مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د رباني په تلین کي د کرزي سپکاوی خپله د کرزي پلان سوې لوبه وه.

لیلی محبت

د سقاویانو لخوا د پخواني ولسمشر حامدکرزی د سپکاوي په اړه هم فیسبوک  او هم نوري رسنۍ ډول ډول تبصیرې کوي او  احساساتي خلکو بیا تند غبرګون هم  وښووی.
خو اصلي خبري ته د هیچا فکر نه دی. او ټول دومره ساده دي چې د کرزي هغه بصیرت او لوبه نسي درک کولای چې کرزی څنګه د رسنیو او د خلکو اذهانو سره لوبي کوي. کرزي په دې ښه پوهیږي چې څنکه په ټولنه کي ځان مطرح کړي او څنګه خپل ځان د خلکو په فکرونو کي را پورته کړي.
د حکمتیار راتګ تر ډیره حده د کرزي رول په سیاسي ډګر او د افغانستان په سیاسي صحنه کي کمزوري کړي دی، نو کرزی د دې لپاره چې یو ځل بیا د پښتنو ملاتړ تر لاسه کړي، پر دې حکومت يي نیوکي پیل کړې . د لويي جرګې خبري يي راپورته کړې ، ان چې داسي ځای ته يي خبره ورسول چې د طالبانو حرکت يي مشروع و باله او د هغوي په لاس د یو ځای نیول يي جایز کار و باله.
چې دې خبري خپله د  دې نظام مشروعیت تر سوال لاندي راوستی. ان  خپله د کرزي صاحب د دولت دوره هم !
 خلکو ته دا سوالونه پیدا سول چې  ښاغلې کرزیه که طالبان پر حق دي ، نو بیا ته لکه ببرک کارمل چې دروسانو پر ټانک افغانستان ته راغلی، ته ولي د امریکا د ځانګړو ځواکونو په چورلکه کي افغانستان ته راغلې او د طالبانو د نظام پر خلاف دي حرکت پیل کړی.
که امریکایان بد دي، نو تا ولي د امریکا سره لاس یو کړي او ستا په خوله  د طالبانو د مشروع نظام د چپه کېدو لپاره دي نظامی جګړه وکړه . هغه وخت دا امریکایان ښه وه اوس چي ته د قدرت څخه لیري سوې بیا بد دي.
هغه وخت طالبان بد وه چې ته پر قدرت وې او اوس بیا چې ته د قدرت څخه لیري سوي بیا طالبان ډیر ښه خلک سول. هغه وخت د طالبانو لخوا د یوې ولسوالۍ نیول هم بد کار وو ، اوس بیا طالبان افغانان دي او حق لري چي یو ځای ان ولایتونه ونیسي.
هغه وخت چې په بون کي دي د افغانستان سیاسي قدرت پر درو قومونو پښتنو ، تاجک او هزاره باندي وېشل سوي وو او دا پرېکړه امرکیانانو په لاس و سوه  همدارنګه ۶۰ سلنه  سیاسي قدرت د پنچشیر په لاس کي وو ، هغه وخت دا نظام مشروع وو ، اوس  بیا نا مشروع دی او لوي جرګې ته اړتیا ده چې نظام ته مشروعیت و بخښی.
خلکو ته دا سوال پیدا سو چې که طالبان ښه وه ، نو دا دومره ځوانان چې د دې نظام او ستا د حکومت د ساتلو لپاره يي ځانونه د طالبانو په مقابل کي قربان کړل او شهیدان سول او د هغوي په لاس دومره طالبان ووژل سول او دومره زندانونه تا د طالب په نامه په پښتنو ډک کړل. نو بیا ولي تا خپل په قدرت کي دغه خبري نه کولي آو ولي دي دا نظام او حکومت طالبانو ته نه پرېښوي.
اوس خلکو  ته  معلومه سوه ، هغه سیمي چې طالبانو لاس ته لویږی او سقوط کوي، په دې کي د کرزي لاس دی. او خپلو پلویانو ته وایي چې سیمي  طالبانو ته يي پرېږدی.
خلکو ته د کرزي سیاست او د کرزي مضره سیاسي څیره روښانه سول چې څنګه د خپل قدرت او ځای د ساتلو لپاره رنګارنګ لوبه کوي. او دهغه ټوله سیاسي برخلیک خطر سره  مخ سو.
نو د رباني غونډه کي يي په قصدي ډول دغه ډول یو کار وکړي او ډیر امکان سته چې دا خلک خپله کرزي د غوندي د اخلال لپاره ټاکلي وه چې بیرته د کرزي نوم   د خلکو په ذهنونو کي سم سي.
اوس وګوري احساساتي پښتانه ټول د کرزي ښه صفت کوي او ټول فیسبوک او رسني د کرزي په صفت ډکي دي. دا خپله د کرزي هغه لوبه ده چې د خلکو د ذهنونو سره يي کوي او پوهیږي چې څنګه خلک د خپلو ګټو لپاره استعمال کړي. په دې کار  سره يي هم د حکمتیار نوم بیرته تر  سیوري لاندي راوستي او هم يي هغه منفي ذهنیت چې د کرزي د خبرو د لاسه جوړ سوي وو  سم کړي.
زیاتره هغه ژورنالیستان او سیاسیون چې د کرزي سیاست يي په دقیق ډول څیړلي او تقیب کړي ، هغوي ښه پوهیږي چې کرزی د خپل قدرت په مختلفو وختونو کي همداسي لوبي کړي، او څنګه يي رسني او د خلکو ذهنونو د خپلو ګټو لپاره استعمال کړي دي.
کاش زموږ احساساتي پښتنو د خپلو اصلي مشرانو او مضرو سیاسیونو تر منځ توپير کولای  سوای . اوس به پښتانه ددغه حالت سره نه واي مخ.
ټول پښتانه پوهیږي چې کرزي هغه کس دی چي همدا شمالي ټلواله يي قدرت ته ورسول او پښتانه يي د سیاسي قدرت څخه لیري کړل.
زه یقین لرم چې دا سړي خپله د کرزي لخوا را غوښتل سوې وو ، چې په غونډه کي مرګ بر کرزي ناري ووهي . چې بیرته د کرزي نوم سم سي آو د پښتنو ملاتړ بیرته  تر لاسه کړي. همدا خپله د کرزي په لاس جوړه  سوې سیناریو وه .
چې دې پکښي کامیابه سو.
په درناوي

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery