مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د سردار ولي سردار د پام وړ :

سيد حسين پاچا


و ما علينا اللابلاغ
تاسې چې د بنسټيزو اصلاحاتو خبره کوئ لومړی يې له ځانه شروع کړه


ښاغليه،
ليکنه مې ستا ولوسته د زړه خواله دې د قدر وړ ده، خو ټوله پړه غني ته منسوبول به درست نه وي. غني هم زما او ستا غوندې يو انسان دی، خو ځينې داسې غوښتنې چې هغه ټولنې ته له هر اړخيز پلوه ستونزې راولاړوي او موږ جهاديان چې لا تر اوسه دې منطق ته نه يو رسېدلي چې د يو کار وعهدې مستحق نه يم ولې يې واخلم او د بل مستحق کس حق تلف کړم، خو جهاد زموږ د ټولو ظلمونو، نارواوو، حق تلفيو او د غصبونو يو ښه سپر او ښه پلمه ده چې جهاد مې کړی دی او خلکو ته يې همداسې دې سترګو ته پورته پورته کوو. لا تراوسه له موږ سره د هېواد پالنې احساس نشته، خو د تعصبپالنې احساس بيا راسره ښه شته. مذهب مو رامخته کړی او شا ته يې بيا د مذهب خلاف ټولې ناروا کوو.

دا چې تاسو د نړيوالو پېژندل شويو څېرو خبره وکړه تاسو څوک يادوئ؟ دواړه شيخفانيان چې تر وروځو پورې يې وېښتان سپين شوي دي. اوس يې د جومات د عبادت او د تهجدو وخت دی، خو هغوی بيا هم لا د قدرت وږي دي. کله له خپل کوره پغمانه، کله د يو جنګسالار او کله د بل جنګسالار له کوره هېواد مشر غني او حکومت ته يې ګوتڅنډنه کوي او موخې يې هم روښانه دي چې هم به په حکومت کې ځای ورکوي او هم به يې د قراردادونو پورې نه لګيږي، کنه نو پر ارګ ورخېژي.

تاسو چې د تجروبو خبره کوئ د کومو تجربو؟
د پوهنې د پخواني وزير او که د برېښنا پخواني وزير چې پخپلو شتو اوبو کې مو برېښنا راورادوله او لا تر ننه راروانه ده. تاسو چې د بوديجو د نه لګښت خبره کوئ درست ده او غني هم ورته په ډاګه کړې چې په دنده کې به يې ناغېړن او هم به يې له دندې ګوښه کوي، خو زموږ روح و روان وايمان او هېواد پالنه دېته نه ده تياره شوې چې د ټوپک له ماشې نه ګوته پورته کړو. زموږ سملاسي منطق ټوپک او جهاد دی، نو غني نور څه وکړي؟

راشئ چې همدا اوس د غني کار او د نورو هم پرتله کړو چې څوک ښه کار کوي؟ څوک څومره کار کوي؟ څوک څه کولای شي؟ غني ته هم لا ډېرې ستونزې مخته پرتې دي ان تر دې هغه چا چې رايه ورکړې هغه ترې هم تاو دی او سياسي مخالف يې ټوله ورځ د کار مخه نيسي او ستونزې ورته راولاړوي. شکايات يې ټولې نړۍ ته ورسول، خو لا تر ننه نه شي کولی چې د خپل کار يوه بېلګه ملت او نړۍ ته وښيي چې دا مې کړي دي. ايله ټوله ورځ د هغه په کارونو کې لاسوهنه کوي چې دا او هغه له له دندې نه شې ګوښه کولی. يوه پروژه جوړولی نه شي، خو د جهاد نازولتوب يې بيا ټوله نړۍ پورته کولی نه شي.

ولې دغسې بېځايه نيوکې او غوښتنې له کرزي خلکو نه کولې؟
تاسو چې د جنرالانو خبره کوئ راشئ چې محاسبه سره وکړو چې بېځايه رتبې چا ورکړي او څومره نامسلکي جنرالان چا جوړ کړي دي؟
غني د کار سړی دی او وخت ورته ورکړل شي او د ملي - اسلامي او هېوادپالنې د لوړې روحيې پر اساس يې بايد ملاتړ (ننګه) وشي. راشئ چې لږ له دې تنظيمي او ډلو ټپلو نه راووځو او د هېواد پر کچه فکر وکړو نه دا چې د خپلو مشخصو تنظيمي ډلو ټپلو. راشئ چې ملي ګټې پر خپلو شخصي وتنظيمي ګټو لوړې او مهمې (ازښتناکې) وبولو. زموږ روح و روان لا دېته تيار نه دی چې د تېرو پينځلس کلونو او د اوسنيو دوو کلونو ترمينځ منصفانه تميز (توپير) وکړو او لږ تر لږه پرتله يې کړو چې اوس او مخکې څومره کارونه شوي دي؟

نيوکه خو اسانه ده، خو انصاف ومنښته ګرانه ده.
درست ده چې غني وعده کړې او هغه به انشاء الله د خپلې وسې پوره کوښښ وکړي او کوي يې او له خپل کار و کوښښ (تپ وتلاش) به مخ وانه ړوي. راشئ چې دا يې هم پرتله کړو چې د هېواد نړيوال موقف اوس او مخکې څنګه وو؟ درست ده چې د کندوز او د هېلمند جنګونو بيا زور واخېست، خو دېته هم بايد وکتل چې نن زموږ نړيوال واعتبار کومې کچې ته رسېدلی او د ګاونډي مو کومې کچې ته رسېدلی. راشئ چې دا هم سره پرتله کړو چې زموږ پخوانی دروند مشر ښاغلي کرزي شل ځله سفرونه وکړل، خو خبره يې چا نه اورېدله، خو نن د هغه چا سيل هم وکړئ چې نن غني ته په هره سيمه ييزه او نړيواله غونډه کې ترې غواړي چې له طالب سره درول شوې خبرې بيا پيل کړي، خو غني ورته خپل موقف نيولی چې له لاسوهنې لاس واخله او د ګاونډي لاسوهنه يې پر نړيوالو ومنله او هغوی پرې قانع شوي چې څوک پر حق او څوک د نارواو پورې نښتی دی. راشئ چې دا هم سره پرتله کړو چې څوک د سيمه ييزې او نړيوالې انزوا سره مخ دی.

غني څه وکړي؟
دا چې له ولس يې ژمنه کړې او د پزې پېزوان ته يې ګورو چې کلک ورپورې نښتی دی، خو څه وکړو؟
خبره نوره غټيږي دا چې ولې موږ پښتانه له کمونيستي پيره تر دې دمه له نړيوالو له ذهنيته غورځېدلي وو او نړيوال خواخوږي له موږ سره نه وه او د نړيوالو ذهنيت زموږ په هکله سم نه وو، خو لله الحمد چې د غني له برکته موږ يودم ۳۶۰ درجې ټوپ وکړ چې که غني د هېواد دښمنو کړيو او بخيلو ګاونډيو نه لږ په ارام شي، نو په دېر لږ وخت کې به افغانستان بيرته خپل هغه پخوانی برم ترلاسه کړي.
موږ دېته زمريان يو چې هله غني ژمنه کړې، خو ستونزو ته يې نه ګورو او ورپسې مو رااخېستې ده چې ژبه ترې پرې کړو. دا احساس خو راسره نشته چې په اصلاح (سمونه) او په هېواد جوړونه کې ترې مننه وکړو، خو نېوکې ته بيا ډېر شنه ناست يو.
غني د کار سړی دی، په هغه چا کې چې د کار اهليت او متره وي غني به يې ختمي صحنې ته راولي او کار به ورسپاري، خو هسې بېځايه صفت هم په کار نه دی. زموږ د جهاديانو د نااهلۍ له امله داسې څه نه تر سترګو کيږي چې ګوند موږ دې په اداري سيستم او حکومت جوړونه کې دې کچې ته ورسيږو چې په نړيواله کچه مو څوک وپېژني. که موږ کې اهليت وای، نو دا به مو حال نه وای.

له څه نه چې تاسو سر ټکولی، دغه ټول د تېرو پيرونو محصول دی. جهادي مارشالان، جنرالان، قوماندانان، جنګسالاران او زوروران چې موږ او نړيوال دوستان هم راسره پکې ښکېل او په اصلاح (سمون) کې يې له ستونزو سره مخ يو، خو د الله تعالی په هيله چې د وخت په تېرېدو سره به ستاسو د قناعت وړ بدلونونه راشي، خو لږه حوصله (زغم) په کار دی. وخت به راشي چې بيا به هر سړی پخپل نوم هم شرميږي.

ته به هغه وخت لا وړوکی وي چې يو وخت به چا د ملا وويل، نو ځواب به يې دا وو چې نه.
((زه ملا نه يم، پلار به دې ملا وي)).

يوځل چې پوهه ټولنې ته راننوته او خلک پوه شول، بيا هر څوک پخپلې غصب شوې څوکۍ او رتبې پورې توبه ګار او په تنګ شي، خو لا تر اوسه له موږه د جهاد شنګ و هوس لا نه دی وتلی او خپل کړه وړه او نړيوالې غوښتنې لا د همدغه منطق په سترګيو کې ګورو. که مو په پوهه، منطق واستدلال سترګې وغوړېدې بيا به ډېر څه وزغمو او پر ډېرو شينانو به قناعت وکړو او خپلې تېرې تېروتنې به هم ومنو.

په درنښت
سيد حسين پاچا

په حکومتي ادارو کې بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا ده
http://rohi.af/fullstory.php?id=49718


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery