مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

څه شوې هغه ژمنې؟!

وحیدالله مالیار

 


د ۱۳۹۳ لمريز کال د ټاکنيزو هلو ځلو پر وخت اوسني ولسمشر محمداشرف غني تر ټولو زيات دا شعارونه ورکول، چې تر بريا وروسته به په نظام کې ژور اصلاحات راولي، او په ټوله کې به داسې يو فضاء جوړوي چې د افغان ولس او خاورې په خیر وي.

د ۱۳۹۳ کال د ميزان په ۷مه نېټه کله چې نوموړي د ارګ واګې په رسمي ډول په لاس کې واخيستې په لومړنۍ بیانه کې يې پر تېرو ژمنو سربېره يې دا ژمنه هم وکړه چې د کورنۍ هېڅ غړی يې اجازه نه لري تر څو د ده له نوم څخه ناوړه استفاده وکړي، او بيا ځل يې ډاډ څرګند کړ، چې پر شویو ژمنو به عمل کوي او د ولس زړونه به تر لاسه کوي.

لومړنۍ بيانه یې د ولس د تود هرکلي سره مخ شوه، خو د وخت په تېرېدو د ولس په هیلو خاورې واوښتې، په واورو ليکل شوې وعدې لمر ته کېښودل شوې او جنګ ځپلي خو د مينې نازک زړونه ټوټه ټوټه شول.

زه په دې ليکنه کې يو شمېر حقایقو ته اشاره کوم، سره لدې چې حقیقتونه تريخ وي ولې دا هیله لرم چې ولسمشر يې په ورين تندي ومني او په څهره يې د قهر ګونځې راماتې نشي.

حاجي عبدالقیوم احمدزی (د ولسمشر کاکا) هغه څوک دی، چې د تلیفون پر لیکه چارواکي ګواښي، غیر قانوني غوښتنې  کوي، په مقرريو او منفکيو کې لاس لري، لوی قراردادونه اخلي او څه يې چې زړه وغواړي پدې نوم يې کوي او په همدې وجه يې ولس احترام کوي چې د ولسمشر کاکا دی.

دا تر ټولو ستره ژمنه وه، (هېڅ څوک دا حق نه لري چې زما د نوم څخه په ناوړه استفادې د نظام په چارو کې لاسوهنه وکړي (ولسمشر غني د ویناوو يوه برخه ۷میزان ۱۳۹۳ – ارګ ماڼۍ) چې تر پښو لاندې شوې.

د ولسمشر بله ژمنه چې د ولس سره یې کړې وه، هغه دا وه چې نظام به د یو ګروپ او سمت له خلکو پاکوي، د دولت او ولس تر منځ به فاصله کموي او تعصبونه به پای ته رسوي، ولې ګورو چې

د محمدیونس قانوني، احمدضياء مسعود، سیدحسین انوري او نورو زامن چې د یوې سيمې، ژبې، فرهنګ او ګوند خلک دي، د ملي امنیت شورا مشاور محمدحنیف اتمر مشاورين ګمارل شوي، زرګونه ډالر معاش او امکانات اخلي، کال ماډل زرهۍ موټرې لري ولې هغه سرتیرې چې د جنګ په صحنه کې ګوته په ماشه ناست دی د څو زره افغانيو په بدل کې يې سرونه په لاس کې نیولی.

دلته خو د ولسمشر دوه ژمنې تر پښو لاندې شوې (عدالت تامین او تعصب له منځ وړل)

اظهر من الشمس

بل لوري ته د ملي امنیت شورا مشاور یو شمېر کرایه کښو لیکوالانو او د فیسبوک کارکوونکو ته میاشتنی معاش ورکوي تر څو هر پوسټ او لیکنه کې نوموړي ته د اوسپنيز شخصیت لقب ورکړي او پدې لقب يې مطرح او مشهور کړي.

د ملي امنيت لوی رياست لومړی او ولايتي مرستيالان دواړه د جمعیت (شورا نظار) فعال غړي دي، چې ټوله اداره کې د خپلې خوښې ګمارنې پيل کړي، د همدوئ په امر هغه چا ته چې هېواد او ولسمشر ته وفادار دي ورته دوسيې جوړېږي.

د جمیع الکملات محمدمعصوم ستانکزي په راتګ هېڅ مثبت بدلون د ملي امنیت په ریاست کې تر سترګو نه شول او نه هم دا هیله کېدای شي چې په لنډ وخت کې به د کومو مثبتو بدلونونو شاهد وسو.

د کورنيو چارو وزارت وزیر د نظار شورا مخکښ غړی، د نوموړي کارونه او لاسته راوړنې ټول ملت ګوري، چې یو نااهله، بې کفایته، بې ارادې، بې ادارې او متعصب شخص دی، د ولس او خاورې پر ځای نظار شورا ته کار کوي او هغوئ ته وفادار دی، ولس ته د خدمت کولو پر ځای د ځان او نظار شورا د غړو د جیب په ډکولو بوخت دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رئيس  عبدالسلام رحيمي د نړۍ د بوختو اشخاصو په کتار کې شمېرل کېدای شي، هېڅ یو څوک لاس رسی ورته نه لري او داسې اجراات ترسره کوي چې د ملت حقه حقوق تر پښو لاندې کېږي.

د مشاورينو شمېر تر ۱۵۰تنو پورې رسېږي، هغه څوک خو بيا په مقرريو او منفکیو هم ډالر اخلي چې تاسو ته يې رسیده ګي کېږي او تر تاسو یوه نیمه خبر رسولی شي.

د ارګ مېشتو مشرانو له لوري د بهرنيو سفارتونو په اشاره او سپارښتنه ګمارنې کوي ، چې دا کار د افغانیت څخه ليري دی.

نو څه شوې هغه ژمنې چې اوسني ولسمشر محمداشرف غني د ټاکنيزو هلو ځلو پر وخت د ولس سره کړې وې، دلته خو که له یوې خوا قدرت انحصار دی، بل لوري ته لسګونه مشاورين، بې کفایته او بې ارادې اشخاصو شتون، تعصب او نور اوج ته رسیدلي.

که سیاسیون، د قلم او فکر لرونکي او نوښتګر سره یو ځای نشي، نو نه خو به روانو بدبختیو ته د پای ټکی کېښودل شي او نه به هم ستونزې هوارې شي.

ما پورته څو کرښې ځکه تورې کړي، چې غواړم د يو ځوان په صفت ولسمشر ته یو ځل بیا د تېرو ژمنو یادونه وکړم او د دې اشاره هم وکړم چې حالت د ښه کېدو پر ځای د خرابېدو لور ته روان دي.

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery