مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په افغانستان کې د پلان کولو قحطي!!

محمد عارف رسولي


سریزه
 دا مقاله د افغانستان په دولتي، سیاسي، اداري او هم د خصوصي سکتور په کلتور کې د پلان کولو کمښتونو او یا بیخي نه شتون ته ګوته نیسي.
زموږ ټولنه او پلان کول
 په افغانستان کې تر ډېره د پلان کولو کلتور خورا کمزوری دی. کیدای شي ډېر کم به داسې کومه دولتی اداره او یا د خصوصي سکتور کوم شرکت و مومئ چې په یوه یا څو کلونو کې په منظمه توګه په مشارکتي توګه د خپلې رهبرۍ په شمول پلان وکړي، ورباندې بیا کتنه وکړي، کمښتونه یې راوسپړي او ورڅخه زده کړي. کیدای شي لاملونه یې داوي چې، له شخړو وروسته زموږ نهادونه شریدلي، پوهان مو مهاجر، شهیدان او یا تقاعد شوي دي. بله داده چې له بده مرغه د پلان کولو ارزښت تراوسه زموږ کلتوري او ټولنیز شعور ته نه دی داخل شوی. دا مې له زیاتو نړیوالو کارپوهانو اوریدلي چې په افغانانوکې په خواشینۍ سره د پلان کولو کلتور وده نه ده کړې.
که زموږ کاروباري خلک کوم پلان جوړوي نو منظم نه وي، په زاړه او عنعنوي توګه یوازې یو یا دوه کسان په نامنظمه توګه د ځینو مسئلو په هکله یو څه سوچونه کوي. وروسته تر نیمګړو ارزونو یو څه ګوډې ماتې پریکړې کوي.
څوک به ووایي نو ولې زموږ ځینې کاروباري خلک بریالي ښکاري؟ خو زه وایم د دوي بریالي ښکاره کیدل یوازې یو اټکل او یا یوه نسبي خبره ده. دا چې د ملي پانګوالو بریا موږ څه ته وایو او ورته کوم معیارونه لرو مهمه خبره ده. که هغوی په نسبي توګه بریالي وي، کوم بل پیاوړی حریف به نه لري او که وروسته شرایط بدل شول بریا به یې هم ترسوال لاندې راشي. که دوی سم پلان کولای لا به نور هم بریالي وای، لانورو خلکو ته به یې کار ورکړی وای، لانوره پانګونه به یې کړې وای او د نړۍ په کچه به هم ځلیدلي وای.
بیلګې ښيي چې پخوا زموږ دولتي ادارو ښه پلانونه جوړول، خو اوس یې په واقعي مانا هیڅ مزه نشته. اوس که څه هم زموږ ځینې ادارې به پلانونه لري، خو اصلي ستونزه د پلان کولو د څرنګوالي او پروسې ده. تر ډېره زموږ ادارو ته کوم بهرني مشاور له یوه یا دوو داخلي کسانو سره پلانونه جوړول، د ادارو مشرانو ته به تسلیم شول او تر ډېر لږ او یا هیڅ اړین بحث وروسته به د ادارې مشرتابه تایید کړ. وروسته به ورڅخه کومه ګټه نه اخیستل کیده او هیر به شول.
له پنځلسو کلونو راهیسې زموږ په دولتي ادارو کې د پلان کولو یو څه نیمګړې هڅې روانې وې خو لا تراوسه نه دی سمې شوې. زموږ په دولتي ادارو کې که کومه کړنلاره (پالیسي)، تګلاره (ستراتیژي) او یا کوم ستراتیژیک پلان جوړیږي نو د هغې اړونده ادارې د رهبرۍ د کچې خلک یوازې مجلس پرانیزی او بیا وایي چې هغه زیاته بوختیا لري او د ورکشاپ کارکوونکو ته ښه بریا وغواړي او لاړ شي. په کار خو دا ده چې د ستراتیژیک په جوړښت کې د سر خلک پوره ګډون ولري او په هره باریکۍ یې پوه وي. که کوم کار نورو ته سپاري خو بیا یې باید په هراړخیزه توګه مطالعه کړي.
په پای کې، کومه کړنلاره، تګلاره او یا کوم ستراتیژیک پلان چې په دې توګه جوړ شي هیڅ څوک یې په اداره کې سم مالکیت نه لري. په لاسته راوړنو، تجربو، تیروتنو او کمښتونو باندې یې څوک سم فکر نه کوي. زموږ کومې دولتي ادارې که کوم ستراتیژیک پلان کله جوړ کړی وي، بیا به تر پلي کیدو وروسته د کوم خپلواک او دریمګړي کارپوه ټیم په مټ نه وي ارزول شوی، او نه به د هغو د کمښتونو او احتمالي ګټو په هکله کوم راپور لیکل شوی وي. په داسې شرایطو کې تیار شوې کړنلارې، تګلارې او پلانونو یوازې د کاغذ په مخ پاتیږي، په خواشینۍ سره داسې زموږ په اړینو ادارو کې د پلان کولو، د خپلو کمښتونو د موندلو، او د پروګرامونو د په وخت او کیفیت سره د پلي کولو پروسه نه شي اصلاح کولای. نو ځکه زموږ په ملک کې داسې ادارې هم شته چې د تیرو پنځلسو کلونو په ترڅ کې یې د چا خبره یو انچ ظرفیت هم نه دی لوړ شوی.
له همدې کبله په دې پنځلسو کلونو کې زموږ د ملک زیاتو ادارو خپلې بودجې نه شوای مصرفولای. لامل یې داو چې زموږ په دولتي ادارو د تیرو کلونو ستونزې نه څیړل کیدې، کوم علمي راپور نه ورباندې لیکل کیده چې د راتلونکي کال لپاره په بودجه کولو او مصرفولو او د پروژو په پلي کولو کې ورڅخه کار اخیستل شوی واي.
زموږ اکادیمیکي ادارې که هغه خصوصي پوهنتونونه دي او که دولتي د پلان جوړولو له علمي پروسې سره کم بلد دي. هغوي د معیاري کیدو لپاره د کیفیت لرونکي مدیریت لپاره ریښتینې هڅې نه دي پيل کړې. هغوی د ستندردونو دپلي کولو له لارې د اکریدیټشن او سرټیفیکشن اخیستلو مفکورې لا نه دي خپلې کړې. که څه هم اوس اوس د نړیوال بانک لخوا دا مسئله د لوړو زده کړو له وزارت او ځینو پوهنتونونو سره روانه ده خو وبه لیدل شي چې زموږ د لوړو زده کړو ادارې او پوهنتونونه به کله ورته سمه پاملرنه وکړي او که نه.
زموږ په دولتي او شخصي شفاخانو کې هم همدا حال دی. د روغتیایي مرکزونو د مدیریت، مکافات او مجازات، تشخیص، د دوا د کیفیت د لوړوالي، د لابراتوارونو د معیاري کولو، د کدرونو روزلو، په روغتیاي نظام کې د یوه ښه سیستم د رامنځته کولو او نورو برخو کې د کومو نړیوالو ستندردونو مراعات ډېر کم کیږي. له همدې کبله ده چې زموږ خلک اړ دي بهر ته په علاج پسې لاړ شي او زیاتې پیسې او وخت ولګوي.
ځینو دولتي ادارو خو به څه ناڅه له پلان کولو او پلان لرلو سره یو څه بلدتیا ترلاسه کړې وي، خو زموږ په ټولنه کې د سیاسي ډلو او ګوندونو پوهه، تجربه او کړنه د پلان په هکله بیخي له صفره هم ټیټه ده. له صفره ځکه ټیټه ده چې هغوی د پلان کولو بیخي اړتیا نه ویني. کله یې چې اړتیا وویني بیا به زیات وخت او کار ورته پاته وي چې دا پروسه سمه خپله او پلې کړي.
د پلان کولو پروسه په نورو ملکونوکې
 په نوره نړۍ کې دولتي ملي کړنلاره (پالیسي) د نظام د مشرتابه او یا په قدرت کې سیاسي ډلې او یا ائتلاف له خوا طرح او رامنځته کیږي. د ملي زعامت تر مشرۍ لاندې وتلي کارپوهان تل د پالیسیو جوړولو، په عمل کې پلي کولو او بیا کتنې او ورڅخه د زده کړو پروسې ته په دوراني توګه دوام ورکوي. د پورته یادې ملي پالیسۍ په رڼا کې هره ملي اداره په خپله کاري ساحه او یا سکتور کې، د هغه هیواد د شرایطو او زیرمو سره سم د داخلي او یا بهرنیو کارپوهانو په مټ د خپلو ادارو لپاره په مشارکتي توګه اوږد مهاله ستراتیژیکې تګلارې جوړوي او ورته منځ مهاله او لنډ مهاله د عمل پلانونه جوړ او پلې کوي یې. دلته مشارکتي پروسه چې د هر سکتوري وزارت د رهبرۍ لخوا پرمخ بیول کیږي خورا مهمه ده او په دې پروسه کې د رهبرۍ ژمنتیا او د نورو کار کوونکو شمولیت مهم دي. دا پروسه په لاندې شکل کې ښه ښودل شوې ده.

دولتي زعامت په ملي کړنلاره نظر ساتي او د رابرسیره کیدونکو مثبتو ټکو او کمښتونو څارنه کوي او د هغو په رڼا کې د دولتي پالیسۍ دوران او پروسه تل جاري وي. همدارنګه، ټول اړونده وزارتونه خپل سکتوري ستراتیژیک پلانونه ارزوي، کمښتونه او ښه ټکې یې پيدا، فرصتونو او تهدیدونو ته ځیر کیږي او له بیا کتنې او اصلاح وروسته یې پلې کیدو ته دوام ورکوي او دا لړۍ همداسې روانه وي.
کله چې د پالیسيو، تګلارو، پلان کولو او پلي کولو دا لړۍ او دوران په یوه ملک کې په سمه توګه او اخلاص څو وارې تکرار شي، نو په ملک کې د سیستم، پروګرامونو، پروژو، او ټولنیزو خدمتونو وړاندې کولو په اړوند ستر ظرفیتونه رامنځته کیږي.
خو شرط دادی چې هلته به کار اهل ته سپارل کیږي، د ګوتو په شمار سیاسۍ پستونه به په قدرت کې ګوند او یا ائتلاف ډکوی او نور ټول تخنیکي او مسلکي پستونه په یوه رڼه او شفافه پروسه کې د ملي اړوندو وتلو کارپوهانو په راوستو ډکیږي. دا مسلکي کسان د دولتي مقرراتو له مخې د وظیفې مصونیت لري، څوک یې بیله کومو قانوني دلیلونو له کاره نه شي ایستلای او نه ېې نوی وزیر له کاره شړلای شي. یوازې او یوازې که کوم جرم کوي، د کار توان نه لري او یا د تقاعد وخت ورباندې راځي. خو زموږ په هیواد کې یوه وزیر چې د موقت وخت لپاره یوه وزارت ته راغی یو ډېر کلیدي رئیس، چې رښتنیولي، تخصص او وړتیا یې ټولو ته مالوم ول په دې لیرې کړ چې د هغه کوم خپل ته یې پروژه نه ورکوله.
پلانونه هیڅ شی دي؛ پلان کول هرڅه دي.
پلانونه هیڅ شی دي؛ پلان کول هرڅه دي. دا مشهوره خبره څو وتلو نړیوالو مشرانو ته منسوب شوې ده او په رهبرۍ او مدیریت کې خورا زیات اهمیت لري. مطلب یې دادی چې د پلان کولو اصلي موخه خپله پلان نه دی – بنسټیز هدف دادی چې د دې په هکله چې په راتلونکي کې به څه پیښ شي یو نظر ته وده ورکړئ، او چې د زیاتو حالتونو لپاره پوره تیاري ونیسئ.
د زیاتو رهبرانو او مدیرانو ستونزه دا وي (خصوصا په افغانستان کې) چې هغوی یوازې اخري پلان ته اهمیت ورکوي او خپله د پلان کولو پروسې ته ډېر لږ وخت ورکوي. په خواشینۍ سره، زیات وختونه ډېر پلانونه په دې توګه جوړیږي: مشران، بنسټ ایښودونکي یا د رهبرۍ له ګروپ څخه یو څو کسان سره یو ځای کیږي او په بیړه د راتلونکي کال لپاره پلان راوباسي، یا له ادارې بهر کوم په نامه کارپوه ته دنده سپاري او د کوم داخلي کس په مرسته ادارې ته پلان جوړوي. هیڅ څوک په هغه پروسه باور نه کوي، یا یې نه خوښوي، خو د هیلو خلاف په بیړه یو څه واقع کیږي. پلان ته د سپیڅلتوب رنګ ورکړل شي – چې ورڅخه سترګې نشي پټیدلای، د مذاکرې وړ نه وي او بدیل نه لري. خو داپلان هسې د ښوولو لپاره وي او په عمل کې بیا څو نه پسې ګرځي.
دلته موږ دری لارې په ګوته کوو د کومو په مټ چې تاسو پلان کول، یوه ژوندۍ پروسه جوړولائ شئ او د هغې په پای کې ښه پلانونه ترلاسه کولائ شئ.
1. پروسه په غور سره قبوله کړی. پخپله د پلان کولو پروسې (نه د پای پلان) ته په اهمیت قایل شئ. د هغه په سم تنظیمولو کې د وخت پانګونه وکړئ. د رهبري هیئت د خپله پکې ګډون وکړي او مالکیت یې د ترلاسه کړي. په کنفرانس خونه کې سم او اړین خلک راټول کړئ. له یوه ښه تسهیل کوونکي وغواړئ چې درسره مرسته وکړي. په پروسه کې رولونه بدل کړئ. ښه ځان ورسره بلد کړئ او په ټولو څیزونو ځان ښه پوه کړئ.

2. د ډول ډول سناریوګانو (حالاتو) لپاره پلان وکړئ، نه د اوسنۍ داتا لپاره. زیات خلک یوازې د یوه وړاندیز شوي حالت لپاره پلان جوړوي. که ورباندې زیات زور هم واچول شي، یو بد، غوره او یا ترټولو ښه وړاندوینو (شرایطو) لپاره پلان کوي. په خواشینۍ سره، ژوند د یوازې څو داتا له ټکو سره برابر نه عیاریږي – په عمل کې ژوند په سناریو ګانو کې راځي. کله چې تاسو د راتلونکي لپاره پلان کوئ، د څلورو یا پنځو ممکنه او یو څو غیر مترقبه سناریوګانو په مطرح کولو سره د خپل کاروبار، سازمان او یا ګوند لپاره پیل وکړئ. څه به واقع شي که ستاسو د کلیدي اړینو موادو قیمت په بازار کې پنځه سلنه(5%) پورته لاړ شي؟ یا که ستاسو عمده مشتري بل ځای لاړ شي؟ یا تاسو د خپلې ذخیرې له ظرفیت څخه زیات تولید وکړئ؟ یا که تاسو د کوم ګوند لپاره ستراتیژي جوړوی او فکر وکړئ چې تاسو کوم مهم سیاسي ملاتړي له لاسه ورکړي، یا مو کوم قوي سیاسي مخالف لوری په قدرت کې راشي څه به کوی؟ پلان کوونکو! تاسو باید داسې پلان جوړونه وکړئ چې ټول ممکنه ځوابونه تمرین کړئ، په دې توګه که یو له هغو څخه واقع شي، تاسو په دقت سره پوهیږئ چې څنګه ځواب ورکړئ. خو زموږ سیاستوال پلان نه کوي یوازې نه بهرنیو قدرتونو نلیږي او د خپل غفلت ګناه پټوي.

3. حسابونه په پای کې راوړئ. زیات خلک له اعدادو سره کار کوي او بیا وروسته په نورو مهمو بنسټیزو کارونو پسې ګرزی. لکه وايي، زه غواړم سږکال داسې بودجه ووینم چې لس سلنه ګټه ولري. ستونزه داده چې، په حقیقي نړۍ کې ډېر کم داسې څه واقع کیږي. د پیسو بکسونه (د میز خانې) تر هغه نه ډکیږي ترڅو مشتریان نه وي راغلي. لمړی، د سناریوګانو په بنسټ خپل پلانونه جوړ کړئ، وروسته حساب کوونکو ته ووایئ چې خپل اعداد سره برابر او حساب وکړي. کله چې تاسو پایلې ګورئ، تاسو ممکن بیرته په شا وګرزئ تر څو خپلو ځینو سناریو ګانو ته مو ځوابونه بیا پلان کړئ، او هغه ښه کار دی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery