مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له ډاكټر عبدالله څو سپیني پوښتني

حقمل


۱ـ  تا وويل: جمهور رئيس زما په امضاء جمهور رئيس شو!! كه داسي وي نو ولي په يوې بلي امضاء ځان نه جمهور رئيس كوې!! ارگ دي نه خوښېږي كه ستا امضاء ارگ ته د ننوتلو په كارت كي نه چلېږي؟!! پر خپل ځان ملنډي وهې كه پر هغو چي ستا مخي ته ناست وو؟!!

۲ـ كله چي تا دا خبره كوله دې ته دي پام وو كه نه چي ستا مخي ته څو انسانان او ځوانان ناست دي، نه ماشومان او بې شعوره حيوانان؟!! ټول ښه پوهېږي چي د ملي وقاحت حكومت جان كيري جوړ كړى، ستا كرسۍ د جان كيري تحفه ده، داسي لكه يو ماشوم په چاكليت راضي كول!! ته د امريكا د مېږوي په زور اجرائي رئيس شوې، د افغان ولس د رأيي خلاف او د اساسي قانون خلاف.

۳ـ تا وويل: څوك چي په خبرو كي حوصله نه لري د رياست وړتيا هم نه لري!! څومره حوصله ترې غواړې؟!! دومره چي كه پر اوږو ئې هم سپور شې مخ دروانه ړوي؟!! حكومت ئې درسره نيم كړ، نيمايي وزارتونه ئې ستا ډلي ته وسپارل، هغه هم تر ټولو مهم وزارتونه لكه داخله او خارجه وزارتونه او لوى درستيزوال، د عطا محمد نور په څېر بدمعاش او اوباش والي ئې سره له ټولو فسادونو، قتلونو، د ملي شتمنيو غارت، له مركزي حكومت بغاوت، جمهور رئيس ته ښكنځلو او اخطارونو؛ او له ډېرو نورو بدمعاشيو سره وزغملو، د وارسا په كنفرانس كي افغانستان د دوه استازو له لوري تمثيل شو، دا د نړۍ په تاريخ كي لومړى ځل دئ چي په يوه نړۍ وال كنفرانس كي د يوه هېواد پر كرسۍ دوه نفره كښېنستل!! دا ستا انتخاب نه وو، د هغو پرېكړە وه او تا ورسره سر خوځولى چي د افغانستان تجزيه ئې اصلي هدف دئ او له تا د يوې ناولې وسيلې په توگه استفاده كوي!! اشرف غني دا هم وزغمل چي په همدې كنفرانس كي ته تر ده مخكي مخكي روان وې!! نور لا څه وكړي، څومره درته ټيټ شي؟!! خلكو خو دا انتظار درلود چي اشرف غني به په ارگ كي د ناستي په لومړۍ ورځ داسي مفسدين په كور كښېنوي نه پر خپل سر!! خلكو په همدې موخه ده ته رأيه وركړە.

۴ـ تا دا اعتراض هم درلود چي مډالونه بايد ستا په مشوره وركړى شي!! ستا په مشوره او كه ستا په حضور كي او داسي چي انځور دي په ټلويزيونو كي منعكس شي؟!! همغسي لكه چي د امريكا د سفير پر ټټر د مډال نصبولو پر مهال تاسو دواړە يو ځاى د مډال پر نښلولو لگيا وى!!! دا پروا دي هم نه وه چي سفير لوړ ولاړ دئ او ته ښكته!!

۵ـ ستا په وړاندي د حشمت خليل كرزي ځوانكي زوى ته مډال وركړى شو او تا ورته لاسونه پړكول!! خو د همدې ورځي په سبا تا د مډالونو د وېش پر څرنگوالي اعتراض وكړ!! دا ولي؟!! دا ستا او ستا د ملگرو بد او كركجن عادت دئ چي هم په غلط كار كي لاس لرئ او هم پرې اعترض كوئ!! د اوسني او مخكني حكومت په ټولو فسادونو، خيانتونو، اختلاسونو، غصبونو، رشوتونو، غلاوو... كي تاسو تر هر چا زيات او تر هر چا وړاندي ملوث يئ خو بيا تر ټولو زيات تاسو پر حكومت اعتراض هم كوئ!!! آيا گمان كوئ چي افغانان په دې منافقتونو نه پوهېږي؟!!

۶ـ دا ځل دي يوې سياسي غونډي ته د غربي دريشي په ځاى هندي ډوله جامه اغوستې وه؛ دا ولي؟!! زه گمان كوم دا د دې لپاره چي غوښتل دي غربي ارباب ته وښيي: زه په رښتيا مرور يم، ژبه مي څه چي جامه مي هم درته وايي زه مرور يم!! ښايي غوښتل دي هغوى ته ووايې: كه مي پخلا نه كړئ هند ته مخه كوم، كورنۍ مي هم تياره ډهلي كي مېشت ده!! آيا همداسي نه ده؟!!
۷ـ دا ولي نن او د ملي وقاحت حكومت د عمر په پاى كي تا د څرگندو، قهرجنو او بازاري اعتراضاتو گوډى پرانيستو؟!! له مصلحت راټوكېدلى سكوت خو څو ورځي، يا څو اونۍ او كه ډېر وځنډېږي نو څو مياشتي وي نه دوه كاله!! اوس كومه نوې پېښه رامنځته شوې كه څنگه؟ داسي خو به نه وي چي اشرف غني له حزب اسلامي سره د معاهدې د لاسليك پرېكړە كړې او دا ستا سره كرښه وه؛ نو ځكه دي حوصله او زغم پاى ته ورسېدو او د څرگند مخالفت لار دي غوره كړە؟!! ولي له حزب اسلامي دومره وېرېږئ؟ ولي د ځان بقا د جنگ په دوام كي لټوئ؟ ولي د سولي غږ په اورېدو سره ستاسو وېښتان ځيږ شي؟ ولي داسي انگېرئ چي د سولي په راتلو سره ستاسو ټغر ټولېږي او ستاسو د ناولې واكمنۍ كرسۍ نسكورېږي؟ خو سوله به حتماً راځي، ژر يا لږ وروسته، له همدې دولت سره يا له نوي حكومت سره، نه ئې كورني مفسدين مخنيوى كولى شي او نه بهرني جنگ غوښتونكي، د ملي وقاحت مفسد حكومت به حتماً نسكورېږي، جان كيري نه مشروعيت وركولى شي او نه ئې اجل بدلولى شي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery