مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جګړه --- دوهمه برخه:

ایمل افغان



که بېرته يې د افغانستان له لومړي رئیس جمهور سردارمحمد داود خان له دورې راپيل کړو دا خبره هېوادوالو ته ډېره ښه په ډاګه کېږي، چې د دې دورې له ړنګېدو راپه دې خوا ورځ تربلې د افغانستان سیاسي، فرهنګي، ټولنیز اواقتصادي حالت د خرابېدو په لورچټک ګامونه واخیستل، سیاسي لاسوهنې په هېوادکې ډېرې شوې، سوله په جګړه بدله شوه، فرهنګ د بل په لاس کې ولوېد، چې له دې سره سم یې د ځوانانو اوپه ټوله کې د افغان ولس په ژوند، حالت، کار اوزده کړې هم ډېرې بدې اغیزې وکړې، یوشمېرځوانان اونجونې له ښوونځيو اوپوهنتونوڅخه د خپلې وېرې اوعزتونو د ساتلوپه موخه له زده کړې بې برخې پاتې اوپه کورکېناستې، چې په نتیجه کې یې نن ژوند له اقتصادي او رواني ستونزو سره لاس اوګرېوان دی.
د دغو ستونزو د پيدا کېدو عوامل ټولې هغه بدبختۍ اوجګړې وې چې زموږ مشرانو ورته لاس اچولی وه، هېواد اوهېوادوال ورسره په دغه جګړه کې وسوځېدل، د دې وخت په لاس ورنه غی، چې هغوی خپلې ستونزې په خپله هوارې کړې وای نورې هم ستونزې زیاتې شوې، هېواد د اور د لمبو ښکارشو اوخلک په خپلو وينو ولمبېدل، چې زه دغه ستونزې اوجنايت نن ټول د هغه وخت په سياسي څېرو اچوم، هغه که د هرګوند اوډلې خلک وو خو هېواد يې په لوی سيند لاهوکړ، چې اوس يې اداره اوکنترول له واک څخه فکرکوم وتلې خبره ده، ځکه ملي اردو په ماته ملا اونه امکاناتو د دښمن په وړاندې په جګړه کې ښکېل ده، د هېواد اقتصاد د دې تقاضا نه کوي، چې خپل ولس ته داسې کار پيدا کړي چې هغه بنيادي اوخلک هم ورسره مشغول پاتې شي ترڅو له يوې خوا هېواد اباد اوله بلې خوا د ولس اقتصاد پياوړی شي.
د دې ستونزې د پيدا کېدو عوامل که بېرته ترڅېړنې ونیسو، څرګنده ده چې په هېوادکې سیاسي نظامونه اوحزبونه د بهرنیوکړيو په نتيجه کې رامنځ ته شول، ورځ تربلې د زیاتېدو په حال کې وو، خو د دې ډول بې پلانه اوبې فکره حزبونو اوډلوجوړېدل په هېواد کې زموږ دکورنيو اوبهرنیو دښمنانو له خوا و شول، ولې د هېواد په ګټه نه وه اوبل بهرني ملکونه په دې ښه پوهېدل که په دې هېوادکې دا ډلې ټپلې ډېرې شي، افغان ولس به په خپله ورسره په يوه لوی سيندلاهو شي ځکه، چې دا خلک نه شي کولای په افغانستان کې د واک په وېشلوجوړ شي، چې همداسې وشول او اوس هم د هغوۍ له لاسه افغان ولس د اور د لمبو ښکاردی، چې موږ يې ښکاره بېلګې په نننيو حکومتونوکې وينو، نظام زموږ، اداره زموږ، ملک زموږ خو لاسوهنې، چاودنې او د ادارې جوړل د نورو په لاس کې دي اوهغه داسې يوه لاسپوسې اداره غواړي، چې په دوه کلونوکې يې زموږلپاره د دفاع وزير وټاکلوچې نه يې ترشاه نظام راتلای شي اونه ورسره ملک د پرمختګ په لور روانېدای شي اونه دوي غواړي چې د افغان ولس لپاره دې يو پياوړی حکومت جوړ اورئیس جمهور دې د خپل واک خاوند وي، ترڅو هغه وکولای شي د خپلوکارونو د مخ په وړاندې بيولو په نتيجه کې خپل ولس په ځان رامات اويوخپلواک اوپياوړی رئيس جمهور دې وي، چې د دې کار په کولو به دغه ولس د بریا په لور روان شوی اوهغه ناخوالې اومرګونه چې د دوی په مخ کې دي هغه به يې له خپل هېواد اوخپلې مخې څخه لرې کړي وي.
همدا خبرې اوستونزې دي چې د دې خاورې کورنیو اوبهرنیو دښمنانو په دې وخت کې په دې ناوړه کاریوځل ښه په نره لاس پورې کړ اوهغوګوندونو او ډلو ته یې یوه رسمي بڼه د دولت په چوکاټ اوبهرنيو ملکونوکې ورکړه، هغوی هم خپلو ورانکاره کړنو ته اوږه ورکړه چې اخریې پایله دا شوه اوهېواد د یوې لوې کندې په لورسیخ اوخلک بې کوره اوپه پردیوهېوادونوکې کډوال شول، چې بیا هلته د هغه هېواد د سیاسي لوبغاړو په کمپونو اوکورونوکې ورته ناوړه درسونه پيل شول، داسې يو نصاب ورته تدريس کېدو، چې د افغانستان خاوره باید يوځل د دې ملت په وينو سره او ووينځل شي اوهم د افغان حکومت او د دې خاورې په وړاندې دغه خلک جګړه پيل کړي، چې دلته جهاد دی، کفار دي، روسان دي، ودانۍ ړنګې کړۍ، پلونه ړنګ کړۍ اوښوونځي وسوزوئ ، ترڅو د افغان ولس بچي په کې زده کړې ونکړي اوهمداسې بې سواده را لوی شي، چې په دې بې سوادۍکې د پاکستان ګټې اود سيمې د هېوادونو د خرڅلاو بازارونه خوندي شول اوهم زموږ سیاسي لوبغاړو ته د جګړې اوګټې ډګرخالي شو، ځکه دکارسړي خو ټول له دې خاورې بهر ووتل کوم، چې په دې ځای کې وو هغوی ته چا په حکومتي اداروکې وخت ورنکړ اوملي اردوخو هغه وه چې په یوه اونۍ کې يې د نورو هېوادونو په لمسون له منځه يوړله، هېواد د امنيت له پلوه د جګړې داړه مارانو ته خالي شوچې د هغه وخت پوځي وسلې اومهمات يې په غيرې قانوني توګه ټول د پاکستان اوسيمې په هېوادونو د یوې دوه کلدارو په بدل کې وپلورل اوهېواد ټول د دفاع له اړخه دې خلکو ته خالي پاتې شوچې څه په افغانانوکوي نو لاس يې آزاد دی، ځکه دې خلکو ته له خپلو واکدارانو نورڅه په ميراث کې پاتې نه شول په هرکلي او هرکورکې بېلابېل حکومتونه د سيمه ييزو قومندانانو له خوا پيل شول د هغوی چې څه زړه غوښتل هغه يې په دې خاوره کې په خپل ولس ښه په نره ترسره کول، ځکه درد يې د ولس له تن څخه وتلو په دوي يې کوم فشار نه راتلو، ترڅو دوي هم له دې کارڅخه لاس په سرشوي وی.
کله چې دې حزبونو اوجنګي کړیو په دې خاوره کې د خپلو ورانکاره فعالیتونو لپاره په کارپیل وکړ په دې وخت کې ورسره بهرنۍ لاسوهنۍ هم ډېرې اوملګرې شوې، امنیتي ستونزې ورځ تربلې زیاتې او د خرابېدو په حا ل کې شوې، د افغانستان کورنیواوبهرنیو دښمنانوهم غوښتل چې اوس نوپه دې هېوادکې باید یو ناورین رامنځ ته کړو، ترڅو وکولای شو، په دې جګړه کې دا خپلې شومې ګټې د خپلو روزل شووکسانو په مرسته خوندي اوترلاسه کړو اوهم افغان ولس یوځل په خپلو وینو ولمبو او دا سیاسي لوبغاړي، چې دغه لوبه یې له کوم وخت څخه په دې خاوره کې روانه کړې، ورته ښه په رسمیت، ټګۍ اوبرګۍ کې ور وپېژنو چې ولس هم په حقیقت کې په دې پوه شي چې دا ستاسو د وینو تویولوملي اتلان اود پردیو هېوادونو په غېږکې لوی شوي غلامان دي چې په دې ورانکاره کړنو اوکارونو یې اوس لاس پورې کړی او هېواد یې درته د ورانۍ او ټوټه کېدو په لورسیخ کړی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery