مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-27   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

ددوستۍ فرهنگی ټولنې اعلاميه

حبيب الله غمخور
ددوستۍ فرهنگی ټولني مشرتابه جرگه داسد دمياشتي په دوهمه ددهمزنگ په څلور لاري کي دروښنايي دحرکت په نوم ديوشمېره هزاره افغانانو لخوا دلاريون په منځ کي ځانمرگی بريد په کلکه غندي ،شهيدانوته یي فردوس جنت دکورنيو پاته کسانوته دزړه صبراوزخميانوته یې له دولتي چارواکونه دعاجلی روغتيايي خدمتونو ترسره کولو غوښتنه لري . پر شهيدانوسوداگری اوامتياز ترلاسه کول ملي جفا دی! جالبه داده پدې شرايطوکي چې دهيوادپه هره سيمه ،ښار اوبانډه کي دترهگری داورلمبې دافغانانوخوږ ژونداخلی دروښنايي دحرکت په نوم کومه ډله دکابل پښارکي دلاريون دسترسره کولو وړانديز کوي ؟ ايادوې پدې نه پوهېدل چې دهيواد کورنی اوبهرنی دښمنان دهرې شېبې نه دخپلو موخو په گټه استفاده کوي ؟ ددهمزنگ دلاريون پر شهيدانوسياسي سوداگري اوملی نفاق ته لمن وهل دپردودنوکرانوکاردی . زموږ دمعلوماتو له مخې دغه خونړۍ پېښه پسله هغه رامنځته سول چې امنيتي استخباراتي ادارودلاريون نه څو ورځې وړاندې د لاريون تنظيموونکو ته د ترهگروبريد خبرداری ورکړى و،اودلاريون دتنظيمونکونه یې دلاريون دځنډېدو غوښتنه کړې وه . خو دوى دامنيتی چارواکو دغه خبر ي ته په غوږ نه نيولو اوبې پروايي سره دالاريون پيل کړ . زموږ ټولنه دا منی چي دافغانستان په اساسي قانون کي سوله زيزلاريون او مدني حرکتونو ته اجازه ورکړه سوې اودا دهر افغان حق بلل سوی . مگر دافغانستان پدې ناوړه اوکرپنده امنيتی شرايطوکي ددې ډول لاريون جوړول اوبياددولتي چارواکو لخوا دلاريون اجازه ورکول يوه مسلکی خطا اوستره تيروتنه وه . دنړۍ په هيڅ هیوادکي هيچا اوهيڅ سياسي گوندته دهيوادپه ناوړه يا عادي شرايطوکي چي کله امنيتي ستونزي رازېږوي دلاريون اجازه نه ورکول کيږي .موږ نه پوهېږو چي افغان امنيتی چارواکو اوياددې هيواد مشرتابه ولی ماورالجهان فکرکوي ؟ حي پايله یې هر ځل په سلگونو بيگناه انسانو په شهادت رسيدل وي . داچې دکابل ښار ټول واټونه بند وه ،ناروغ تر روغتون پوري چانسو رسولاي ،هټۍ بندي اودکابل ښاريانو له يوځاي نه بل ځايته حرکت نسو کولاي ،ددې مسوليت دچاپرغاړه وو .دکوم زور له مخې دلاريون تنظيموونکوداغيرمنطقی وړانديز ددولتی چارواکو لخوا ومنل سو؟ جالبه داده چي پدې لعنتی اودردوونکې پېښه کي چې په سلگونه کورنۍ یې دغم پر پېڅول کښېنولې اوکورونوته یې يوازي غم اوتاريکی ډالی سول دلايون دتنظيمونکود کوم رهبر يا دکورنۍ کوم غړی ، دکورنۍ نږدې اوليري خپلوانو ،دوستانو،اشنايانو اوپېژندونکو نه کوم چاته هيڅ ډول ضرر ندی رسېدلی ،يوازي غريب اوبېچاره یې قرباني سول . هغه زلمی په شهادت رسيدلی کوم چې دوي لکه القاعده ،طالب ،په پاکستان او ايران کي جوړسوو ۱۵ تنظيمونو په همدې بڼه څو لسيزی دخپلو موخو لپاره قربانی کول . نن ددوي په وينادروښنايي دجنبش ټول مشران سوټ لغوټ ناست دی يوه ځان قربان نکړ ،خوپدي بهانه چي بايد دبهر څخه دبرېښنا لين له هزاره جات نه تير سی او دوي په کراتو دا خبره کړې چې زموږ برېښنا نه بلکی سويچ پکاردی ،ترڅو دسويچ نه دخپل بهرنی بادار په هدايت کله چې وغواړي استفاده وکړی ، يوازي داسد پر دوهمه تر ۸۲ زيات افغان زلمی په شهادت ورسېدل اوسلگونو زخميان . که دکوم بهرنی هيواد هدايت پلی کولو مسله نه وه مطرح ايادغه غوښتنه پدې ارځېدل چې موږ ۸۲ ځوانان شهيدان ورکړو؟ موږ خو دکوم بهرنی هيواد سره جگړه نه درلوده چي زلمو ته موخطاب کړی وايي راپورته سی اودوطن په دفاع کي ودرېږي . د سيمې يو شمېر هغه هېوادونه په ځانگړې توگه ايران او پاکستان چې په افغانستان کې يې تل د افغان وژنې لړۍ توده ساتلي، اوس غواړي په قومونو کې تفرقې رامنځته او ددې هېواد هغه قومي جوړښتونه له منځه يوسي کوم چې په هر حالت کې يې له دې هېواد څخه په گډه دفاع کړي اود دښمن له منګولو يې راايستلى دى . دوى ځکه په افغان قومونو کې تفرقه اچوي چې دلته د بې اتفاقۍ په رامنځته کېدو سره خپلو هغو شوموموخواو ارزوگانو ته ورسيږي کوم چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره يې، له کلونو کلونو راهيسې د افغان ولس د کمزوری لپاره لري . دلته دهمدي هزاره قوم په نوم يوشمير سياسی سوداگر همدا اوس تر تاجکو،ازبکو اوترکمنوپه دولتي حاکميت کي زيات قوت او غوښن ځاي لري چې په تاريخ کي یې نه درلود . موږ دبهرنيو په هدايت جوړسوو اپوزيسيونو په هکله چې هلته هم په هر اپوزيسيون کي دادهزاره قوم په نوم روزل سوی اجنټان او سوداگرځاي لري بحث نه کوو .موږ څنگه دا ومنو چي پرونيو ددولت چارواکو نن ددولت پرخلاف پدي حساسو شرايطوکي چې دولت دسلو راټول سويوکسانو امنيت ساتلو لپاره ستونزه لري ددې ډول لاريون غوښتنه کوي ؟ دوي دبرېښنا دلين دغځولو په بهانه دايران په هدايت دهزاره په نوم زلمی لاريون ته راباسي اوپدې داددوي ټوله رهبري ښه پوهېږی چې پدې شرايطوکي هیڅ دولتي ارگان دلاريون دامنيت ساتلو جوگه ندي ، داچي وايي ولي ندۍ ؟ پدې شرايطوکي یې سوال منطقی ندی ،ځکه دوي او ددوي بهرنی دوستان دبې امنۍ په راوستلوکي ترډيره بريده ونډه لري . راسی گريوان ته سرټيټ کړو اودولت خپل دولتی پروژوعملي کولو ته پرېږدو،دقوم په نوم ددولت پرخلاف حرکت بياداساسی قانون له مخې بغاوت دی او بغاوت ته بايد دبغاوت په بڼه دقانون له مخې جواب وويل سي . موږ فکر کوو ددې لاريون مشران دبغاوت لارويان دي اودملت لپاره نه يوازي داچي ملي ،امنيتي ستونزي زېږوي بلکي دخپل بهرني بادارپه هدايت دلته ملي نفاق ته لمن وهی چې دنيکه مرغه په افغانستان کي دايرانی اخوندانو داپروژه بې ثمره ده ،خو ددې ښاغلو او اغلونه بايد ددوي دکړنو جدي پوښتنه وسي . له بده مرغه دا لومړى ځل نه دى چې افغانستان کې د قومونو تر منځ نفاق او مذهبي اختلاف ته لمن وهل کېږي،بلکې له څولسيزو راپدې خوا دا ډول هڅې شوی دي، خو افغان ولس تل دهيواد دبهرنيو اوکورنيو دښمنانو د دسيسو پر وړاندي يو والي اوملی وحدت ته ترجح ورکړې او تل د يوه او بل په وير ،غمجن او ښاديو کې شريک پاته سوي . زموږ دفرهنگی ټولني دمشرتابه پيغام افغان ولس ته دادى چې پدې حساسو اوبرخليک ټاکونکو شرايطوکي هوښيار اوسئ . ددښمن د توطيې اوهر حرکت پر وړاندي په هر نوم چي وي دملی وحدت په روحه ملی مبارزه وکړئ اوددې شرمېدلی دښمن ټولی دسيسې شنډې کړئ . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه مشوره زموږ غيرتی اونه ماتېدونکی ولس ته داده چي ددښمن په تبليغاتو ونه غولېږئ داخونړۍ پېښه دهمدې لپاره تر سره سوې وه چې تاسو غيرتی ولس يودبل پر خلاف راپورته کړي . تاسو لکه چې دوينی ورکولو دلابراتوار په دروازوکي په گډه (پښتون ،تاجک ،ترکمن ،ازبک ،هزاره اونورقومونه ) په قطار ولاړ واست په همدي بڼه بايد د يو اوبل ناخلفه خبري اوڅرگندونې چي تر ډېره بريده ددسيسې دجوړونکی په هدايت به وي بازی ونه خوری اودهرڅه پروړاندي له ملی اومنطقی زغم نه کارواخلئ . زموږ فرهنگی ټولنه په افغانستان اوله افغانستان نه بهر دټولو افغان روڼ اندو،فرهنگی ټولنو ،سياسي گوندونو اوشخصيتونونه په کلکه غوښتنه کوی چي دموضوع ملي حساسيت ته په پام اړولوسره دخپلو ټولو امکاناتونه دمنلي وحدت او ملی تفاهم لپاره کار وکړي او هيچا ته دا اجازه ورنکړی تر څو ددې غمگيني پېښي نه دخپلو اوبهرنيو دهداياتودپلي کېدو لپاره استفاده وکړي . دافغانستان ښېرازي ددې هيواد دټولو اوسېدونکو په ملي وحدت اوملی تفاهم کی نغښتې ده . په سويډن کي ددوستی دفرهنگی ټولني دمشرتابه په استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery