مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مولوي هبت الله اخندزاده ته د اختريز پيغام په پلمه :

سيد حسين پاچا


سوله د الله تعالی حکم او ورته يې ښه ويلي دي
جګړه د حل لار نه ده، ستونزې بايد د ملي روغې جوړې او خبرو له لارې حل شي. مجاهدين، تاسو او داعشيان د اسلامي ارزښتونو لپاره نه، بلکې د پنجاب د نورو موخو لپاره رامينځته شوي ياست. له سياسي لوبولو يې ځان وساتئ!

مولوي هبت‌الله: د ملا عمر او ملا منصور په لار روان يم
د ملا عمر و ملا منصور پر لار پلي کولو مکلف نه ياست، خو د ا لله تعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم پر لارښوونو مکلف ياست. په ملا عمر کې قرآني مزاحمت وو او د ملا منصور د أهليت ستونزه وه. پر هغه د قاچاقبر او نور تورونه ول. قرآني حکم د کافر په پرتله منافق ته سخت دی. له کافر سره په معاملاتو کې د ((الاّ ان تتقوا)) او د منافق په حق کې پېغمبر يې له لمانځه او پر قبر درېدو نه هم منعه شوی دی. ته لږ سوچ وکړه چې ستا استازيتوب څوک کوي؟

نوټ : د پېغمبر زامنو د خپل ورور د وژنې هڅه او ټولې ناخوالې له پلاره څه ان چې له خپلو ميندو، مېرمنو او اولادونو هم پټې کړې. تر پايه پخپلو کړنو منکر شول تر څو چې وروڼه پخپلو کې سره مخ او د خپلو تېروتنو منښته يې هغه ته مخ پر مخ وکړه. الله تعالی هم د دوی راز وساته او شرمنده يې نه کړل تر څو چې دوی ذهنًا دې خپلو تېروتنو ((کړو وړو)) ته تيار او د خپلې سرتنبه ګۍ ((ونحن عصبة)) له ادعا نه تېر شول. له وروره يې بښنه وغوښته او هغه وبښل ((قالوا تالله لقد اثرک الله علينا وان کنا لخطئين))؛ ((قال لاتثريب عليکم اليوم وهو ارحم الرحمين)) او له هغه ځايه خپل پلار ته د خپل لېوه خوړلي ورور زيری له ځان سره راوړ ((اذهبوا بقميصي ...)). ځکه قرآن دې ټکي ته اشاره کوي چې ((... واوحينا اليه لتنبئنهم بامرهم هذا وهم لايشعرون)). له کوهي اچولو نه تر درباره پورې ډا ټول وخت رانغاړي. دوی اوس پر دې چې څه يې له تا سره وکړل نه پوهيږي، خو ته به بيا دوی ته د دوی د کړو وړو يادوري وکړې چې دوی به تا نه پېژني. ((قال هل علمتم ما فعلتم بيوسف واخيه اذ انتم جاهلون)). که زموږ درې ور تښتېدلي فراريان په هغه وخت کې نه پوهېدل، ولې بابر وقاضي حسين احمد او نور سياستوال خو پوهېدل چې څه دسيسه روانه ده؟
هغه د ورونو ترمينځ رخه يا ځانته د پلار پاملرنه رااړول او کورنۍ ستونزه وه، خو زموږه له انګرېزي استعماره په ميراث راپاتې ګاونډي سره سياسي ستونزه ده چې رخه، دښمني، ستراتيژيک عُمق، ملي حاکميت، د بهرنۍ وکورنۍ پالېسۍ واک واختيار هر څه کنترول غواړي. او له بل ګاونډي سره د فرهنګ راتپل او د تاريخ ستونزه ده. په بله مانا يو مو د جغرافيا او بل مو د تاريخ غل دی.
Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto . He ( Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.
په دې هيله چې پنجاب نور هم زموږ په تړاو په نړيواله کچه رسوا وشرمنده او موږ هم پخپلو کې سره پخپلو ټولو هغه ناخوالو چې د شهيد داود خان له وخته شروع او تر ننه روانې دي منښته وکړو چې د نورو په لمسون مو له خپل ګران هېواد او هېوادوالو سره څه وکړل؟

 

د پنجاب له نامشروع، نااعلان شوې و تپل شوې جګړې نه لاس واخلئ! تهران واسلام اباد دواړه زموږ په ګټه او خواخوږي نه دي. يو مو له پيله د خپلې خاورې د بېلتون له امله په رسميت پېژندلی نه دی، له برتانوي استعماره په ميراث راپاتې او پر خپلې خاورې وملي حاکميت مو پخپلو کې سره وژني او بل ته ميرويس خان نېکه تاريخي شرموونکې ماتې ورکړې ده. تاسو خپل لوری غلط کړی، لږ سوچ وکړئ! درېيم دا چې د هند وپاکستان په جنګ کې دوی داسې ماتې خوړلې چې تر قيامته به هېره نه شي. دوی هغه وخت امريکا ته په تمه وو چې له موږ سره به د هند په جګړه کې مرسته وکړي، خو د دوی د توقع خلاف کار وشو، نو هغه ټسې اوس له امريکا نه د متحد او مؤتلف په بڼه ستا پر لاس اخلي


د متحده ايالاتو د کانګرس غړی ډانه رورا باکر :
پاکستان له ترهګرو سره متحد هېواد دی، نه د امريکاله متحده ايالاتو سره

ښاغليه،
که د جهاد خبره شي، نو بيا د هر پاکستاني پر خوله دا وي چې :
((جهاد افغانستان دفاع پاکستان))
خو که په لمانځه کې بيا د دوعا خبره شي، نو الله تعالی شاهد دی چې بيا په دوعا کې لومړی کشمير ياديږي. بيا برما ورپسې عراق و سوريه او همداسې ورپسې ليبيا وسوماليا او نور ځايونه ياديږي، خو موږ چې ورسره په خوا کې پراته يو او هره ورځ ستاسو او نورو له لورې په لسګونو هېوادوال خپل ژوند له لاسه ورکوي او په زغرده يې مسووليت هم منئ.
زه پرون د جمعې/شنبې شپه دلته په مدينه جومات کې چې د ۲۷ مې وروستی ختم وو. له پيله تر پايه حاضر وم او د تراوو (تراويحو) ختم مو پوره کړ، خو نن د شنبې/يکشنبې شپه بيا بل جامع جومات ته ولاړم. اګر چې زياتره د جمعې لمونځ دهمدلته کوم، ځکه چې د کور خوا ته مې نژدې دی چې دا د پنجابيانو او هغه بل زموږ د لرې پښتونخوا د پښتنو جومات دی. هلته خو مو وړم کال خپل پښتون عالم ته ګيله وکړه چې مولوي صاحب تاسو په دوعا کشمير او نور ټول ځايونه يادوي، خو موږ وتاسو چې ژبه، کلتور، دين ومذهب مړی و ژوندی هر څه مو سره شريک دي يوه دوعا نه لوريږي، نو اوس د کشمير پسې د افغانستان نوم په دوعا کې يادوي، خو دې نورو داسې قسم کړی دی چې په ټول ژوند کې يې د افغانستان په تړاو يوه د دوعا کليمه له خولې نه راوځي. زه همدا نن شپه هملته امام ته نژدې په لومړي صف کې ولاړ وم. ټولو ځايونه يې په دوعا کې ياد کړل، خو د افغانستان يې نوم وانه خېست. حال دا چې د وردګو پسې وروسته همدا نن په ننګرهار کې چاودنه شوې چې تر شلو پورې زخميان يې له ځان سره لرل. د وردګو پېښه خو يوه لويه غميزه ده.

ته خو ګوره عالم دين يې چې يو څوک موږ په دوعا کې نه يادوي او تا د هغې ټوپک شپه و ورځ غاړې ته اچولی، نو ته او خدای چې په تا کې ايمان شته؟ ځواب نه. ملا عمر وملا منصور د قرآني ايات په مقابل کې هېڅ نه دي چې لږ تر لږه د يو مسلمان امير لپاره دوه شرطه دي چې يو يې علم يا پوهه او بل يې صحت دی. زه باور لرم که تاسو تلاوت کوئ، نو دې ستونزې ته به مو ختمي ورپام شوی وي.


يو شی بايد درته روښانه ووايم چې :
• يو دا چې له پيله د جهاد ومجاهدينو پروژه دوی د بوټو په وخت کې د دوو موخو لپاره رامينځته کړې وه چې افغانستان بېثباته او کمزوری کړي چې بيا د خپلې حقوقي دعوې جوګه نه شي.
• دويم د کشميري حافظ سعيد پروژه د کشمير د اوبو د کنترول لپاره رامينځته کړې چې له يو پلوه پرې هند ته سرخوږی او له بل لورې کشميريان هېڅکله د دې جوګه نه شي چې له خپلو طبيعي منابعو او پرېمانه اوبو څخه ګټه ترلاسه کړي، نو د پنجاب د زمکو د خړوبولو لپاره يې د حافظ سعيد په نوم يوه اسلامپاله ډله جوړه کړه چې پرې وکولی شي د کشمير اوبه غصب او کشميريان ترې د تل لپاره له حقه خلاص شي، نو مدارس يې ورته جوړ کړل او يوه روژه بله روژه دلته ورته د برتانيا په جوماتونو کې چندې ټولوي. سوال حرام دی، خو دوی د اسلام نظام په نوم سوال ته کښېنول.
• درېيم دا چې ستاسو په نوم طالبي پروژه چې د افغانستان د تباهۍ او بربادۍ لپاره په کار اچول شوې چې ظاهري موخه يې شريعت، خو ولې د پردې شا ته د افغانستان د ځنګلونو ختمول، د اوبو کنترولول چې دواړه ګاونډي هېوادونه له تاسو د همدې موخو لپاره کار اخلي چې افغانستان خپلې اوبه مهار نه کړي او له مديريته يې ناتوانه وي او بېحسابه دوی ته ور روانې وي. دوی هېڅکله زموږ ثبات، ابادي وسوکالي او ښه ورځ نه شي زغملی او تاسو ته يې د اسلامي شريعت په نوم يو تش شعار خوله کې درکړی، کنه تاسو او اسلام د زمکې واسمان هومره د توپير خبره ده.

ستاسو استاد مولوي سميع الحق چې له يو لورې طالبان خپل شاګردان بولي او له بل لورې بيا له حکومت سره ناست دی او هغوی ترهګر بولي. بده يې لا دا چې له هماغه ترهګر بيت الله محسود او له مولانا فضل الرحمن سره بيا يوځای په اسلام اباد کې د سره يا لال جومات په پېښه درېواړه يوځای د مشرف په بلنه په جي بلاک (G Block) کې ناست ول او مشرف پوځ ته د عملياتو امر ورکړ چې په سلهاو پښتنې نجونې پکې ووژل شوې. پوښتنه دا ده چې دوی ولې ترهګر له وزيرستانه راغوښت او ولې ورسره ناست ول؟

ښاغليه،
وايی چې بد ګرځې بد به پرځې.
له کومې سوړې چې يو ځل څوک وچيچل شي، نو بيا احتياط کوي، خو تاسو تل له هماغو سوړو په څو ځلې وچيچل شوئ، خو بيا هم له هغو سوړو لاس نه اخلئ.

سوله ((ملي روغه جوړه)) يا سياسي حل له جګړې ښه دی

مولوي صاحب،
تاسو ته پته ده چې :
وَالصُّلْحُ خَيْرٌ
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُوْلِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا.

مولوي صاحب،
له جګړې نه درته له حکومت سره سوله ولو که په نړيواله کچه فاسد هم دی، خو بيا هم سوله ومذاکرات ښه او ګټور دي نه د جنګ دوام. که مو د الله تعالی خوښي په کار وي، نو د ټولنې اصلاح او سمون په کار دی نه د ټولنې نړونه او د بېګناه ولسي خلکو وژنه. دا چې ستاسو استاد مولانا سميع الحق وايی چې ((ملا هبة الله به جګړه لا تېزه کړي)) او ورسره هممهاله سرتاج عزيز وايی چې ((د منصور وژل کېدو د سولې پروسه زيانمنه کړه)) دا د چا استازيتوب کوي؟ د چا د زړه اواز موږ او نړۍ ته منعکسوي؟ تاسو د چا جګړه تېزوئ؟
همداسې يې د سرتاج عزيز خبرې درواخله چې څه اوتې بوتې وايی؟ څوک يو سوالګر ته د الله تعالی د کور مخ ته ((جومات خوله کې)) د خيرات يوه روپۍ نه ورکوي، نو دا دومره د جنګ لګښت څنګه داسې يو کس ته چې ستاسو د مشرتابه په نوم په نړيواله کچه شهرت لري او لګښتونه ورته بيا په بدل يا جعلي نوم ورکوي؟ خير پاکستان په دروغو کې له هر چا مخته دی، نو ځکه يې د شهيد داود خان د وخت فراري او د افغانستان د د جهادي دورې ولسمشر او د جمعيت اسلامي ګوند مشر پروفيسور برهان الدين رباني هم يو وخت د شهيد داود خان له استخباراتو په بدل يا جعلي نوم د ((چترالي ملا)) په نوم ساته، خو په جهادي پير کې يې نوم روښانه وو، خو ستاسو د مشر نوم بدل وو.

مولوي صاحب،
له قرآن اړخه د حضرت يعقوب عليه السلام زامنو کله چې خپل ورور له پلاره د لوبو او ساعت تېرۍ په پلمه يووړ، نو

• لومړی دا چې دوی دواړو يعنې خپل پلار او ورور ته پلمه وکړه. دروغ يې وويل او ټګي يې ورسره وکړه.
• دويم دا چې ورور يې ووهلو او د مرګ هڅه يې وکړه.
• درېيم دا چې د قتل پر ځای يې څاه ته وغورځولو او تر هغې يې څارنه کوله چې که کوم کاروان راشي او راويې باسي او له ځان سره يې يوسي.
• څلورم دا چې تورن يې کړ. د هغه مبارک سپکه يې بيان کړه چې له موږه تښتېدلی.
• پينځم دا چې بې ارزښته يې وګڼه او وړيا يې په يو څو ناچلو يا بې اعتباره پيسو باندې وپلوره. اعتبار، حيثيت وعزت ته يې د ده صدمه ورسوله.
• شپږم دا چې تر هغې بهر پاتې شول چې ورځ تېره شوه او قصداً ماښام ناوخته کور ته راغلل. په بله مانا ناغيړي يې وکړه. د دې لپاره چې پلار يې بيرته د لټون پسې راونه وليږي او يا دا چې پلار يې له بوډاوالي سره سره پخپله بهر راونه وځي او پوښتنه يې ونه کړي، نو خلک به ورته حال ووايی، نو ځکه بهر پاتې شول او ناوخته کور ته راغلل او د مکر ژړا يې کوله چې هغه خو راڅخه لېوه وخوړ او د حيوان په وينه ککړ کميس يې ورته وښوولو چې روغ رمټ وو او د لېوه د داړو او څيروالي هېڅ نښه نښانه پرې نه وه. درواغژنه پلمه يې وکړه.
مفسرين ليکي چې پلار ترې وپوښتل او ورته يې وويل چې ((عجيبه هوښيار لېوه وو چې يوسف يې خوړ او کميس يې ترې روغ رمټ وويسته. پلار يې زامنو ته وويل چې ((بل سولت لکم انفسکم امراً، فصبر جميل، والله المستعان علی ما تصفون)). زه به مې خپل رب ته صبر کوم، خو هغه څه چې تاسو يې وايی د منښتې نه دي.
• اووم دا چې بيا يې هم پلار ته دروغ وويل او رښتيا خبره يې ونه کړه.
• اتم دا چې په خپلو بدو کړو تر پايه منکر پاتې شول. هغه خپلو خپلوانو او دوستان خو لا څه ان تر دې چې موروپلار، مېرمنو او بچيانو ته يې هم په لسيزو لسيزو ونه ويل او نه يې تر پايه داسې کومه خبره له خولې راووته چې د هغې له مخې د ورور د پړې ګوته ورته ونيول شي.
• نهم دا چې پلار ته يې داسې تمثيل کړه چې دوی پاک او د هغه په بېغورۍ کې پړه نه دي. تر پايه ان د دوی مورګانې، مېرمنې او اولادونه په دې پوه نه شول چې څه شوي دي. علما وايی چې دوی د دوو نه، بلکې د دريو يا څلورو ميندو اولادونه ول. د يوسف او بنيامين مور جلا او د نورو لسو درې ميندې وې.

• لسم دا چې بيا يې د غلې د لټون په وخت کې پر خپل حضرت يوسف عليه السلام باندې د غلا تور پورې کړ. موږ خو غلا نه ده کړې، که ده يعنې بنيامين کړې وي، نو د ده بل ورور هم مخکې غلا کړې وه. تر اوسه پورې دوی هغه لالچ يا رخه ورسره لرله، سره له دې چې دوی داسې نه انګېرله چې هغه به ژوندی وي او يا به په داسې يو سلطنتي مرتبه کې وي. بيا هم حضرت يوسف عليه السلام ځان کنترول يا قابو کړ او خپله غوسه يې پټه کړه او دوی ته يې ښکاره نه کړه ((قَالُواْ إِن يَسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ أَخٌ لَّهُ مِن قَبْلُ فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِي نَفْسِهِ وَلَمْ يُبْدِهَا لَهُمْ قَالَ أَنتُمْ شَرٌّ مَّكَانًا وَاللَّهُ أَعْلَمْ بِمَا تَصِفُونَ)).تاسو څومره بدبخته ياست چې لا تر اوسه له خپلې سرتنبه ګۍ اووښتي نه ياست. بيا يې هم ورته ځان ونه ښووه، خو هغه مبارک دوی پېژندل چې دا مې وروڼه دي.

• يوولسم دا چې کله چې د دويم ځل لپاره د غلې پسې ورغلل، نو دوی ورته خپله سختي او بېوسي يې ورته وويله چې ((يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ مَسَّنَا وَأَهْلَنَا الضُّرُّ وَجِئْنَا بِبِضَاعَةٍ مُّزْجَاةٍ فَأَوْفِ لَنَا الْكَيْلَ وَتَصَدَّقْ عَلَيْنَا إِنَّ اللَّهَ يَجْزِي الْمُتَصَدِّقِينَ)) په دغه وخت کې حضرت يوسف عليه السلام ټکان وخوړ او ودردېده چې اوس مې بوډا پلار له خپلې کورنۍ سره له لوږې سره مخ دي. نن سوال ته اړه ده، ځکه چې دوی ورته وويل چې ((وتصدق علينا)) پر موږ لوريېنه وکړه. دلته د وينې د شراکت ((ګډون)) مساله راغله او هغه مبارک د بوډا پلار او کورنۍ حالت ((وضعيت)) ته ودردېده او ځان يې کنترول ((کابو)) نه شو کړی او ويی پوښتل چې ((هَلْ عَلِمْتُم مَّا فَعَلْتُم بِيُوسُفَ وَأَخِيهِ إِذْ أَنتُمْ جَاهِلُونَ)). دوی داسې نه انګېرله چې يوسف عليه السلام ورور به يې تر اوسه ژوندی وي او يا به په دومره لويه مرتبه او واک کې وي. هماغه وو چې وروڼو سره د خپل هغه ورور په دربار کې يو له بل سره وپېژندل. د بنيامين يې هم ورته وويل، نو دوی په دې وخت کې خپله غلطي ((تېروتنه)) ومنله او لږ وارخطا شول، نو هغه مبارک ورته وويل چې ((لاَ تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ)) مه وارخطا کيږئ! خير دی، هېڅ خبره نشته.
• فَلَمَّا دَخَلُواْ عَلَيْهِ قَالُواْ يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ مَسَّنَا وَأَهْلَنَا الضُّرُّ وَجِئْنَا بِبِضَاعَةٍ مُّزْجَاةٍ فَأَوْفِ لَنَا الْكَيْلَ وَتَصَدَّقْ عَلَيْنَا إِنَّ اللَّهَ يَجْزِي الْمُتَصَدِّقِينَ
• قَالَ هَلْ عَلِمْتُم مَّا فَعَلْتُم بِيُوسُفَ وَأَخِيهِ إِذْ أَنتُمْ جَاهِلُونَ
• قَالُواْ أَإِنَّكَ لَأَنتَ يُوسُفُ قَالَ أَنَاْ يُوسُفُ وَهَذَا أَخِي قَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا إِنَّهُ مَنَّ يَتَّقِ وَيَصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ
• قَالُواْ تَاللَّهِ لَقَدْ آثَرَكَ اللَّهُ عَلَيْنَا وَإِن كُنَّا لَخَاطِئِينَ
• قَالَ لاَ تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللَّهُ لَكُمْ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ
قرآن پاک مخکې په پيل کې همدې ټکي ته اشاره کوي چې ته به دوی ته ووايی چې دوی له تا سره څه وکړل يا څه کړي دي. ((فَلَمَّا ذَهَبُواْ بِهِ وَأَجْمَعُواْ أَن يَجْعَلُوهُ فِي غَيَابَةِ الْجُبِّ وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُم بِأَمْرِهِمْ هَذَا وَهُمْ لاَ يَشْعُرُونَ)). څاه ته د غورځېدو په وخت کې حضرت جبرائيل عليه السلام راغی او دا ډاډيينه يې ورته ورکړه چې مه خفه کېږه، وخت به راشي او ته به ورته بيا د دې يادوري وکړې، نو ځکه چې حضرت يوسف عليه السلام دوی د ځان لور ته رامخاطب کړل او د دوی پاملرنه يې ځانته راواړوله، نو مخ له مخونو او سترګې له سترګو سره مخ شوې. د تېښتې لاره يې هم نه وه، بل منطق واستدلال هم ورته پاتې نه شو او ابليس شيطان هم د دوی ترمينځ نه وو. ورور له خپلو وروڼو سره مخ پر مخ شو. ورور خپلو وروڼو ته له خپلو ټولو بدو او هغه ناخوالو ورتېر شو چې د الله تعالی ستر کتاب يې يادونه کړې. ان تر دې چې د محمد رسول الله د وخت يهودو له هغه د دې کيسې ((واقعې)) په باره وپوښته او هغه مبارک بيا هغوی ته دا ټوله کيسه په پورته تفصيل سره بيان کړه.
د دې کيسې ټوله موخه د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د هجرت او له سخيو سره تيارول وو چې ستونزې به راځي، خو زغم به کوې. که تا خپل وباسي، نو يوسف عليه السلام هم ماشوم وو او د خپل وروڼو له لاسه له کوره وويستل شو. د مرګ د هڅې سره سره کوهي ته وغورځول شو. ځکه خو ټول انبياء په لمانځه او صبر سره مامور مکلف شوي چې کله د صبر ذکر مخکې او د لمانځه وروسته او کله د لمانځه ذکر مخکې او د صبر وروسته راغلی دی.

له کوهي غورځولو نه تر پېژندلو پورې کلونو کلونو وخت واخېست چې دوی اصلاح شي او خپله تېروتنه او بد ومني او له لويي نه لاس واخلي دا ځکه چې دوی به ځانته له بل لورې کتل چې ((وَنَحْنُ عُصْبَةٌ)) چې موږ خو پوره ډله يو او دا يو دی. د دې لپاره چې د پلار ټوله پاملرنه ځانته راواړوي چې دا د دوی کمزوري و تېروتنه وه او رخه ((کينه)) يې ورسره لرله. له دې دا استنباط کيږي چې د ټولنې ريفورم ((اصلاح)) وخت اخلي. خو د دې لپاره بايد له زغمه کار واخېستل شي او کار ورته وشي. د الله تعالی او د انباوو عليهم الصلاة والسلام ترمينځ يو نزاکت موجود وي. ته ګوره چې نه حضرت يعقوب عليه السلام او نه يې زوی حضرت يوسف عليه السلام له جبرايل عليه السلامه غوښتنه وکړه کنه هغه هلته په صحنه کې موجود وو او هغه مبارک يې کوهي ته روغ رمټ کښته کړ او هلته ورسره وو. خبره ټوله الله تعالی ته پاتې شوه او يعقوب عليه السلام صبر غوره کړ. الله تعالی دا ټول حقايق روښانه کړل. پلار او زوی ته يې صبر ((زغم)) ورکړ. دوی ته يې وخت ورکړ چې اصلاح شي او خپلو تېروتنو ته متوجه شي او بيرته ټوله کورنۍ سره پخلا او يوځای کړي او خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.

د پېغمبر ((يعقوب عليه السلام)) له شان سره کله داسې ښه ايسېدل چې د زامنو ترمينځ توپير وکړي، خو پاملرنه پر يتيم باندې د انبياو دنده ده چې بې انصافي ورسره ونه شي. پلار هم د دوی پر دوی خبره خوښ نه وو او بلکې الله تعالی هم د دوی دا د لويي خبره ښه نه ايسېدله، نو د دوی د اصلاح او سمون لپاره يې وخت ورکړ. ته ګوره چې کورنۍ له کوم حالت نه کوم حالت ته ورسېده او د ښه راغلاست لپاره يې خپله حضرت يوسف عليه السلام مخې ته راوتلی وو او ((فَلَمَّا دَخَلُواْ عَلَى يُوسُفَ آوَى إِلَيْهِ أَبَوَيْهِ وَقَالَ ادْخُلُواْ مِصْرَ إِن شَاء اللَّهُ آمِنِينَ، وَرَفَعَ أَبَوَيْهِ عَلَى الْعَرْشِ وَخَرُّواْ لَهُ سُجَّدًا وَقَالَ يَا أَبَتِ هَذَا تَأْوِيلُ رُؤْيَايَ مِن قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّي حَقًّا وَقَدْ أَحْسَنَ بِي إِذْ أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ وَجَاءَ بِكُم مِّنَ الْبَدْوِ مِن بَعْدِ أَن نَّزَغَ الشَّيْطَانُ بَيْنِي وَبَيْنَ إِخْوَتِي إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ لِّمَا يَشَاء إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ)) مصر ته په امن وسلامتيا سره ښه راغلاست. خوب يې الله تعالی ريښتينی او دوی ټول سره يوځای او د مصر ټول واک واختيار الله تعالی دوی ته په لاس کې ورکړ. دلته دوو ټکو ته اشاره ده :
• يو دا چې حضرت يوسف عليه السلام هېڅکله احسان هېروونکی نه وو. ان تر دې چې زليخا ته يې د معصيت رابلنې په وخت کې دا ورپه ياد کړه چې زه ستا د څښتن احسان فراموش يا نيکي هېروونکی نه يم چا چې ما ته په خپل کور کې د ژوند ټول سهولتونه برابر کړي چې ((إِنَّهُ رَبِّي أَحْسَنَ مَثْوَايَ)) زه دا کار نه کوم.
• دويم دا چې تل د پلار او د نيکونو په شان د الله تعالی منندوی وو ((قَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا إِنَّهُ مَنَّ يَتَّقِ وَيَصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ)). دلته درې ټکو ته اشاره ده چې لومړی د الله تعالی احسان چې هغه تل پر ما لوريېنه کړې. دويم د له الله تعالی وېره او درېيم صبر ((زغم))، نو له شک پرته چې الله تعالی د چا زحمت نه هدر کوي.

دا د دې مانا نه ورکوي چې څوک دې له چا سره احسان وکړي او د هغه د احسان په مقابل کې دې معصيت ته زړه ښه کړي چې دلته واک واختيار او حالت په دوه ډوله دي :
• يو دا چې ورځنی عادي حالت دی چې هغه مبارک ولو که د پېغمبر له کورنۍ نه وو چې پلرونه او نېکه يې انبياء ول، خو د ده شته وضعيت او حالت هلته د مرييتوب ((عبديت)) وو، نو چاره يې نه وه او د زليخا په غوښتنه ښځو ته له کوټې راووت او هغوی ته يې وښوولو چې تاسو ما په دې کې ملامتوئ. په حقيقت کې هغې خپل ځان د نورو ښځو له توره خلاصولو.
• دويم دا چې حالت معصيت دی چې دلته يې واک پر خپل ځان وو، ځکه يې د هغې له غوښتنې نه انکار وکړ او زندان يې غوره کړ او له معصيت ((ګناه)) نه يې ځان وساته.

مولوي صاحب،
افغان وژنه افغان وژنه ده ولو که په هر نوم، هر ځای، هر وخت او هر حالت کې وي. افغانان ټول سره وروڼه دي. درد د ټولو يو دی. هرې خواته افغان وژل کيږي. که په داخل کې وي که په بهر کې وي. ستاسو له لاسه وژل کيږي او که د نورو يعنې القاعدې و داعشيانو او که د حکومت او يا بهرنيو او يا د ګاونډيو له لاسه وژل کيږي. د دې ټول دروند بار دې ټولنې ته پاتې کيږي.

مولوي صاحب،
ته سوچ وکړه چې د پېغمبر زامن خپل پلار ته سم حال نه وايی. پلار يې پېغمبر، نېکه يې پېغمبر او غور نېکه يې پېغمبر بيا هم د داسې ازميښت سره مخامخيږي. خپلو ميندو، مېرمنو او اولادونو ته حال نه وايی او نه تر پايه پورې هغوی خبرې شوې چې زامنو يې له خپل ورور، خاوندانو يې له خپل ورور او پلرونو يې له خپل ورسره سره څه کړي دي؟ کنه هغوی خو به حال خپل خُسر يعقوب عليه السلام ته ويلی وای. ځکه چې ښځې کله خبره پرده کوي او ختمي يې له خولې راوځي، خو دوی هغوی هېڅ خبرې نه کړې. تر دې چې وروڼه خپلو کې سره مخ پر مخ شول او قناعت حاصل شو. دوی خپل بد او تېروتنه ومنله او هغه وبښل او ټولو بيا په شريکه پلار ته د هغه کميس راوړ او پلار يې هلته په کنعان کې د کميس بوي احساسوي چې ((إِنِّي لَأَجِدُ رِيحَ يُوسُفَ لَوْلاَ أَن تُفَنِّدُونِ)). سره له دې چې د بنيامين په حق يې هم پلار ته نېغ په نېغه وويل چې زوی دې غلا کړې چې ((يَا أَبَانَا إِنَّ ابْنَكَ سَرَقَ)) او هم يې يوسف عليه السلام ته وويل چې ده خو لومړی غلا نه ده کړې او که يې کړې وي، نو له ده مخکې د ده بل ورور هم غلا کړې وه او دواړه يې پر غلا تورن کړل چې ((إِن يَسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ أَخٌ لَّهُ مِن قَبْلُ)) او هغه د دوی دا بېځايه تور بيا هم له خپل ټول واک واختيار سره سره وزغمه او په ښکاره يې ورته څه ونه ويل داسې چې دوی خفه نه شي او ونه درديږي او يا احساس د خجالت ((شرم)) وکړي او پلار مې پرې خفه شي، خو دوی نه د پلار او نه د وروڼو خفګان ته کتل او نه يې د ځان ته.

مولوي صاحب،
غواړم چې په زغرده يې درته ووايم چې له پيله زموږ مساله په دروغو او دوکه روانه وه. له کله راهيسې چې ښاغلی حکمتيار، مسعود او رباني د شهيد داود خان په وخت کې پاکستان ته ورتښتېدلي ول او هلته دوی د بابر د څارنې او نظارت لاندې اوسېدل. بابر ته بوټو خپله اندېښنه ښوولې وه چې :

The Five Evils who destroyed Afghanistan
http://www.thevoicetimes.com/five-evils-destroyed-afghanistan/

Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto . He ( Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar , Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus we started to destabilize and burn Afghanistan.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

که حقيقت ته ځير شو، نو له پيله يعنې له جهادي پيره تر دې دمه يعنې ستاسو له طالبي پيره د افغانستان جنګ هېڅ شرعي مجوزيت نه لري. درست ده چې روسان راغل چې دا يې ځانته جلا اړخ دی او ټول ملت ستره سرښنده ورکړه، خو دا چې موږ د درملپلور قاضي حسين احمد له منډو ترړو چې به کابل ته راته او د څارګرې ادارې پيغامونه به يې دوی ته راوړل دا يې هم ځانته جلا اړخ دی چې د پلار ((بوټو)) په وخت کې جهاديان وزږېدل او د لور ((بېنظيرې)) په وخت کې تاسو طالبان وزږېدې، خو مرشد ((بابر)) د ټولو يو دی او هغه هم کمونيست، نو د يو کمونيست بوټو ملکي سياستواله واخله تر نظامي کمونيست بوټو او تر نورو ديکتاتورانو پورې چې دېته اسلامي رنګ ورکول هېڅ مجوزيت نه لري. په بله مانا د نورو د ګټو لپاره نامشروع او نااعلان شوې جګړه مخې ته مه وړه او نه ورته اسلامي بڼه ورکوه.

تاسو ګورئ چې د افغانستان له روا او مشروع حق څخه چې هغه هم بايد د خبرو له لارې حل شوی وای، له جهادي پيره تر دې دمه يې په نيمه نظامي لاره خپلوي. تر ننه پورې نه تاسو او نه د شمال ټلواله او نه حزب اسلامي رښتيا وايی چې دوی د کومو موخو لپاره وکارول شول.

همداسې د اسلام اباد د سره جومات مساله درواخله چې د پاکستان د اردو ژبې مشهور ژورناليست حامد مير په مرکه کې پر هغه شپه چې مکار ديکتاتور مشرف يې د عملياتو اجازه ورکړه درېواړه يعنې مولانا فضل الرحمن، مولانا سميع الحق او بيت الله محسود پارلمان ماڼۍ ته مخامخ په جي بلاک کې ناست ول چې ختمي به مشرف راغوښتي ول او بېګناه پښتنې زده کوونکې پکې دل شوې.

ستاسو او د ښاغلي کرزي د دورې د وکيلانو به پر ياد وي چې کله مشرف کابل ته راغلی وو، نو پارلمان ته يې وويل چې ((زه ساده عسکري صاحبمنصب يم او له سياست سره دومره بلد نه يم او زياتې باټې يې ووهلې))، خو بيا يې دلته په لندن کې له ګارډين ورځپاڼې ته ويلي وو چې ((طالبان بيرته ما راژوندي کړل او زموږ نيابتي جګړه مخې ته وړي او دا کار د کرزي د حکومت د کمزوري کولو لپاره کوو)). همداسې زرداري او بېنظيره درواخله چې د فرانسې د مشهورې ورځپاڼې ليموند سره مرکه کې ويلي وو چې :
د طالبانو پروژه د برتانيا طرحه ((پلان)) وو، چې مالي ونظامي تمويل يې سعودي وامريکا کوي او روزنه يې موږ کوو او زموږ د اهدافو لپاره کار کوي.
دا ستاسو حيثيت ته سخته صدمه رسوي او رسولې يې ده. تاسو که هر څومره ځانونه خپلواک وښاياست دا به درسته او معقوله خبره نه وي. ځکه چې تاسو د بلې موخې لپاره رامينځته شوي ياست چې هېڅ اسلامي صبغه نه لري، بلکې استخبارتي موخې رانغاړي.

همداسې يې رحمان ملک او شيري رحمان درواخله چې نيويارک ټايمز ته يې د خپل سفارت په وخت کې ويلي وو چې په کابل کې بايد د اسلام د خوښې ((لاسپوڅی)) حکومت وي، کنه د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري. نو تاسو د چا له لورې تغذيه کيږئ؟ ستاسو جنګ په تمامه مانا د نورو په کنترول او واک کې دی.

دا چې د ميا نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز وايی چې ((موږ پر طالبانو نفوذ لرو، خو واک نه لرو)). دا په تمامه مانا دروغ دي. هېڅ امکان نه لري، بلکې پاکستان پر تاسو نفوذ او واک دواړه لري، لکه څنګه يې چې يې پر جهاديانو لرلو او لا تر ننه يې لري چې ښه بېلګه يې په جهادي پير کې د ښاغلي حکمتيار او په طالبي پير کې د ملا عبدالغني برادر ده چې څنګه يې له واکه وغورځول او لا تر ننه يې رسنيو ته نه پرېږدي او له نورو سره يې څه وکړل؟

راځم دېته چې د پېغمبر زامنو د يوسف عليه السلام په حق کې رښتيا خبره نه کوله، نو موږ وتاسو غريبانو ته په ننني زمان کې څوک وکړي؟ تاسو وګورئ چې زموږ د ګاونډيو له لوړ پوړو چارواکو راواخله تر ټيټ پوړو چارواکو ټول يوه خوله دي. که يې ملکي سياستوال دي، که يې نظاميان واستخبارات دي، که يې ملايان دي او که اميان دي. که يې جومات ومدرسه ده، که يې حکومت دی، که يې پوځ وڅارګرې ادارې دي، که يې ميډيا ده ټول موږ ته يوه خوله دي او له يو نه به رښتيا خبره وانه ورې او ټول خپلو ملي ګټو ته متفق او درناوی لري، خو موږ يې نه. تاسو بېچاره ګان يې له مولوي سميع الحق په دام کې ښکېل کړي ياست چې هغه خپله د استخباراتو په خدمت کې دی. ټول ديني بنسټونه که هغه د جماعت اسلامي پوره تړاو لري او که د جمعيت علمای اسلام دواړو ډلو پورې د نيمه پوځي قشلو بڼه لري چې د افغانستان د تباهۍ او بربادۍ لپاره پکې د تنکيو ځوانانو مغزونه پرېمينځل کيږي. موږ خو يې له يو اسلامپاله د طالبانو د مشرانو نيولو او وژلو غندنه د پاکستان په تاڼو کې وانه ورېدله او لا تاسو زياتي د افغانوژنې او د افغانستان د تباهۍ وبربادئ لپاره د خپلو استادانو فتواو ته غوږ ياست. د هغوی فتوی د افغانستان د تباهۍ وبربادۍ او افغان وژنې لپاره هېڅ د اعتبار وړ نه ده او تاسو وړندو تر ننه پورې دا درک نه کړه چې څه لوبې او ملنډې درباندې وهل کيږي.

په درنښت
سيد حسين پاچا

مولوي هبت‌الله: د ملا عمر او ملا منصور په لار روان يم
http://www.pashtovoa.com/a/taliban-asked-us-to-propose-logical-peace-policy-for-ending-war-in-afghanistan/3401366.html
د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د طالبانو مشر هبت الله اخند زاده د مبارکۍ پيغام
http://rohi.af/fullstory.php?id=46918
طالب مشر: طالبانو سياسي هلې ځلې روانې ساتلې دي
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/07/160702_gn_taliban_leader_message
د طالبانو مشر وايي، د هيواد د ستونزو لپاره سياسي هڅې هم کوي
http://www.taand.com/archives/71672

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery