مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان له ټولو شریفو قومونو څخه یوه هیله

محمد هلال سمسور

 

د هېواد ټولو شریفو اقوامو ته  او په ځانګړي ډول تاجکو، هزارګانو او ازبکانو ته!
طالب د څو کلونو راهیسې د ټول افغانستان لپاره ناسور ګرځېدلی او په ځانګړي ډول د پښتون ټبر د له منځه وړلو، بربادولو او تباکولو تابیا یې کړې ده. ټول د سر په سترګو وینو، چې د طالب هدف د پښتون له منځه وړل دي. طالب د همغه توافق محصول ؤ، چې پرویز مشرف امریکا ته ويل "دغه پښتون ډېرې شریر قوم دی نو له یوې خوا یې تاسې او له بلې خوا به یې موږ ووهو". 
په تېرو کلونو کې طالب د هېواد ختیځ، سویل، سویل لویدیځ او په ټوله کې پښتون مېښتو سیمو ته اړم ؤ. د هغوی ښوونځي بندول او سوځول، هغوی په حکومت او نورو مؤسساتو کې له کار کولو څخه منع کول، د حکومتي، جاوسوس او ... په نامه وژل، د هغوی علماؤ، د مشرانو وژل او د هغوی د یووالي هر ډول فرصت له منځه وړل او د هر ډول اقتصادي او پراختيايي حرکت درول د طالب اصلي موخه وه، چې له امریکایانو سره د دښمنۍ په نامه اما په حقیقت کې په شعوري او لاشعوري ډول د هغوی او د پاکستان د پلان مطابق ترسره کړل او لا تر اوسه لګیا دي د همدې هدف لپاره کار کوي. دری نیم ملیونه ماشومان د پښتانه له ښوونځي او درس ویلو محروم دي، نسلونه نسلونه مو د علم او پوهې څخه محروم شول.
وروسته وروسته جګړه د تاجکو او ازبکو سیمو ته هم وغځېده اوس چې تاسې دغه روانې جګړې، ورانۍ او ترهرګرۍ وینی دا د پښتون په هر کلي او هر کې ګوټ کې څو څو چنده روانې دي مګر متاسفانه څوک پرې نه خبرېږي او یوازې هغه وخت په اصطلاح مدنی ټولنې، ملیوني تظاهرات، مشران او کشران را غونډېږي او د مردباد او لعنت نارې سورې وهي چې له پښتون پرته پکې نورو ته ضرر ورسېږي.
د پښتانه دا غمیزه یوازې د طالب لخوا وهل او ټکول نه دي بلکې د همدې طالب له لاسه ټول پښتون ترهرګر او شریر بلل کېږي
اور د پښتون په کور بل دی، ښوونځی، کلنیک او کلی د پښتانه سوځي چې کله نورو ته صدمه ورسېږي یو دم ټول پښتانه او ان په حکومت کې موجوده چارواکي هم یو یو په مختلفو بدو نومونو بلل کېږي او هغه ولس چې د همدې طالب څخه د کلونو راهیسې کړېږي.
طالب د پښتانه له کوره را ټوکېدلی او د همدې کور د تباهۍ لپاره اوس د هر چا د لاس آله ده. هرڅوک یې د توت غوندې د ځان لپاره کاروي خو بیا هم رنګه د پښتانه ورباندې بده ده. طالب په مزار کې د عطاممد د لاس آله ده چې په بلخ کې پرې ټول پښتانه مشران ووژني... په بغلان کې د اندرابیانو او ټلوالې د لاس آله ده چې له پلخمري څخه مرکزي بغلان ته د ولایت د انتقال د مخنیوي وکړي.. ددې لپاره ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین په اور بدل کړي. په هلمند کې د قاچاقچیانو د لاس آله ده... د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان لپاره فرصت برابرولو وسیله ده، همدارنګه د روسیې لپاره د داعش د وهلو وسیله ده، د ایران لپاره د اوبو د تامین نسخه ده. د وکیلانو د پروژو او کانونو د را ایستلو  ډله ده. او داسې نور..  خو بیا هم رنګه د پښتون پرې ده او پښتون ترهرګر دی ځکه چې د پښتانه له کوره دی. 
محترمو اقوامو،
څرنګه چې د اور په لمبو کې موږ سوځو او جنګ زموږ په منځ کې روان دی، موږ پاکستانيان وینو چې طالب ته مرسته رسوي، موږ والله د سر په سترګو لیدلي چې امریکایانو طالبانو ته اکمالات رسولي. همداسې مو د اندرابي او ... په څېر ستاسې مشران لیدلي چې همدې طالب ته یې د خپلې شخصي او یا قومي ګټې په خاطر په پټه لاس ورکړی او په ښکاره ځان ستاسې استازی او د طالب اصلي دښمن بولي او همدا زمزمه کوي چې طالب ترهګر او پښتون ترهګر دی.
هیله کوو او په احترام غوښتنه کوو، چې د طالب په وحشت او دهشت دغه ستر او مظلوم پښتون ټبر مه رټئ او مه پرې بد او ناوړه نومونه ږدئ او مه طالب د پښتون استازی بولئ. په الله قسم څومره چې طالب د همدې  قوم دښمن دی هومره ستاسې نه دی... تاسې هسې په پیڅکه او پلو کې صدمه وینی مګر اصلي موخه همدا پښتون دی چې باید تبا او برباد شي مګر موږ د خپل غم په څېر تاسې ته په هر ډول رسېدلي درد تاسې ژړا کوو. 
د همدې وطن د یو مسلمانو بچیانو په توګه له تاسې هیله کوو پر ځای ددې چې د طالب په وحشت او دهشت سره پښتون و رټئ راشئ د پښتون ټبر په دې ناوړه حالت او غمیزه زړه بد کړئ او په غم یې وژاړئ. په همدې هیله 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery