مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اختر مو نېکمرغه خودا هم واورئ

محمدحسن حقیار

دنېکمرغه کوچني اخترمبارکې او له فیوضاتو اوبرکاتو ډکې شېبې دې  ټول اسلامي امت اوپه ځانګړې توګه زما دردېدلي، کړېدلي او دنړیوال استکبار دشومو دسیسو قرباني او هردم شهید ولس  ته نېکمرغه اوله خوښیو ډکې وي .
درنو هیوادوالو! پوهېږم  چې ستاسوجیبونه به هم تش وي خوبیا هم خپل هغه یتیم وریرونه اوهغه کونډې خویندې مه هېروئ چې :
( (له ملابانګ سره به ی ژبه کړه پرشونډو تېره
پردې شکرو به جانان خپله روژه ماته کړه ))
دروژې یو ستره موخه همداده چې شتمن  دنېستمن او موړ دوږي  له حاله خبر شي او ورسره مرسته وکړي.
زکوة ، سرسایه ،عشر  دا پرشتمنو دنېستمنو هغه رسمي او قانوني حق دی چې داساسي قوانینو مور او دقوانینو ترټولولویې معتبرې سرچینې ( عظیم الشان  قرآن) هغوی ته ورکړی دی نو که ته یې ورنکړې  دحکومت په زور یې هم درڅخه اخستلی شي  خوداجبارپه حالت کې به  بیا  ستا اجرکم وي .
قرآن دا نه غواړي چې شتمني دې  دیوشخص په انحصار کې او نور دې ترې محروم  وي( کی لایکون دولةبین الاغنیاء منکم)
 صدقې  ستا دښه بدن ، اولاد او روغتیا او دالله ج لخواپرتا دپېرزو کړیو نورو نعمتونو  شکرانه ده  نو د الله ج پر نعمت کافر(ناشکره ) کېږه مه .
 الله ج ته پرډېرو نعمتونو نازولی یې او داټول پر تا ازموینه ده دا یې هغه چاته هم ورکولی شول چې نن یې تاته  لاس اوږدولو ته اړویستي دي اوته یې هم هغه ته لاس اوږدولو ته مجبورولی شوې نو( فبای الاءربکماتکذبن یا  دالله ج پرکومو کومو نعمتونو به منکرېږئ او ددروغونسبت به ورته کوئ)
ستاسو لس لس افغانۍ  دیوې کورنۍپرشونډوموسکا اوپرتندي یې رڼا راوستلی شي.
دډېرو امسا دیوه ګېډی  کېږي.
 تاسو ښه پوهېږئ چې  له حکومت سره مو له مظلومانو او نادارو سره دمرستې فکر نشته او لا يې هم هډونه شپیلوي .
که روژې پرتاسوکې کوم مثبت بدلون نه وي راوستی او نیکو کارونو او له نېستمنو او بېوزلو سره مرستو ته مو ونه هڅوي نود خپلوروژو پرتقدس اوماهیت مو ووېرېږئ.
تاسوپوهېږئ چې د افغانستان او زموږ د ولس اودین دښمنان مو له یو بل سره جنګوي اوپریوبل مو وژني نو  پر عاقبت او انجام قضاوت او حکم  اخرت او الله ج ته پرېږدئ تاسو له هر نیستمن یتیم  او نادارې کونډې سره مرسته وکړئ، هغه که دطالب کونډه او یتیم وي او که د اردو دصاحب منصب ،  هغه له تاسره ګڼ نور مشترکات اوپرتا ګڼ نورحقوق هم لري .
که مو سرسایه یا دځان او اولاد  دسرونو دشکرانې پیسې نه وي ورکړي نو همدا یې وخت دی  سبا له اختر لمانځه  وروسته درته هاغومره اجر نلري  هغه چې اوس یې لري .
له خپل مسلمان ورور سره  له درې ورځوزیاته کینه روا نه ده  اودافغانستان اتیا سلنه وګړي  له اروايي ناروغیوسره مخ دي نوزغم او حوصله خپله کړئ  رسول اکرم ص په تاسوکې هغه  چاته ښه مېړه او پهلوان ویلی دی  چې نورو ته تېر شي ،عفوه ورته وکړي اولومړی ورسره دلاسا شي .
ناوړه دودونه پرېږدئ داختر خوښي خلکوته په غم مه بدلوئ  داختر او جنازې توپير وکړئ په اختر کې چاته دمړو دعا ته مه ورځئ  هو ورشئ خو داختر مبارکۍ لپاره  ،ددعا او فاتحولپاره نه .مړي ته دعا هر  وخت ګټه کوي تاسوکولی شئ هروخت اوپه هرځای کې ټولو مړو ته دعاوکړئ.
اسراف هروخت ناروا کار دی  خو دافغانستان په څېر بېوزله او ناانډوله  ټولنه کې  چې یوپکې له کم خونۍ څخه مړ کېږي او بل  د وينې له ډېرښت څخه هېڅ دبخښلو ندی ، الله ج اسراف کوونکي دشیطان ورونه بللي دي(إِنَّ الْمُبَذِّرينَ کانُوا إِخْوانَ الشَّياطينِ وَ کانَ الشَّيْطانُ لِرَبِّهِ کَفُوراً
) که تاسو هرنعمت خورئ خو ګاونډی مو وږی وي نودا دیوښه مسلمان صفت ندی او دروژې له فلسفې سره ټکر لري .
 هڅه وکړئ  له روژې وروسته  هم هغه فیاضت او ریاضت ترډېره وخته وساتئ چې روژې مو درپه برخه کړی دی ، که مو روژه سمه وي نښه یې داده چې متقیان اونیکان شوي به یئ او دنیکئ او تقوی غوښتنه داده چې دانسانیت په خدمت کې واوسئ او بشر ته موډېره ګټه ورسېږي .
الله ج ته ددعا لاسونه لپه کړئ چې دافغانستان په جګړو کې دوژل شویوکورنیو ته جمیل صبر ورپه برخه کړي  او  هیواد  او هیوادوال مو  دسولې ، امن  ،بسیاینې او هوساینې پرهغونعمتونو  ونازوي چې الله ج خپله ورته نعمت ویلی دی اوپرقریشویې داحسان په ډول یاد کړی( اطعمهم من جوع وامنهم  من خوف )
زړه له  بیت الله یا مکي حرم څخه ډېرسپېڅلی دی او لاس ته راوړل یې  ترزرو حجونو ډېرثواب لري شاعرهسې ندي ویلي چې:
دل به دست اور که حج اکبر است
از هزاران کعبه یک دل بهتر است
یوځل بیامو اختر نېکمرغه خو هغه خلک هېر نه کړئ :
 ( چې دماښام  ډوډۍ له اوښکوسره خورینه )

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery