مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د محمد علي کلي پر تابوت د یهودي راهب ټکان ورکونکې وینا

ژباړه: زرغون شاه شينواری


یادونه: د تلویزیون له لارې مو د امریکا کنټاکي ایالت کې د لوريل ښارګوټي کې د نړۍ د سوک وهلو د نومیالي اتل ارواښاد محمد علي کلي د جنازې مراسم کتل. د علي په تابوت پسې په لس ګونه زره مسلمانان، عیسویان، یهودان، بودایان بې دینه، تور، سپین، ژیړ، سور او غنم رنګه کسان په یوه لیکه روان وو.

علي په تابوت کې وه او هغه ارمان ور سره په پښو روان وه چې ده ورته قرباني ور کړې وي.

د محمد علي کلي وصیت ټکی په ټکی پر ځای شو. هغه خپلې میرمنې او اولادونو ته ویلي وو چې: "زما جنازه کې هر خاص او عام ګډون کولای شي"، ځکه خو د امریکا په تاریخ کې د اسلامي مراسمو تر ټولو ستره جنازه د محمد علي کلي وه. د علي د جنازې په مراسمو کې ډیرو نامتو کسانو ډول ډول ویناوې وکړې، مګر د هر یوه څخه زیاته د امریکا د هیواد د یوه یهودي مذهبي مشر مایکل لړنر وینا ډيره ټکان ورکونکې وه. د ده په خبرو کې ارزښتونو، اصولو او نړۍ لید د شته والي له امله ما و پتیله د خپلې لور هیلۍ شینوارۍ په مرسته دا وینا په پښتو ژبه و ژباړو. په ژباړه کې د ژباړې د معنی اړخ ته ډیره پاملرنه شوې، نو که څه لاندې باندې په کې راغلي وي د هغه لپاره بخښنه غواړم. نور د دري پر هغه متل چې وايي "عیسی به دین خود و موسی به دین خود" تکیه کوو.

مایکل لړنر داسې و ويل:

"لویه خدایه پرمحمد علي کلي رحم وکړه. خدایه پر هغو ټولو مهربانه شه چې د مرحوم په جنازې پسې روان او د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې د ده پر مړینه خواشیني دي. زه د علي په جنازه کې د امریکا د متحده آیالاتو د یهودانو د ټولنې په استازیتوب خبرې کوم. محمد علي کلي په نړۍ کې پيژندل شوی سړی وه. ده په امریکا کې د میشتو تور پوستو د حقوقو د تر لاسه کولو او مدني مبارزو په برخه کې پراخه ونډه درلوده. مونږ  دلته د دې لپاره راغلي یو چې د محمد علي کلي د مړینې په مراسمو کې د امریکا د اسلامي ټولنې او نړۍ د مسلمانانو سره د خپلې خواشینۍ او غمرازۍ څرګندونه وکړو.(خلکو ډیر لاسونه و پړکول) مونږ ته دا د زغملو نه ده که هغه سیاستوال یا بل هر څوک وي چې د مسلمانانو ذ‌لیل کولو هڅې وکړي او د یو څو ورانکارو کسانو د کړنو له امله مسلمانان و ځپي (خلکو بیا په شور او زوګ سره لاسونه وپړکول). مونږ د هغه انسان په احساس پوهیږو چې چې نور يې له ځانه کم یا ښکته ګڼي. په دې مو هم ماغزه خلاص دي چې څرنګه یو څو کسان را پورته کیږي او داسې څه سرته رسوي چې زمونږ د دیني اصولو پر ضد وي او دا هم راته معلومه ده چې څرنګه نور بیا د یو کس د بد عمل له امله ټول رانیسي او ورته سزا ورکوي. مونږ په امریکا کې استوګن یهودان چې د (ټوکیون) په نامه مجله کې دیني موضوعاتو او پرمختګ لپاره کار کوو، د امریکا د متحده آیالاتو پر دولت غږ کوو تر څو د فلسطین دولت ته وايي چې نور بس دی. مونږ په دې باور لرو چې څښتن تعالی ټول انسانان خوښوي او د هغه مخلوق دی او ورته ګران دي. په دې معنا چې د فلسطین خلک هم د نړۍ د نورو انسانانو په څیر انسانان دي (بیا د لاسونو پړکا). ما ته څرګنده ده چې د لورویل خلکو د محمد علي کلي سره ښه بلدتیا درلوده، خو زما او د علي تر منځ ځانګړو اړیکو شتون درلود. دا ځکه چې په ۱۹۶۰ کال کې زه محمد علي او ځینې نور کسان له دې امله د څارنې لاندې وو چې مونږ د ویتنام د جګړې پر ضد ولاړه وو.

ښاغلو راغلو او کتونکو په دې خو ټول خبر یو چې د نړۍ له هرې برخې څخه کلي ته پیرزوینې، ډاډ ګیرنې او شاباسي پیغامونه را تلل، ځکه چې د سوک وهلو نړیوال اتل وه، خو په اصل کې محمد علي د سوک وهلو تر څنګ د اصولو اتل وه او دا ډول خلک د ځانګړي درناوي وړ دي. د علي اړوند یو ټکي ته سم پام په کار دی او هغه دا چې پرته له دې چې ټولو ته متوجه خطر يې و ډاروي، هغه د نړیوال شهرت او اتلولۍ خاوند وه. هغه و ویل زه د ویتنام جګړې ته نه ځم، له همدې امله هغه په لسګونو میلیونه امریکایان چې د سوک وهلو د لوبې سره هیڅ سروکار نه لري، بیا هم د هغوی په زړونو کې محمد علي کلي ځای نیولای دی.

علي د شهرت او اتلولۍ څخه اصولو ته لومړیتوب ور کړ. باید په یاد مو وي چې ډیرو خلکو به علي ته ویل پام کوه علي چې نړیواله پیژندنه او اتلولي د ګواښ سره مخ نه کړې، شونی ده چې د سوک اتلولي در څخه واخستل شي. په حقیقت کې همداسې وشول چې د هغه څخه د پنځو کالو لپاره د اتلولي لقب واخستل شو. له دې سره بیا هم علي په خپلو اصولو او ژبه ټینګ ولاړ وه، ځکه چې د هغه په وجود کې پر ځان باور، ځواک او رښتینولي شتون درلود (د لاسونو پړکا). پوښتنه دا ده چې مونږ څرنګه کولای شو محمد علي کلي ته  د هغه د شان او ارزښت سره سمې پیرزوینې وړاندې کړو؟ ځواب دا دی چې علي ته تر ټولو ستر درناوی د ځانونو څخه د علي جوړول دي (د لاسونو پړکا).  اوس نو مونږ ته دا په میراث پاته دي چې څرنګه کولای شو د زور پر وړاندې رښتیا و وایو. په خپلو نارو خلک را خبر کړو او د نه ویلو د اړتیا پر مهال نه و وایو. د امریکا ولس باید دې په سلو کې یوه سلنه خلکو ته و وايي چې: نور بس دی. دا شتمنۍ له خلکو سره شریکي کړئ. په هغو سیاستوالو غږ کوو چې لومړی په نړۍ کې جګړې رامنځته کوي او بیا هغو خلکو ته چې دا جګړې پرې ور تپل شوي داسې وايي چې مونږ د جګړې مخالف یو. بس دی! دا د ډرون الوتکو بمبارۍ او د انسان وژونکو وسلو کارول و دروئ. هغوی باید په بهرنۍ نړۍ کې پوځي اډې و تړي او عسکر خپل کور ته راستانه کړي. چا چې دا زندانونه جوړ کړي او د زندانونو معامله يې روانه کړې هغوی ته  وايو راپورته  شي. د بند او زندان پر ځای داسې لارو چارو څخه کار واخلي چې خلک د جرم پر ځای سم کارونه وکړي او د زندان پر ځای کور ته لاړ شي. مونږ هغو قاضیانو ته وایو هغه تور پوستي چې د متعصبو پولیسانو له خوا نیول شوي او د تعصب درلودونکو قاضیانو  له پلوه بندی خانو ته لیږلي شوي را پریښودل شي (د لاسونو پړکا). د بنګو د پاڼو په میده شوې بڼه (میروانه) تور پوستکي زندان ته استول کیږي خو په ور ته عمل بیا سپین پوستکي زندان ته نه لیږل کیږي (د لاسونو پړکا).  مونږ خپلو انتخابي سناټورانو ته وایو چې هغه کسان زندان ته ولیږي چې څوک په دوی د ظلم امر کوي. بندیخانو ته هغه خلک و استوئ چا چې په نورو باندې يې د ظلم شرایط برابر کړي دي. بندي کیدل د هغه لپاره لازم دي چې د سترو بانکونو او ګټو له لارې يې په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا اقتصاد ته سخت ګذار ور کړ. مونږ  د ترکيې په مشرانو غږ کوو چې بس دی! نور کردان مه وژنئ. د اسراییلو صدراعظم نتن یاهو ته وایو : که ته غواړې چې اسراییل په امن کې وي نو د اردن د سیند په لویدیځه غاړه کې خپله سلطه پای ته ورسوه. پریږده چې د فلسطین ولس د خپل دولت څښتن شي! د امریکا را روانې ولس مشرې ته وایو چې: د کانګرس څخه د قانون د یوه ترمیم منظوري واخله (د خلکو د ولولو ډکې نارې)  اړینه نه ده چې پیسې بندې شي، بلکه پیسې دې د عامو خلکو حساب ته ولاړې شي. مونږ باید هغې ته و وایو چې که وغواړۍ چې کورنی امنیت (Homeland Security) تامین شی هغه خپله ولکه کې واخله. د حل لاره دا نه ده چې مونږ د زورورو په توګه په نورو زور و چلوو. لس زره کلونه تیر شول چې په زور د ځان ساتلو تیوري حاکمه ده، خو ناکامه ده او کار نه ورکوي. که غواړئ په خپل هیواد کې خوندي ژوند و کړئ نو زړه سوانده، مهربانه، بخښنه کونکي او د زغم لرونکي و اوسئ، نو د نړۍ خلکو ته دا زیری ور کړئ چې امریکا مهربانه او د زغم لرونکې ده. داسې مه ګنئ چې چې مونږ له نورو څخه زړور یو (د لاسونو پړکا).

مونږ په داسې نړیوال پلان کار کولای شو چې د نړۍ په هر ګوډ کې بې کورۍ، ناورغۍ، لوږې، او در په درۍ پای ته و رسوو. راشئ له مونږ سره ملګري شئ تر څو په نیول شوي تصمیم ټینګ و دریږو.

ټولو ته د روڼ سبا په هیله! که څوک مسلمان وي، د نورو ادیانو پیروان وي او یا پیروان نه وي، ټولو ته نیکمرغه راتلونکي غواړو.

 

د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د روژې د میاشتې له امله چې همدا اوس روژه دي درناوی وړاندې کوو. د اتل محمد علي کلي د خواشینونکي مړینې له امله په دې غم کې ځان له تاسې سره شریک بولو. د سولې رحم دې وشي. درود په محمد  (ص) او رحمت پر  علي او مونږ ټولو"!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery