مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Rahat Gas
دخپریدو نیټه : 2016-06-27   مخپرونکئ : 091 - دبېنوالیکوال -جرمني

د اسلامي غورځنګونو د کړکیچ سلوک،دوه ګوني متضاد چلند دویمه برخه

سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د اسلامي غورځنګونو د کړکیچ سلوک،دوه ګوني متضاد چلند
د خدایي خدمتګار او د حماس تر منځ یوه پرتلېزه څېړنه
دویمه برخه

د جرمني توبینګن پوهنتون د سیاستپوهنې انیستیتوت
د توبینګن پوهنتون د نړیوال سیاست او د سولي پلټنې څېړنپاڼه
د جرمني د حبهارډ کارل پوهنتون د نړیوال سیاست، د سولې او کړکېچ څیړنې د نړیوالو اړیکو د مرکز څانګه
څېړنوال : ښاغلی میشایل هورترر
د تحریر هیات : ښاغلی توماس غوش
د څېړنې خپروونکی: ښاغلی اندریاس حزنکلیور او ښاغلی فولکر غټبرګر
ژباړن : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

 ۴. د پښتنو غورځنګ خدایي خدمتګاران
دا دواړه څېړل او پلټل کیدونکې قضیې یا موضوعګانې د یو شانته تحقیقاتي فکري سیسټم له لارې تعقیب کیږي: لومړۍ د اشغال په حالت کې تاریخي شالید وړاندې کیږي. دا به د غورځنګ منشه، سرچینه، پیل او څرنګوالي تعریف کړي او په مختصر ډول د هغوي د مشرولي، د خبرواترو د اړیکو جوړښت تشریح کړل شي. د دې تشریحي او توصیفي برخې ورسته د غورځنګ دریځ د موضوع له لحاظه په شونې محتوا کې د جهانشمولیت او انحصاریت نښې نښانې تحلیل تر سره شي. په پای کې د غورځنګ د کړکیچ چلند او کړنې تشریح کیږي او بیا به د تحلیلونو پایلې مشخصي کړل شي.

 ۱ .۴ پښتانه په برتانوي هند کې
د پښتنو سیمه د هند د نمې وچې په شمال لویدیځ کې د ۱۸۴۸ کال راهیسې د انګریزانو په اشغال او
حاکمیت کې ورغله. دوی د پښتنو دغه سیمه پهSemiautonome  یا د برتانوي هند د سرحد ساتني نیمه خودمختاره قبایلي سیمه (  tribal areas ) او اشغال شوي سیمه ( settled districts  ) په نامه وویشله. په عین وخت کې دا ورستي یاده شوي اشغالي سیمه په بشپړه توګه په ادارې او حقوقي برخو کې د پنجاب د والي په اختیار او کنټرول کې ورکړل شوه.
په ۱۸۹۳ کال کې د انګریزانو له خوا د افغانستان په وړاندې له دوو بایللي جګړو څخه ورسته د ډیورنډ کرښه د برتانوي امپراتورۍ او د افغانستان د امیر ترمنځ راکښل شوي ده. په داسې حال کې چې د ډیورنډ کرښه وچه د پښتنو ترمنځ او د پښتنو پر سیمو باندې تیریږي.( vgl. Mera 1995:150;Banerjee 2000: 24 )
په ۱۹۰۱ کال کې اشغالي سیمه او قبایلې سیمه د North West Frontier Province ( NWFP ) په نامه سره یو ځای کړل شوې او مستقیماً د انګریزانو د امپراتورۍ تر کنټرول لاندې راوستل شوې .(Banerjee 2000: 43)  (۱۴)
پښتونخوا یا ( NWFP) د دواړو دولتونو، د برتاتوي هند او د افغانستان دولت ترمنځ یو ډول ډبرین دیوال او اوسپنیزې پردي په څیرجوړه شوه. ( ebenda 24) په همدې ترتیب د پښتونخوا سیمه د افغانستان له دولت څخه بیله کړل شوه او همداسي د پښتنو دا سیمه له درست د هندوستان څخه هم پرې کړل شوه. (vgl. Khan 1995: 6 )
سربیره پر دې برتانوي کولونیالیستي استعماري ځواک د خپل دې ناوړه عمل سره پښتانه ډبل یا غبرګ سره بیل کړل او په انزوا کې وساتل شول او له دې سره هممهاله د ځایي اوسیدونکو وګړو د آزاد تګ راتګ مخه ځښته ډیره محدوده کړل شوه. په عین وخت کې کلیوالي سیموته د ورتلونکو خلکو لیدنې کتني او د خلکو په تګ راتګ باندې هم بندیز ولګلول شو. همدارنګه د دوی هر ډول اړیکې له بهرنۍ نړۍ سره کنټرول او سانسوریدلي (.Benerjee 2000:45 ; Bakshi 1991 : 104)
په پښتنونخوا کې د مسلمانانو برخه ۹۰ سلنه وه او د اسلام سپېڅلي دین د پښتنو په ورځني ژوند کې خورا ډیر مهم رول لوبوي. (vgl. Banerjee 2000:9;Bakshi:1991;Tandulkar 1967 :3)
د پښتنو د ژوند په ټولو ورځنیو چارو او راکړه ورکړه کې د دوی د ارزښتونو دودیزه کوډکسونه او د پښتنو د توکمې اخلاقي کړنې قانون پښتونولي خورا ستره مانا او لوی اهمیت لري. پښتونولي د اسلامي قوانیونو او
د پښتني دودنو یوه ګډه مخلوط قانونغونده ده (Vgl. Banerjee 2000:20 ).
د دې قانون پر بنسټ بدل او پور اخیستل په دوی کې له ویاړه ډکه چار او مسوولیت ګڼل کیږي. څه شي چې په دودیزه توګه زیاتره وختونه د کورنیو او قبیلو ترمنځ د خونړیو دښمنیو لامل ګرځي، معمولاً وسله هم په کې کارول کیږي. خوسره د دې ټولو پښتنو د انګریزانو په خلاف خپله چریکي جګړه او خپل وسله وال مقاومت جاري ساتلي وو.
پښتانه په انګریزانو کې د جګړو پرمهال په ځانګړي ډول سرسخته او د جګړې تږيو خلکو باندې مشهور ول.
( vgl. Johansen 1997 :56 f) اقتصادي او ټولنیز حالات په دې ولایت کې د اشغال له کبله ځښت ډیر زیامن شوي وو. او د تاوتریخوالي یا د تشدد رامنځ ته کولو لپاره یې ډیره ښه زمینه مساعده کړي وه: د ټولې هندي نیمې وچې په پرتله دا سیمه خورابېوزله سیمه وه. د انګریزانو د نیواک له امله حالات نور ه هم په ډرماټیک ډول ډیر اغیزمن او ناوړه شوي وو. (vgl. Vermani 1983 : 49 f )
دا مهال فقر او لوږه په پښتونخوا کې د خپل جغرافیایي موقعیت امله ( د دولت له ساحي اوحاکمیته وتلي سیمه) (  Exclave ) په پرتلیز ډول د یوې ځانګړي جګي دولتي ماليي ورکولو پېټی د وړلو له وجهې رامنځ ته شوي وه. د دې سربیره تر ډیره حده پوري په پشپړه توګه د زده کړي او تعلیم د نشتوالي سره مخامخ وه. د پښتنو په کلیو کې اصلاٍ ًښوونځي شتون نه درلود. د نالوستو کچه د ۹۰ سلني څخه جګه وه او په مورنۍ ژبه د زده کړي شونتیاوې اصلاً په بشپړه توګه شتون نه درلود. (vgl. Bakshi 1991 :2;Banerjee 2000: 209 ;Tendulkar 1967: 50 ) دې حالاتو ته په کتو سره په ۱۹۲۹ مو کالونو کې د پښتنو وضعیت بې حده ډیر ناهیلې کونکي او له مایوسیت سره مخامخ وو.

۴ . ۲ د خدایي خدمتګار غورځنګ پیدایښت
په ۱۹۲۹ کال کې په داسي یو شالیداو چاپیریال کې د خدایي خدمتګارانو غورځنګ رامنځ ته شو.  (۱۵)د دې غورځنګ بنست د ښاغلی عبدالغفار خان له خوا کیښودل شو. هغه د خپلي عقیدې او مفکوري پربنیاد دې غورځنګ ته شکل او فورم ورکاوه. د غورځنګ تر منحلیدوپوري یعني د پاکستان رامنځته کیدو پوري مشري او لارښوونه کوله. په ۱۸۹۰ کال کې عبدالغفارخان د پیښور د اتمانزو په سیمه کې زیږیدلي دی   (۱۶). د هغه مور او پلار په دې توانیدلي وو، چې ده ته او د هغه مشر ورور ته د ښې ښوونې او روزنې تعلیمي شونتیاوې برابري کړي. خان یې د سیمې عالي لیسي یا د ایډروډ میشن ښوونځی ته ولیږلو. عبدالغفار خان ښوونځي ته له تللو مخکې قران کریم له یاده حفظ کړي وو. مور او پلار یې هغه ته د یو با ایمانه مذهبي مسلمان ښوونه روزنه او تربیت ورکړي وه. په داسي حال کې چې د هغه ورور په لندن کې د طب پوهنځی محصل وو، عبدالغفار خان په خپله خوښه په پښتونخوا کې پاتي شوي وو.
په ۱۹۱۰ کال کې ده په خپله سیمه کې د انګریز انو له کنټروله وتلي د غیر حکومتي لومړني آزاد ښوونځي بنسټ کیښود. خان له دې تاریخ ورسته په پر له پسې کالونو کې د سیمې په کچه د دیني زده کړو مدرسې او د عمومي علم، پوهې د زده کړې لپاره د ښوونځيو بنستونه کیښودل. څو خلک د علم او تعلیم په پوهه سمبال شي او د دوی د ورځنې ژوند مسایلوته ځوابونه وموندل شي. انګریزانو د خان دې ډول فعالیتونو په وړاندې خپله بې اعتمادي، بې باوري او ضدیت ښکاره کړو.
په ۱۹۱۹ کال کې د انګریزانولخوا خان او د هغه پلار بندیان کړل شول. عبدالغفار خان له بندیخاني څخه تر خوشي کیدو ورسته د ( خانانو خان) لقب وګټلو.
په ۱۹۲۶ کال دی د دویم ځل لپاره کونډ شو. خان پریکره وکړه، چې له دې ورسته به دی بل واده ونه کړي او هغه وویل، دی به خپل ځان د خپل هیواد د فداکاریو لپاره او ویاړنو د پاره ځار کړي.
په ۱۹۲۶ کال د خپلو فعالیتونود لا موثریت لپاره ده د ٬٬ پښتون جرګه ٬٬ په نامه یو سیاسي ګوند بنسټ کیښود. دا ګوند د ټولنیزو سمونونو، ریفورمونو او د سیمه ییزه خپلواکۍ ادارې غوښتنو لپاره رامنځ ته شو او ورسره یې د ٬٬ پښتون ٬٬ په نامه یوه رساله یا مجله هم خپره کړه. په پښتو ژبه کې دا لومړني اخبار وو، چې خپور شو. په دې اخبار کې ټولنیزي، سیاسي او مذهبي موضوګانې خپریدلي او د نوي ګوند مفکوري په کې وړاندې کیدلي. د ګوند د نظریاتو او مفکورو د تطبیقولو او د ټولنیزو چارو تر سره کولو لپاره رضاکارانو ته اړتیا پیدا شوه. له دې امله په ۱۹۲۹ کال کې د خان لخوا د ٬٬ خدایي خدمتګار تحریک ٬٬ بنسټ کیښودل شو. په پيل کې دا یواځې یو مذهبي او ټولنیز غورځنګ وو، چې بیا ورسته د یوې مهمي کلیدي پیښې له امله سیاسي کړل شو.
په ۱۹۳۰ کال د اپریل په درویشتمه نیټه کله چې باچاخان او د هغه پلویان او ملګري د یوې غوندې په ترڅ کې بندیان شول. د نیول کیدلو څخه ورسته په پیښور کې د خدایي خدمتګار او د ګانګرس ګوند د پلویانو لخوا یو ناڅاپه سوله ییز، بې تشدده او پرته له زور زیاتيو څخه احتجاجي لاریون یا پروټسټ ترسره شو. نیواکګر استعماري ځواک د هند وسله وال پوځ ته امر او هدایت وکړو، چې لاریون د تشدد او د زور زیاتيو له لارې منحل کړئ. اما د هندپوځ د ډزو کولو د امر څخه ډډه وکړه او بالاخره له دې کبله د انګریزانو پوځي ګادۍ راووتل او د عامو خلکو پر وړاندې برید وکړ او ډزې پیل کړي. له دې امله سلګونه خلک ووژل شول او تپیان کړل شول .په دې لړ کې سره د دې وسله وال بریده بیا هم بې وسلې لاریونکوو خپل سوله اییز پروټسټ ته دوام ورکړو او د لاریون د منحلیدوڅخه ډډه وکړه. 
(vgl. Bakshi 1991: 101f ; Johansen 1997: 62; Khan 1969: 103 )
د دې پیښې د پیښیدو له امله او د انګریزانو د ناوړه ظلمونو او سروهوونکې اعمالو په وجه د خدایي خدمتګارانو غورځنګ یو سیاسي تحریک وګرځید. دوی د برتانوي پردي نیواک په وړاندې د خپلواکۍ هڅې پیل کړې. دوی دې موخې او ارمان ته د رسیدو لپاره د هند کانګرس ګوند سره یو اتحاد اعلان کړو.( ۱۷) 
( vgl. Banerjee 2000: 69; Raumu 1991 : 44 )
دا اتحاد تر هغي ورسته رامنځ ته وشو، کله چې له دوی سره نورې اسلامي ډلې ټپلې په مرستي او همکاري کې پاتي راغللي او د همکاریو او مرستو نه انکار وکړو.   ( ۱۸)
د کانګرس ګوند سره د باچا خان ګوند د پیوستون له امله په پښتونخوا یا ( NWFP ) کې د کانګرس ګوند د استازي په سترګه کتل کیده.( په داسي حال کې چې د خدایي خدمتګار غورځنګ له دوی سره یواځي د یو خپلواک رضاکاره غورځنګ په څیر مرسته کوله (vgl. Banerjee 2000:69 f ).

۴ . ۳ د خدایي خدمتګار غورځنګ مشرولي او د افهام او تفهیم اړیکې
مخکې د تر دې چې د خوځښت د ځان انځور او پر خپلځان اعتماد د سرچینو په مرسته تحلیل او تجزیه کړل شي. لومړي باید د مهمو سرچینو په مرسته د تحریک د مشرولۍ جوړښت او د افهام تفهیم په اړه یو عمومي نظر وړاندې کړل شي. د خدایي خدمتګار د مشرولۍ جوړښت د ښکته نه پور ته د سلسلي مراتب له اړخه یوه اندازه سختګیره او یو ډول د پوځي جوړښتونو په څیر تنظیم شوي وو. په دې وخت کې باچاخان د تحریک د سرلارې یا مشر په توګه د دې سلسلې مراتبو په لوړه څوکه کې دریدلي وو. باچا خان د خپل متواضع عاجزانه شخصیت، ساده ژوند بڼې له امله او په وسله وال پوځ کې د خپلي دندې تر سره کولو له امله یو مجبوب، مجرب کریشماټیک شخصیت ګرځیدلي وو. هغه به په عام محضر کې عام خلک په ځانګړي ډول د خپلو خبرو له لارې ځانته راماتول. د هغه په ویناوې کې او د کړنو په درک کولوسره اوریدونکو به په ریښتني او سمه صحیح توګه ځان له ده سره عملاً په یواتحاد او یووالي کې حساسولو. په داسي موقعیت کې به خلکو د ته د یو ځانګړي پیغام راوړونکي یا د یو الهام بښوونکي کولیټي لرونکي شخصیت په څیر کتلو. (vgl. Banerjee 2000:84; 125 ff ) 
د خان په ویناوو کې یوه ستره مانا پرته وه، دا مانا د غورځنګ د ودې او پرمختګ په اړوند په څیړنیزو ادبیاتو کې یوه اندازه جنجالي پاتي ده: د غورځنګ د وسعي اغیز خپرولو لپاره په ځانګړي ډول د خان ویناوې د خدایي غورځنګ د پیل پرمهال په ښکاره توګه د افهام او تفاهیم او خبرو اترو یو مهم فورم ګڼل کیده. څومره چې شوني وه، په یوه وخت کې ډیر خلک د غورځنګ د مفکوري او نظریاتو سره نږدې کیدل.   ( ۱۹) له دې کبله اوس د خان اغېزناکې ویناوې د لاندې تحقیقاتو او پلټنو اصلي سرچینې او توکې جوړوي   ۲۰ .
۴.۴ د خدایي خدمتګار غورځنګ موخې او د موضوع له لحاضه مهم ټکې
۱.۴.۴ . د خدایي خدمتګار غورځنګ پر خپلځان او نفس باورمنتوب

د کومو ارمانونو او موخو لپاره چې د خدایي خدمتګاران غورځنګ دریدلي وو، هغه د دوی په لوړه یا قسم کې په ښکاره توګه پیژندل کیږي. د ( خ خ) غورځنګ هر نوي نوماند غړی مجبور وه،دا لوړه په جګه غږ سره ولولي،څو د غورځنګ غړیتوب ترلاسه کړي .
„I am a Khudai Khidmatgar , and as God needs no service, but serving his creation is serving Him, I promise to serve humanity in the name of God.
I promise to refrain from violence and from taking revenge. I promise to forgive those who oppress me or treat me with cruelty. I promise to refrain from taking part in feuds and quarrels and from creating enmity. I promise to treat every Pathan as my brother and friend.
I promise to refrain from anti-social customs and practises. I promise to live a simple life, to practise virtue and to refrain from evil. I promise to practise good manners and good behaviour, and not to lead a life of idleness. I promise to devote at least two hours a day to social work.” (Khan 1969: 97).


د خدایي خدمتګار لوړه
زه یو خدایي خدمتګار یم او څنګه چې الله تعالی ته د خدمت ته اړتیا نشته، خو د خدای تعالی خدمت د هغه مخلق ته خدمت دی. زه ژمنه کوم چې د الله تعالی په نامه ټول بشریت ته خدمت وکړم. زه ژمنه کوم چې له تاوتریخوالي یا تشدد او همدارنګه د بدل اخیستلو څخه ډډه کوم. زه ژمنه کوم هغه څوک چې پر ما ظلم او زور کوي وبښم. زه ژمنه کوم چې د تربګنیو دښمنیو، جګړو او شخړې څخه ځان وساتم او په کې ورګډ نه شم او له دښمنیۍ د رامنځته کولو ډډه وکړم. زه وعده کوم چې د هر پښتون پټان سره لکه ورور او ملګری چلند ولرم. زه ژمنه کوم، چې پر ضد د ټولنیز ناسمو رواجونو، دودونو او د ستورونو اوسم. زه ژمنه کوم، چې ښه اخلاقواو ښه چلند، ښه تمرین شواې خوی او خاصیت ولرم. زه ژمنه کوم چې یو ساده فقیرانه ژوند ولرم د ټنبلي څخه ځان وساتم او ژمنه کوم، چې د ورځې لږ تر لږه دوه ساعته ټولنیزو کارونه وقف کړم.
الله تعالی خدمت ته ضرورت نه لري، د خدای خدمت، د خدای مخلوق یا ټول بشریت ته د خدمت کولو له لارې تر سره کیږي. عدم تشدد، بښنه، وروروالي، اتفاق،یووالي،ساده توب، ټولنیزې چارې دا ټکي د لوړې مرکزي مهم عنصرونه جوړوي. په زغرده او ځانګړي ټینګار سره ویل کیږي، چې د ټول بشریت لپاره خدمتونه کول. دلته په ښکاره د جهانشمولیت عنصرونه د پیژندلو وړ ګرځي. د دې لوړي یا قسم  (oath )په څنګ کې بیا په شفاهي ډول په قران مجید باندې هم قسم ورکول کیده.
د خدایي خدمتګار غورځنګ هر یوغړي ژمنه ( pledge) په لیکلي بڼه کې د یوې فورمې په شکل کې هم لاسلیکول. د دې ژمنلیک په یوه جمله یا غونډله کې په دې ترتیب لیکلي شوي دي (vgl. Banerjee 2000:73 ).
“I shall serve humanity alike and my object will be to win freedom for my country and my religion”
(Khan, zitiert nach Ramu 1992: 6). ( vgl. u.a. Bakshi 1991 : 70 )
زه به د بشریت خدمت یو شانته وکړم او زما موخه به داوي ،چې خپل هیواد ته خپلواکي ګټل او خپل مذهب ته
خدمت کول وي. ( رامو، د خان له خولې په ۱۹۹۲ : ۶ پاڼه لیکي) ( بکشي په  ۱۹۹۱ : ۷۰ پاڼه کې نور وګورئ).
په دې کاغذي لاسوند کې د خپل هیواد او د خپل مذهب د خپلواکۍ د پاره مبارزه موخې ته درسیدو په لاره کې مستقیماً په لیکل شوي بڼه کې له ټول بشریت سره په یوه مناسبه بڼه کې د خدمت کولو ارتباط ورکول کیږي. د خپل هیواد خپلواکي لپاره مبارزه او د خپل مذهب د خپلواکۍ د پاره مبارزه نیغ په نیغه بشریت ته د خدمت کول د اړینو امري توکو په حیث تړاو ورکول کیږي. دا هغه څه دي، چې غورځنک بشریت او انسانيت ته په نړیوالو ابعادو کې ځان مسوول احساسوي او پر خپلځان د باور منتوب یو انځور ښیي.
د باچاخان په ویناوو کې یوه تر ټولو غوره او مهمه موضوع ټول بشریت ته خدمت کول او انساني کرامت ته درنښت لرل جوړوي. که څه هم د هغه لخوا په ویناوو کې په دوامداره توګه پر دې موضوع باندې خبري کولي .هغه زیاتره دغې موضوع ته غالباً له ډیره نږدې نه د لوړې د لومړي بند سره تړاو ورکاوه.


„The service of man is the service of God. He who served the creatures of God, served God. He who is a Khidmatgar] of the creatures of God, is also a Khidmatgar of God. The Hindu, Sikh, Mussalman and Christian are all the creatures of God.” (Khan, zitiert nach Ramu 1992: 23).


د انسان خدمت د خدای خدمت دی هغه څوک چې د خدای د بنده ګانو خدمت کوي، هغه د خدای خدمت کوي. نوهغه یو خدایي خدمتګار دی. هندیان، سیکان ،مسلمانان او عیسویان ټول د الله تعالی مخلوقات یا بنده ګان دي ( د خان له خولې، رامو لیکلي په  ۱۹۹۲ : ۲۳ پاڼه وګورۍ) .
دغه انګیزه، د خدای ( ج) ټول مخلوق ته خدمت کول، د خدای تعالی خدمت دی، دا موضوع په پرله پسې توګه او یا کله په لږ توپیر سره د خان په ویناوو کې راښکاره کیږي. خان په خپلو ویناوو کې تل ویلي، چې د ټولو ولسونه خلک او مذهبونه د خدای تعالی مخلوقات دي. خدمت کول یواځې تر مسلمانانه پوري محدود
نه پاتي کیږي. دلته دا روښانه کیږي، چې خان د مذهبونو په ګډو مشتراکاتو باندې ټینګار لري. په داسي حال کې چې تفرقي، بیلوالي شاته غورځول کیږي. د خان په اند،دی مذهبونه او ولسونه یوه ګډه اجتماع بولي،چې د دوی اساس او ډبرین بنسټ خدای تعالی پوري تعلق لري او هغه د انحصاریت ټولو ډولونه او فورمونه ردول.
 (vgl. Ramu 1992: 23, 57ff, 71, 157)
مذهبونو او کولتورنو ته په کتو سره خدمت کولو او مرستي کولو ته چمتووالي له توپیرونو پرته ترسره کیداې شي .په دې اساس غورځنګ پرخپلځان او نفس باندې باورمنتوب ثابتوي او دوی د مظلومانو، غریبانو او بېوزلو خلکو مرستندویان دي:


We [die Khudai Khidmatgars-Bewegung, Anm. d. Verf.] have stood to help the oppressed, we wish to help the poor. We give salvation to the oppressed from the tyrants. We wish to clothe the poor and the naked.” (Khan, zitiert nach Ramu 1992: 49)


موږ د خدایي خدمتګار غورځنګ د مظلومانو سره د مرستي لپاره دریدلي یو، موږ غواړو چې د بیوزلو سره مرسته وکړواو بربنډ خلک کالي ولري. ( د خان له خولې، رامو لیکي په ۱۹۹۲ : ۴۹ پاڼه وګورئ)
خان د خپلي مذهبي دندې په ترسره کولو کې د دې پروا نلرله، چې مظلومان کوم مذهب پوري اړه لري:


The Prophet teaches us to help the oppressed people and destroy the tyrants. Today the Hindus, Muslims, Sikhs, Parsis and Christians are the oppressed people and the tyrant is the Government, which has deprived us all our rights in our country. The Muslims should help the oppressed people, if they want to lead an honourable life in this world.” (Khan, zitiert nach Tendulkar 1967: 86).


رسول د خدای موږ ته تدریس کوي، چې د مظلوموخلکو سره مرسته وکړئ او ظالم له منځه یوسئ. نن هندیان، مسلمانان، سیکان،فارسیوانان او عیسویان مظلوم ولسونه دي او دې ظالم دولت موږ په خپل هیواد کې له خپلو ټولوحقوقو بې برخې کړیو. مسلمانان غواړي د مظلومو خلکو سره مرسته وکړي. که هغوي غواړي چې په دې دنیا کې د درنښت سره ژوند ولري. ( د خان له خولې ښاغلی ټنډولکر لیکي په ۱۹۶۷ :۸۶ پاڼه وګورئ)
د مظلومانو په استعمالو یا استخدامولو کې هم د ظالمونو هویت پیژندنه هیڅ رول نه لوبه وي، دا سمه ده،خو :


(…) to oppose even a Muslim if he is an oppressor, (…) to contend an Hindu who is tyrannical and to resist any Jew who is cruel. (…) And if the tyrant is an Englishmen it is their [KK’s, Anm. D. Verf.] duty to stand up against them.” (Khan, zitiert nach Ramu 1992: 59)
 
د یو مسلمان سره مخالقت، کله چې هغه یو ظالم وي، د یو هندو په وړاندې ودریږي، کله چې دی یوظالم وي او د هر یهود په وړاندې مقاومت وکړي.کله چې دی ظلم وی او که ظالم پیرنګي یا انګریز دی. دا د ستاسو دنده ده، چې د هغوي په وړاندې ودریږي ( د خان له خولې رامو لیکي په ۱۹۹۲ : ۵۹ پاڼه وګورئ)
د خان دریځ او نظریه په لنډه توګه خلاصه کیدای شي او په دې ډول جمعبندي کیدي شي. مقاومت د ټولوظالمانو په وړاندې، د ټولو مظلومانو سره مرسته کوي. په دې ترتیب سره د دوی د هر یوه مذهب او ملي هویت خپلواکۍ ته رسیږي.
خان د خپل تحریک ټولنیزې او سیاسي غوښتنې او چارو ته د جهانشمولیت په پوهاونه کې توجیه ورکوي.که څه هم دی تل په دې هڅه کې وو، چې د خپلو اوریدونکو سترګې د ټولنې ټولنیز اړینو اړتیاوو ته، د خلکو لوږې ته، ناروغیو ته، د کالیو کمښت ته او د تعلیم نشتون ته خلاصي کړي. خلک ورته ویښ کړل شي او ولس د دغو اړتیاوې په لمنخه وړلو کې مرسته وکړي. د ټولنیزي فعالیتونوساحه، د ټولنې د سمون په ډګر کې د غورځنګ اساسي، بنسټیزي موخې او انګیزې پیژندل شوي دی (vgl. Ramu 1992: 25, 33, 40, 61, 123 f).

۲.۴.۴ د خدایي خدمتګار غورځنګ لیدلوري د کړکیچ د موضوع او د کړکیچ د مخالفینو په اړه
د خان په ویناوو کې ګڼ شمیر داسې بیلګې شته، چې دی په کې د ارادې، د دندو مسوولیت او د موخو بیان څرګندوي. لکه خپل هیواد خپلواکه کړئ او خپله خپلواکۍ بیرته ترلاسه کړئ 123, 142 147). (vgl. Ramu 1992: 54,.
خان په خپل هیواد کې واکمني او خپلواکۍ ترلاسه کولو ادعاوې د ټولو ولسونو سره د خدای له خوا په ورکړل شويو خود مختاري او د خود ارادیت حقونو په اډانه کې توجیه کوي:


„God has given a country to Pakhtuns also. The country which is given to the Japanese is ruled by the Japanese. Similarly the Germans. (…) As this country is ours, we shall have malik (ownership) of it.” (Khan, zitiert nach Ramu 1992: 35ff)


الله پاک پښتنو ته یو هیواد ور کړي دی. همداسي یو هیواد جاپانیانو ته هم ورکړي دی. په دې هیواد کې د جاپانیانو واک یا د دوی حکومت چلیږي. همداراز جرمني درواخله، څنګه چې دا هیواد زموږ ( پښتنو)دی، موږ باید په دې هیواد کې واکمن وواسو یا دا وطن زموږ دی او مالکیت خپل ولرو. ( د خان له خولې ښاغلی رامو لیکي په ۱۹۹۲ : ۳۵ پاڼه او نوري پاڼې وګورئ).
د خان په اند، د الله پاک له خوا د نړۍ ټولو ولسونو ته دا حق ورکړل شوي دی، چې خپل هیواد او د خپل هیواد معدني زیرمې په خپل واک او اختیار کې ولري. په داسي حال کې د ولسونو ملي هویت او مذهب بیا په دې برخه کې ډیره لږ اړیکه لري. دا چې دلته اوس خبره د پښتنو د هیواد ده، دا د ټولو پښتنو ایماني وجداني دنده ده، چې دا هیواد له پردي اشغال څخه آزاد کړي:


„Brethren, this country belongs to us all; therefore, it is the duty of us to liberate it. We should liberate our country from the slavery” (Khan, zitiert nach Ramu 1992: 44).21


وروڼو، دا هیواد زموږ ټولو پوري اړه لري، له همدې کبله دا زموږ دنده ده، چې خپلواک یا آزاد يي کړو.موږ باید خپل هیواد له غلامۍ څخه آزاد کړو ( د خان له خولې ښاغلی رامو لیکي په ۱۹۹۲ : ۴۴ پاڼه کې وګورئ) (۲۱ ).
خان خپلو اوریدونکو ته نه یواځې د یو پښتون په حیث، بلکې د یو مسلمان په ټوګه هم خبرې کولي .


 „If we call ourselves Muslims it becomes our duty to make our country and our religion free because God has not created the Muslims to become slaves” (ebenda: 92).


که موږ ځانونه مسلمان بولو، دا زموږ فرض ګڼل کیږي یا دنده پیژندل کیږي، چې خپل هیواد او خپل دین آزاد کړو، ځکه الله پاک مسلمانان نه دي پیدا کړي، چې غلامان واوسي.
خان خپل ټول پام د هیواد خپلواکۍ ته او په عین وخت کې مذهبي خپلواکي وقف کړي وو، په دې اساس دا د ده عقیدوي، ایماني وجدانې دنده وه. سره د دې چې د کړکیچ د راتلونکې لیدلوري په اړوند نظر تر دیره بریده د مذهبي کتګوري په بنسټ کې ټاکل کیده. مګر بیا هم هیڅ ډول د خپل مذهب د لوړوالي په ادعاووې کې مبالغه نه لیدل کیدې. د جګړیزې شخړې په بهیر کې د انګریزي استعماري نیواکګر ځواک د کړګیچ د یو مخالف لوري په حیث دا په ښکاره لیدل کیده، چې خان د بې عدالتي، ناروا او ظلم څخه ډیر سخت کړیدو اود انګریزانو تیروتنې سختي محکومولي. ولې بیا هم هغه د عیسویانو یا د انګریزي ولس په وړاندې په عمومي توګه توندې، ناندریزه هڅوونکو ویناوو څخه ډډه کوله .هغه به په ډګر او زغرده ویل، چې دا انګریزان دي، چې زموږ هیواديي اشغال کړي دی.
(vgl. Ramu 1992: 162) und „who has ruined our religion, Islam and the Musalmans“ (Khan, zitiert nach Ramu 1992: 124).


دوی زموږ مذهب، اسلام او مسلمانان تباه کوي. ( د خان له خولې لیکي رامو په ۱۹۹۲ کال ۱۲۴ تر ۱۶۲ پاڼې وګورئ)
له همدې امله انګریزان ٬  Firangi  ٬٬ پرینګیان بلل کیدل  . (۲۲)پرینګیان د هندیانو، پښتنو همداراز د کانګرس او د خدایي خدمتګار غورځنګ ګډ دښمنان دي . (vgl. ebenda: 54, 125)
د انګریزانو د وسله وال پوځ یو ځلې خان  „ the army of Satan“د شیطان پوځ په نامه یاد کړي وو.
(ebenda: 75)په مقابل کې به د خدایي خدمتګار غورځنګ انګریزانو ته ویل، چې دا د خدای پوځ دی .
او په دې ډول به ځواب ورکول کیده.
په واقعیت کې دا ډول سختي، توندې او ناندریزه تبلغاتي خبرې په یوه ورځ کې د خان په دوو ویناوو کې څرګندي شوي دي. که څه هم خان په خپلو مخکنيو او ورستنیو ویناوو کې انګریزي پوځ ته د شیطان پوځ له خطاب کولو څخه ډډه کړي. داسي یو مورد چې په هغه کې خان د٬پیرنګي٬یا،انګلیش مین٬٬ „Englishmen“ چې په پر نسیب کې د شیطاني مانا ورکوي. کارولي وي. شتون نلري .
خان به د دښمن تورۍ ( enemy ) ځښته ډیر کاروالو  که څه هم دغه تورۍ په نامحدود ډول او په
مستقیم ډول د هیواد اشغالو او یا غصبولو د څرنګوالي سره تړوا لري. خان به په ډګر د هیواد نیواک او د دوی پوځي شتون ته د دښمن او ان تر شیطان اړخه پوري کتل، اما خان هیڅ وخت ټولو انګریزانو ته د یو توکم په حیث توهین یا ښکنځلې نه دي کړي. خان د خپلواکۍ په اړه د خپلو مشروع ادعاوو په بهیر کې او د انګریزانو دښمنانه چلنداو موقف سره سره بیا هم په ښکاره توګه واقعاً د انګریزانو په وړاندې د نفرت او کرکې خبرې نه دي کړي :


I ask the English people that our relations will become friendly when you will leave our country. Neither we are at enmity with you, nor do we hate you, we are ready to observe every sort of hardships and are prepared to go to jails.” (Khan, zitiert nach Ramu 1992: 166)

زه ( پوښتنه) غواړم د انګلیس وګړو ته ووایم، زموږ اړیکې به دوستانه شي. چې کله تاسي زموږ له هیواده ووځۍ، نه موږ له تاسو سره دښمني لرو او نه موږ له تاسو څخه کرکه لرو .موږ د ستونزو هر ډول څارنې ته چمتو یو او دې ته هم چمتو یو بندیخانو ته لاړ شو. ( د خان له خولې رامولیکي په ۱۹۹۲ : ۱۶۶ کې نور وګورئ.)
خان یو ځلې په ډګر او عمومي توګه د انګریزانو په اړوند یوه ښکاره ګواهۍ ورکړ، چې پښتانه د انګریزانو څخه نفرت او کرکه نه لري او نه له دوی سره دښمنيوته لیوالتیا لري. اما پښتانه د خپل هیواد د مشروع ادعاوو څخه نه تیریږي او نه لاس په سر کیږي. تر څو چې دا اشغالي حالت ادامه لري او خپله خپلواکي مو نه وي ترلاسه کړي. پښتانه به په خپل ټول قوت سره او ځانګړي ټینګار سره خپل مقاومت ته دوام ورکړي. څو خپل ارمان پوره نه کړو، انګریزان زموږ ملګري کیدای نشي .کله چې خپله خپلواکۍ مو ترلاسه کړه. د خدایي خدمتګار تحریک د بنسټیز پرنسیبونو پر بنیاد عفه او پخلاینه بایدد پخوانيو دښمنانو په وړاندې پرته له خند او ځنډه څخه تر سره کوي او بیا کیدای شي دوستانه اړیکو ته وده ورکړل شي.
د خان په ویناوو کې هیڅ کله په یوه او بله بڼه کې نه انګریزي ولس ته او نه عیسوي مذهب ته بد رد یا سپکې سپورې ویل شوي دي او نه د ده ویناوو کې د نفرت او دښمنيو څخه ډکې خبرې شوې دي. نو په دې اساس دلته هم د ده په وجود کې د جهانشمولیت عنصرونه جوت لیدل کیږي: په نړیواله کچه د غورځنګ پر خپلځان د باور منتوب جوړښتونه په ښکاره توګه د دې مخنیوني کوي، چې د خپلو مطلقو مشروع ادعاوې او غوښتنو په اساس توندې ناندریزه، هڅونکي ویناوې وکړي او د اشغالګر استعماري ځواک د قومي ډلې یا ولس په وړاندې ودریږي .

.
 د دویمي برخي پای

mainport spozmai radio aicts
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery