مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پلاوي يوازې ژمنې او که عمل هم کوي؟

ن، افغان

 

لغمان يو جدي پاملرنې ته اړتيا لري.


تېره ورځ لغمان ته د لوی درستيز په مشرۍ یو پلاوی راغلی و، یوه ناسته یې موږ ځوانانو سره هم لرله، د ناستې وروسته مې د شویو خبرو په اړه يو شمېر ملګرو سره بحث وکړ، هغوئ د پلاوي راتګ او ژمنو ته د شک په سترګه ګوري، زما يې هم په ژمنو او باټو یقین نه راځي چې دا شړۍ دې وړۍ شي، زه درسره د سترګو ليدلی حال شریکوم، پدې هیله چې په لوستو مو ستومانه نه کړم.

د افغانستان د وسلوال فوځ د لوی درستیز ستر جنرال قدم شاه شهیم په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت ارشد مرستیال لوی پاسوال عبدالرحمن رحمن، د ملي امنیت د عمومي ریاست ولایتي مرستیال عبدالمتین بیک او ور سره لوړ پوړي امنیتي پلاوي په داسې حال د لغمان د کشفي، امنیتي او اوپراتیفي وضعیت د څېړلو او ارزولو په موخه ليدنه وکړه، چې اوسيدونکي يې د امنيت له ترينګلتیا شکایت کوي.
شهيم ځوانانو سره په ځانګړې ناسته کې وویل، و يې غوښتل په یادو برخو کې د خلکو او مسوولينو ستونزې، ننګونې، غوښتنې او وړاندیزونه له نېږدې واوري.

موږ سره په ناسته کې راغلی پلاوی ژمن شو  چې په نېږدې راتلونکي کې به د لغمان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړه شویو وړاندیزونو او غوښتنو ته مثبت ځواب ووا.

خو ځايي اوسیدونکي او د ناستې يو شمېر ځوانان د راغلي پلاوي ژمنو ته د شک په سترګه ګوري او وایي چې په وار وار له دې وړاندې هم لوړپوړي چارواکي راغلي، د امنيت د ښه والي، اصلاحاتو راوستو، اکمال، تجهيز، پياوړتيا، تشکیلاتو لوړوالي، د صلاحیتونو انتقال، هوايي ملاتړ او نورو په اړه کلکې ژمنې کړي، خو په واوره ليکل شوي او لمر ته اېښودل شوي دي.

ځايي اوسېدونکی محمدقیام همت د ميشتو د افغان ځواکونو سرښندنې او قربانۍ نه هېرېدونکي يادوي خو د مرکزي دولت په مشرانو نيوکه کوي چې هېڅکله يې په شويو ژمنو وفا نده کړی، نوموړی وایي (د ځواکونو سرښندنې او قربانۍ نه هېرېدونکي دي، ولې په وار وار پلاوي راغلي، وعدې يې کړي خو تر اوسه د یوې وعدې د پوره کېدو شاهد نه یو) نوموړي زياتوي (د امنیتي، دفاعي او کشفي ارګانونو مشران په لوی لاس دښمن ته موقع ورکوي چې حالات په خپله ګټه وڅرخوي، که دوی وعدی پوره کړي هېڅکله به دښمن سر پورته نکړي) همت د سرتېرو مُرال ډېر لوړ بولي او زياتوي (د سرتېرو مُرال ډېر لوړ دی که په پوره ډول رسیده ګی ورته وشي دښمن ته به داسې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي چې تاریخ به یې یادوي)

د لغمان پوهنتون محصل وسیم ویاړ وايي که مرکزي دولت لغمان ته توجه ونکړي نو له شک پرته به دښمن تر د ښار تر کوڅو راورسېږي نوموړي  وايي ( چلمټيو، بسرام، عمرزايو او نورې پوستې هره ورځ د دښمن تر لوړ تهدید لاندې وي، د قرغيو پرته نورو ولسواليو ته تګ راتګ د ستونزو خالي نه وي، که حالات همداسې روان وي، په ولایتي کچه مسوولین د طالبانو دمهار کولو توان نه لري او په مرکزي کچه يې اړونده ادارې همکاري ونکړي نو ليرې نده چې د طالبانو شتون د ښار په کوڅو کې وګورو).

د لغمان اوسیدونکي د کورنيو چارو وزارت، دفاع چارو وزارت او د ملي امنيت عمومي رياست څخه په کلکه غوښتنه کوي چې لغمان ته توجه زیاته کړي، د ژمنو دې تېر او په عملي ګامونو سره دې د لغمان مېشتو ولسونو زړونه تر لاسه کړي.

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery