مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Rahat Gas
دخپریدو نیټه : 2017-01-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دخدای دمخلوق په خد مت کی دفخرافغان ژوندون - ۷

رڼا ګل اریوبزی

 

او د خدایی خدمتګارو بیتاوه پاڅون
اوومه او وروستی برخه
په پښتنو کی دتشد داو د هند په نیمه وچه کی
دانګریزی ښکیلاک ضد مبارزه کی لاسته راوړنی
 د دی لیکنی په تیرو برخو کی مو ولیدل چی د بیتاوه پاڅون کړنلاری پاچاحان او خدایی خدماګاروته داامکان په لاس ورکړ چی دخپلواکی له پاره دمبارزی تر څنګ په اقتصادی ،ټولنیزو اوکلتوری بدلونونو هم لاس پوری کړی،پښتانه پوه او سره یو کړی،دمبارزینو لیکی په پوهو او انقلابی سرتیرو ډکی کړی اد تاو تریخوالی او بدو رواجونو جرړی وباسی.دبیتاوه پاڅون په بهیر کی تعلیمی نظام جوړ شو، دښځو پر مخ په ټولنیزوچارو کی دګډون لاری خلاصی شوی،د جونو له پاره ښونځی ته دتګ لار پرانستل شوه، دپښتو ژبه له مرګه وژغورل شوه او دپرمختګ په لور وخوځیده او په اقتصادی ژوند کی هم نوی لار ی پرانستل شوی.
دا لاسته راوړنی دجنګ او تشد د په لار ناشونی وی،ځکه چی په جنګ او تشد دکی نه یوازی وران کارونه نه جوړیږی بلکی جوړ کارونه هم ورانیږی او تر ټولو بده لا دا چی ډیر انسانان وژل کیږی،کینه او نفرت زیاتیږی،،خو لنډه داچی تشد داورغونه په هیڅ صورت نه سره جوړیږی.په دی برخه کی د دوو پوښتنو په ځواب پسی ګرځو:
۱ــ آیا پاچاخان او خدایی خدمتګارو په پښتنو کی د دښمنی،انتقام،تربګنی او بی اتفاقی جرړی وایستلی او په دوی کی یی دیوالی ،وروری او مینی احساس راژوندی او دسوله ایز ژوند سره یی ملګری کړل یانی داچی په زور او تشد دزور شول اوکه زوراوتشد دت ته تسلیم شول؟
۲‎‎ــ ډانکریزی استعمارنه دهند دنیمی وچی په ازادولو کی دفخر افغان او خدا یی خد متګارو رول بریالی و او که ناکام؟
دا پوښتنی نوی نه دی.پاچاخان خپله لیکی چی:«زموږ په ملک کی ځنی داسی کسان شته دی چی زموږ دبد خواهانو په لمسه داسی پرو پا ګینډی کوی چی خدایی خدمتکارو څه وکړل؟او دا هم وایی چی عدم تشد د څه وکړل؟او زموږ ډیر سا ده ګان وروڼه دخود غرضه خلکو د دی خبرو نه متآثر کیږی.نو زه دوی ته وایم چی دخدایی خدمتګارو دوه مقصده وو،یو دملک ازادول او بل په پښتنو کی دقامولی،ورورولی، مینی،محبت اتفاق اواجتماعی احساس پیدا کول.»[عبدالغفارخان......۷۸۵م] دا دواړه سختی او ستونځمنی چاری وی او په یوه سر نه تر سره کیدی.نو ځکه پاچاخان په ۱۹۲۱م کال کی د یو شمیر اصلاح او ازادی غوښتونکو شخصیتونو سره د«اصلاح الافا غنه» په نامه یو انجمن جوړکړ. دانجمن موخه په پښتنو کی دغلطورواجونواو تاو تریخوالی جرړی ایستل، دقاموالی،ورورولی،مینی ،محبت اوداجتماعی ژوندروحیی راژوندی کول و.پاچاخان او ملګرو یی پرله پسی دښارونو،کلیواو بانډو دوری کولی،میتینګونه او جلسی یی جوړولی او خپل ولس ته یی ویناوی اورولی.دوی په واروار دټولی صوبی دوری وکړی،دخلکو سره یی له نږدی خبری اومرکی وکړی او دی هلو ځلو په زړه پوری نتیجی هم ورکړی.دملګرو شمیر یی ورځ په ورځ ډیریده،انجمن ځواکمن کیده او پیرنګی تری ایریده.پاچاخان یی ونیو او بندی یی کړ.«دری کاله بندی و، دبندنه تر خلاصیدو وروسته دانجمن اصلاح الافاغنه په انتظام دپښتونخوا په زرګونو خلکو د ده هر کلی وکړ او دخلکو له خوا ده ته د(فخرافغان) لقب ورکړشو.»[عبداله بختانی:فخر امغان او افغانستان،بریښنا ييز کتابتون ۲۱م] کله چی پاچاخان په ۱۹۲۸م کال کی دانجمن له خوا دپښتون اخبار خپور خپور کړنو دپښتنو سره یی اړیکی نوره هم پراخی شوی او پیغام یی افغانستان او حتی هغو پښتنو ته هم ورسید چی په استرلیا،اروپا اوامریکا کی اوسیدل. سره له دی هم په پښتنو کی دتاو تریخوالی دورکولو او دانکریزی ښکیلاک نه دملک دازادولو له پاره یوه بل، به لوړه کچه منظم سازمان ته اړتیا ورځ په ورځ زیاتیدله.فخر افغان او ملګرو یی په دی ټکی د ډیر غور،خبرو اترو او بحثونونه وروسته پریکړه وکړه چی دهغو رضاکارانو منظم سازمان جوړ کړی چی«دخپل قوم او دملک خدمت دخدای دپاره کوی،بل غرض به یی نه وی او رواج به پریږدی او هره ورځ به په خپل لاس دوه ګینټی کار کوی.»[عبدال غفارخان.......۳۶۰ ــ۳۶۱م] په۱۹۳۰م کال کی درضاکارانو داساز مان چوړاو د(خدایی خد متګار)نوم یی ورکړ.«دا نوم دټولو خوښ شو،دی نوم زموږ په زړونو کی یو قسم اطمنان پیدا کړو،موږ پښتانه خدا یی کار او خدمت هغه کار او خدمت ته وایو چی بی دکومی طمعی،غرض اواجرت نه دخدای دپاره کوواو خدای خو خدمت ته ضرورت نه لری ،دخدای دمخلوق خدمت دخدای خدمت دی.»[عبدالغفارخات.......۳۵۸ ــ ۳۵۹م]هغه څوک چی له دی سازمان« سره یو ځای کیږی باید له تشد د،انتقام،تربګنی اوشخصی دښمنی نه دلاس اخیستلواو دبخښنی،زغم او ورورولی لوړه وکړی.»[اټر چند.....۲۷۴م]پاچاخان او ملګری یی دسازمان دجوړولونه وروسته بیا دملک په دوره ووتل،کلی په کلی،ښار په ښاراو بانډه په بانډه وګرځیدل،خلک یی دخدا یی خدمتکارو په مرام پوهول،هر چیری دتاده هرکلی سره مخامخ کیدل،ځوان رضاکاران ډلی ډلی دخدایی خدمتکارو په لیکو کی ودریدل او پاچاخان وایی چی:«د دری میاشتو په اوږدو کی موږ څلویښت زره رضاکاران درلو دل.»[اټرچند.....۵۸م] دسازمان دپرا خیدو سره دهغه داغیزناک تنظیم پوښتنه را پرته شوه.د دی له پاره یی د«کلیو دکمیټو،چی جرکه به یی ورته ویل،یوه شبکه  جوړه کړه،بیا دڅو کلیو  له پار ه ګډی کمیټی رامنځ ته شوی چی ټاپه  کمیټه به یی ورته ویل،بیا دتحصل او ولسوالیو کمیټی رامنځ ته شوی، دټولو په سرکی به ولایتی جرګه یا دپښتنو غیر رسمی پارلمان و.دا جرګی ټولی انتخابی بنسټونه وو.....غفارخان پخپله دخدایی خدمتګارو....عمومی قو مندان نوماوه،افسر به پخپل نوبت سره بیا دبیلابیلو چارودپرمخ بیولو له پاره افسران ټاکل.....دوی دغور ځنګ مخکښان وو او دستورونه به یی ورکول.دوی دوړیا او بی غرضه خدمت هوډکړی و او داړتیا په وخت کی یی دلوړی سر ښندنی هوډ درلود.»[اټر چند.......۵۷م]
دخدای مخلوق ته په خدمت کی پاحاخان دخپل سازمان له پاره یو نمونه او په هره قربانی کی دهغه مخکښ و،څه چی به  یی ساز مان ته ویل تر ټولو دمخه یی په ځان عملی کول.دسازمان اوولس تر منځ اړیکی هم په همدی بنسټ جوړی شوی وی. دپاچاخان په عقیده یوازی هغه سازمان خپل ولس ته خدمت کولی شی او په هغه کی دخد مت کولو احساس  راژوندی کولی شی چی ډسیپلین ولری ،منظم وی اوپه عمل کی خپلی کړنلاری ته ژمن وی.نوځکه یی په واروار ټینګار کاوه چی:«هغه څوک چی زموږ سره دخدایی خدمتکار په  توګه یو ځای کیږی باید هوډورسره وی چی زه به هیڅکله دتشد دنه کار وانه خلم،زه به هیڅکله بدل او انتقام وانه خلم، زه به هغه څوک بخښم چی په ما یی زیاتی او تیری کړی وی،زه باید په کوم دسیسه،کورنی کینی او دښمنی کی برخه وانه خلم او زه باید دهر پښتون سره دیوه ورور او ملګری په توګه چلند وکړم.»[اټرچند.....۲۱ ــ ۲۲م]داغوښتنی ښیی چی دخدایی خدمتګارو خوځښت یوازی یوسیاسی سازمان نه و،دا په حقیقت کی یو سیاسی،ټولنیز،اخلاقی او روحانی ګوند وچی دټولنیز ژوند په څه ناڅه ټولو برخو کی دخدای مخلوق ته په خدمت لګیا و،نه یی له پردیودمالی مرستی تمه کړی ده او نه یی تر لاسه کړی ده.دی سازمان دخپلو مبارزو په بهیر کی په پردی پیسه نه بلکی په خپله عقیده،په خپلو اخلاقواو خپل کرکټر ډ ډه لګوله نو ځکه دخدای مخلوق ته دخدمت په روحیه او دمینی او محبت په وسیله سمبال لوی او منظم لښکر تری جوړشو اوپه پښتنو کی د دښمنی، تاو تریخوالی،بی اتفاقی،دانتقام غوښتلو،تربګنی او دایمی شخړو په خلاف دمبارزی ډګر ته راووتل او په ډیرو پیچلو او سختو شرایطو کی نه تصور کیدونکو بریالیتوبونو ته ورسیدل.دهند دخپلواکی وتلی شخصیت او د دی هیواد لومړنی لومړی وزیر جواهر لال  نهرو دخدا یی خدمتګارو په بریالیتوبونو کی دپاچاخان رول په ګوته کړی اولیکی چی:«هغه دسرحد خلک دیوه شنډ حالت څخه راوباسل او ټوله فضا یی بدله کړه.هغه دخدایی خدمتګارو ستر فوځ رامنځ ته کړاو دارنګه وسله خوښوونکی نژادیی دازا دی له پاره په یوه زړوره،دعدم تشدد په مبارزه ورسیخ کړ،دا یوه معجزه وه چی هغه وکړه.دعدم تشدد وسله یوه پیاوړی وسله ده،یوازی زړورتیااو جرات دا پر مخ بیولی شی.»[اټرچند......۲۴۲م]رښتیا دادی چی خان عبدالغفارخان په یوه داسی ولس کی دعدم تشدد جنډه  راپورته کړه چی ټوپک ورته دورور او زوی نه ګران و،ژوند ورته ارزښت نه درلود او مرګ ته یی اهمیت نه ورکاوه،دهرکوچنی تیری انتقام یی په وسله اخیست،دښمنی ،تربګنی او انتقام یی دژوند دسټورواو هرڅه یی چی تر لاسه کړی دی، په بی اتفاقی او خپلمنځی شخړو یی بیرته بایللی دی. د دغسی ولس څخه دټول هند په کچه دبیتاوه پاڅون ترټولو منظم،ثابت قدمه او زړور سر تیری جوړول که معجزه وګڼل شی نو مبالغه به نه وی. هندی لیکوال اټر چند د«پاچاخان او دازادی مبارزه»تر سر لیک لاندی کتاب کی لیکی چی:«خدا یی خدمتکار پخپله دنده کی ټینګ او با ډسیپلینه خلک وو.چرته به چی سخته دنده وه دوی به ور لیږل کیدل او خپله دنده به یی په ښه توګه تر سره کوله،دوی به دولس سره ول او کوم ځای ته چی به تلل خوشالی به یی دځان سره را وړه.»[ اټر چند.....۱۳۸م] پاچاخان لیکی چی دکراچی په ښار کی دټول هند د کانګرس ګوند جلسه جوړیدله،ګاندی جی جواهر لال نهرو او سردار پټیل په خدایی خدمتګارو پسی راولیږل چی په غونډه کی برخه واخلی.دجلسی دانتظام او دهغی دامنیت په هکله ډیرتشویش موجود و.دا دنده خدایی خدمتګارو ته وسپارل شوه.«د کانګرس او قوم  په دوی دومره اعتبار پیدا شوچی دخپلو زنانه ووانتظام اوحفاظت یی خدایی خدمتکارو ته حواله کړ،بله داچی دا ډیرګران کار و،نه دا انتظام پولیس کولی شواو نه دکانګرس رضاکارانو دا کولی شو،خو دی خدایی خدمتګاروداسی په ښه طیقه سره وکړو چی د دوی ډسیپلین اوانتظام ته دنیا حیرانه شوه او نور خلک خو پریږده دپلیسو یو لوی افسر چی دلته دانتظام له پاره لګیدلی و،دخدایی خدمتګارو کمانډر عظمت خان ته یی ټوپی کوزه کړه او لاس یی ورکړ او دده شکریه یی ادا کړه،اوچی څه وخت به عظمت خان ښکاره شو نو دپولیس مقامی افسرانو به ورته سلامونه کول او دخدایی خدمتګارونه علاوه چی پولیس ته به یی څه قسم حکم وکړ،هغه به یی تعمیل کولو.ددی هم په کانګرس او ټول هندوستان ښه اثر وشو.»[عبدالغفارخان.......۴۳۲ ـ ۴۳۳م] دلته دخدایی خدمتګارو سره نه ټو پک و نه سوټک او نه کومه بله وسله وه او نه خو وسله دبیتاوه پاڅون لاراویا وسیله وه،دلته یوه نوی مفکوره وه دا دعدم تشدد فلسفه وه،دلوړو ایډالونو یونظام او ډسیپلین و،وچت اخلاقی اعتبار اودخدای مخلوق دخدمت له پاره دپښتون ولس تړون و،دا په حقیقت کی په ځان دپښتون باورو او ښکاره یی کړه چی دهنذ په نیمه وچه کی دبیتاوه پاڅون یو داسی نمونه دی چی که مسلمان دی،که هندو دی اوکه پرنګ،هر یو د ده په ننداره دی.
اټر چند دپاچاخان له خولی لیکی چی هغه عدم تشد د چی ده پری باور درلود پراخ دی اودټولو په ژوند اغیزه کوی او دایمی ارزښت لری.«که نه نو وژونکی شخړی به وی چی دسرحد خلکو دژوند یوه برخه وه.له کومه چی موږ عدم تشد دراخپل کړی دی .....موږ د دغو شخړو په پای ته رسولو کی ډیر بریالی شوی یو،عدم تشدد دپښتنو جرات ډیر کړی دی،څنګه چی پښتانه پخوا له نورونه په شدت ډیر روږدی وو او دوی له نورونه ډیر دعدم تشدد نه هم ګټه اخیستلی شی.دعدم تشد د له لاری پرته به موږ هیڅګله په رښتینی او موثره توګه له ځانه دفاع ونه کړو،له همدغه امله خدایی خدمتګار با ید هغسی واوسی چی نوم یی ورته ښایی ــ دخدای او دهغه دمخلوق خدمتګاران ــ خپل ژوند له لاسه ورکوی،خو هیڅوک به دژوند څخه نه بی برخی کوی.»[اټر حند.......۲۰۱م] هغه څوک چی د خپل ژوند په بیه بل ته ښیګڼه رسوی او هوډ یی کړی وی چی هیڅوک به دژوند څخه نه بی برخی کوی،دځان په شان دبل په فکر کی هم وی،په نه ماتیدونکی عزم او اراده دخدای مخلوق ته دخدمت په لاره ځی،تل بریالی وی او ناکامی نه پیژنی.دخدایی خدمتګارو غورځنګ د فخرافغان خان عبدالغفار خان په مشری دبی تاوه پاڅون اصول په داسی طریقه بلی کول چی هندوستان اوحتی پخپله ګاندی جی په دی برخه کی پاچاخان دعدم تشد د دمخکښ شخصیت په توګه منی. دبیلګی په توګه په ۱۹۴۶ ــ۱۹۴۷م کی دهند په ډیره ایالتونوکی تشد د په عدم تشدد زور شوخو خدایی خدمتګار، په خپل ملک کی تشدد ته اجازه ورنه کړه چی وینی تو یی کړی،د پښتنو په ټول ملک کی عدم تشد دحاکم و.اټر چند لیکی چی دی اخ او ډب«او حتی داسی پیښی په ګجرات کی چی دګاندی پلرنی ایالت دی او هلته یی لومړنی تجربی هم تر سره کړی دی وښوده چی داسمه ده چی ووایو،دعدم تشدد دیوه فعال کاګر په توګه عبدالغفار خان پخپله له مهاتما ګاندی نه ډیر بریالی و.»[اټر چند....۲۷۵م»]پاچاخان په یوه ناسته کی ګاندی جی ته وویل چی تاسی خو دډیری مودی راهسی هندوانو ته دعدم تشد د درس ور کړی دی او د دی کار له پاره ډیر ماهران او وسایل هم درسره شته دی،«خو ته وګوره چی د۱۹۴۲م کال په جنګ کی په هندوستان کی څومره تشد دوشوولیکن په صوبه سرحدکی باوجود دانګریزانو دډیر ظلم او اشتغال پښتنو تشد د ونه کړ.حالانکه دهندوانو سره دتشدد هغومره سامان نشته څومره چی دپښتنو سره دی.د دی په ځواب کی ګاندی جی ووی عدم تشد د دبزدل سړی کار نه دی،داد یوه بها در سړی کار دی،پښتانه دهندوستانیانونه زیات بهادران دی،دغه وجه ده چی هغوی تشد د ونه کړ.»[عبدالغفارخان......۷۲۴م] مهاتما ګاندی دهند دنوی وچی دخپلواکی په مبارزه کی دخدایی خدمتګارو درول په ارزښت او اهمیت ښه خبرو او دهغوی یی ډیر درناوی کاوه.خو کله چی په ۱۹۳۸م کال کی دپښتنو ملک ته په دوره لاړاو هلته یی ددی سازمان نظم،دسیپلین،بریاوی او په دی ساز مان کی د عدم تشد د بی پایه اینرژی ولیدله نو ویی ویل چی:« زما دعا ده چی پښتانه دی نه یوازی هندوستان له ازادی وګټی بلکی ددی ازادی په برکت ټولی دنیا ته دعدم تشد د دا زرین اصول ور معرفی کړی.»[عبدالغفارخان......۶۵۴م] پاچاخان دهند دبهار په ایالت کی دمسلمانانو او هندوانو ترمنځ کرکی او جګړوته داشاری په ترځ کی لیکلی دی چی دسرحدی صوبی د مسلیم لیک رضاکاران بهار ته د دی له پاره لاړل چی وژلو او وینی تویولو ته نوره لمن هم ووهی،« او کله چی له هغه ځایه بیر ته راتلل نوډیر هډوکی یی له ځان سره راوړل او په سرحد کی یی کلی په کلی وګرځول او زموږ په خلاف یی لویه  پراپیګنډه وکړه او مطلب یی دا وچی په سرحد کی هم دهندو او مسلمان  او سک په منځ کی دنفاق او فساد اور بل کړی.ولی فساد یی ونه کړای شو او پخپل مطلب کی کامیاب نه شول،ولی چی دلته دخدایی خدمتګارو دتحریک په برکت دفساد او دښمنی جرړی ایستل شوی وی.»[عبدالغفارخان .....۷۷۴ ــ ۷۷۵م]دپښتنو په ملک ک دبیتاوه پاڅون بریاوی،دخدایی خد متګارو نفوذ،ګرانښت او ځواک ایالتی اسمبلی ته په ټول ټاکنو کی هم ښکاره شو.انګریزانو په ټاکنو کی دخدایی خد متګارو په زیان بی رحمه او بی شرمه لاس وهنی کولی.دنورو لاس وهنو ترڅنګ یی په ټاکنیزو مبارزو کی دپا چاخان دګډون مخه هم ونیوله.په ۱۹۳۶م کال داګست په میاشت کی دپاحاخان دبند موده پوره شوه او له بنده ازادشو،خو د دی له پاره چی په ټاکنیزو مبارزو کی برخه وانه خلی پنجاب اوسرحد صوبی ته یی په تګ بندیز ولګول شو.سره له دی هم«خدایی خدمتګاروپه څلویښتو کی نولس سیټونه وګټل.»[ عبدالغفارخان......۶۰۲م] د ۱۹۴۶م کال په ټول ټاکنو کی دانګریزانواو مسلیم لیک تر منځ یوالی نور هم تینګ شوی و،اوږه په اوږه یی دخدایی خدمتګارو په ضد مبارزه کوله،دهندوستان له بیلا بیلو برخو یی خپل وتلی بړیڅی،پیران،میاګان،دکالیجونو شاګردان،جونی او هلکان راټول کړل او دانګریزی ښځو(انګریزانو به ښځی دپښتنو خانانو کورونو ته ورلیزلی او له هغوی به یی غوښتل چی په ټول ټاکنو دخپل نفوذنه دخدایی حدمتکارو په ضد کار واخلی.)سره یی یوځای دخدا یی خد متګار په ضد دتبلیغ لویه ماشنری جوړه کړه.دوی بیا هم خپلی موخی ته ونه رسیدل.خدایی خدمتګارو ډپښتنو سیاسی شعور لوړ کړی واو ولس یی دخدای او دحق په لار پوهولی و،دانګریزانواو مسلیم لیک په ګډه دسیسو پوهیدل او د دواړو ترمنځ په شریک اسلام نه غولیدل.نوځکه« مسلیم لیګ په دی الیکشن کی شکست وخوړاو خدایی خد متګار په لوی اکثریت سره کامیاب شول، پنځوسو کی یو دیرش خدایی خد متګار وو،دوه سیټونه جمعت العلما هند وګټل،پا تی اوولس سیټونه مسلیم لیګ وګټل.»[عبدالغفار خان........۷۳۳م]په پښتنوکی دبیتاوه پاڅون پلی کول او دتاو تریخوالی جرړی ایستل دخدایی خد متګارو یوه موخه وه.ومو لیدل چی د عدم تشد د په عملی ډګرکی پښتانه ترهندوانواو فخر افغان تر مهاتما ګاندی لویو بریالیتوبونو ته رسیدلی وو او هغه هم تردی چی دټول هند په کچه د عدم تشد د دمخکښانوپه توګه پیژندل شوی وو. بله موخه یی دهند دټولو هیواد پالو ازادی غوښتونکو سره اوږه په اوږه دخپل ملک او ټول هندستان نه دانګریزی ښکیلاکګرو ایستل و.پاچاخان او دخدایی خد متګارو بیتاوه پاڅون نه یوازی خپل ولس له ځان سره ملګری کړی او دپښتنو په ملک کی یی په برتانوی استعمارچیانو ژوند تریخ کړی و بلکی دآل اینډیا کانګری او دهندوستان په ټول ولس کی یی هم داعتبار،ګرانښت او درناوی وچت مقام ترلاسه کړی و.اټر چند کاږی چی جواهرلال نهرو د پښتنو ټاټوبی ته دخپل سفر په خاطرو کی لیکی چی ما دا«زړور خلک ولیدل او د دوی په مردانه لیوالتیا اودسیپلین اوبی ریا او ساده طبعیت می زړه بایلود.د هند ازادی له دوی څخه ډیر غښتلی عسکر او د دوی څخه زړور دفاع کوونکی نه لری او د دوی په شان ملګری درلو دل یو خوښی بخښونکی امتیازاو نادره لذت دی.»[اټر چند....۲۳۵م] دانګریزی ښکیلاک په خلاف د هند دنیمی وچی دولسونو دمبارزی په جبهه کی چی خدایی خدمتګارود فخر افغان په مشری کوم تدبیر،زغم،جرات او صداقت له ځانه ښودلی و،دهند ولس او دآل اینډیا کانګرس یی يه دی پوه کړی و چی دپښتون کام په دی جبهه کی دمخکښ رول لوبوی او لوبولی شی،نو ځکه دآل اینډیا دکانګرس کمیټی د۱۹۳۴م کال د پریکړه وکړه چی خان عبدالغفار خان دی د کانګرس مشری ته اوږه ورکړی.خو پاچاخان دا پریکړه ونه ومنله او ویی ویل چی:«زه یو سپاهی خدایی خدمتګاریم،زه صدارت نه کوم،خدمت کوم.»[عبدالغفارخان ........۵۸۸م] اټر چندکاږی چی:«دا یو څرګند حقیقت دی چی له ښکبلاک نه دهند په ازادی کی دخان عبدالغفارخان اوډاکټر خان په مشری خدایی هدمتګارانو یاسرخپوشانو دپام وړ برخه واخیستله،د دغو رهبرانو لوړ شخصیت،سرښندنه او هیوادپالنه نه یوازی په ټول هند کی بلکی دنړی په نورو برخو کی هم دستاینی وړ دی.دوی تر ډیری سختی پارونی لاندی دسوله ایز اقدام فوقالعاده بیلګه وړاندی کړه چی دهند په نورو برخو کی له هغه څخه تقلید اسان کار نه دی.»[اټر چند.......۱۲۴م]
پاچاخان لیکی چی موږ ددی له پاره دکانګرس سره یو ځای شووچی په ګډه ديوه متحد ځواک په توګه دخپلو مبارزو اغیزی وچتی کړواو په ګډه پرنګیان له خپلی خاوری نه وباسو،په رښتیا چی په دی مبارزه کی خدایی خدمتګارو دکانکرس مټی ځواکمنی کړی ځکه چی:«کانګرس خو دپیرنګیانو سره د شپیتو کالو راسی دازادی اخیستلو له پاره په جد وجهد لګیا و خوانګریزانو ورته پوره ازادی څه چی نیمګړی ازادی هم نه ورکوله،مګر کله چی پښتانه ورسره په دغه جنګ کی ملګری شول او پښتنو په کیسه خوانی،ټکر،اتمانزو،کوهاټ،هاتی خیلو او میرویس کی قربانی ورکړی او دغه شان زموږ قبا ييلی علاقی غیرتی پښتنو دی پښتنو سره دهندوستان دازدی په لاره کی غزاګان وکړی،دانګریزانو توپونو او ټینکونو ته یی خپلی سینی ډال کړی او د دوی مخی ته لکه دغرو ود یدل نوانګریزانو هله دهندوستان ازا دی ته غاړه کښیښودله،موږ خو دکانګرس سره په دی وعده دازدی په جنګ کی ملګری شوی وو،چی وطن به په ګډه ازادوواو دپردی غلامی نه به ځان خلاصوو،مګر چی وخت راغی نو بیا موږ سره دشوو وعدو هیڅ خیال ونه ساتلی شو،زموږ نه زموږ دمستقبل په هکله هیڅ پو ښتنه ونه شوه ،بلکی دپاکستان او هندوستان سره دیو ځای کیدو ریفرنډم راباندی په زورا وتپلی شو او زموږ په سر دغه لویه سودا وشوه،قربانی موږ ورکړی،وینی زموږ تویی شوی،مالونه، جایدادونه زموږ تباه شول او ګټه یی نوروته ورسیده،.......موږ ته به پیرنګیانو ویل چی دکاګرس ملګرتیا پریږدی نو موږ چی به هندوستان له څه ورکوودهغه نه زیات به تاسو له در کړو،لیکن موږکانګرس پری نه ښود خو دوی موږ پریښودو،دډیر افسوس خبره خو داده چی موږ دوی سره څه وکړل او دوی راسره څه وکړل.»[عبدالغفار خان......۷۸۳ ــ ۷۸۴م]
رښتیا دادی چی خدایی خدمتګاردخپلی مبارزی په ټول بهیر کی له یوی خوادعدم تشد د په اصولو ټینګ ودرید ل او هغه یی په بری سره عملی کړل او له بلی خوا یی په هغو ژمنو هم وفا وکړه چی چی د دوی او دکانګرس تر منځ شوی وی خو کانګرس په خپل وار نه عدم تشدد ته ژمن پاتی شو او نه په هغو ژمنو ودریده چی دخدایی خدمتګارو سره یی کړی وی او په پټه یی دانګریزانو او مسلیم لیک سره دپښتنو دحقوقو په سر سوداګری وکړه.دری واړو په ګډه ومنله چی په هند کی به په مذهبی بنسټ دپاکستان په نامه نوی دولت جوړیږی او دپښتنو په ملک کی به په دی ټکی ریفرندم کیږی چی دهندوستان او که دپاکستان سره یوځای کیږی.دا دپښتنو به ضد یوه دسیسه وه چی کانګرس د دی نورو سره پکی شریک شو.پښتنو خو خپلواکی ګټلی وه،د دو ی په قربانیو انګریزا له ملکه مخ په وتو وو،خو دی پټو دسیسو دا ځل دغلامانو غلامان کړل.انګریزان له ملکه ورک شول خو خپل تالی څټی پنجابیان یی په پښتنو باداران کړل.دانسانیت او دپښتون دخودارادیت په لار کی مبارزه نوره هم بیچلی،ستونځمنه او سخته شوه،خو دفخر افغان ایمان،اراده او عقیدی ته یی زیان ونه شو رسولی،له یوی خوا یی دټول بشریت او دخپل ولس دحقوقو نه د دفاع له پاره مبارزی ته دژوند تر وروستی سلګی پوری دوام ورکړ،دپنجابی جنرالانو زندانونه او کړاوونه یی وزغمل خو دپښتون په حق باندی هیڅ ډول معا ملی ته حاضر نه شواوله بلی خوا یی په عدم تشد دکی دبشریت اود خپل کام بقالیده،نو ځکه یی په دی زرین اصل کلکه عقیده درلوده او هغه یی دژوند تر پایه پوری له ځان سره وساته.په دی توګه دپاچاخان په هکله دمهاتما ګاندی دا خبره رښتیا وختله چی:« زه هره ورځ دهغه د لا ژور روحانی طبعیت مشاهده کوم،هغه له رښتنی توضع سره نغښتی،زغم،ایمان او دعدم تشد د نظر لری،بی شمیره پښتانه به هغه دخپل بی تاجه پاچا په توګه په خپلو زړونو کی دفن کړی.د داسی یوه شخص له پاره ما تی نشته،هغه به دکومی سرښندنی او کړاو نه په شا نه شی او تر وروستی سلګی پوری به دپښتنو په خد مت کی مړشی،هغه یوازی دهمدی له پاره ژوند کوی،هغه دریاضت یو سړی دی،دتنویر سړی دی،له ټولو سره مینه لری،له هیچاسره کینه نه لری.»[ اټر چند......۱۱۳م]
هــو،دفخرافغان خان عبدالغفارخان ژوند دخدای مخلوق اوخپل ولس ته دخدمت ژوندو،دا ژوند دویاړ او دعزت ژوند و،دا داسی یو ژوندو چی بهیر یی دانسانیت اوخپل ملت په خدمت کی دځان فنا کول ژوند زده کول،دځان سوځل دجهان رڼاکول،دانسانیت لوړمعراج ته رسیدل او تل پاتی کید ل و،دا ژوند یو عملی تمثل حمزه د دی غزل وچی:
دخپل قوم په محبت کی ځان فنا کړه ژوندون زده کړه
لیلا ســتا تــه د هغی یی خو ایــثار د مجــنون زده کړه
دمجنون ژوند په بیابان و،دفخرافغان ژوند په زندان و،دمجنون محبوبه لیلا وه،دفخرافغان عشق انسانیت و،افغانیت و،پښتون اوپښتونخواوه.دغه خان فخر افغان و،دا زموږه پاچاخان و،خو دازه په دی کرښو چی لګیایم یو بی نومه،بی روزګاره اریوبزی یم،شل شوټ ناست یم نه می نوم شته او نه می وس،خو دا کوتی چی خوځیږی،داسترګی چی غړیږی او داژبه چی غږیږی،بـابـا!ستا په همت پایی او دا ســـتا ایثـــار چی ستایی هـــمـــد غـــه ویاړ می بس.
پای
 

mainport aicts spozmai radio
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery