مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

فساد څنګه پدیده ده؟

پوهنیار نوراحمد اېمل


  په دې ورستیو کي په افغانستان کي د رسنیو، دولتي خلکو، ولسي خلکو،لوستو او نالوستو په ذهنونو کي د هېواد د پرمختګ، رغښت، آبادۍ او ثبات د لا پياوړتیا فکرونه ګرځي، خو تر څنګ یې ددې ټولو مثبتو او ملي کړنو مخنیوي فساد یاديږي

 فساد هغه ناوړه پدیده، چي قانون او مشروع کړني له خنډ او ځنډ سره لاس او ګرېوان کوي، فساد په خپل حقیقي مفهوم هغه ناوړه او غیر قانوني کړنه ده، چي تباهۍ، ورانۍ، وحشت، ټولنیز وروستوالي، ویجاړۍ، ناقرارۍ، ناامنۍ، ظلم او په ټوله کي د د غیري انساني کړنو لامل ګرځي. فساد په یوه ټولنه کي په فردي او ډله ایزه توګه را څرګندیږي، ځيني خلک په فردي ډول له خپل موقف او نوم څخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول د خپلو شخصي موخو او ګټو لپاره استفاده کوي ټولي ملي شتمني،د اصولو ماتيدنه او قانون تر پښو لاندي کوونه، په چارو کي قومیت، ژبپالنه، سمتپالنه، ګوندپالنه او دې ته ورته ټول اړخونو د فساد په یوه خاص ډول کي شمېرل کیدالی سی. فساد په یوه ټولنه کي په بېلابېلو شکلونو او جوړښتونو را منځ ته کیږی، چي د خینو یادونه یې دلته اړینه ده، غواړم د بېلګي په توګه یې نومونه واخلم:

 اداري فساد، اخلاقي فساد، سیاسي فساد، ټولنیز فساد، اعتقادي فساد، اقتصادي فساد او نور ...

 له بده مرغه پورتنی هر ډول فساد زموږ په دې کړېدلي وطن کي سته او موږ یې په سلګونو بېلګي یادولی سو دا هر څه په ټولنه کي د خلکو او ولسونو د ژوند د بربادۍ، تباهۍ، نا امنۍ، وروسته پاته والي ستر لاملونه دي.  تر ډېره زموږ په دې ناقراره او ویجاړه ټولنه کي د ډېري منفي اغیزی لوی لامل اداري فساد دی، د فساد دا ډول یوازي په افغانستان کي نوې پدیده نه ده، بلکه دا یو نړیوال ویروس دی، چي په ډېرو پرمختللو هېوادونو کي هم دا ترخه او ناوړه تجربه تېره سوې ده؛ د ډېرو هېوادونو د پرمختګ مخنیوی یې کړی، خو د هغوی د ولسونو او مشرانو د ستري مبارزې په پایله کي دا ناوړه پدیده له منځه تللې او یا د منځه تللو په حال کي ده، خو له بده مرغه زموږ په هېواد کي دا ناوړه کړنه ورځ تر بلي پیاوړې کیږي، بنسټونه ورانوي، اصول او مقررات تر پښو لاندي کوي، نفرتونو زیږي او بلا اخره د دولت او ملت تر منځ د واټن لامل ګرځي

. په افغانستا ن کي اداري فساد تر هغې کچي رسېدلی، چي په وارو ـ وارو په نړیواله کچه لومړی، دوهم او دریم منفي مقامونه اخستی، دېری نړیوالو ددې فساد له امله خپلي مرستي او همکاري ودرولی، ډېریو نړیوالو پر افغان حکومت خپلي بې باورۍ وښوولي، د نیکو اړیکو زیان را منځته سو، د ننه په هېواد کي ډېره کمه طبقه، چي هغه پر واک او چوکۍ وه، ددې لاري میلیونران سوه، له خپل موقف او نوم څخه یې ملي شتمنیو ته زیان واړوی، خو له بده مرغه هغه نن تر پخوا لویان او پر ښو موقفونو باندي مقرر سوي دي.  د تمي خلاف، د حکومت د شعاريه خبرو او نمایشي کمیسونونو په رامنځته کېدولوسره بیا هم دا ناوړه چاره ورکه یا کمه نه سوه. اداري فساد په دولتي یا رسمي چارو کي یوازي غلا ته نه ویل کیږي، بلکي د خپل موقف څخه قومي استفاده، سمتپالنه، ګوندي او منفي سیاسي استفادې ټول په اداري فساد کي شمېرل کيدلی سي. 

 دله هغه کړني، چي په اداري فساد کي راځي او موږ یې په دې تولنه کي د هري کړني شاهدان یو په دې دول دي: (اختلاس او عذر، پر حقیقت سترګي پټول، د رسمي پاڼو او اسنادو غلا کول، د سندونو ضایع کول، له ور سپارل سوي موقف څخه تر واک زیاته منفي استفاده، په شخصي چارو کي له دولتي وخت او اسانتیاو څخه ګټه اخستل، د اسنادو جعلول او تزویر، په چارو کي د جرا په منظور ډالي او تحفې اخستل، په غیري قانون ډول واسطه کېدل، په چارو کي له مراجعینو سره ناوړه چلند او د هغوی وخت ضایع کول، په ټاکنو او ګمارولو کي قومي، سمتي، ژبنیز، ګوندي او شخصي ملاحظاتو په پام کي نیول او نور...) دا پورته ټولي کړني په اداري فساد کي شمېرل کیږي، چي ټولني، دولت او نړیوالو اړیکو ته ستر زیانونه اړوي، یو شمېر زیانونه یې په لاندي ډول دي:  (اداري فساد د انحطاط سبب ګرځي، دولتي سیاستونه د اکثریت د منافعو سره په ټکر کي راولي، پر دولت او دولتي ادارو د خلکو ډاډ کمیږی، د ټولني اعتقاد او اخلاقي ارزښتونه متزلل کوي، د اقتصادي ودي مخه نيسي او سوداګرو پانګو اچوونو مخنیوی کوي، د بېکارۍ له منځه تګ مخه نیسي، د زحمتکښو مامورینو روحیه کمزورې کوي او دې ورته نوري ټولینزي ستونزي زیږوي) په پایله کي دا ویلي سو، چي فساد او فاسد هغه ناروا لفظي کلماتاو کړني دي، چي په یوه ټولنه کي منل سوي ارزشتونه، ملي شتمنۍ، پرمختګونه او ټولنیز بنسټونه ماتوي او پر ځای یې وحشت، بربادۍ او کرکي ته لاره خلاصیږي.

د فساد په ورکېدو کي لوی رول خپله د ټولني وګړي تر سره کولی سياو تر څنګ یې د حکومت رهبري تش په شعار نه بلکي د عمل ساحې ته را دانګل یې دا پدیده له منځه وړلی سي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery