مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اور لړوني احساسات

توریالی مالیار
په اسراییلو کې اور لګېدنې ځينې دومره خوښ او احساساتي کړي چې د احساساتو لمبو یې د فیسبوک مخ سره لمبه کړی ټولنیزو شبکو کې ګڼ کسان په شکر او الحمدلله نه ستړي کیږي او د احساساتو لمبې یې د اسراییلو تر اور تېزې هوا ته پورته کېږي، دغه احساسات ولې دومره له چتې وتلي او د اسراییلو تر اور ګرم دي، ځکه چې موږ له فلسطین سره خواخوږي لرو خو د خواخوږۍ حد نه پېژنو موږ له اسراییلو سره د فلسطین پر سر دوښمني لرو خو د دوښمنۍ حد هم راڅخه ورک دی، که نه وګورئ فلسطین خپل دوښمن ته د مرستې لاس اوږد کړ د دغه لګیدلي اور په وژلو کې تر ټولو مخکي د فلسطین بشري ځواک ډېره برخه اخیستې، نړیوالې رسنۍ د اور په مهارولو کې د فلسطنیانو ونډه د پام وړ بولي فلسطیني رسنۍ هم په خلکو غږ کوي چې د اور په وژلو کې خپلې هڅې ګړندۍ او لا اغیزمنې کړي.
ویډیو ګانو کې فلسطینیان له الله جله جلاله څخه درحم غوښتنه کوي، د اور د مهاریدو چیغې وهي او موږ د احساساتو اورلړوني آن له افغانستانه هغه اور ته هوا ورشړو.
د نړۍ په کچه ترکیه د فلسطینیانو تر ټولو خواخوږې او د اسراییلو تر ټولو سخته مخالفه ټولنه ده مګر تر کیې هم د اور وژنې هوايي ځواک اسراییلو ته ولیږه چې اور مهار کړي.
د فلسطین او اسراییلو دوښمني په هغه کچه نه ده چې موږ یې د نړۍ له هاغه سره دلته احساسوو، فلسطین هومره درد له اسراییلو نه دی لیلدلی لکه موږ یې چې کلونه کلونه ګالو، زموږ لالهاندي له فلسطین سره د پرتلنې وړ لا نه ده د اسراییلو د یوې اونۍ اور زموږ هېواد کې د لګیدلي اور له یو ساعت سره نه دی برابر موږ هره ورځ په سلګونو هېوادوال د جګړو په لمبو کې له لاسه ورکوو خو اسراییل په دومره سخت ناورین کې هم خپل خلک له مرګه ژغورلي او ساتلي.
که فلسطین کې د مسلمانانو ژوند ته وګورو نو هلته ژوند هومره له درد او کړاوه ډک نه دی لکه څومره چې موږ پرې اکشن اخلو او نه یې هم له اسراییلو سره دوښمني هومره کلکه ده لکه موږ چې پرې کوکارې وهو، هلته د خلکو ژوند په عادي حالت کې دی او ورځ په ورځ یې اقتصادي او ټولنیز وضعیت غوړېږي زموږ د سړي سر کلني عواید 123 ډالره دي د فلسطین نږدې 3000 ته رسیږي، هلته د بهرنۍ پانګونې کچه لوړیږي، اقتصادي پرمختګ د پام وړ مثبت خوا ته روان دی او ورځنۍ چارې په عادي توګه روانې دي.
هلته ښوونځيو ته څوک اور هم نه اچوي، محصلین او استادان څوک د کوپر په نامه نه وژني، د انجنیر، ډاکټر، ښوونکي، ژورنالیست، لیکوال او.... سرونه څوک نه پرې کوي، د اردو او پولیسو په سرونو معاملې نه کیږي، د کوکنارو او تریاکو بانډونو د خلکو مرۍ نه دي زندۍ کړې، د سوداګرو اختطاف نشته، د تښتول شوو ماشومانو د بدن اعضا نه پرې کېږي، ښځې ژوندۍ نه سوځول کیږي، پر ماشومانو جنسي تیري نه کیږي، هلته له لوږې څوک د مرګ او ژوند تر منځ د قسمت پرېکړې ته انتظار نه وي، هلته یوه مور له خپلو اولادونو سره تر واورو لاندې شپې نه تیروي، هلته یو ماشوم چا ته د ګدایئ لاسونه نه نیسي او...
کله نا کله جګړه پيښه شي خو د جګړې ټپیانو ته مجهر هوايي او ځمکني امبولانسونه شته روغتونونه په بلا ډېرو درملو او طبي امکاناتو بسیا دي مګر زموږ سرتیري د یو عادي ټپ له لاسه ځکه مري چې امبولانس نه ورسیږي، محاصره عسکر مو ځکه تسلیم یا وژل کیږي چې الوتکه یې صاحبانو دربست خپل کور ته بېولې وي، زموږ عسکر ته ځکه درمل نه ورسیږي چې په درملتونونو پلورل شوې وي، زموږ عسکر ځکه د وینې د یوه رګ په پرېکېدلو خپل نفس ورکوي چې موږ د خپل ټپ درملنه نشو کولی خو د بل په پښه کې په ننوتي اغزي پسې دروبین په پور اخلو.
فلسطینیانو اسراییلو کې د اور مهارولو ته وردنګلي خو افغانستان کې یې یوه ورځ هم په بل شوي اور او ناورینونو خپله خواشیني نه ده ښودلې.
دوه کاله مخکې د اسراییلو په یوه برید کې څو تنکي ماشومان ووژل شول ټول انسانیت پرې خفه و انځورونو یې ټوله نړۍ پر سر اخیستې وه خو له هغې پېښې څو ورځې وروسته پکتیکا کې د لوبو پر سیالۍ ځانمرګي برید لسګونه ماشومان او ځوانان ټوټه ټوټه کړل مګر موږ پرې هغسې آهونه ونه ایستل لکه د فلسطین پر ماشومانو مو چې ژړل دې ته مو هم پام نه و چې فلسطین په خدای که یا زموږ له هغو چیغو خبر و چې د دوی په درد مو وهلې او یا له هغه غمه خبر وو چې زموږ زړونو ته یې لاس اچولی و.
زموږ دوستي او دوښمني لکه د ژوند نور اړخونه د افراط او تفریط په تلو کې دومره سره هسک او ټیټ دي چې موږ یې خپلو کې سره ورک کړي یو ځان نه وینو خو د نورو ښه او بد د دوی له سویې څو برابره اوچت ګورو ځکه خو د اسراییلو د اور لمبو ته دلته لاسونه اړوو را اړوو او برکات پرې چوف کوو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery