مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اداري فساد

عاشق الله اخلاص يار


فساد د انسان د معنويت ورانکونکي پديده ده ، فساد د يوې ټولنې د ټولو ارزښتونو تخريب کوونکی ده ، دا هغه پديده ده چې قانون په يوه ناچله سکه اړوي، په ټولنه کې بې باوري رامنځته کوي او خلک د خپل نن او سبا څخه ناهيلي کوي .

 فساد د صداقت، ايماندارۍ ، مهربانۍ او ځوانمردۍ سره پريکون دی،  

فساد د دروغو، رياکارۍ ، کار ماتونې، مسؤليت نه منلو او بې رحمۍ سره تړلي دي او همزولي هم  دي .

فساد دی چې د اسلامي ارزښتونو او قانون حاکميت له منځه وړي، او پر ټولنه هېڅ زړه سوی نلري، د فساد لپاره بستر په کامله توګه اسلامي او اخلاقي فرهنګ له منځه وړي فساد کوونکی هم د الله ﷻ او هم د قانون په وړاندې مجرمين دي، ځکه هر هغه څوک چې اعمال يې د ټولنې سلامت او پرمختګ تهديدوي مجرم دی او بايد مجازات شي.

فساد پيشه ګان اخلاقي او معنوي کمزوري لري او د خلق الله هغه دښمنان دي چې په موجوديت کې يې ټولنه بې باوری ته سپارل کيږي، له بده مرغه د هغه چا په اړه او د هغه پدېدې په اړه چې مونږ بحث کوو زمونږ په اسلامي او افغانۍ ټولنه کې هم وجود لري.

 فساد کوونکي رشوت اخلي، اختلاس کوي، ناحقه فيصلې کوي، حق پټوي او د مادياتو لپاره مجرمينو او مفسدينو ته د دې موقع ورکوي چې مکرر مجرمين و اوسي او په ټولنه کې نور فسادونه هم پراخ شي، تر دې حده چې اوس افغانان د خپل دولت پرڅرنګوالي شکمن دي او فکر کوي چې دولتي مشران يې پرخپلو ژمنو ولاړ نه دي چې بايد خلکو ته خدمت وکړي، پرمختګ، هوساينه، سوله او نيکمرغي تامين کړي بلکې يوازې د خپلو شخصي ګټو په فکر کې دی او بس.

خلک په دې اندېښنه کې دي چې دغه فساد اوس يو داسې فرهنګ ګرځېدلی چې ختمېدل به يې ناممکن وي، ځکه د دولت هغه ارګانونه چې د دغه فساد له منځه وړلو مسؤليت لري، پخپله په فساد کې ښکېل دي ، په داسې فسادونو کې چې ټولو ته ښکاره دی، نو بيا هغه خبره چې: (کفر و اګر از قبله خيزد کجا ماند مسلمانی)

د همدغه اداري فساد له امله ده چې غل په جرئت غلا کوي، قاتل په جرئت قتل کوي، لوټمار په سپينه ورځ د خلکو مال لوټوي، د مخدره توکو قاچاقبر د بازار په منځ کې په ډاډ سره مخدره توکي خرڅوي، نور او نور وايي زه خو که کوم مسؤل ونيولم د څه رشوت په بدل کې به خوشی شم ، د دولت وقار، حيثيت، کرامت او ان حاکميت د چا تر پامه نه راځي او د مخکيني خبرې بيا تکرار کوو چې قانون په يو ناچله سکې بدل شوي او هغه وطنپال، اسلام پال او د خلکو واقعي خدمتګار افراد چې په دولت کې صادقانه خدمت کوي هم د دې حالت په لېدو سره له روانو جرياناتو او دولت څخه د خفګان احساس کوي، اداري فساد چې د ټولو فسادونو جرړه ده، يو له هغو ناوړو پديدو څخه ده، چې د حکومت مشروعيت تر سوال لاندې راولي، هغه حکومت چې د اساسي قانون د پنځه اويايمې مادې د دريم بند له مخې يې وظيفه ده چې عامه نظم او امن ټينګوي او هر راز اداري فساد به له منځه وړي، مګر مونږ وينو چې دغه فساد ورځ په ورځ نوي ابعاد خپلوي او پراخيږي، خو په وړاندې يې عملي اقدامات ډېر کمزوري او يا يوازې څو شعارونه دي چې دولتي مشران يې ورکوي.

همدغه اداري فساد د اختلاف او جګړو د دوام يو له هغو مهمو عواملو څخه دی چې خلک يې له دولت څخه د نارضايتي په صف کې ودرول او اوس که د سولې په هکله د دولت د صداقت نيت ښودل کيږي، نو له مخالف لورې پوښتنه کيږي، چې سوله تر کومه شرايطو لاندې وشي.

ايا هغه حکومت ته غاړه کيږدی چې د شريعت او قانون پرځای يې چارې د اداري مفسدينو لخوا تر سره کيږی چې حلال حرام او حرام حلال ګڼي په دې صورت کې خو سوله د ځان وژنې په مانا ده .

په هر صورت دا خبرې دا چې حقيقتونه دي، ډېر ترخه دي، بايد په لنډه ووايو هر هغه څوک چې له اسلامي ارزښتونو څخه اګاهي لري، د هغه پابند دي .

 په ټولنه کې د يو قانوني حکومت بقا که غواړئ که هغه په دولت کې دي او که عام خلک دي، د دغه سرطاني ناروغۍ يعنې اداري فساد په وړاندې بايد نور بايد له چوپتيا څخه کار وانه خلي.

 دولت مکلف دی کار اهل د کار ته وسپاري يوازې د لياقت شعار د چا دردونه دوا کوي چې يو څوک دی لوړ تحصيلات ولري نور چې هرڅه کوي هغه ښايسته دي. 

سمه ده چې لياقت د ښايسته توب يو خبر دی خو ښايسته هغه څوک دی چې لومړۍ اسلامي ارزښتونه وپيژني هغه اهليت ولري، صادق وي، ايمانداري او امانت داري بايد اخلاق وبولي، ملت ته د خدمت لپاره په رښتونې ډول ژمن وي نه دا چې: (در دست تسبيح و در دل ګاوخر، همچنين تسبيح کې دارد اثر)

دولت بايد مفسدين په کلکه مجازات کړي ترڅو نورو ته عبرت شي او دغه شيطاني پديده او فرهنګ ورک شي او دغه حساب بايد له ځانه او له پورته څخه کښته لورې ته ترسره شي.

دا ښه ده چې که دولت د اداري فساد پر ضد باندې واقعاً داسې خپلواکه کميټه په دنده ګوماري چې په دې اړه څېړنه وکړي، خو وړانديز دا دی چې دغه کميټه دې پراخه شي، هغه دې خپلواکه قانوني او شرعي کيمټه شي چې له خپلو دعواوو څخه دفاع وکړای شي، معامله ونکړي، د چا تر اغېزې لاندې نه وي او د ړنګېدو لپاره يې بهانې پيدا نشي، په پای کې د رسول الله ﷺ  څو احاديثه راوړم .

نبي کريم ﷺ  فرمايلي دي: د مسلمان دپاره جايز نده چې هغه د چا د نشتون څخه پرته د هغه يوه امسا هم واخلي. (ابن خلدون)

دغه شان نبي کريم ﷺ  فرمايي: په فيصله کې رشوت اخيستونکی او ورکوونکی باندې د الله ﷻ لعنت وي. 

رسول اکرم ﷺ  د معراج په بيان کې وويل، چې کله لومړی اسمان ته ولاړم، ما يوه ډله ولېدله چې د هغوی پرڅڼو داسې درانده بار ونه اېښودل شوي وو چې  دوی ورڅخه سر هم سم نشو خوځولی ، او هماغه بارو نه ورباندې هماغه شان ډېرېدل حضرت جبرائيل عليه سلام راته وويل چې دا هماغه ډله ده چې په امانت کې يې خيانت کړی ده او يو ډله مې داسې وليدله چې د اور په قيضو خپلې ژبې پرې کوي ، حضرت جبرائيل عليه سلام راته او فرمايل چې دا هغه ډله ده چا چې د دنيا د فايدې لپاره دروغ ويلي دي او يوه بله ډله مې هم وليدله چې ژبې يې راويستلې او لاندې يې راښکته کړې وې او شکل او صورتونه يې، لکه  د خنزير په شان وو ، جبرائيل عليه وسلم راته وفرمايل دا هغه کسان دي چا چې په دروغو ګواهي ورکوله او د دې څخه وروسته مې نور داسې خلک وليدل چې خيټې يې پړسېدلې وې ، لکه د ګُنبد په شان او چتې ولاړې وې، رنګونه يې زيړ وو او لاسونه يې د اور په زنځيرونو تړلي شوي وو او په خېټه کې يې ماران او لړمان وځي او ننوځي او د خېټې دلاسه نشي پاڅېدلی، حضرت جبرائيل عليه سلام راته وفرمايل چې دا رشوت خواره دي.

الله پاک ﷻ دې زموږ اسلامي ټولنه د رشوت اختلاس او هر ډول فساد څخه وژغوري.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery