مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په افغان رسنیو کې د پاکستان جاسوسان

محمد انور ولید

 

: ۱۳۹۵ لمریزکال ـ د وږي ۲۹ مه

پرون نه - ها بل پرون مې د یکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په یوه تصویري رسنۍ ( طلوع نیوز ) کې یوه ګردي مېز ته کتل چې ترلاندې لیکل شوي وو : ( سورکارت : دا کارت به پاکستان منزوي کړي ) . خود مېز ګډونوالو ( په قصدي توګه را غوښتل شویو مېلمنو) په سره کارت باندې داسې مېله جوړه کړې وه ، تا به ویل چې همدا اوس د قصابانو د ډېران پرسرد مچانو د دېرې بنډارجوړدئ . د مېزهراکتور د خپلې ادأ او اکټ د تمثیل ننداره لیدونکو ته نذرانه کوله ، ځکه بې خبره او پرسترا تیژۍ باندې پوه لیدونکي ټول ددغو تصویري عجیبوغریبوخبرواوتبصرو پوروي ښکارېدل . پردغه ډول شنونو خو زه هم خپله حیران شوم چې دوی د خپل دغه ډول اکټونو، تبصرواوشننوپاس چاته ورکاوه ؟ دوی تروخت د مخه دغه شننه د څه له پاره اوچاته کوله ؟ مخاطب یې څوک ؤ ؟ د خبرو کچکولونه خو معمولاً دلته په افغانستان کې ډکېږي ، خو د تشېدو توبرې او خورجینې یې په کومو کَفَر کنجونو کې ورته اېښودل شوې دي ؟

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتوغونډه خو یوه څرګنده نړیواله غونډه ده چې له څه مودې وړاندې یې په اړه خبرونه او تبصرې روانې دي ، خو د افغانستان د ؤلسمشر د دوهم مرستیال ښاغلي سرور دانش ورتګ او په دې غونډه کې د هغه ګډون په کې یوه تازه خبره وه . مګرپه یاده غونډه کې د ښاغلي سرور دانش له خوا د سره کارت پورته کول خو د ملي یووالي د حکومت خپله خپلمنځي پرېکړه وه ، چې کله یې ورځ ، ساعت او شېبې را لنډې شوې وای ، بیا به ښاغلي دانش خپل دغه مأموریت ترسره کاوه . نو په داسې جزئي مسائلو کې خو د سیاسي غمازانو دغه ډول دمخه تبصرو ته هېڅکله هم اړتیا نه وه چې اوس د خبرو کورني او بهرني ټول مېلمانه پرې وغږېدل .

په ملي او نړیوالو مسائلو کې خو تبصرې پرهغه څه باندې کېږي چې یا یې اړخونه په اغماض اوګونګ حالت کې شتون ولري او اولیاء اموراو خلک پرې خبرنه وي ، او یا دا چې په خلکو کې د انعکاساتو او پوهاوي له پاره د اولیاء امورو له خوا رسنیو ته وړاندې شي ، تر څو په اړه یې روغه ملي او بین المللي تابیا ورته ونیول شي .

اوس خو چې په افغان رسنیو کې په هغه نړیواله غونډه کې د سره کارت پورته کېدواو د پاکستان د منزوي کېدو خبره د افغان شنونکو له خوا یاده شوه ، نو ددې معنا بله څه کېدای شي پرته له دې چې دغو رسنیو یوازې او یوازې پاکستان ته له خپل آدرسه په اصطلاح د افغان شنونکو په خوله داسې زېګنال ورکړچې : پاکستانه باخبر ! د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال په دې غونډه کې له خپل جیب څخه د سره کارت په پورته کولو سره هغه سیاسي ماین  له ځانه سره وړی چې موخه یې په هغه غونډه کې یوازې د پاکستان الوزول دي ، پاکستان باید وار له مخه د خپل ځان سیاسي او د مکر او حیلې دفع ورته جوړه کړي .

که څه هم دغه کارت کوم اجرائیي ضمانت نه لري او یوازې تش په نامه د نړیوالو پام د پاکستان د ناوړه کړو وړو په اړه په مجسمه توګه افغانستان ته پرې وراړولی شي ، ځکه له افغان پلاوي سره د پاکستان په اړه د کره شواهدو وړاندې کولوثبوت اونه انکارېدونکي دلائل په لاس کې نه شته او له بله اړخه افغانستان خو د هغو پینځو سترو قدرتونو له ډلې هم نه دئ چې د نړۍ د برخلیک په اړه تصمیمونه نیسي ، نو دادرسۍ ته به یې په دې کارت ښکاره کولو سره څوک اجرائیی رنګ ورکړي ، خوخبره داده چې افغانان ولې د خپل کورورانولوپه خاطرد افغانستان له ستراتژیکي دښمن سره ماشه په لاس په کمین کې ناست دي ؟ آیا پردې سره به دغه ډول عناصر یو ځل بیا واک ترلاسه کړي که څه ؟ که خبره د واک ترلاسه کولو وي ، نو دا (۱۳) کاله د ټول افغانستان او ټولو مرګ ژوبلو، پېښو، ناروا معاملو، مافیایي بانډونو، چورتالان ، اداري ـ  ملي ـ سیاسي ـ  اخلاقي فساد ، نا امنیو ، بهرنیو او کورنیو عائداتو او مرستو واک اختیار ټول له همدغه ډول خلکو سره ؤ ، لکه چې اوس غواړي یو ځل بیا د ملت پر لغړ تندي باندې تیمم ووهي که څه !....   

له دې څخه داسې معلو مېږي چې د افغانستان په رسنیو کې د پاکستان له استخباراتو سره تړلي جاسوسان شته او وخت پر وخت پاکستاني چارواکې د همدغو پټو او ښکاره شفرو نو له لارې د افغانستان له ټولو پټو پرېکړو څخه تر وخت د مخه خبرېږي او هغوی یې بیا پر وړاندې خپل اړوند تصمیمونه او سیاسي کمینونه نیسي . ځکه خو افغان حکومت په خپلو کورنیو او نړیوالو پرېکړو کې ډېری وختونه پاتې راغلی وي او بار یې تر منزله پورې نه رسېږي . 

که څه هم دغه ډول افغان رسنۍ اوځینې شنونکي په پټه او ښکاره د بهرنیو کړیو له خوا تمویلېږي او هغوی ته د هغوی د موخو له پاره ملي ضد کارونه ترسره کوي ، د یوه افغان په صفت زما له افغان چارواکو او ټولو افغانانو څخه دا هیله ده چې نور ددغه ډول رسنیواو حرفوي شنونکو مخه ونیسي . ځکه دوی د افغانستان خاوره ، افغان هویت ، دموکراسي او بشري حقوق ټول د افغان نظام ، خاورې ، خلکو ، خپلواکۍ او ټولو دیني او ملي ارزښتونو پر ضد د خپل ځان او پردیو په ګټه استعمالوي . دغه ډول خلکو ته که لوړې واکمنې څوکۍ ورسېږي ، نو بیا پټه خوله او ترټولو وړاندې همدوی په هرډول فساد کې لکه د مخه دورو کې لتاړ وي . او که څوکۍ اوواک ورته ونه رسېږي ، نو بیا د همدغه ډول رسنیو دائمي مېلمانه شي او د حکومت او ملت سپکې او د ځان درنې وایي . دېته وایي سیاسي سوداګرچې تل د افغانستان ملي ارزښتونه د خپلو ګټو قرباني کوي او ټول افغانستان ورته د یوه توت ارزښت هم نه لري او تل د ملي یووالي پرځای نفاق ته لمن وهي .

له دېنه داسې معلومېږي چې ددوی وینه او هویت هم سوچه نه دي ، ځکه پردې خاوره باندې یې هغسې زړه نه خوږېږي لکه د خپلې مور چې پر خپلو بچیانو زړه خوږېږي . که ډېر ښه ورسره وکړي نو د څو روپیو په بدل کې به د رضاعي مور په څېر د خپل مکر اوتمساح داسې پی په خوله کې وروڅڅوي چې وینه یې هم ځمکې ته پرې تویې نه شي، نورهېڅ هم نه . ځکه یې زړونه د عزرائیل (ع ) په څېرسخت او د روح اخیستو ته یې لاس په نامه ولاړدي ، ترڅو ژریې له کالبوته روح وباسي او پرجسد یې له اغیارو سره سودا بازي وکړي .

               فاعتبروا یا اولی الابصار

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery