وکړي او د نور مذهبونو خپل حیثیت او وقار په رسمیت پیژني. پرته له دې چې دوی د نورو مذهبونوسره مذهبي مجبوبیت او لیوالتیا وښیي.
 هم دې بېلا بیل او هر اړخیز متحولونو په اړه جوت تلفظ شوي درجې ښودل شوني او ګټور پریوځي :
په سختدریځه افراطي انحصاریت کې د نورو مذهبونو پيروان کافر ګڼل کیږي اوله همدې سره د دښمنۍ ټاپه پرې وهل کیږي.د دوی خپلي موخې او کړه وړه یومخیزه قانون ورته ګرځي.د نورو پردي سټندردونه له منځه وړل کیږي او په خورا افراطي بڼه کې د ښو او بدو او همداسي د خپلو او پرديو ترمنځ توپیر کیږي .د دې تر څنګ بیا په انحصاریت کې د لږو بنستپالو او سختدریځو ګامونه تصور او فکر هم لیدل کیدای شي.
په داسي حال کې چې په نسبي ډول په ټیټه کچه د جهانشموله فکر درجه بندي پولې په ګرانه توګه تصبیتیدلې شي. د ښاغلي کوشل دعامه پوهاوي تعریف کې د انساني مسوول فکر برعکس جهانشمولیت یا نړیوالتوب د یو عالي فورم په څیر لیکلي شوي دی .
د شاخصونو په حیث د جهانشمولیت یا انحصاریت اړونده حدودود مالومولو او ټاکلو لپاره به ګټور پریوځي، کله چې د ښاغلی کوشل شرطونوته د عامه پوهاوي په بڼه کې بیرته ور وګرځیدل شي.
 (vgl. 2.1; Kuschel 2001: 214ff).
ورسته له دې به د متحولونو مالومول د لاندو پوښتنو له مخې وټاکل شي:
( ۱) آیا د مذهبونو د ګډو فکرونو په سر چینو کې د ولسونو په یووالي کې یا د دوی په پرتله کولو کې او یا د دوی په محدودلو باندې ټینګار کې، څه تر لاسه او یا موندل کیدای شي.؟
( ۲) لوی خدای د هر شي خالق دی او د ټول بشریت د جنسیت موخې او مبډا ښودل کیږي او یا هغه یواځي د خپل مذهب سره سمون خوري او ادعا کیږي ؟
( ۳)آیا د شفا بښونکي انحصارګرايي په اړه یو رد ځواب شته دی او یا د شفا ورکونکي انحصاریت په اړه کار روان دی او یا په ځانګړي توګه ټینګار ترینه کیږي ؟.
( ۴) آیا زیار ایستل کیږي، څو تعصبات لږ شي،نفرت او دښمنۍ تشخیص شي. د تعصباتو او د دښمنیو انځورونه جوړ او تر سیم شي او یا همداسي نفرت او دښمنیو ته لمن ووهل شي ؟
د دې پوښتنو او شاخصونو په مرسته کیدای شي وړاندې شوي متحولونه په ښکاره او شفافه توګه د درک وړ وګرځې او د پوهیدلو اندازې مالومه شي. څو د دې ضمانت را منځ ته شي،چې دا متحولونه په ریښتیا سره د کړکیچ د حل لارې موندلو کې نا خپلواکه دي او هیڅ راز تړاو ورسره نلري. دواړه متحولونه یواځې د وخت د تفکییک سره مرسته کولي شي: تر ټولو لومړي باید وپتیل شي،چې خوځښت له پیل څخه په دې مانا، چې آیا د غورځنک په لومړیو کالونو کې د جهانشمولیت یا انحصاريت اګاهي شتون درلوده او دا دواړه مفاهیم د دوی د کړکیچ د موضوع په درکولو کې، د کړکیچ له مخالفینو او کړکیچ ته د حل لارموندلوپه توکو باندې څه ډول اغېز درلوده ،ورسته بیا په پام کې ونیول شي، چې غورځنګ د کړکیچ څخه ورسته څه ډول تګلاره خپله کړه. د متحولونود توپير او پېژندنې لپاره یو بل روښانه شرط دا دی او د دې شونتیا شته ده، چې دا متحولونه د بیلابیلو اړخونو له لارې وپېژندل شي. له همدې امله د عامه پوهاوي پلټنې اوتحقیقاتي کلمات باید( په لیکل شوي یا ویلي شوي بڼه ) کې محدود پاتي شي. د دې اجازه نشته، چې دا اعمال او اقدامات د ثبوت په حیث دیوې ځانګړي پوهاوي ازموینې یا د شعوري تغمې تصور وشي او تر اغېز لاندې راوستل شي.  کړکیچ ته د حل لار موندلو ټاکلې غوره شوي لار باید د اعمالو په پام کې نیولو سره اندازه شي .

 ۲ . ۳ د تحقیقاتي څیړنې څخه تمه کیدونکي پایلې
په دویم څپرکۍ کې تمې داسي چمتوشوي او شکل ورکړل شوي، چې عامه پوهاوي د کړکیچ سولیز حل ته لار موندل یا عدم تشدد ته لارښوونه کوي او همداسې په انحصاري درک کې کړکیچ ته

ipower mainport spozmai radio
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery