مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کوچیان او تمدن

زمردخان منګل

 کوچیان دټولنې دنورو وګړو سره یوازې او یوازې دژوند دطرزله مخې متفاوت دي لکه څرنګه ،چې ټولنه له بیلابیلو اړخونو له مخې سره اوبدلې ده ، ټول مشترکات چې ملت يې لري کوچیان دملت اوټولنې یو اساسي دپام وړ برخه ده ښاریان یا دښار اوسیدونکي هغه وګړي ،چې په ښارونو کې ژوند کوي یا دژوند لومړنیو استانتیاو له پلوه یې دیری ستونزې هوارې وي لکه : مسکن ، پاکې اوبه ،بريښنا ، تعلیمي اوروغتیایی داسي نور سهولتونه ولې کوچیان دښاریانو سره ددې اسانتیاوو له مخې توپیر لري ددوی استوګنه تګ راتګ په غرونو دښتو اولري پرتو سیموکې وي طبیعي ده ، چې هغسې شونتیاوې لکه ښاریان چې لري دوی یې نلري ، په نوره نړۍ کې کوچیان داقتصادي او فرهنګي ارزښت په توګه ددې اړتیاو له مخې پوره دي ددوی له پاره دولتونو داسې امکانات برابر کړي ،چې ددوی دژوند دشرایطو سره برابر دي دلته موضوع کوچیان او تمدن ټاکل شوې شاید دیری لوستونکي برعکس احساس ولري او پوښتنه ورسره پیدا شي ،چې کوچیان او تمدون ؟ ولې داسې نده که په نړي کي د تمدونونو تاریخ ته وکتل شي او څیړنه صورت ونیسی داوو بیلابیلو تمدونو شتون او دیوې سیمې څخه ترې بلې سیمې پورې دتمدونو لیږد هغه څه دي چې موږ دې نتیجې ته رسوي ،چې نه یوازې کوچیان متمدن دي بلکې د تمدونو په لیږد کې خورا اغیزمن ثابت شوي. تمدن یا تمدون دانسانانو دژوند سبک یا طریقه ده په یوه تاریخي دوره کې چې په یوه مشترکه جغرافیه کې دګډو موخو لرونکي وي .
کوچی داکلمه د ترکي څخه اخیستل شوې دیوې کلا دیو برج څخه بل برج ته دخبر یا پیام وړولو له پاره کارشوې ولې په افغانستان کې کوچیان دافغانستان هغه اصلي بومي قشر دی،چې دژمي اوړې مینه او ایلبندونه یې معلوم وي . دکوچیانو په اړوند توکم پيژندونکو خورا ډيرې څیړنې کړیدي پخوا ددوی په عقیده کوچیان دټولنی یوبیل اړخ و، ولې وروسته دتحقیقاتو او څیړنو په پایله کې دې پایلې ته ورسیدل ،چې کوچیان دټولنی نه بیلیدونکی اړخ دی ، یوازی او یوازی یې دژوند معشیت دطرز او طریقي له پلوه متفاوت دي .څرنګه ،چې دټولنې نور وګړی حقونه او وجایب لري همدې ته ورته کوچیان هم له حقونواو وجایبو څخه برخمن دي .
 دنړۍ ولسونه هغه وخت ،چې صنعتي انقلاب نه و رامنځته شوی انسانانو دژوند خورا ساده وسایلو څخه ګټه اخیستله دخپل ژوند دپایښت له پاره په هغو سیمو او زمکوپسې ګرځیدل ،چې ددوی له پاره يې دخوراک اوپوښاک مواد لرل ،چې دقافلو په ډول به له یوځايه بل ځای ته لیرې لیزې ملکونه ته تلل چې د قافلو کاروانونو کې به توکی هم لیږدول چې پدي لیږد کې د اوښانو او کچرو رول ترنورو څارویو اغیزمن و ددې تلنو اولیږدیدونو په پآیله کې دیوې وچې یابراعظم انسانان دنورو وچو یا براعظمونو دانسانانو څخه په بیلا برخو کې د اقتصادي ، ټولنیز او فرهنګی مسایلو کې له یوبل زده کړه کوله یا دبیلابیلو پورته یادو برخو کې تجربې سره شریکولې ، چې داټولې په جهان کې د دبیلابیلو تمدونونو سبب شوي پدي لیږد کې ترهرچا کوچیانو اغیزمن رول لرلای ، کوچیان د تمدونونو په لیږد رالیږد کې لومړنی د صنعتی انقلاب نه وروسته ،چې څومره پرمختګونه په موصلاتي برخه او اموالو او انسانانو د لیږد وسایل رامنخته شوي هغه تګونه چې د قافلو په ډول به وو بیخې نوې، جدید یا ماډرن کړی ، کوچیانو څخه اوسنی عصری تمدون ته ددوی داوښانو له کتار څخه د ټرین ( Train )رامنځته کیدل هغه دکوچیانو داوښانو له کتار څخه اخیستل شوی کاپي ده .
کوچیان دافغانستان څخه دنړۍ نورو برخو ته په ځانګړي ډول د استرالیا لویی وچې داسترالیا دهېواد دمتمدنو وګړو څخه ګڼل کیږي همداسې د آسیا لويې وچې بیلا بیلې برخې په ځانګړي ډول د منګولیا هېواد چې اکثریت یې کوچیان دی او خورا متمدن وګړي، په کوچنی آسیا یا ترکیه هېواد کې ددولت له ډيرو مودو راهیسې اوس مهال پدې هڅه کې دې چې کوچیاني ژوند ته وده ورکړي او کوچیان یوځل پیا په غرونو رغونو کې راښکاره شي څیړنو ثابته کړې ،چې کوچیانو مالونه په طبعیت کې څومره اغیزمن دي ،تاسې وګوری کوم تولیدچې خالص دی که هغه دپوښاک برخه ده ، لبنیاتو برخه ، غوښه اوداسې نور ،چې کوچی سټمپ ولري په نړۍ کې خالص او ځانګړی اقتصادي او فرهنګي ارزښت لري په ګران هېواد افغانستان کې کوچیان هم د اقتصاد له پلوه او دکوچیانو غني فرهنګ او دفلکلور برخه ،چې خورا بډایه ده ولې څومره چې لازم ول ورته پاملرنه نده شوې په سیاسی برخه کې یا دهېواد په نورو برخو کې کوچیان هغه څوک دی،چې ترټولو زیاته اغیزمنرول یی لرلای . لکه څرنګه ،چې کوچیان دټولنی نه بیلیدونکی لوری دی او په افغانستان کی د تخمینی سرشمیرنې له مخې د پنځه تر شپږو میلیونو پورې نفوس لري .
 دافغانستان په اساسي قانون کې دقوی حمایت څخه برخمن دی دافغانستان واحد ملت دیو اساسي رکن په توګه کوچیان ددې ملت په جغرافیه ، احساساتو ، مشترګومادي اومعنوي ارزښتونو کې شریک دي دنورو وګړو په څیر حقوق او وجایب لري وایی ،چې ولسونه ډیر دی په اقتصادي ، فرهنګي ،سیاسي او ټولنیزه برخه کې متفاوت دي ولې مدنیت یې یودی دافغانستان کوچیان هم دنورې ټولنې سره یې دزنده ګې په طریقه کې توپیر شته نور په مدنیت کې شریک او دافغانستان او نړۍ په سطحه متمدن خلک دي .داباید واضح شي ،چې دکوچیانو دژوند پورې ټړلو شرایطو کوچیان په بیلا بیلو برخو کې دنورې ټولنی څخه وروسته پاتې کړي ،چې ددولت او ولس دنده ده ،چې کوچیانو ته لاس ورکړي پدې موجوده حالاتو کې دکوچیانو ترڅنګ ودریږي او ددوی غوښتنو او چارو ته رسیدنه وکړي ،چې پدې برخه کې دمعلوماتو له مخې جلالتمآب ولسمشر ځانګړې پاملرنه لري او اړونده اداره ،چې دکوچیانو لوی ریاست دی خورا اغیزمن پروګرامونه ترلاس لاندې لري ،چې پدې کې ترټولو مهم دڅیړنیز مرکزجوړونه ده ،چې دکوچیانو اتنوګرافیک څیړنې او معلومات به پکې شامل وي ،چې دابه په بیلابیلو برخوکې دکوچیانو اوټول افغانستان له پاره اغیزمن وي . دکوچی پيژندنې له پاره په نوورو څیړنیزو ،علمي او ښوونیزوادارو کې باید هم اغیزمن پروګرامونه ترلاس لاندې ونیول شي. کوچیان د تمدن ځلانده برخه دهېواد دغرونو او دښټو ښکلا
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery