مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جهاد او سوله ((صلح)) دواړه يو شان اسلامي ارزښتونه دي

سيد حسين پاچا

د ساده ګل ملا هبة الله د پام وړ :
جهاد او سوله ((صلح)) دواړه يو شان اسلامي ارزښتونه دي
د مشرف ((پاکستان)) اتلانو ته مجاهد نه شي ويل کېدای او نه د پاکستان لمسونو ته جهاد ويل کيږي. د پنجاب اشغال ته هېڅ توجيه نشته. د امريکا راتګ ته هم همدوی لاره برابره کړه چې همدا تاسو يې پرې سومبه کړئ

ملا عمر دې امپړ وو، منصور دې امپړ وو او ته هم امپړ يې. د يو مسلمان مشرتابه لپاره چې هغه هم لږ نسبي خپلواک وي لږ تر لږه پوه او صحت شرط دي. ته لا دا نشې درک کولی چې روسان خو اوس هلته هم درغلل او دا ځل يې په يوه مټه معامله کې روسانو ته په لاس ورکړئ

مشرف: موږ اړ شوو چې په افغانستان کې د خپلو اتلانو په مقابل کې د امریکا ملاتړ وکړو
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=49044


نوټ : حکمتيار جهاد ته شا نه، بلکې له حکومت سره په سوله کولو يې جهاد او ټولو خپلو ملي - اسلامي ارزښتونو ته يې مخه کړه چې تاسو ترې مخ اړولی دی. نوموړي د سولې په کولو سره له يو ((لوی جرم)) نه ځان او هم يې خپله ډله خلاصه کړه، خو تا لا نه ځان او نه دې خپله ډله له دې ((لوی جرمه)) خلاصه کړې. حکمتيار به د ملت، هېواد مشر او سترې محکمې له لورې وبښل شي، خو تاسو به ونه بښل شئ تر څو مو چې سولې ته غاړه نه وي ايښي او د باغي حکم به رانغاړئ. له سولې پرته بله هېڅ د توجيه او مشروعيت بله لار نه لرئ. خوښه ستاسو چې د پنجاب ښکېلاک ته سر ټيټوئ او که ترې ځانونه راخلاصوئ. ته او خدای، خپل ضمير او محشر دې! خوښه ستا چې سوله خوښوې او که بغاوت؟ فمن شاء فليؤمن ومن شاء فليکفر، خو سزا ته يې خيال ساته چې وروسته په ايات کې ذکر شوې.

ملا هبة الله :
د هبت الله اخوند ډلې، چې د طالبانو لا سختدريځه ډله ده، په دغو پيغامونو کې د افغانستان له حکومت سره د حکمتيار سوله غندلې او ويلي يې دي چې حکمتيار په دې کار «يو لوی جرم» کړی دی.
د هبت الله ډلې همداراز ليکلي:«دی به په دې خاطر چې جهاد ته يې شا کړه، نه يوازې د خدای له غضب سره مخامخ شي، بلکې يو لوی جنايت يې وکړ.»
وسله والو طالبانو مخکې په خپله ويبپاڼه کې، بې له دې چې د حکمتيار نوم واخلي، د افغانستان له حکومت سره سوله کول غندلي وو.
دې ډلې ليکلي«د سولې په موافقې د دغه حکومت ملاتړ ايا د اشغالګرو ځواکونو ملاتړ او له هغوی سره لاس يو کول نه دي؟»

پرويز مشرف :
د پاکستان پخواني ولسمشر پروېز مشرف ويلي پاکستان اړ و، چې پر افغانستان د امريکا د بريد لپاره زمينه برابره کړي او ملاتړ يې وکړي.
ده ويلي په هغه وخت کې پاکستان له دې پرته بل انتخاب نه ليده، ځکه که پاکستان له امريکا سره مرسته نه وای کړې، نو هند دې کار ته تيار و.
د هغه په وينا سره له دې چې طالبان، القاعده او حقاني شبکه د پاکستان لپاره اتلان وو، خو موږ اړ شوو چې د سپټمبر له پېښې وروسته د خپلو اتلانو په مقابل کې د امريکا د ګټو لپاره پر افغانستان د بريد ملاتړ وکړو.
مشرف يو کال مخکې هم په خپله يوه مرکه کې ويلي وو چې طالبان، القاعده او حقاني شبکه دوی وروزل او د پاکستان لپاره يې د اتلانو رول لوباوه.
پروېز مشرف ويلي دا چې د سپټمبر له پښې وروسته د نړۍ حالات بدل شول نو دوی هم اړ شول چې خپل اتلان وځپي، امريکايي ځواکونو ته اډې ورکړي او په ډېری برخو کې مرسته ورسره وکړي. خو ګڼ امريکايي سياستوال اوس هم په دې باور دي چې پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو په ځپلو کې رښتينی نه و او نه دی.
دوی په پاکستان کې د ملا منصور او اسامه بن لادن وژل کېدو ته په اشارې وايي چې پاکستان اوس هم د ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړی هېواد دی.

وړانديز :
زما وړانديز ټولو طالبانو او حقانيانو ته دا دی چې که په تاسو کې لږه اسلامي پوهه وي، نو ستاسو ضمير، اخلاق، شهامت وغيرت او هم اسلامي وپښتني ارزښتونه به تاسو ته نور هېڅکله د دې اجازه درنه کړې چې څوک دې پر تاسو باندې خپلې موخې او اجنداوې مخې ته يوسي او نه مو څوک وکاروي چې کله مو پر يو او کله مو پر بل نړيوال سوداګرو او ښکېلاکګرو پلوري.او تاسو دا هم نه شئ درک کولی چې پر موږ څه لوبې روانې دي او څه راکيږي او يا څه راسره وشول؟

دويمه خبره دا ده چې واک واختيار يا په بله مانا حالات وشرايط پر دوه ډوله دي :
• يو هغه دي چې ستا له واکه پورته او ته پکې واک (اختيار) ونه لرې،
• او دويم هغه دي چې ته پکې واک (اختيار) لرې او هغه ستا په واک (اختيار) کې دي.

د بېلګې په ډول :
په سورة يوسف کې زليخا د خپلې ناروا غوښتنې د پټولو او د نورو ښځو له خبرو او تا ويلو ما ويلو نه د خلاصون لپاره ټولې هغه ښځې د مېلمستيا يا د بلنې په پلمه راوغوښتې چې هغوی له دې پسې خبرې کولې. يوسف عليه السلام يې په کوټه کې کېنولی وو چې ته به نه راوځې، خو چې کله ما درته غږ وکړ چې راووځه، نو راوبه وځې او هماغسې وشول. هغه چې راووته، نو دوی يې د ښکلا په غم کې شول او خپلې ګوتې يې پرې کړې چې ((وقطعن ايديهن)). ځکه چې دلته يې واک خپل نه وو او حالت (وضعيت) يې يا واک واختيار د بل په لاس کې وو چې عبوديت وو او دی مجبور وو چې د هغې امر يې منلی وای او د هغې په امر باندې له کوټې نه رابهر شو او ټولو ښځو وليده.

خو له دې مخکې پېښه کې چې هغې ترې غوښتنه کړې وه چې ((هيت لک)) او هغه ورته ويلي وو چې نه، ((معاذ الله)) دا کار نه کوم او په هماغه وخت کې يې ورته دوه ټکو ته اشاره کړې وه چې :
 استحسان ((نيکي)) چې ((انه ربي أحسن مثوای)) ستا څښتن له ما سره نيکي کړې ده. ما ته يې پخپل کور کې د ژوند ټول سهولتونه برابر کړي دي، نو زه هېڅکله دا کار نه کوم.

موږ پښتانه هم دا کار بد ګڼو چې څوک راسره نيکي وکړي او ته يې بيا خدای مه کړه عزت ته سپک نظره شې. استحسان (نيکي) يو شی او پر ناموس تيری يې بل شی دی. وطن موږ ته له ناموس کم نه دی. که مو روسان بد راتلل او امريکا مو نه خوښيږي، نو بيا خو مو پنجابيان او ايرانيان هم نه خوښيږي چې دا اسلامي وغيراسلامي اشغال پکې لا چا راوست؟

 د ظلم ((خيانت)) چې ته دې هم د خپل څښتن په حق کې ظلم ((خيانت)) مه کوه. د هغه د بستر د حفاظت خيال ساته. قرآن پاک همدې ټکي ته اشاره کړې چې ((انه لايفلح الظالمون)).

که پنجاب مو په زور جنګ ته مجبوروي او بله لار نه لرئ، نو دا خو کولای شئ چې سوله وکړئ او له افغانوژنې لاس واخلئ.

ښاغليه ملا صاحب،
که تاسو د مشرف دې خبرې ته لږ سوچ وکړئ :
د هغه په وينا سره له دې چې طالبان (۱)، القاعده (۲) او حقاني شبکه (۳) د پاکستان لپاره اتلان وو، خو موږ اړ شوو چې د سپټمبر له پېښې وروسته د خپلو اتلانو په مقابل کې د امريکا د ګټو لپاره پر افغانستان د بريد ملاتړ وکړو.

د جهاد و د اشغال خبرې به تاسو ته له دې وروسته له شرمه ډکې وي. هيله ده چې لږ ژور سوچ پرې وکړئ. تاسو چې د پاکستان لپاره اتلان ياست او د پاکستان د ګټو لپاره جنګيږئ، نو ستاسو مرګ به څنګه وي؟ ايا تاسو جهاد، اشغال او بغاوت سم تعريفولی شئ؟ که تاسو لږ پوه شئ، نو پوځي ديکتاتور مشرف له تاسو کميس وپرتوګ دواړه ايستلي او ملت ته يې لوڅ لغړ کړي ياست، خو چې ته نه شرمېږې دا ستا ستونزه ده نه د ملت. ټوله نړۍ اوس د پاکستان په دوه مخيتوب پوهيږي، خو تاسو نه پوهېږئ.

ښاغليه ملا صاحب،
دا چې مشرف وايی چې د سيپټېمبر له پېښې وروسته د خپلو اتلانو په مقابل کې د امريکا د ګټو لپاره پر افغانستان د بريد ملاتړ وکړو او پلمه هند کوي. که موږ دا کار نه وای کړی هند دا کار کولو چې د دې لپاره څه ثبوت لري؟ ايا دا بد ګوماني او حدس نه دی؟

که له تاسو وپوښتم چې ايا اخلاق، مدني واسلامي قوانين واسلامي ارزښتونه دا ايجابوي چې څوک دې د حدس يا بد ګومانۍ په صورت کې د امريکا د ګټو لپاره خپل اتل قرباني کړي؟ تاسو نفاق څنګه تعريفوئ؟ که تاسو لږ سوچ وکړئ ايا همدا اوس تاسو د باغي حکم نه رانغاړئ؟ تاسو د چا د موخو لپاره د خپل يو مشروع حکومت پر وړاندې جنګيږئ؟ څوک وسله او پيسې درکوي؟

نو چې داسې ده چې خلک مو د نورو يعنې امريکا د ګټو لپاره چې هغه هم غيرمسلمه ده د يو مسلمان قرباني څنګه جايز شي؟ دېته ورته ډېرې پوښتنې او مسايل شته چې ستاسو مسلحانه مبارزه يا ((بغاوت)) ته د پنجاب په لارښوونه او د پنجاب د موخو لپاره هېڅ توجيه او مشروعيت نشته. نه مخکې وو او نه به بيا هم وي، نو هيله ده چې د قرآني ارزښتونو په رڼا کې ((والصلح خير)) پر سوله يا ملي روغه جوړه ((ملي پخلايينه)) باندې يو جامع هر اړخيز بحث وکړئ او له حکومت سره مخامخ د بين الافغاني مذاکرو له ليارې مخته ولاړ شئ او له مخالفت او له جګړې لاس واخلئ چې دا به د ټولو لپاره ګټوره وي.

پايله :
که تاسو ځانته مسلمان وعالم وايی، نو هيله ده چې لږ له خپل ضمير واخلاقو سره دې هم يو ځل ځانته جلا مشوره وکړه چې ستا په ټاټوبي کې پنجابيانو څه لوبې رااخېستي؟ زما په اند خو به يو د روغ عقل څښتن او عالم ته به هېڅکله خپل ضمير شان وشوکت د دې اجازه ورنه کړي چې هغه څوک يې په وطن کې داسې خپلواکه او خپلسرانه منډې ونه کړي چې دی د هماغو لپاره چې دی يې نن اشغالګر بولي سومبه کړ او نن يې دا دی چې په يوه پټه ((سِري)) د داعش وطالب په معامله کې له روسانو سره اشنا کړ. افغاني شهامت دا نه ايجابوي، خو الله تعالی دې ستاسو سياسي واسلامي پوهه زياته کړي.

په دې هيله چې يو ځل پخپلو کې د جهاد، سولې، اشغال و بغاوت پر احکامو باندې يو جامع بحث او سوچ وکړئ! داسې نه شي چې په تعريف کې يې خطا شئ، ځکه چې جهاد وبغاوت (باغيتوب) دوه جلا متضاد اړخونه او احکام دي. تاسو يوځل په دې ځان پوه کړئ چې ستاسو جهاد د حکومت پر خلاف درست دی يا ناسم؟ که د امريکا راتګ درته بد ښکاري، نو د پنجاب راتګ درته سم ښکاري؟

د حکومت اصلاح او سمونه زموږ د ټولو دنده ده، نه مخالفت (بغاوت) او نه جګړه. اصلاح وسمون له حکومت سره په سوله کې راځي نه په مخالفت او د جګړې په تداوم کې چې هېچا ته ګټه نه لري.

په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery