مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دلته مسلمانان ډیر دي خو ...

فاروق اعظم

دلته مسلمانان ډیر دي خو ...

     د سږکال (۱۳۹۵ هش)  د روژی لومړی اونی می کابل کی خپل ځای کي وه. یوه هفته می په قطر کی د څه کارونو لپاره تیره کړه او ترهغه وروسته لندن ته راغلم. په دغو دریو هیوادونو کی می د روژی حالت وکوت او غواړم یو مشترک بشري اړخ ته یی یوه لنډه کتنه وکړم او ستاسی سره یی شریک کړم.

په کابل کی د خلکو د ژوند تفاوت خورا ډیر دی. امریکایانو افغانستان ته زموږ د ژوند په معیار بیخي ډیري پیسی راوړی. خو د پیسو دغه باران پر ټول هیواد یو ډول ونه سو. پیسه هغه چا ته ورسیده چي د خارجیانو لپاره یی کار کړیدی. داچي څنګه کار یی کړیدی، دین او وطن ته یی څومره زیان رسولی دی، موږ دلته پر هغه بحث نه کوو. خو ددغسي کسانو ژوند د افغانستان د نورو خلکو په نسبت تر تصور ډیر لوړ سو. هغه چا چی ۱۵ کاله دمخه یی په اصطلاح خر نه درلود اوس په مرمی ضد موترانو کی ګرځي؛ بنګلی، ملیشی، جایدادونه او نړیوال تجارت لري.  متل دی: چی مربي لری، مربا به خوری. دغه مصنوعي طبقی خلکو په بازار کی د هرشي نرخ ډیر لوړ کړیدی؛ داځکه هرشی په هره بیه رانیولای سي. په غم او ښادیو کی افراطي زیات مصرف کوي؛ داځکه ډیري پیسی یی ظاهرا ډیري مفتی پیدا کړیدي. هغه ته که خوارکي مواد هرڅونه ګران سي، کوم مشکل نه دی. خو په همدغه ښار کی خلک دده د قصر څنګته په خیمو کی ژوند کوي چی د ژمي په یخني او د دوبي په ګرمی سوځلي ‌دي. د ارتزاقي موادو د نرځ زور خوارانو ته ښه معلوم دی. د ښار لوی اکثریت خلک کمزوره اقتصاد لري او نرخ و نوا یی پر ورځني ژوند ډیر اثر کوي.

     هروخت چی روژه راځي خلک خوراکی شیان ډیر رانیسی او په بازارونو کی ګڼه ګوڼه وي. دکانداران چی پرون یی یو جنس په سل افغانی ورکاوه، اوس یی په یو نیم سل حتی دوه سوه ورکوي. چی پوښتنه وکړی چی ولی؟ وایی: روژه ده او روژه کی خو نرخونه لوړیږي.  یعنی دا یو عادي خبره ده او باید قبوله سي چی په روژه کی به نرخونه لوړ وي. د بډایانو خو د امریکا پیسی په جیب کي دي او په هر نرخ شیان رانیولای سي. خو متوسطه او ترهغه په اقتصادي لحاظ کښته طبقه خلک ډیر پریشانه دي او له ګرانیه سر ټکوي. شکایت چاته وکړي؟ د اوریدو ځای یی نسته. د امریکایانو په راتلو سره په افغانستان کی د آزاد بازار د اقتصاد کړنلاره عملي کیږي او ښاروالي د نرخ و نوا د مراقبت څخه ځان خلاص کړیدی. د دولت په موجوده نظام کي هرڅوک آزاد دی چی هرشی په هرکیفیت او په هر قیمت چی زړه یی وغواړي خرڅ کړي. موږ پخوا دغه حالت ته بی بندوباري ویل او ځینو به ویل چی شهر ناپرسان دی. خو اوس ورته د آزاد بازار اقتصاد وایي. ما په اقتصاد کی تعلیم کړی دی او غربي نړی می هم ډیره لیدلی ده؛ خو دغسی بی جلوه اقتصادي نظام می چي ټول د چوریالانو په ګټه وي هیچیري نه دی لیدلی لکه افغانستان کی چی اوس رائج دی.

     قطر کی نرخونه د پخوا په شان وه؛ په روژه کی لوړ سوي نه وه. خو بډایانو د جوماتونو څنګ ته خیمی وهلی وی او مفت روژه مات یی خلکو ته ورکاوه. په روژه مات کي به اکثره هغه بهرنی غریب کارګران وه چی له نورو هیوادونو څخه قطر ته د کار لپاره ورغلي دي.

     په لندن کی مي وضع بالکل بیله ولیده. افغانستان او قطر اسلامی هیوادونه دی، خو انګلیستان اسلامی هیواد نه دی. د عیسویت په پراختیا، د ولسونو په استعمار او استثمار کي شهرت لري. په ټوله نړی کی دوه هیوادونه ډیر مذهبي دي؛ یو انګلیستان او بل ایران. په دواړو هیوادونو کي د دولت مشر او د مذهب مشر یو تن دی. د سوچ خبره داده چی د افغانستان برعکس، په انګلیستان کي د لویو مغازو څښتنانو د وطندوستی او د خپل بزنس د ودي په خاطر د خپلو مسلمانو وطنداروانو د خوشحالولو لپاره په روژه کي د ارتزاقی موادو نرخونه د پخوا په نسبت ټیټ کړل. زه څو مغازو ته ولاړم او نرخونه می واخیستل چی په دا ډول وه:

 


د شي نوم             تر روژی دمخه بیه                په روژه کی بیه

خرما                  ۱ کیلو په ۶ پونډه                 ۱ کیلو په ۳ پونډه

جوس (شربت)       ۴ لیتره په ۵ پونډه                ۴ لیتره په ۳ پونډه

اوړه                  ۱۰ کیلو ګونی په ۱۰ پونډه      ۱۰ کیلو ګونی په ۳ پونډه

وریجی               ۱۰ کیلو ګونی په ۱۰ پونډه      ۱۰ کیلو ګونی په ۶ پونډه

غوړي                ۵ لیتره په ۶ پونډه                ۵ لیتره په ۴ پونډه

نخود                   ۲ دبلی په ۱ پونډ                ۴ دبلی په ۱ پونډ

رومیان                ۲ دبلی په ۱ پونډ                ۵ دبلی په ۱ پونډ

میوه                    اکثره میوی د پخوا په نیمه بیه

 


ماته دا وخت د سیدجمال الدین افغان د شاګرد (امام محمد عبده) هغه طنزیة را یاد سوه چي له یوروپ څخه تر سفر وروسته یی په مصر کي د یو سؤال په جواب کی ویلی وه: هلته مسلمانان نسته خو اسلام سته او دلته مسلمانان سته خو اسلام نسته. هو، کومه بده ورځ چی پر موږ خپل مسلمانو وروڼو راوستی ده، کفر نه ده راوستي. او که یی راوستی ده، هغه یی اکثره د همدغو سست عنصرو او بی همتو مسلمانانو په لاس راوستی ده. موږ وایو چي روژه د ترحم او د غریبانو د لاسنیوي میاشت ده. خو برعکس زموږ بډایان غریبان لوټوي او د خواری ګوله یی له خولی تښتوي. که ښه ځیر سو زموږ اکثر بډایان تر هرچا خواران او سترګي یی وږي دي. ها چي موږ یی مړی سترګي بولو، د هغو سترګي تر ټولو وږي، مړی او سراښي دي. موږ نفلونه ډیر کوو خو د غریب لاسنیوی نه. الله (ج) فرمائي: لیس البر أن تولوا وجوهکم قبل المشرق و المغرب ولکن البر من آمن بالله و الیوم آخر… یوازي نیکی دا نه ده چی څوک لمونځ وکړي. بلکی اصلي نیکی داده چي څوک پر خدای پاک او د اخرت پر ورځ په رشتیا ایمان ولري او د خلکو سره ښه وکړي. خدای (ج) د خپل مخلوق خدمت ته اړ نه دی، دده د مخلوق خدمت دده خدمت دی. امام شافعي (رح) نیک عمل د ایمان جز‌ء بولي. قدسي حدیث دی چي الله (ج) فرمائي: انسانان زما عیال دی؛ څوک چی زما د عیال سره ښه کوي، زه د هغه سره ښه کوم. موږ د الله (ج) د مرستي په تمه یو خو د عیال سره یی بیا ښه نه کوو. د روژی میاشت ددی په عوض کي چی خدای پاک ته د رجوع، د هغه د مخلوق د خدمت او اخیرت ته د توښی د برابرولو د فرصت میاشت وګڼو، په موږ کی د چور، لهو لعب او عیش و نوش میاشت ده. که موږ خپل ګریوان ته سر کښته نه کړو او ځانونه اصلاح نه کړو همداسی د ذلت ژوند به مو وي لکه چی دی. ان الله لایغیر ما بقوم حتی یغیروا ما بأنفسهم ـ الله (ج) د هغه قوم حالت ته تغییر نه ورکوي، څو خپله خپل حالت ته تغییر ورنه کړي.

=====  لندن - د روژی ۲۸  (۳ جولای ۲۰۱۶م) =====

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery