مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سولې عالي شورا کې څه تېریږي؟

احمد ژمن


ډیر به سوله غواړي  او ډیر به بیا دا وضعیت ځکه پسې غځوي چې دهغوی شخصي ګټې د جګړوپه دوام کې نغښتي دی، خلک د افیمو  او قاچاقو بر مافیاوی د مخالفینوترڅنګ دهېواد په ستونزو کې ګرم ګڼې،مخالف خو مخالف دی، خو ددې ترڅنګ یوشمېر مافیاوی کړۍ او ډلې  او ان د تروریستي ډلو خواخوږي چې په نظام کې يې لوړ پوسټونه نیولی دي د همدې لپاره چې شخصي غیر قانوني ګټې يې دستونزو سره مخ نشي سوله نه غواړي.
دا خلک په ولسمشر په ځینو مهمو او کلیدي بستونو باندې داسې کسان ګماري چې دهېواد او خلکو سره يې دښمنې په خټه نغښتې وي، له دې به يې تېر شم چې د حکمتیار صاحب دسولې سره دیو ځای کیدو لپاره  دغو ډلو څومره ناکامه هڅې وکړي او د کومو منفي او پوچو تبلیغاتو يې کار واخیست. خو څه چې ټولو ته ښکاره دي هغه د سولې عالي شورا تېرې پنځه کلنې هڅې دي، زما په باور او معلوماتو د سولې عالي شورا په تېرو پنځوکلونو کې په ګرد افغانستان کې پرته له دې چې تلفات ورکړي او بې ساري مصرفونه وکړي ،بله هیڅ لاسته راونه يې نه لرله .
تېره ورځ می په طلوع نیوز کې یو خبر لیده چې دسولې عالي شورا په داخل کې يې دستونزو او مصارفو دزیاتیدو خبره پکې یاده کړې وه،په راپور کې راغلي وه چې د سولې عالي شورا دنوي رهبري په ټاکلکیدو سره یوازې ددغې شورا د ساتونکو شمېر ۶۰ تنه نور هم زیات شوي او مصارف يې هم لوړ شوي دي ،بلخوا په راپور کې دا هم راغلي وه چې دیو لړ داخلې ستونزو له امله ددغې شورا شپږ تنو  مهمو او  کلیدې کسانو استعفاوې وي ورکړي دي.
زه يې د نوي رهبري سره هیڅ راز سمتي ،ژبني،قومي او حزبې اړیکې نلرم ،ولې په ټاکلو يې ځکه خوښ یم چې په شتون کې يې راته دسولې لپاره قوي اراده او ژمنتیا له ورایه ښکاري، ساتونکي يې په خپل ځای امنیتي وضعیت ټولوته معلوم دي، د ۶۰ کسانو نویو ګمارل فکر کوم دا به د سولې عالي شورا پشان ستر ارګان لپاره کوم دروند بار نه وي او بل که مو یاد وي مرحوم ربانې صیب هغه مهال چې دسولې عالي شورا رهبري مسؤلیت ورپه غاړه ؤ دهمدې بدمرغو کړیو  او ډلو له لورې په ډیر مهارت سره د ځانمرګي برید په پایله کې لمنځه یوړل شو  او دشهادت جام يې نوش کړ.روح دې ښاد وي.
تر هغه ځایه چې راته معلومه ده او پوهیږم دسولې عالي شورا په نوي رهبري ،نویو مشاورینو،نویو ټاکل شویو څېرو کې ستونزه نشته،  او د میاشتو لاسته راوړنې او هیله بخښونکي پروګرامونه خو يې دتېرو پنځوکلونو سره دپرتلې وړ نه دي ،ولې دا چې دستونزو  او شپږ تنو د استعفا یادونه  يې کیږي ،ټول لامل يې  ددارالانشاء لپاره دنوي ټاکل شوي مشر محمد ایوب رفیقي  غیر مسؤلانه کړنې،سرزوري او  ناحقه موقف ګیرایی لامله دي.
محمد ایوب رفیقي  یو وخت د زلمی رسول کمپاینر ؤ،وروسته عبدالله ته د زلمي رسول دتېریدو سره سم د هغه سره ملګری شو، او په مختلفو غونډو او پروګرامونو کې به يې د اوسني ولسمشر غني تګلارې او  پلانونه ننګول،دې سړي دیادو شپږو کسانو سره چې د غني دمفکوري پلویان وه ،همغه دکمپاین له وخت عقده واخیسته او نن يې دلته په راتلو سره  دوی مجبور کړل چې دندې پریږدي.
عمل او په دنده کې حاضري يې په دوربین هم نه  ښکاري ولې خبرې او ناحقه تنګول يې دشیطانانو هم لارې ورکې کړي دي، د سولې د ټېنګښت لپاره يې لا په فکر کې کوم ځای نشته ،څه يې چې په فکر کې دي هغه یوازې  دپېسو ،معاشاتو او امتیازاتو ترلاسه کول دي.ددې نه خو يې بېغمه شه چې دمخالف راوستلو دي لیوالتیا ولري او یادې په دې برخه کې په ژمنتیا سره د سولې عالي شورا دتګلارې برابر کړنې ترسره کړي.
د محمد ایوب رفیقي جنجالونو،بې ځایه توطیو،شخصي موخو او  ناروا کړنو سولې عالي شورا د بدنامۍ سره مخ  کړې ده،ان رسنۍ دده له امله ددغې  شورا په منځ کې د ستونزو پر شتون وغږیدې، که ووایم اصلاً داد همدې لپاره ګمارل شوي چې دسولې عالي شورا په منځ کې ستونزې پيدا کړي او هغوی چې په رښتیا سره ددغې پروسې دبریالپاره  کار کوي په یو او بل نو م تنګ او بدنام کړي او په دې سره  يې له صحنې ددې لپاره وباسي چې ددغې پروسې لپاره  موجودې ولسي هېلې په ناهیلو  بدلې شي.
یو نږدې ددفتر همکار يې راته له ډیرو داسې خبروپرده پورته کړه چې یادول به يې پر تاسو هم سر وګرځوي،له نورو يې تېریږم، خو شتون نه یوازې دا چې دسولې لپاره  په ګټه ندی بلکې د هېواد اوخلکو لپاره په سخت زیان هم دي.د ولسمشر او سولې عالي شورا مو توقع ده چې ژر تر ژره يې له دندې ګوښه او پر ځای يې داسې څوک وګماري چې په رښتیا سره يې په  وینه کې دسولې او په هېواد کې د امن هیلې ځغلي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery