مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغان ځواکونو لپاره تر ټولو بد خبر

محمد هلال سمسمور
د افغان ځواکونو لپاره تر ټولو بد خبر

پرون د متحده ایالتونو ولسمشر اوباما او بیا د همدې هېواد د دفاع وزارت ښاغلي اشتن کارتر نړیوالو ته اعلان وکړ، چې ولسمشر اوباما په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو ته صلاحیت ورکړ، چې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو ملاتړ ډېر کړي او له هغوی سره په جګړه کې مله و اوسي.
په ښکاره دا د افغان ځواکونو مرسته ګڼل کېږي مګر شواهدو ته په کتو سره دا د افغان ځواکونو لپاره تر ټولو ناوړه خبر دی. ځکه امریکایي ځواکونو همدغه صلاحیت له پخوا نه هم درلود او په دې هېواد کې د جګړې په پلمه میشت دي. او کله چې ددوی ګټې ته زیان رسېږي نو بیا چاپې هم اچوي او داسې بمبار کوي چې د کندوز د روغتون او د پکتیکا د وروستۍ پېښې په څېر ملکيان وژني. امریکا کله هم په ريښتیني ډول د افغان ملي ځواکونو ملاتړ نه دی کړی. بلکي له طالبانو سره یي په پټه ډېرې مرستې کړې اوس چې طالبان لږ له روسیې او ایران سره نږدې شوي نو امریکا او پاکستان په طالبانو د کنټرول د ټینګولو کولو هڅه کوي.
په دومره لويه پیمانه اعلان او په رسنیو کې دې خبرې ته هوا او باد ورکول د افغان ځواکونو پر وړاندې، د جګړې زیاتول دي، په عام ولس کې د مخالفینو ددې ادعاوو لپاره تبلیغات دي، چې ګواکي طالبان له امریکایانو او یرغلګرو سره جنګېږي او ګواکي افغان ځواکونه د امریکا غلامان دي. عملا موږ وینو څومره چې د امریکایانو شتون ډېرېږي هغومره جګړه پیاوړي کېږي. هغوی په ساحه کې تګ او راتګ ډېرول غواړي او په پټه له مخالفینو سره مرسته کوي. هغوی ته وسلې او نور امکانات ورکوي.
د بېلګې په توګه: تېر کال د ننګرهار اوسېدونکو وویل چې دلته د شپې هلیکوپتر راځي او خلک کښته کوي، چې وروسته ظاهر قدیر خلکو ته اعلان وکړ، چې دا الوتکې وولي. په بغلان او د شمال په لسګونو سیمو کې خلکو  چیغې ووهلې چې دلته د شپې الوتکي راځي او خلک او وسلې کښته کوي او ددې ځینې شواهد او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې هم خپرې شوې.
زموږ په ولسوالۍ کې هغه مهال چې امریکایان په ولسوالیو کې ځای پر ځای وو، کله به چې امریکایان په خپله له قرارګاه څخه وتل او ګزمه به یې کوله د همغه ورځې په سبا به په ولسوالۍ د مخالفینو لوی برید کېده. په ولسوالۍ کې د ملي امنیت آمر چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکی ؤ خلکو ته هر وخت ویل: "صبر، چی سبا زموږ پولیس او اردو باید جګړې ته ځان چمتو کړي ځکه نن امریکایان په ګزمه ووتل او طالبانو ته یې مهمات ورسول... " داسې هم شوي، چې امریکایان په ګزمه وتلي افغان ځواکونو تعقیب او همغه وسلې یې بیرته ولسوالۍ ته راوړي، چې امریکایانو طالبانو ته غورځولې دي. دا ډول ژوندي مثالونه د هېواد په هر ګوټ کې ډېر دي. له همدې کبله ډېر ځله د اردو او امریکایانو ترمنځ وسله والې شخړې شوې او حتی امریکایانو د اردو په قرارګاوو بمبارۍ کړې دي.
که څوک له عراقیانو سره مخ شوي وي. په ځانګړي ډول د حج په مراسمو کې زموږ له هېوادوالو سره ډېر مخ کېږي هغوی په جار او ژړا چیغې وهي چې موږ داعشیانو تبا کړو او موږ یې د سر په سترګو وینو چې امریکایان ورته وسلې ورکوي، امکانات ورکوي او مرسته یې کوي.
پخوا چې امریکایان دلته ډېر وو هغه وخت جګړه هم ډېره وه. طالبانو به تل هڅه کوله چې ځان له امریکایانو سره ځان ټکر نه کړي بلکې په پولیسو او اردو به یې ډېرې حملې کولی او کوم طالب به چې سهوا او یا قصدا امریکایانو ته څه وویل بیا تر ځمکه لاندې هم نه شو خلاصېدلی. ټول هېودوال شاهد دي زیاتره هغه طالبان په نښه شوي چې بهرنیان به یې ځورول. مګر چا چې ملي ځواکونو پسې را اخیستې وه، غلاوې او شوکې یې کولې، ښوونځي، جومات، روغتون او کلنیک یې نه پرېښود هغوی د امریکایانو د شتون پرمهال ډېر خوندي او مصؤون وو.
ټول هېوادوال خبر دي، چې د ملي ځواکونو کلني لګښتونه څلور زره ملیونه ډالر دي، چې د هغوی په معاشاتو، اعاشه اباته، وسلو او داسې نورو لګول کېږي. داسې به وګڼو چې د ملي ځواکونو په مینځ کې فساد دی او دغه څلور زره ملیونونو نیمايي ډالر غلا کېږي نو دا دوه زره ملیونه خو خامخا په ملي ځواکونو لګول کېږي. نو په جګړه کې طالب ته هم که همدومره پيسې نه وي نو یو ملیارد ډالر خو باید ولري. دا یو ملیارد ډالر د عامو خلکو په وس پوره ده، چې طالبانو ته یې ورکړي؟ آیا دا عشر او زکات یو ملیارد جوړولی شي؟ نو له خلکو پوښتنه کوو چې دا دومره په لوړه پیمانه پیسې څوک ورکوي؟ بله خوا د مریکا هغه اعلان شوي دیارلس زره ملیونه ډالر په څه شي ولګېدل چې پاکستان ته یې د طالبانو د ځپلو په نامه ورکول؟
لنډه دا چې د پورتني اعلان اصلي هدف دا دی، چې امریکا نه غواړي د افغانستان په جګړه کې حکومت برلاسی وي. لکه څنګه چې خلکو په ټاکنو کې د یو تکړه ولسمشر د ټاکلو تکل وکړ امریکا ونه شو زغملی سملاسی يې بانې او پانې پکې را پیدا کړي. شمالي ټلواله یې وهڅوله او بیا یې جانکیري را ولېږه او حکومت يې نیمايي او د پیاوړي حکومت د جوړېدو مخه یې ونیوله
د امریکا که اصلي هدف دا وای چې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي نو دې ډول اعلان ته هېڅ اړتیا نه وه. بلکې اوس چې امریکا پوهه شوه، چې طالب د کمزورۍ په لوري روان دي او په افغانستان کې د جګړې توازن ضربه ویني نو سملاسی یې دا اعلان وکړ چې موږ له اردو سره په جګړه کې ملګري یو. امریکا غواړي په دې سره لاندې دوه کارونه وکړي:
- په عام ولس کې د طالب مخالفینو دغه ادعا ته تبلیغات کول، چې ګواکي له ملي ځواکونو سره امریکایان دي نو طالب په حقه دی، حال دا چې طالب په خپله په افغانستان کې د امریکایانو د بقا لپاره جنګېږي.
- په سیمه کې د خپل کښته کېدو او پورته کېدو او د تګ او راتګ څخه په استفادې سره له طالبانو سره د وسلو او مالي امکاناتو مرسته کول ترڅو د اردو پر وړاندې ښه مبارزه وکړي او داسې نه چې دا جګړه ختمه شي. 
افغان حکومت ددې کار د هر کلی پر ځای باید امریکایانو ته ووایي چې په دې ډول اعلانونو سره باید د ملي ځواکونو دیني او ملي روحیه کمزورې نه کړي. 
پای
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery