مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Rahat Gas
دخپریدو نیټه : 2016-07-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د مور هیله!

احسان الله ارینزی

مور سلام وګرځاوه او خپل دواړه ډنګر لاسونه یې د دعا له پاره لپه کړل. دې په داسې حال کې چې په اوښکو لمدې سترګې، اسمان ته، خدای ته پورته نیولې وې، څو ځلې شونډي وخوځولې او زارۍ وکړې چې دا اوږده خونړۍ جګړه پای ته ورسي او دا او نور خلک پنځه ورځې پاته ژوند په کراره او مړښت تېر کړي.

مور د زاریو په وخت کې ډېره ماته او بېوسه ښکارېده او سر یې یوې خواته کوږ نیولی و. کېدای شي چې سر به یې خدای ته ټیټ کړی و او یا به ډېره بې سېکه شوې وه.

که څه هم مور پنځه ویشت کلونه په دعاوو او زاریو تېر کړي وو، بیا هم میلمنه وه چې خدای به یوه ورځ د دې او نورو په رزګونو میندو او خویندو چیغو، کریږو، ساندو او کړاوونو ته وګوري او د خیر اوبه به توې شي.

کله چې دعا پای ته ورسېده، لور له مور سره مرسته وکړه چې له ځایه پاڅي او خپل ځای ته لاړه شي. د مور د کېناستو ځای د کړکۍ څنګ ته و. دې به له هغه ځایه د مخامخ زیارت شنو ګونبدو او شااوخوا سپینو کوترو ته کتل، دا دې د هرې ورځې بیا – بیا بوختیا وه!

کله چې مور په ځای شوه، لور لاړه چې د لمانځه کپړه ټوله کړي؛ خو مور په غوسه ورته وویل:

- پړونی په سر کړه!

لور چې د دیارلسو، څوارلسو کلونو په منګ وه، دوه – درې ځلې خپل ویښتان لور په لور وغورځول او لکه هغه یې چې خوښ شوي وي، څو ځلې د کړکۍ تېزې هوا ته لور په لور واړول او وې ویل:

- اوس خو هېڅوک نشته مورې.

مور په غوسه ځواب ورکړ،

- نجونو او ښځو ته هر وخت پرده په کار ده!

لور په سړه سینه ځواب ورکړ،

-  زما ښه په یاد دي چې تا به هم خپل ویښتان لمر ته وچول.

او په خندا یې وویل:

- مور هغه وخت ته ځوانه او ښایسته وې او تور اوږده وېښتان دې درلودل. که دې په یاد وي تا به خپل وېښتان له همدې کړکۍ څخه دباندې ځړول چې په لمر وچ او ځلانده شي.

مور سوړ اسویلی وکیښ او وویل:

- هو لورې ته سم وايي. اوس سیمه په لېونو ډکه ده. ښځې او نجونې باید ډېره پرده وساتي. پخوا ګاونډیتوب و، سړیتوب و، اسلام و او هر چا خپل خور – مور پېژندل؛ خو اوس لېوان په رمه ګډ دي!

او لور ته یې وویل:

خدای دې زموږ پرده ساتي. دا خیرن ببرسري نه ګورې چې له غرو نه راښکته او دلته په لوټ – تالان لګیا دي.

لور خپل وېښتان پټ کړل او له خونې څخه لاړه.

مور چې یوازې پاته شوه، بیا وخت وموند چې لږ زیارت ته وګوري. مخکې باران اورېده او د زیارت شنې ګونبدی په وریځو کې تتې ښکارېدې؛ خو اوس د زیارت شنې ګونبدې او د ګونبدو شااوخوا سپینې کوترې د لمر په وړانګو کې ښایسته ښکارېدې هغه سپینې کوترې چې شمېر یې کال په کال په کمېدو و!

په تېرو څو کلونو جګړو کې د ښار او زیارت شااوخوا سیمو ډېر خلک تښتېدلي وو. زیارت ته د خلکو تګ هم پیکه و. ځینې کوترې د ډزو او ځینې نورې د لوږی له امله سیمه خوشې کړه او نورو سیمو ته تللې وې!

مور لاهمغسې شنو ګونبدو او سپینو کوترو ته ځیر وه چې مخامخ شنه زرغونه راوخته او په انګړ کې د سپینو کوترو سېل کوز شو.

مور شېنې زرغونې او سپینو کوترو دواړو ته خوشحاله شوه او ځان یې کړکۍ ته نور هم نژدې کړ چې پاس د شنې زرغونې ښایسته وړانګې او دلته لاندې سپینې کوترې وویني.

په انګړ کې شل دېرش کوترې ناستې وې. ځینو غومبر کاوه، ځینې لنډې – لنډې الوتې او ځینو یو تر بله مښوکې جنګولې.

مور ورو پاڅېده، لاس یې په دېوال تکیه کړ او لاړه د څنګ خونې ته چې کوترو ته غنم واچوي.

کوترې د مور د تورو جامو په لیدو خوشاله شوې، یو څو د مور په لور والوتې او د هغې په لاسونو کېناستې.

د کوترو سپین رنګ، غومبر او شور په مور ښه ولګېدل او داسې ورته ښکاره شوه لکه خپلو ماشومانو ته چې ډوډۍ ورکوي. هغه دوه ګلالي ماشومان چې درې څلور کاله مخکې په یوه چاودنه کې تري تم شول!

په دې وخت کې لور هم انګړ ته راغله. سر یې په تور پوړني پټ کړی و. لور مخامخ شنې زرغونې ته وکتل او له مور څخه یې پوښتنه وکړه:

- مور تا ویلي و چې د شنی زرغونې په وخت کې دعا ښه وي او که ښځه تر شنه زرغونه لاندې تېره یي، په نارینه بدلېږي؟

- هو لوري. دا خبره د مشرانو ده.

لور فکر وکړ چې که یو مټور بریتور ځوان وای خپله مور به یې روغه، مړه او خوندي ساتلې وه.

دې د دعا له پاره هم ډېرې خبرې درلودې، ښې جامې، توره کوټه، ښه خواړه، همزولې، ښوونځی، پوهنتون؛ خو دې ټولو ته شا کړه او وې ویل:

- خدایه! پلار او سوله راولې!

د مور په سترګو کې د اوښکو غټ څاڅکي وټوکېدل او وې ویل:

- لورې پلار دې خدای وبښه، هغه نور نه راځي. په دې وخت کې د لسو ورځو ورک نه پېدا کېږي. په هغه خو لس کاله وتلي؛ خو هو سوله دې خدای راولي!

مور په انګړ کې د لمن پیڅکه تشه کړه. غنم په ځمکه خواره شول. کوترې په غنمو ټولې شوې؛ خو لا څو شېبې نه وې وتلي چې بهر د ماشینګڼو درانه غږونه او د خلکو چیغې واورېدل شوې.

کوترو هېڅ ځنډ ونکړ او د سترګو په رپ کې والوتې.

مور دوه – درې ځلې تش انګړ، په ځمکه غنمو، په خونه کې بندي لور او پاس په هوا کې ترهېدلو سپینو کوترو ته وکتل. د سترګو اوښکې یې د پوړني په پیڅکه وچې کړي، بیا یې لاسونه اسمانونو ته لپه کړل او خوله یې وخوځېده.

- خدایه زما خوله په ډېرو دعاوو وچه شوه! اوس یا موږ درواخلې او یا دا سره غله ورک کړې!!

بیا یې سترګې په اوښکو ډکې شوې او ورو – ورو په تکیه – تکیه بېرته خونې ته لاړه.

بهر لاهم د ډزو غږونه اورېدل کېدل او خلکو لور په لور ځغستل!

پای

22/02/16 کابل

12/04/16 استانبول پاریس الوتنه (ترکش ایرلاین).

mainport spozmai radio ipower
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery