مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پرافغانستان د روسي يرغل ورځ( د جدي ۶مې) د غندنې مراسم ولې پيکه شوي

حبیب الرحمن ابراهیمي

له نن څخه ۳۷ کاله وړاندې په همدې ورځ د شوروي اتحاد ځمکنیواوهوایي  ځواکونو د روس د واکمنانو په امرد افغانستان په پاک حریم یرغل وکړ، د خلق  د ډیموکراتیک ګوند د واکمن حفیظ الله امین واکمني یې نسکوره کړه او پرځای  یې د دغه ګوند مشر ببرک کارمل د واک په ګدۍ کښېناوه.
روسانوپه دې پلمه زموږ پرپاک حریم یرغل وکړ، تر څو دلته د کمونیستي ریژیم  پښې ټینګې کړي او ګرمو اوبو ته د رسیدلو لارځان ته هواره کړي.
د ۱۳۵۸ لمریزکال د مرغومې یا جدي شپږمه ۱۱۵۰۰۰ سره شوروي عسکر ګران  افغانستان ته د حیرتانو د بندراوهوا له لارې یرغل پیل کړ، د جدي شپږمه  زموږ د ګران هېواد په تاریخ کې ځکه توره ورځ بلل کیږي چې د ټولو بد بختیو  زیږنده ګڼل کیږي.
د کریملین واکمنانو په داسې حال كې، چې هېوادوال مود شپې په خواږه خوب  ویده ؤ اونه پوهېودل چې دا شپه له كوم پيغام سره راغله او دوى به په  راتلونكې كې له څه ډول حالت سره مخ كړي، خو د افغانانو ترڅنګ د نړۍ  مشرانو د مسكو د واكمنانو دا اقدام د يو خپلواكه او مسلمان هېواد په  وړاندې د يو بې رحمانه تېري په توګه په كلكه وغانده.
افغانانوهم د خپلې خاورې د آزادۍ، خپلواکۍ اوعزت د ساتلو په خاطر خپل  ویاړلي تاریخ ته په کتو د روسي ښکېلاک ګرځواک او د دوی په مرسته د جوړشوی  ګوډاګي او کمونست پلوه رژیم پرضد جهاد پیل کړ، د سره پوځ پرضد په دې نهو  کلونو وسله واله مبارزه کې نږدې ۱۵۰۰۰روسي یرغلګرعسکر ووژل، له ۵۰ زرو  زیات یې ټپیان کړل او ۳۳۰ نور یې لا تر دې دمه تري تم دي.
ترڅنګ يې دغه بد مرغې جګړې افغانستان هم په کنډواله بدل کړ، زرګونه  افغانان مو شهیدان او معیوب شول دغه رازپه ملیونونوهېواد والو مو  ګاونډیوهېوادونو ته هجرت ته اړ شول.
په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد دا پوځي تېری د ۱۳۵۸ لمريز كال  د مرغومې په شپږمه نېټه پيل او د ۱۳۶۷ كال د سلواغې د مياشتې تر۲۶مې پورې  دوام وكړ.

د جدي د شپږمې په اړه ټول د نظر خاوندان، لیکوالان، په اسلامي او خپلواکۍ  باورلرونکي او د ښه فکراو دید لرونکي قلموال مقالې، تحلیلونه، شعرونه او  نقدونه لیکي او د یو شمیر چاپي او برښنا يې رسنیو له لارې يې خپروي.
زه په خپل وار غواړم د روسي یرغلګروځواکونواود هغوی د لاس  پوڅوګوډاګیانوپه اړه څویادونې وکړم.
که څه هم شوروي پوځ په افغانستان کې د ډېرو زيانونو له ګاللو وروسته له  ماتې سره مخ شو، خو ددغه پوځ له وتو وروسته زموږپه هېواد کې کورنۍ جګړې  پيل شوې او د څو کلونو لپاره يې دغه هېواد له پراخو ستونزو سره مخ کړاو  دادۍ ترنن پورې له پوځي بهرني شتون سره سره په افغانانوتپل شوې جګړه  روانه.
خوپه تاسف سره باید ووایو که څه هم افغانستان له بهرنیو سرتیرو پاک نه دی  او دم ګړۍ غربي زبرځواک د امریکا ترمشرۍ لاندې په افغانستان کې د خپلو  ګټو د پاللو په خاطر د ترهګرود ځپلو تر نوم لاندې پراخ حضور لري.

  خوبیا هم له اسلامي اوفکري وروڼو او خویندو  مې ګېله داده چې باید د دې ورځې یعنې د جدي شپږمه په خورا لویه کچه غندل
 شوې وای، ځکه له یوې خوا باید راتلوونکي نسلونه خپلو مسؤلیتونوته متوجه  کړو له بلې خوا هغه هېوادونو چې دم ګړۍ مو په هېواد کې په یوه بله پلمه  حضور لري دې ته متوجه کړي چې افغانان پردي پوځيان په خپل هېواد کې نه  مني.
ترڅنګ يې د ځوان نسل لپاره یو سترمسؤلیت بولم چې لاس ترزنې ناست اوسیل  کوونکي ونه اوسي اود ګران هېواد د آزادۍ لپاره هلې ځلې وکړي، او هغه څیرې  او کړۍ چې د دې خاورې سره يې جفا کړيې هغوی نوي نسل ته ورپه ګوته کړي او  د خپل راتلوونکي لپاره ويښ واوسي.
د یوې د اسې ورځې د راتلوپه هېله لوی څښتن تعالی ته لاسونه لپه کوم ترڅو  هېواد مو له هرډول بهرني تیري او لاس وهنې څخه خلاص او په خپلو پښو د  ولاړ، آزاد، خپلواک او آباد افغانستان خاوندان کړې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery