مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لیوني ماشوم

عصمت الله صالح

په تندي یې نرۍ خولې روانې وې، ساه یې بنده بنده کېده، په زاریو یې خوله پرانیسته، غږ یې ژړغونی و، د سلام په ویلو یې پیل وکړ؛ سلام وروره، خیر دی مرسته راسره وکړه، وژني مې، هغوی مې ژوندی تر خاورو لاندې کوي...
له ځایه پورته شوم، له لید سره سم مې دخپل موقیعت څلور خواوې په ځیره وڅارلې، د خړ ماښام غلې شېبې، له عمره کم ماشوم او یوازې زه وم. ماشوم ته مې مخ ورواړوه، خوله مې پرانیسته، د علیک په کلمه مې خپلې پوښتنې وغځولې: وعلیکم، هلکه! ته څوک شوې؟، له کومې لوري راغلې؟، څه پېښه ده؟ او دا راته ووایه چې څوک درپسې دي؟
 ماشوم چې وېره یې په ټول بدن ننوتې وه، دسر ويښتان یې هسک ولاړ وو، د غاښونو کړپا یې صفا اورېدل کېده؛ رانږدې شو په رېږدېدونکو شنډو یې خبرې پیل کړې: د برکلي یم، کور مې د هغه تور غره لاندې د ګاګرینې غونډۍ په لمنه کې دی، اوس... ماشوم لا غږېده چې یودم مې د چیغو او ژړا آواز تر غوږ شو، ماشوم مې د لاس په اشاره غلی کړ. ښځینه فریاد، ورسره د نارینه ؤ؛ د تسلۍ کرار کرار آواز رانږدې کېدو.
اوس نو ماښام خپلې خړې جامې ویستلې وې، په یو ډول تور څادر کې یې ځان پېچلی و، له ورانو کنډوالو د سپیو او ورسره د پیشوګانو وېرونکي آوازونه هم مخ پرډېرېدو و. د شنه آسمان پر مخ د سپینو ستورو ګرم بنډار، بیا هغه ننداره وه، چې زه یې له ګواښونکې نړۍ نه د سوکالۍ آزادې دنیا ته بېولم.
د خیال پرانیستی ور مې بند کړ، وړاندې مې وکتل یوه ښځه چې ټکری يې په غاړه کې پروت و، له دوو تنو ځوانانو سره زموږ خواته ګړندۍ را روانه وه، ماشوم چې هغه ولېدل پرما یې راټوپ کړ؛ په زاریو یې پیل وکړ، هله وروره ما وژغوره، خیر دی، هله وژني مې... ماشوم ته لومړی غوسه شوم، بیا مې په سینه پورې ټینګ ونیو، په غوږ کې مې ورته وویل، آرام شه، زه درسره یم، تاته څوک څه نشي وېلای.
انساني وېرونکې دغه درۍ کسیزه ډله دومره رانږدې شوه، چې له یو بل سره مو ولیدل؛ وار مې ړومبی کړ؛ غږ مې ورباندې وکړ تاسې څوک یئ او په چا پسې راوتي یئ!؟ ببرسرې ښځه را وړاندې شوه، په فریادي ټکو کې یې وویل وروره! زوی مې ورک دی، لېونی زوی مې بیا له کوره تښتېدلی هیله کوم مرسته راسره وکړه!.
د ماشوم او ولاړې ښځې ترمنځ فاصله یوازې توره تیاره وه، کنه له موږ دوه قدمه وړاندې هغې مخ پرڅپېړو واهه او د سر ويښتان یې شکول.
ورته مې وویل: زه یې درته پیداکوم خو ته دا راته ووایه؛ په دې کوچیني څه شوي چې ستا په وینا هره شپه له کوره تښتي؟
 ځوانې ښځې په ژړا کې ویل: وروره! زوی مې لېونی شوی، خدایه! څه وکړم، تېر ژمی یې پلار تلویزیون واخیست، ماشوم به تل په پټه او ښکاره وحشتناک فلمونه پکې کتل، ما به چې هرڅومره ورته ویل چې دا مه پکې راوله، خو پلار به یې راته غوسه شو چې مه کوه ماشوم دی، بهر خو یې لوبو ته نه پرېږدې چې دلته خو یې سات تېر وي. اوس نو دادی له تېرو دوو میاشتو راپه دېخوا یې په ذهن بده اغېزه کړې، هر ماښام یو داسې بد حالت ورباندې راځي. ملایانو ته مې هم بوت، خو کومه ګټه یې نه ده کړې، وۍ وۍ خدایه! اوس به څه کېږي، زوی مې...
ما هم له ښه فکر کولو وروسته د هلک د بې ثبوته عمل پر وړاندې هغې ته وویل: ماشوم ورک نه دی، له ماسره دی دادی درواخله. ښځې رامنډه کړه، لېونی ماشوم یې زما له غېږې واخیست په خپله سینه کې یې ټینګ ونیو. د شکر شکر الفاظو یې ژړا پسې واخیسته. وروسته یې یو څو توري چې د دوعا او مننې په جامه کې نغښتي وو زما په طرف راخوشي کړل.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery