مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

طالب مشران دي زموږ لور د روژې په ویاړ راخوښي کړي!

benawa afghanistan
خالد هادي

د برمته شوي امریکائې ښځي کورنۍ بېنوا ویبپاني ته په یوبریښنالیک کي له طالب مشرانو څخه غوښتنه کړې چي داسلام دمبارکو ورځو (روژې او اختر) په ویاړ دي زموږ لور راخوشي کړي.
دوی په خپل لیک کي د طالب مشرانو مولوي  هبة الله اخند زاده او دهغه د مرستیالانو سراج الدین حقاني او ملا محمد یعقوب اخند نومونه په څانګړي ډول یاد کړي او غوښتنه ترې کړې چي د اسلامي او افغاني دود له مخي دي دهغه لور ، زوم او دوه ماشومان د روژې مبارکي او اختر دنیکمرغو ورځو په ویاړ راخوشي کړي.
 د برمته شوي امریکائې ښځي پلار ښاغلي جیم کولمن وائې چي لور ئې ( کیتلین ) د خپل کاناډائې میړه (جاشوا بویلي) سره د یو سیلاني سفرپه ترڅ کي د ۲۰۱۲ کال د جولای په میاشت کي لومړي روسیه  بیا د منځني اسیا هیوادونو او وروسته افغانستان ته ولاړه.
دوی وائې چي په افغانستان کي کله دوي طالبانو برمته کول هغه وخت ئې لور د جاشوا څخه لومړي ماشوم په نس وو او دادی سږ اختر ئې دطالبانو په زندان کي څلروم کال دی چي بندیان دي .
دوی وائې چي د ۲۰۱۳ کال په جولای کي ئې د لور لومړني ویډیو بریښنالیک تر لاسه کړ چي د طالبانو په ولکه کي ول په دغه ویډیو ئې پیغام کي کیتلین او جاشوا افغاني جامې په تن وې چي له څهرې ډنګر او مایوسه ښکاریدل له بارک اوباما ، د امریکا له خلکو او کانګرس څخه غوښتنه کول چي ددوی په خلاصون کي دریغه ونه کړي .
د کیتلین کورني وائې چي تیر نومبر کي ئې د یو غیري دولتي ادارې لخوا د کیتلین په لاس نویشته سوي وروستی لیک ترلاسه کړي چي ښيي دوی ژوندي دي .
اغلې کیتلین په خپل لیک کي خپل پلار او مور ته د طالبانو په زندان کي دهغوی د لومړني ماشوم په هکله لیکلي چي هغه اوس درې کلن دي او دهغه ورور چي زما او جاشوا دوهم زوی دی هم اوس د دوه کلن کیږي.
اغلي کتلین خپل مور او پلار ته دمیني په یو پیغام کي لیکلي چي کشره خور ئې ډیره یادیږي او موږ په دوعا کي مه هیروی .
هغې په لیک کي دا هم لیکلي چي ماشومانو ته هره ورځ د دهغي د پلرني ټاټوبي پنسلوانیا او د امریکا په اړه خبري کوي.

د کیتلین پلار وائې چي د یوسړي په صفت ، دیو پلار په صفت او د یو نیکه په صفت د مولوي  هبة الله اخند زاده او دهغه له مرستیالانو غوښتنه کوم چي تاسو هم پلار او نیکه یاست ، زموږ او ستاسي ترمنځ د همدغو رشتو ګډه  خپلوي وجودلري چي زه ئې په ټوله درناوي ورته احترام ساتم  او له تاسو ئې دمتقابل درناوي هیله کوم . زه وایم چي یوځل خپل لور او لمسیانو ته وګوری او بیا زموږ دغه اوسني حالت پکښي انځور کړی چي څونه دردونکی به وي .
هغه وائې چي مور ئې لکه لیوني هره ورځ دیوالو ته ګډه وي او دخپلي لور او نالیدلي لمسیانو سره خبري کوي ، دهغې خونه ئې سنګار ساتلی او ان دهغې ماشومانو ته ئې خونه او دبازیو توکي برابر کړي او ټوله ورځ ورسره مشغوله پاته وي .
ښاغلي کولمن وائې زه تاسي ته زاری کوم چي زما لور او دهغې کورنۍ ته دخپلو مقدسو ورځو په ویاړ د ژوندکولو یو جانس ورکړی . دی زیاتوي چي د امریکا په پنسلوانیا ایالت کي یو کروندګر(باغوان ) دی ، د امریکا د ټیټي سوی په خلکو کي حسابیږي او په لاس کي پرته د دوعا او میني بل داسي څه نه لري چي طالبانو ته ئې ورکړي .
هغه وائې چي خدای وعده کړې چي هغه به خپل بنده ګان په روژه کي بخښي نو بیا بنده ګان څنګه دهغه خدای یو بې وسه ښځه او ماشومان نسي بخښلای ؟
ښاغلی کولمن وائې چي د اسلام او افغاني تاریخ او کلتور ته به دا هیڅ کله دمنلو وړ نه وي چي یو بې وسلې ښځه او ماشومان  دي جګړه ایز هدف وټاکي . دی وائې چي لور او زوم ئې سیلانیان ول او په یو شمیر ملکونو کي ئې دسلګونو بې وسه ماشومانو لپاره خواړه چمتو کول . دوی په ۲۰۱۱ کي په ګوتمالا کي د ښاره لیرو ماشومانو ته پیسې ټولي کړي او هغوی ته رسولي وې .
هغه یو مهربانه ، زړه سوانده او د خلکو سره کومک کونکې خدمتکاره ښخه ده . پر هغې ورحمیږي !

جیم کولمن او دهغه میرمن لین وائې چي  د دولتونو او سازمانو د هري دروازې له ټکولو ستړي سوي دي ، دوئ د هندوکش د هسکولمنو ویاړلي تواریخو  او د افغانانو د دود او کلتور په پار له افغانانو او له افغانۍ مطبوعاتو هم  غوښتنه کړې چي دهغوی د لور په راخوشي کولو کي له دوسره ودریږي !
دوی وائې موږ له یو داسي درده کړیږو چي مذهب ، پوله نه لري او درد ئې هر انسان محسوسولای سي !

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery