مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نهادونه ریښې ځغلوي: په ستونزمنو شرایطو کې دولتي ظرفیت جوړول (دوهمه برخه)

ژباړن: محمد عارف رسولي

لیکوالان او څیړونکي: لورینا وینویلا، نازنین برما، او الیزابت هایبنس


سریزه

زموږ ګران هیواد افغانستان چې له اوږده وخته راهیسې د بیوزلیو ترڅنګ اوږدې شخړې هم ورباندې راغلې د ماتیدونکو هیوادونو په کتار کې راغی. داچې هیوادونه څنګه دې حالت ته راځي، ستونزې او فرصتونه یې کوم وي، څنګه له دې حالت څخه خلاصون مومي د نن زمانې د پرمختیايي پوهې لپاره یوه ستره ننګونه ده.

دا کتاب چې ما یې ژباړې ته ملاتړلې ده، نهادونه ریښې ځغلوي: په ستونزمنو شرایطو کې دولتي ظرفیت جوړول، نومیږي. دا کتاب په ماتیدونکو او شخړو وهلو حالاتو کې د دولتي نهادونو د ظرفیت په لوړولو کې یوه نوې څیړنه ده. هیله ده چې زموږ د هیواد کدرونه به ورڅخه ګټه واخلي. دا کتاب په مسلکي انګریزي ژبه لیکل شوی دی او اوږدې جملې لري. ما هڅه کړې د لوستونکو د اسانۍ لپاره یې مفهوم ته ژمن پاته شم او کیدای شي ځینې اوږدې جملې مې په دوو وړو جملو ویشلې وي.

په دې کتاب کې په لمړي سر کې یو لنډیز وړاندې کوو چې، د کتاب موخې، د موضوع تشریح، د څیړنې میتود، ستونزې او ورڅخه هیلې او نور وړاندې پکې وړاندې کړو. په نورو څپرکو کې بیا د مختلفو ماتیدونکو او په جګړو کې ښکیل هیوادونو کې د بریالیو نهادونو په پالیسیو، تګلارو، ننګونو، او ورڅخه د وتو په لارو څیړنه کوو، او هڅه کوو چې پایلې داسې تشریح کړو چې د نورو جګړو ځپلو ملکونو لکه د افغانستان لپاره  ګټورې تمامې شي او ورڅخه زده کړه وشي.

دلته ځینې ترمینالوژیگاني او مفهومونه کارول کیږی چې یو شمیر دوستانو به نوي وي. زه په لنډه توګه یو څو لږ څه تشریح کوم.

• د نهادونو ظرفیت (Institutional Capacity): عبارت له توانمند کولو، تولنیزه پانګه، توان ورکوونکی چاپیریال او شرایط، او د قدرت اړیکې. د نهادونو ظرفیت او په دې توګه، په ستر مفهوم کې عبارت له:تخنیکي مهارتونو، رهبرۍ، د سازمان مشروعیت، سیاسي ملاتړ، او مناسب او پوره توان بخښونکي چاپیریال (د مثال په توګه، قانوني چوکاټونه، او همغږي کولو ترتیبات) دی.

• نهاد (Institution) : نهادونه، سازمانونه،  او ټولنې چې د اړیکو، همکاریو او هماهنګیو په یوه مکانیزم، د لوایحو په چوکاټ او د قدرت د اړیکو په کانټیکسټ کې فعالیت کوي. هر یو د دې له یو بل سره د تړلو اجزاوو په توګه کار کوي، او که سم په کار واچول شي، مرسته ورسره وشي، د نهادونو د ظرفیت په ټینګښټ کې ونډه لرلای شي.

د کتاب د لنډیز دوهمه برخه
ستر او ملي اړخ: چې له سیاسي-ټولنیزو شرایطو سره اړخ ولګوي
د نهادونو ظرفیت جوړونه او د اصلاحاتو نوښتونه، د دې لپاره چې د مدیریت وړ، تلپاتې، او مشروع وي، نو د ملک له ټولنیزو او سیاسي جوړښت سره حتما باید اړخ ولګوي. هغه باید د پالیسي جوړوونکو او پلي کوونکو له غوښتنو او هیلو سره برابر وي، او د ملک د ټول نفوس هر اړخیزه پراخه ټولنیز شرایط باید په نظر کې وساتي. د نړۍ د ۲۰۱۱ کال پرمختیايي راپور داسې یوه مناسبه، د هڅونو سره برابره فلسفه وړاندې کړې، استدلال کوي چې، د نهادونو اصلاح اړتیا نلري چې په ماتیدونکو او جګړو وهلو شرایطو کې بې عیبه وي; بلکه، هغه باید د ملک له سیاسي کانټکسټ (شرایطو) او غوښتنو سره په هر وخت کې سر وخوري.

 

 

 

 

 

 

 

ځینو د دې لپاره استدلال کړی چې بریالی نهاد جوړونه اړتیا لري چې، خامخا د دولت او ټولنې د مذاکراتو او قرارداد له روحیې سره همغږي ولري. د دولتي عامه نهادونو هغه توان چې د دولت او ټولنې د قرارداد سره سم باید خدمات وړاندې کړي د دې نهادونو له زیاتو علاقه لرونکو لوریو سره د دوی په اړیکو او همکارۍ پورې تړاو لري. په دې کې  حکومتي سیاسي مشران، مالي مرسته ورکوونکي او د پلي کولو شریکباڼي (عامه او خصوصي) او د د دې نهادونو د خدمتونو وړاندې کوونکي ټول شامل دي. لیونارد (۲۰۱۰) روښانوي چې سازماني اغیزمنتوب تر یوې کچې په هغو ګټو پورې اړه لري چې هغه ادارې یا نهادونه یې د قوي سیاسي ګروپونو لپاره رامنځته کوي. منور (۲۰۰۷) د ځانګړو تجربوي څیړنو په بنسټ استدلال کوي چې، ادارې په ماتیدونکو او جګړو ځپلو شرایطو کې کیدای شي زیاتې بریالۍ وي که دوی خپل پروګرامونه د محلي علاقه لرونکو خواوو سره په نژدې همکارۍ سره طرح او عیار کړي. په ورته ډول، د نهادونو د ریښې ځغلولو توان په دواړو رسمي او غیر رسمي سیاسي پروسو او د قدرت په جوړښتونو او د ملک په تاریخي حالاتو کې ریښه لري. د بې ثباتۍ ځینې عناصر په ټولنیزو خوځښتونو او اړیکو کې ژورې ريښې لري. د نهادونو د ظرفیت یو بنسټیز اړخ په دې اړه لري چې د دولت کومې ادارې کولای شي د ټولنیزو شخړو په هکله منځګړتوب وکړي او د سیاسي- ټولنیز جوړښت او چوکاټ په بیا رغونه کې ترکومه مرسته کولای شي.
په بې ثباته یا ماتیدونکو دولتونو کې، چې لږ سازماني او د نهادونو ظرفیت لري، دا سیاسي قوتونه او سترې ټولنیزې خواوې کیدای شي بدلیدونکي وي او کله خو په تعجب سره زر او په آسانۍ سره سرچپه کیږي او بدلون مومي. په عملي توګه، سازماني اغیزمنتوب په پراخه سیاسي کانټکست (شرایطو) او نهادونو پورې اړه لري او هغه څه ته شکل ورکوي چې په عملیاتي لحاظ ممکن دي. په ځینو حالاتو کې، د مطرح خلکو سیاسی چنې وهل به د پرمختیايي موخو لپاره لاره هواره کړي; په نورو شرایطو کې، د سیاسي پیژندل شوو خواوو ګټې ممکن په کوم ځانګړي سکتور یا کتیګورۍ کې د عامه خدمتونو او یا د ټولنې د یوې مهمې برخې لپاره زیات اهمیت او دلچسپي رامنځته کړي.
واړه ابعاد (اړخونه): د بریا لپاره د نهادونو تګلارې
پوهانو او پرمختیایي کارکوونکو موندلي چې داخلي او خارجي ابعاد په ننګوونکو شرایطو کې د بریالي نهاد جوړونې د تشریح لپاره مهم او د تطبیق وړ دي. هغوی استدلال کوي چې دواړه خواوې له یو بل سره اړیکه او همکاري لري. د اړوندو علمي اثارو له پلټلو وروسته لیونارد (۲۰۱۰) وویل چې د سازمان د اغیزمنتوب د فرضیو یو مهم عنصر دادی چې څنګه سازمان او اداره د د کارونو د سرته رسولو لپاره خپل جوړښت ټاکي. ګراینډل (۱۹۹۷)، د مثال په توګه څلور خواص په ګوته کوي چې د دریمې نړۍ په ناسمو شرایطو کې د عامه (دولتي) سکتور ادارو ته د ښو لاسته راوړنو توان ورکوي. بریالۍ ادارې د بریالیتوب یو راز رامنځته کوي، په بل عبارت د ځان لپاره یو میشن او کاري هدف ټاکي؛ ځان عیاروونکي مدیران لري څوک چې د ستونزو حلوونکي او په ټیم کې کار ته میلان لري؛ د اجراآتو او کړنو لپاره روښانه تعریف شوې هیلې لري؛ او د پرسونل د مدیریت لپاره په یوه ټاکلي چوکاټ کې یو څه ازادي لري.

په دې تمرکز چې څنګه د یوې ادارې فعالیتونه د هغوی په لاسته راوړنو اغیزه کوي د نهادونو د پرمختګ د “Specificity” یا د مشخص کولو له یوې وتلې تیورۍ سره تړاو لري. د دې تیورۍ په بنسټ هغه ادارې چې زیات تخنیکي او تخصصي فعالیتونه (لکه، مرکزي بانک، د ښوونې او روزنې د وزارت په پرتله) لري، ممکن چې ښه لاسته راوړونکي وي. فوکویاما (۲۰۰۴)، نوره هم د مشخص کولو تیوري روښانوي او وايي چې د دولت جوړونې او د نهادونو د اصلاح هڅې په هغو ادارو کې زیاتې بریالۍ وي په کومو کې چې کارونه په لوړه کچه ځانګړي او د راکړو ورکړو حجم یې کم وي، ځکه دا هغه ادارې دي چې د نظارت وړ تولیدات ډېر او د احتساب پکې امکان زیات دی.

نړیواله پرمختیايي ټولنه دې پایلې ته رسیدلي چې په بې ثباته او جنګونو وهلو شرایطو کې باید د لمړي ځل ترټولو غوره اصلاحاتو د نظریې له انتخابه چې کیدای شي یو خنډ وي، تیر شو. بلکه د هغه په ځای نن سبا په تر ممکنه حده ښه حکومتولۍ“Good enough governance”  باندې زیات توافق شته. دا مطلب په لمړي ځل ګراینډل تشریح کړ(۲۰۰۴،۲۰۰۷). دا نظریه د په کافي اندازه غوره (نه بې عیبه) تکتیکونو انتخاب دی، یا د شرایطو په بنا د نهادونو داسې عیارول دي چې امکان ولري. په دې توګه، به تربحث لاندې نهادونه وتوانیږي چې لږ تر لږه د کافي کیفیت لرونکې لاسته راوړنې ولري چې خپلې پرمختیایي موخې ترلاسه کړي. دې ته ورته، نهادونه کیدای شي په بې ثباته کانټکسټ (شرایطو) کې لا نور بریالي وي که دوي شته ظرفیتونه له نظره ونه غورځوي. په بل عبارت، کله چې هغوی په دقت سره پخوانی شته ظرفیت – که هغه پخپله په اداره، نورو عامه (دولتي) ادارو کې، نادولتي موسسو او یا مدني ټولنو کې وي، وپيژني، ورڅخه کارواخلي، او د  هغو په بنسټ کار پیل کړي. د مثال په توګه، ټیسکي (۲۰۰۵)، د افرادو په وړتیا، سازماني اغیزمنتوب، او توان ورکوونکي چاپیریال لکه د قوانینو او مقرراتو په سموالي د یوځای کولو په اهمیت باندې د تلپاتې ظرفیت جوړونې لپاره ټینګار کوي. د یو میکانیزم په توګه د دې کړنو لپاره هغه د توان بخښونکي چاپیریال د ننګونو، په کې شاملو غوښتنو، همدارنګه د ادارې د اصلاح د امکاناتو (ابعادو) په هکله د یوې هدفمندې کړنلارې د جوړولو په اهمیت باندې ټینګار کوي.

زیات وختونه، د عامه سکتور ادارې کوم چې ټاکلي فعالیتونه تعقیبوي ورته سازمانی اصلاحات به ټولو ملکونو کې اختیاروي. په خاصه توګه،  دا کار په تیره بیا مرسته کوونکو ته د ځواب ورکولو او هغو پروګرامونو کې چې په ځانګړو معیاري سازماني مدلونو ټینګار کوي اړین وي. د مثال په توګه، د مالیې وزارتونه تل هڅه کوي چې یو بل ته زیات ورته وي. د بریالیو نهادونو لپاره د عین شکل او نمونې کاپي کول یوه مهمه تګلاره ثابیتیدلای شي چې مالي زیرمې او د بسپنه ورکوونکو د کمکونو نور ډولونه تر لاسه کړي. خو دا ورته والی له نیوکو سره هم مخ دی. لکه څنګه چې پریچیټ، ووډلاک او اندریو ویلي (۲۰۱۳)، د نهادونو په دې شکل ټینګار زیات وختونه د کاري کم پرمختګ لپاره  یو سرپوښ هم کیدای شي او د ظرفیت د لوړولو په ځای د توانمندۍ یوه لومه رامنځته کولای شي. د دوی په نظر په عمل کې، د عامه دولتي ادارو نهادینه او سازماني شکل د خاصو فعالیتونو د تعقیب لپاره کولای شي او باید چې متحول وي.

د څیړنې طرح (دیزاین): د نهادونو د بریا تشریح کول

په وروستیو کلونو کې د عامه (دولتي) سکتور د نهادونو د ظرفیت د کچې مالومولو د تعریف لپاره زیات پرمختګونه رامنځته شوي دي. خو تر اوسه دې ارزونې ته چې د نهادونو په دیزاین، او د عملیاتو په بریا کې کوم عنصرونه په حقیقت کې ستره ونډه لري، لږ بنسټیز او اساسي تفکر وقف شوی دی. دا څیړنه هڅه کوي په هغو دولتي سازمانونو باندې د تمرکز له لارې چې بریاوې لري د بریالیو نهادونو د جوړونې په بنسټ باندې پوه شي. د مطالعې لپاره یوازې د بریالیو نهادونو انتخاب ځکه کوو چې موږ په قصدي توګه له یو بل سره تړلې خو په عین وخت کې متحولې ښکارندې ټاکو. دا میتود چې په پرمختیايي ملکونو کې د سازمانونو د اغیزمنتوب په کیسو باندې پوه شو اکادیمیکي او منطقي ریښې لري.   لیونارد (۲۰۱۰)، وایي چې د پوهانو او څیړونکو یو وړوکی خو د اعتبار وړ ګروپ خپله د ده، نارمن اپهاف، جودیت ټینډلر او سامویل پال په ګډون په دې اړه څیړنې کوي. هغوی بریالۍ پرمختیايي بوختیاوې په دې اساس چې « دا خورا خطرناکه ده چې انکشافي نسخې یوازې د هغو داتا (data) په اساس چې د ناکامیو تر اغیزو لاندې وي، مطالعه شی.» دا د بریالیو ټولنو د نهادونو د څیړنې پروژه هم په ځان کې رانغاړي چې د جنیفر واینډر لخوا په پرنسټن پوهنتون کې ترسره کیږي. دا څیړنه راسپړي او راپور ورکوي چې څنګه اصلاحات اغیزمن حکومتي نهادونه جوړوي.

موږ نهادونه او دولتي ادارې هغه وخت بریالي تعریفوو، چې لږ تر لږه، هغه دری بنسټیزې نتیجې او لاسته راوړنې ولري: پایلې (نتیجې)، مشروعیت، او دوام. یو نهاد هغه وخت کولای شي چې نتیجې تر لاسه کړي که هغه له ځانه تلپاته او په تولید (Outputs) او نتیجو (Outcomes)  کې د اندازې وړ اصلاحات له ځانه وښيي.  د مشروعیت په اندازه کولو کې، موږ د ادارې د اجرا آتو په هکله د نفوسو په نظریاتو باندې تکیه کوو. دا کار په دې توګه کوو چې، ایا یوه نهاد په کومو ممکنو او شته خواوو ( د مثال په توګه، کلیوالي- ښاري، د قومي ګروپونو په منځ کې، او نورو) کې نتیجې او لاسته راوړنې لرلې دي او که نه. په اخر کې، یو مقاومت کوونکی (په پښو ولاړ) نهاد دوام کوي، د وخت په تیریدو سره پایلو ته پراختیا او دوام ورکوي، ان د رهبرۍ د بدلون او د  داخلي ټکانونو په وړاندې. د بریا دا دری اړخونه، التبه، له یو بل سره تړلي دي. په دې معنی چې، د یوه سازمان یا ادارې مشروعیت تر یوې کچې لږ تر لږه د هغو په نتیجو باندې اړه لري؛ یو نهاد چې مشروع وبلل شي زیات ممکن دی چې مقاوم وي؛ او په خپل وار سره، یو زیات مقاوم نهاد زیات فرصت لري چې مشروعیت او ښې پایلې نتیجې) تر لاسه کړي.

موږ د څیړنې او ارزونې لپاره یو شمیر هغه نهادونه ټاکلي وو چې د بریا لپاره یې ټاکل شوي معیارونه پوره کول او په هغو ملکونو کې واقع وو چې، د نړیوال بانک د ۲۰۰۹ کال د بې ثباته او شخړو وهلو ملکونو په لیست کې یې ځای درلود. بله داچې، هغه ادارې په معقوله توګه د دولت یو دایمي ارګان بلل کیدای شي. د مثال په توګه، عامه (دولتي) نهاد کیدای  شي په دې توګه د مالیې وزارت وي، د خدماتو د وړاندې کولو نهاد، یا ان کومه دولتي تصدي وي. خو د پروژو د پلي کولو واحدونه (PIUs)  او یا د مرسته کوونکو پروګرامونه په دې کتار کې نه راځي. موږ د نهاد (Institution) لغت په عادي محاوره کې د ادارې او یا سازمان په توګه کاروو، خو دا له هغه نوي تعریف سره چې د نهادونو اقتصاد یې تعریفوي(North 1990)  چې د « لوبو مقررات» یا « قبول شوې ټولنیزې کړنې» په معنی راځي، چې له سازمان یا ادارې سره توپیر لري. موږ کولای شو چې په څو ورځو کې یو سازمان جوړ، تشکیلاتي جوړښت، مسوولین او مقررات ورته وټاکو، وسایل، ځای او زیرمې ورکړو، خو د دې لپاره چې دا سازمان په نهاد بدل شي یعنې مقررات سم پلي، پریکړې له اصولو سره سمې وي، اړیکې او اعتماد رامنځته، رهبري او ورڅخه اطاعت کوونکي ظهور وکړي، نو وخت، ښې رهبرۍ او د نظام همکارۍ ته اړتیا لري.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery