مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غله اوس هم سرې سترګې ګرځي!!!

حاجي شمس الله


د پکتيا د ټولګټو چارو د رياست له لوريو د شويو فسادونو په باره کې اسناد څو ځله له رسنيو خپاره شول خو لوړ پوړي چارواکي يې په باره کې بې غوره دي. تېر  کال د همدې رياست له لوري د نهه ويشت ميلونه ۲۹۰۰۰۰۰۰ افغانيو د فساد اسناد په رسنيو کې خپاره شول خو له دې اسنادو وروسته يې رييس لا قايم مقام شو او هيچا ورڅخه حساب ونه غوښت.
دا افغانۍ د زرمت ـ ګردېز تر منځ د غځېدلې لويې لارې د هوار کاري لپاره ځانګړې شوې وې.
په اسنادو کې ښودل شوي، چې نهه ويشت ميلونه افغانۍ د ټولګټو چارو د رييس ښاغلي عبدالله دراني په لاسليک اخيستل شوې دي او قومي مخورو هم ورسره منلې، چې دا لاره هواره شوې ده خو شواهد ښيي، چې په دې لاره يو موټر شګه هم نه ده اچول شوې.
په ۱۳۹۲ لمريز کال کې د دې سړک د هواري لپاره بيا ۲۹ ميلونه افغانۍ د ټولګټو چارو وزارت له خوا ځانګړې شوې.
دا سړک دا ځل هم له پخواني برخليک سره مخ شو ، پيسې يې د مسولينو جيبونو ته لاړې خو سړک لا هم کنډ کپر پروت دی.
د ولسي جرګې او ولايتي شورا ځينې وکيلان او قومي مشران هم د ياد سرک د پیسو د ورکېدو خبره تاييدوي او وايي چې د دې سړک لپاره د ټولګټو چارو وزارت له خوا ۲۹ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې وې.
په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازی ، ابراهيم غښتلی هم د يادې لارې په هواري کې شته فساد تاييدوي، نوموړي هغه مهال له رسنيو سره ويلي وو، چې د دې سړک د فساد په اړه يې د ټولګټو چارو له وزير سره هم خبرې شريکې کړې دي.
د زرمت ولسوالي قومي مشران ګيله کوي چې د دوئ غږ څوک نه اوري ، او ځانګړې شوې پيسې د څو ادارو تر منځ وېشل شوې دي.
د زرمت ولسوالي قومي مشر حاجي ظاهر اورياخېل دا خبره هغه وخت له رسنيو سره کړې وه: (( له دې هيڅوک انکار نشي کولی چې په ياد سړک کې فساد ندی شوی )) . خو د ټولګټو چارو رييس عبدالله دراني د شکايت کوونکو خبرې ردې کړې وې او ويلي و، چې په نوموړي د غلا تور په سپينو جامو د سکرو شيندل دي.
زموږ له ښاغلي ولسمشر محمد اشرف غني څخه اميد دی، چې د پکتيا د ټولګټو چارو رييس عبدالله درانی دې څارنوالي ته وروپېژني، چې حساب کتاب ورسره وشي.
دويمه غوښتنه مو دا ده، چې د دې لويې لارې لپاره د جمعه خان همدرد د ولايت پر مهال د ولايتي بيارغونې د ډلې له لوري يو ځل پنځه دېرش ميلونه امريکايي ډالر ځانګړي شول، چې د همدرد زوی يې قرارداد وکړ او لومړنۍ بوديجه يې امريکا ته وتښتوله، چې له هغه وروسته د ولايتي بيارغونې ډلې په پکتيا کې هيڅ کار ونه کړ.
د دې قرارداد په لومړۍ مرحله کې د لارې دواړه غاړې کورونه او باغونه ونړېدل خو لاره د جمعه خان همدرد د غلا له کبله ورانه پاتې شوه. زموږ له ولسمشر څخه هيله ده که عبدالله درانی او جمعه خان همدرد دې محاکمه کړي، چې دواړه د شمشتو خدمتګاران دي او هيواد ته يې يوه ذره ګټه هم نه رسېږي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery