مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-11-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ریښتینې خدمتګاره

توریالی مالیار


کارلا شیفټر (Karla Schefter) هغه آلمانۍ ده چې ژوند یې آلمان کې نه بلکې افغانستان کې د خلکو خدمت ته وقف کړی او د وردګو په چک کې د یوه سلامت روغتون مالي او اداري چارې پر مخ بیايي، شیفټر چې کله چک ته را غله هغه مهال افغانستان کې تنظیمونو یو له بل سره غېږې نیولې وې، روسان ګوډ او مات خپلو هېوادونو ته کوچیدلي وو او ډاکتر نجیب سوله اعلان کړې وه.
شیفټر هغه وخت لا د ځوانۍ په منګ وه، هغه مهال د وردګو د چک روغتون یو وړوکی روغتیايي کلینک و، کار لا چې له آلمان څخه راغله بیا یې خپل اسمان څکې، شنه پارکونه، د مینې دیار، د ساعتیریو ټاټوبي، د سمندرونو غاړې د کلپونو نندارې او دا هر څه یاد نه کړل او په چک کې تر یوې څپرې لاندې په یوه پلاستیکي فرش د خلکو خدمت ته ګونډه شوه، هلته د شفټرې لپاره نه روغتیايي خدمتونه وو او نه صحي خواړه او اوبه، په کلینیک کې لا څا هم نه و خو دې نه د ګاونډي د څا له اوبو مخ و ګرځاوه او نه هم له روانې چینې.
د وخت په تېرېدو دغې هوډمنې همدغه د لږو امکانانو کلینیک په یوه روغتون بدل کړ، داسې روغتون چې هغه مهال یې په ولایت کې ساری نه و، آن له کابله تر غزنیه ناروغان ورتلل، د پلاستیکي سرجرۍ یو بوډا آلمانۍ (یوغ) دومره په ملا، پښو او لاسونو کلک و چې د ورځې یې تر ۲۰ وړیا اپریشنونه کول پرې پوزې، کنډوې شونډې، سوري تالوګان، سریښ ګوتې او.... یې په بریا خلاصول.
کارلا هلته تعمیرونه آباد کړل، د ښځو ناروغانو لپاره یې بېل وارډ پرانیست ښځينه ډاکترانې او نرسانې یې په دندو وګومارلې، د ناروغانو لسګونه بستر خونې یې جوړې کړې، عملیات خونه یې مجهزه کړه، د فیزیوترافۍ څانګې فعالیت پیل کړ، د اداري دفترونو لپاره بیل ځایونه جوړ شول، لابراتوار پرمختګ وکړ، د واکسینو شعبه ځای پر ځای شوه، درملتون پراخ شو، د ډاکترانو او روغتیايي کار کوونکو لپاره د اوسیدو وړ او بسیا ځایونه جوړ شول، د ژورو څاګانو صحي اوبه برابرې شوې، د ډيزلي برېښنا آسانتیا رمنځ ته شوه، خوار ځواکو میرمنو او ماشومانو ته د خوړو او بسکویټو وقفه يي پروګرام پلی شو، د ناروغانو د جامو، بسترو، روجايي ګانو او... وینځلو ماشینري فعاله شوه، بستر نارغانو او د روغتون پرسونل ته اشپز خانه، خوړنځي او خواړه برابر شول، ښځينه پرسونل ته ټرانسپورټشن تیار شو او د ژمي په سړو کې د روغتون اړینې څانګې په لرګیو او تېلو ګرمې شوې.

د وردګو په چک کې د اوبو له بند او برېښنا کوټ جوړولو ورسته چې هغه هم د آلمانیانو له لوري جوړ شوي وو خواوشا اویا کاله وروسته یوې نرسې آلمانۍ په شخصي هلو ځلو د روغتیا دغه ستره پروژه بریالۍ کړه.
کارلا دغه هر څه برابر کړل خو دې نه هلته د ځان لپاره ځانګړی اشپز لاره او نه هم ځانګړی پخلنځی هغه خواړه چې ناروغانو خوړل دې ته به هم پر میزر اېښودل کېدل نه یې د دالو له لېټۍ مخ واړاوه او نه هم د ناروغانو له شولې، کارلا هلته نه د آلمان د شټروډل هوس وکړ نه هم د نوډل (kasespatzle) نه یې پنک پک (kartofflepuffer) یاد شو او نه هم کومه بله هوسانه، هغه وخت به د جهادي مرکزونو قوماندانو له خپلو سوباړیو بېله ډوډۍ خوړه د چرګانو شوروا، د پسه غوښې او لاندي پرېمانه وو که به یې خپله نه شوای بودولی د نورو په میلیمستوننو کې یې خیټې ډکولې خو د آلمان نازولې له افغاني هوسانو هم زړه سبر کړی او د شکنې له خوړلو سره روږدې شوه.
د طالبانو له حکومت سره د دې په اړه ناسم باورونه رامنځ ته نه شول، په لږ وخت کې طالبان هم د دې د خدمتونو احسان منونکي وو، کارلا به په شنو فصلونو او کلي کور کې له اندېښنې پرته ګرځېده.
خو بد بختانه اوس د سیمې دغه خدمتګاره په چک کې خپل جوړ کړي روغتون ته نشي تلای، هغه سیمه اوس یو مخ نظامي مورچلې ګرځېدلې، کله خو جګړه آن په روغتون کې د ننه د خلکو ژوند واخلي، روغتون ته زیان ورسیږي ښيښي ماتې شي، دروازې پرېوزي او دیوالونه ړنګ شي خو بیا هم هغې اتلې خپل هوډ له لاسه نه دی ورکړی، لا هم له آلمان څخه روغتون اداره کوي، لا هم د روغتون څانګې فعالې او پر مخ روانې دي، لا یې هم http://www.chak-hospital.org/ ویب پاڼه فعاله ده لا هم د روغتون لپاره آلمانیانو ته د مرستې لاسونه نیسي او لا هم روغتون د ناروغانو له ګڼې ګوڼې ډک وي.
کارلا یوازې اوس دا نشي کولی چې وګوري د روغتون ډاکتر په اتو بجو دندې ته رسېدلی که نه؟ نوکريوال په خپله اړونده خونه کې شته که نه؟ پرسونل د ورځې اته ساعته خپل مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کوي او که نه له دې پرته هر څه د پخوا په څېر فعال دي جراحي خدمات، د ولادي بیړنیو پیښو جراحي، د هډوکو درملنې څانګه، داخله روغتیايي خدمات تر دولتي امکاناتو ډېر د روغتیايي پرسونل امکانات، د ناروغانو خدمات، د بستر ناروغانو خواړه، ګرم بسترونه او.... هر څه داسې سم دم چلېږي چې نه پکې د رشوت خور حلق لوند شوی او نه پکې فساد پیشه خپله ونډه غوښتې او اخیستې یوازې ژمنتیا، کلک هوډ او پخه مینه یې چلوي.
کارلا اوس د عمر په داسې پړاو کې ده چې په لاره سمه نشي تلی خو بیا هم کال کې یو یا دوه ځله له المان څخه دغه روغتون ته ځان رسوي، د ژوند خطر په ځان مني او خپل دویم کور (چک) ته ځي له ډاکترانو، ناروغانو، د سیمې له مشرانو او.... سره ګوري او لا هم په دې هلو ځلو کې ده چې څنګه دغه روغتون لا وغوړيږي نور پر مختګ وکړي او په نورو امکاناتو او وسایلو سمبال شي.
ډېر تفاوت شته په انسان کې د معنی په لحاظ واړه لګیا دي ځينې ځان ځينې جهان جوړ وي

 یوه غوښتنه:
له نیکه بخته چې کارلا یو ځل د ملالۍ پر مډال ویاړل شوې خو د وردګو له اداري چارواکو، روغتیا وزارت او ارګ میشتو غواړم چې یو ځل بیا ددغې سترې خدمتګارې د خدمتونو درناوی او په ژوند یې د خدمتونو لمانځنه وکړي.

 

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery