مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زموږ ټولنه او سیاسي ګوندونه !

زماروت خان منګل
ایا زموږ ټولنه دسیاسي ګوندونوپه قالب کې راځي؟
 احزاب یا ګوندونه په ټولنه کې دوګړو دسیاسي ، اقتصادي ، ټولنیز او فرهنګي مادي او معنوي غوښتنو د تحقق له پاره رامنځته کیږي ، په اوله دوهمه نړۍ کې دسیاسي پلورالیزم شتون دولسونو او نظامونو له پاره خورا اغیزمن تمام شوي په دریمه نړۍ کې هم په ځينو ګوتو په شمار په هېوادونو کې دسیاسي پلورالیزم ،چي تعدد احزابو هم اطلاق کیږي خورا اغیزمنه ثابته شوې ، په یو ملک کې دسیاسي ګوندونو شتون خورا هم او اغیزمن دي کله چې نظام انتخابي وي نو بایلوونکی ګوند دسیاسي اپوزیسون لاره نیسي موازنه برابروي داسې نه وي ،چې ټول میدان ګټونکي ګوند ته پاتې وي دخپل سیاسي تمایلاتو او خپله سیاسي تګلاره پلې کوي هیڅوک نه وي ،چې ددوي کارونه او فعالیتونه وڅاري او یا نقد پرې وکړي دسیاسي ګوندونو شتون البته واقعي چې دټولنې به بطن څخه یې ظهور کړي وي دیو هېواد له پاره خورا اړین دی راځي دسیاسي ګوندونو مخینه او تګلارې اوهغه څه ،چې له دغو ادرسونو په ټولنه کې ترسره شوي لند بحث ولرو د پخواني باچا محمد ظاهر د ډیموکراسي لسيزه ، ګوندونو ته دفعالیت اجازه ورکول بیا بیرته دغه موضوع سانسورول هغه څه وو ، چې باید پرې رڼا واچول شي .. ولې شا خپل نږدې خپلوان دسیاسي خوځښتونو څخه منع کړل او قاعده یې وضع کړه ،چې دشا کورني نشي کولای په سیاسي ګوندونو کې برخه واخلي او ولي شته ګوندونه دومره افراطي شول ،چې دیوبل دسرکوب ولو نورې مخربې لارې یې خپلې کړې ؟ که دوخت زمامداران پدې پوهیدل ،چې په ټولنه کې سیاسي نبوغ ترهغې کچې ندي دیوبل سره سالمه سیاسي سیالي وکړي ولې يې پرې بندیز نه لګوه که ترټولو زیاته خطرناکه داوه ،چې دشته احزابو سره بهرني ملاتړ و هوباید دا پوښتنې باید ځواب شي .
• په ټولنه کې یا هغه څوک چې دګوندونو مشري کوله دسیاسي نبوغ نشتوالی
• دګوندونو سره بهرنیو هېوادونو ملاتړ
 پورته پوښتنې دواړه اړخونه متاسفآنه ،چې په هېواد کې شته ګوندونو کې احساسیدل ځینو ګوندونو خو په دومره سپین سترګې دټولنې په آرنو باندې ملنډې ووهلې ،چې په پایله کې ټولنه خورا وځپل شوه او دوي هم خپل قبر په ټولنه کې پخپله ځان ته وکیښ وايي چې مذهب دټولنې ناموس دی حتی په ناموس یې هم قدم ورو نکړ هرڅه یې دخپلو شومو موخو ترلاسه کولو په خاطر قرباني کول دغه ډله خلک دافغاني ټولنې دمطالعې په دروند رنځ باندې لتاړ ول افغاني ټولنه دنورې دنیا ټولنو سره په ډېرو مواردو کې توپیر لري هغه څوک ،چې دغه توپیرونه په درست ډول ونه پيژني دهغوي هر ډول پدیده ولوکه دټولنې دفلاح دپاره وي ناکامه کیږي نو لومړي افغاني ټولنه په خورا درست ډول مطالعه کړئ بیا سیاسي قالبونه رامنځته کړئ لکه څرنګه چې یاد شوي آیا زموږ ټولنه دسیاسي ګوندونو په قالب کې راتلای شي ؟ زما په نظر دغه خورا ارزښتمنه پوښتنه ده، چې ټولنه پيژندونکي ، سیاسي فعالین او مدني فعالین ورته مناسب ځواب ولري . زموږ دټولنې یوه ځانګړنه لویه جرګه ، چې په نوره نړۍ کې All parties conference ورته وايي زموږ همدغه مفهوم ،چې خورا قوي هم دی لویه جرګه افاده کوي . چې خوشبختانه په اساسي قانون کې ورته ځانګړي څپرکي لرو او دراغوښتو موارد یې تعریف شوي په هېواد کې دجرګو تاریخي مخینه په ټولنه کې برخه لیک ټاکونکې ونډه خورا اوږد بحث دی ،چې هیڅ انکار نه منونکې ده نوزما په نظر بنسټیز توپیرونه شتون لري د ګوندونو او زموږ دټولنې له ارزښتونو او عنعنوو سره ،موجوده سیاسي ګوندونه د اساسی قانون دپنځه دیرشمې مادې دحکم له مخې چې هلته یې ګوندونه تعریف شرایط ورته وضع کړي معلوم دی ممکن ځینې ګوندونه چې زه پدې برخه کې جدي انديښنه او پوښتنې لرم ، چې آیا شته ګوندونه داساسي قانون دحکمونو سره سم دي فعالیتونه یې سمون لري اوکنه ؟ دا هغه پوښتنې دي ،چې باید ورته ځواب وویل شي په یوه بیله لیکنه کې مې ددې موضوع دڅیړلو له پاره وړاندیز درلود په هرحال سیاسي پلورالیزم دګوندونو ډیروالي دنظام دتحکیم دټولنې دسیاسي شعور او نبوع له پاره غوره ګام دی موږ پدې برخه کې همکاري ته تیار یوو ولې دوه لیسزې وخت ته ضرورت دی ،چې موږ د ټولنې له بطن څخه راوتلي ګوندونه پدې اوسمهال کې ولرو زه یوازې پدې برخه کې مطالعه لرم دګوندونو دغه شتون تاییدوم دټولنې او نظام له پآره يې اغیزمن بولم ولې هغه توقع چې ټولنه يې باید ترې ولرې په اوسمهال کې تراوسه زه قانع نه یم او دځینو تحرکات او فعالیتونه یې دټولنې له پاره اغیزمن ندي .
نو افغاني ټولنه دګوندونو په قالب کې لکه نهنګ په لښتي کې .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery