مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

جنرال دوستم: په حکومت کې همغږي نشته، امنیتي ادارې سیاسي شوې

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
په حکومتي ادارو کې همغږي شتون نه لري، امنیتي ارګانونه د دوو سیاسي ډلو تر منځ وېشل شوي، تورې پیسې هم د دغو دوو ډلو تر منځ وېشل کېږي، تر داسې حالته ښه وه چې په اپوزېسیون کې وای؛ ځکه د اوسني حکومت مشران نه د اساسي قانون او نه هم د شوې سیاسي هوکړې پر اساس په خپلو کې سره جوړ راځي. د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي چې د حکومتي ادارو تر منځ همغږي شتون نه لري او ټولې امنیتي ادارې په حکومت کې د دوو سیاسي ډلو تر منځ وېشل شوې دي. دوستم چې په فاریاب کې د وسله والو طالبانو پر ضد پر جګړه بوخت دی، هلته یې له رسنیو سره په خبرو کې یوه تازه شپږ دقیقه یي ویډیو ثبت کړې ده چې نوموړی په دې ویډیو کې د ملي یووالي له حکومته خپله کلکه نارضایتي څرګندوي. جنرال دوستم د دوو ډلو تر منځ د واک له پنځوس- پنځوس سلنه وېش سره سخت مخالفت ښيي او وايي چې دی له لومړي سره له دغه کار سره مخالف و. د نوموړي په خبره، د حکومت د وېش پر ځای غوره وه چې ډاکټر عبدالله بریالی شوی وای او دوی به د اپوزېسیون ځای نیولی وای. د ولسمشر لومړی مرستیال زیاتوي چې په حکومت کې هېڅ راز همغږي نشته او امنیتي ادارې ټولې سیاسي شوې دي. هغه وايي: «موږ دا وایو چې ولې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تر منځ همغږي نشته، زه دا خبره د لومړي مرستیال په توګه کوم، دا زموږ ګناه ده، موږ په بار بار ویلي چې دا تېروتنه باید ونه شي، موږ ولې پولیسو او اردو ته ملي وایو؟ ولې دا د دوو سیاسي ډلو ترمنځ ووېشل شي؟ موږ او تاسو یې وینو، حتی د ولسوالۍ امنیه قوماندانان د دواړو ټیمونو له خوا ټاکل کېږي، موږ له دغه کار سره مخالف یو.» دوستم په خپلو خبرو کې دا غوره ګڼي چې د اوسني مقام پر ځای په اپوزېسیون کې وای، ځکه چې د اوسني حکومت مشران نه د اساسي قانون او نه هم د شوې سیاسي هوکړې پر اساس په خپلو کې سره جوړ راځي. نوموړي په حکومت کې پر خپلې ونډې هم نا رضایتي ښودلې ده. جنرال دوستم وايي، په داسې حال کې چې افغانستان له ۱۸۰ ډېرو هېوادونو سره سیاسي او ډیپلوماتيکې اړیکې لري، دی یو سفیر هم نه لري. په امنیتي ادارو کې د خپل سهم په اړه دوستم ویلي چې لږ تر لږه د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې یې باید مرستیالان لرلی. هغه د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې یوې ډېرې حیرانوونکې مسئلې ته اشاره کړې ده، وايي: «تاسو وګورئ، دوی تورې پیسې هم په خپل منځ کې سره وېشي.» ښايي له تورو پیسو څخه د دوستم موخه هغه پیسې وي چې د بېلابېلو پټو چاینلونو او سرچینو له لوري د ملي امنیت شورا ته ورکول کېږي. دوستم وايي چې دی یادو پیسو ته اړتیا لري؛ ځکه چې دغه پیسې تسلیم شوو جنګیاليو، ټپي سرتېرو او د شهیدانو کورنیو ته یې ورکوي. هغه د خپلو خبرو په اوږدو کې په غوسه ناکه لهجه وايي: «رییس جمهور څنګه کولی شي چې خپله په امریکا او جرمني کې ناست وي او هېواد اداره کوي، ما ته څه پاتې دي، یو قیر سړک را پاتې دی چې هغه هم مطمین نه دی.» دوستم وايي چې د کرزي له وخته تر اوسه یې هېڅ راز وړاندیزونو ته پام نه دی شوی او ټولې ژمنې د کاغذ پر مخ په الماریو کې پاتې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery