مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د وطن چیغه : ګران افغانستان خلکو ته پیغام

زرغونه حداد فرهاد

 

 
 زمونږ ستړی خلک له ډیرو تکلیفونو او ازمایشونو نه تیر شوی دی، په ځانګړی توګه کوم خلک چی افغاانستان کی دننه له لومړی ورځ نه اوسیدلی دی. زمونږ بچی بچی له سیاست سره پیدا شوی دی نو دوی د پاره نور د سیاست تعلیم ضرورت نشته. زه خپله یو لوی سیاسی کورنئ کی لویه شوی یم. زما خدای بښلی پلار ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد ټول عمر یی په سیاست او د خپل هیواد او خلکو په خدمت کی تیر کړی دی. مګر زه په سیاست نه پوهیږم، نو دی د پاره نه یوازې زه بلکه زمونږ ټول خلک باید له سیاست څخه لاس واخلی او د خپل هیواد پرمختګ، آرامی، بیا ودانی او خوشالی د پاره کار اوکړی. دا خبرې مونږ ټولو ډیر اوریدلی خو څوک یې نه عملی کوی. کوم خلک چې افغانستان نه بهر دی هغوی هم ډیر ستړی دی او هر ډول خدمت او مرستې دپاره تیار دی. هغوی هم غواړی چی خپل هیواد ته بیرته راستانه شی.
دا څه دلیل دی چې مونږ هیواد ته امن او سوله نه راځی. آیا دا اقتصادی مسله دی، دښمنی یا د سرحدونو نا مساعد حالات. افغانستان د زمریانو هیواد دی او دا زمریان د خپل هیواد حفاظت او ساتنه په ډیر ښه توګه کولې شی. دا ټول نړې ته ثابته شوی ده چی افغانانو ته څوک ماته نشی ورکولې. که مونږ ټول لاس په لاس ورکړو نو دا ستونزې به ډیر زر حل شی. په دې لړ کی مونږه دا ګام اخیستې دی او زما ورور ولی حداد فرهاد د خیریې او د افغانستان بیوژلی خلکو لپاره پروژی پیل کړی دی لکه ښوونځی، ځینی کورنیو سره مرستې او ورسره د یو څو ماشومانو د تعلیم مسولیت. تاسو کولې شی چې دی پروژو په بارې کی مفصل معلومات د لاندینی ویب پانه له خوا اخیستلې شی.
www. haddadfarhad.info
لا ندینی بریښنا لیک باندې هم تماس نیولې شی.
info@haddadfarhad.com
نو ګرانو هیوادوالو راځی چې سیاست شا ته پریږدو او د خپل هیواد د آبادی د خلکو ځانی، اقتصادی، تعلیمی، هوساتیا د پاره ځان چمتو کړو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery