مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زیری : د کشتمند د تهمتونو ضد کتاب له چاپه ووت ( دویمه برخه )

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

 

 


کارغه ځان لکه طاؤس ماښام کي و ښود
خو سهار یې راز څـــرګند شو له رفتاره

( د س. کلیوال لخوا د یوه دری شعر له پښتو ژباړي نه )


( په تیري ( لومړۍ ) برخي کي د کشتمند د څیرې د لا ښه پیژندلو په موخه ، دا هم یاده سوه ، شورویانو چي کله یې د افغانستان په هکله د خپل شپاړسم جمهوریت خوبونه په اوبو کي لاهو ولیدل ، نو یې ددې هیواد د تجزیې پلان تر لاس لاندي و نیو او سلطانعلي کشتمند ته یې ددې کار د عملي کولو چاري و سپارلي . )

      دا هغه وخت وو چي شورویانو لا افغانستان خپل یو جمهوریت ګاڼه ، ببرک کارمل نور د سیاسي ډګر نه په رسمي توګه وتلی او ډاکتر نجیب الله ته د چارو واګي سپارل سوي وې یاني دا کار د نجیب په واکمنۍ کي کشتمند تر سر کړ . تر هغه وخته چي شوروي مستقیم اشغال دوام درلود ، نجیب هم د کشتمند د هر اړخیز صلاحیت سره همږغی وو ، خو د اشغال په وروستیو شپو ورځو کي د صلاحیت پر سر د نجیب او کشتمند تر منځ ناندرۍ منځته راغلي او کشتمند ظاهرا د ائتلافي کابیني د جوړولو پخاطر د څه مودي د پاره پر کور کښیناست او د صدارت چاري ډاکتر حسن شرق ته ور د غاړي سوې .

      حسن شرق پدې وخت کي غوښته چي ځان د شوروي اغیز نه وتلی یو مستقل شخص و ښئي ، نو یې په یو لړ ریفورمونو باندي لاس پوري کړ چي تر یوې کچي مثبت هم وه . ده پدې لړ کي په مزار شریف کي د صدارت څانګه هم لغو کړه چي د اشغال ضد وطنپالو روڼ آندو لخوا و ستایل سوه او هرکلی یې وسو . 

     وړاندي له دې نه چي د کشتمند د ناروا تورونو پر ضد د نوي چاپ سوی درانده کتاب معرفي کولو ته راسم ، غواړم د کشتمند د اصلي څیرې د لا ښه پیژندلو پخاطر یوه بله موضوع هم لوستونکو ته وړاندي کړم :

      د شوروی د اشغال پر مهال د ببرک کارمل د واکمنۍ وروستی کال وو . د برژنیف تر مړني وروسته د کرملین په مشرتابه کي مرګ ګډ سو او یو په بل پسې بیلابیلي څیرې واک ته رسیدلي . فکر کوم د ګرباچوف د پیل کلونه وه . دی د خپلو اسلافو په خلاف د شوروي شپاړسم جمهوریت نه اوس په بشپړه توګه ناهیلی ښکاریدي او غوښته یې په افغانستان کي د شورویانو ماته پټه او د سره اردو د وتلو د پاره یوه د اوړو پزه جوړه کړي . پدې خاطر یې په بیلابیلو دیپلوماتیکو او سیاسي هلوځلو لکه د ژنیو خبري اتري او نورو کارونو لاس پوري کړ . ده پلان درلود چي د سره اردو تر وتلو وروسته په افغانستان کي یو شوروي پلوی ظاهراً قانوني دولت پاته سي . پدې لړ کي پریکړه وسوه چي افغانستان د خپلو دودیزو لارو ځانته اساسي قانون ولري . ددې پریکړي سره سم د اساسي قانون د تسوید ( اوملیک جوړولو ) په موخه د یوه فرمان له مخي کمیسیون و ټاکل سو چي ښه ډیر غړي یې درلوده او په راس کي د وطن یو نومیالی  شخصیت خدای بخښلي عبدالرحیم هاتف ځای درلود . ددې د پاره چي د اوملیک ابتدایي طرحه جوړه او کمیسیون ته وړاندي سي ، نو یوه وړه « د کار کمیټه » و ټاکل سوه . ددي کمیټې په راس کي پخپله هاتف صاحب وو او غړي یې تر هغه ځایه چي زما پیاد دي ، قانونپوه عبدالوهاب ساپی ، قانونپوه مرحوم محمد یعقوب کومک ، قانونپوه مرحوم عبقري ، ډاکتر محمد سلیم مجاز ، محترم عبدالواحد سادات ، محترم ملیزی ، محترم عبدالوسع غفاري ، ډاکتر عبدالواحد سرابي ( د پلان پخوانی وزیر ) او . . . . . وه . زه ( د دغو کرښو لیکوال ) هم چي هغه مهال د کانو او صنایعو په وزارت کي د جیوانجینري څیړنو د تصدۍ رئیس وم ، د هاتف صاحب لخوا پدغه کمیټه کي د خپلي اصلي دندي تر څنګ د همکار په توګه په کار و ګمارل سوم . باید ووایم پدغه کمیټه کي ټول همکاران بیله سرابي صاحب نه چي د کشتمند استازیتوب یې کاوه ، ملي او په کار پوه کسان ول . د بیلګي په توګه محترم عبدالواحد سادات چي اوس په ډنمارک کي اوسیږي ، لکه څنګه چي یې د لیکنو سره وطنوال بلد دي ، یو پر وطن مین او په حقوقي چارو کي یو وتلی کارپوه دي . ده ته چي د وطن ملي ګټي تر بل هر څه نه لوړي دي ، ځکه یې نو د کشتنمد د پلانونو او آندونو په وړاندي سخت حساسیت درلود . همدارنګه د کمیټې نژدې ټول نور غړي هم  د ورته ځانګړتیاوو او ښیګڼو درلودونکي کسان وه . 

       سلطانعلی کشتمند ته چی د اجرائیه چارو ( حکومت ) مشر وو ، دنده سپارل سوی وه چي د کمیټې د کار د پاره د ځای ، قرطاسیی او نورو لوژستیکي چارو غم وخوري . ده دا کار په بیلابیلو پلمو د یوې ورځي نه بلي ته ځنډاوه . په پای کي یې په یوه نیمه مخروبه ځای کي د کمیټې د پاره د دفتر تابیا و نیول چي اصلا ددغسي کار دپاره مناسب ځای نه وو . 

     کمیټې لا خپل کار په سمه توګه پیل کړی نه وو چي هاتف صاحب د څو ورځو د پاره په یوه رسمي سفر هندوستان ولاړ . دده د غیابت نه په ګټه اخیستلو یوه ورځ کشتمند د کمیټې ټول غړي خپل دفتر ته ور وغوښتل . په دغه ورځ د تصادف له مخي زموږ په وزارت ( کانو او صنایعو ) کي د رهبرۍ غونډه وه او زه د همدې غونډي له کبله کمیټې ته نه وم تللي ، ځکه نو د ښاغلی کشتمند په لیدو چي بیله هغه یې زما سیوری په توپ ویشت ، مشرف نه سوم . لکه څنګه چي وروسته د کمیټې غړو کیسه وکړه ، د کشتمند په دفتر کي دده برسیره ، روسي مشاور او د هغه یو تاجک ژباړونکی هم ناست وه . کشتمند د کمیټې غړو ته یوه ټایپ سوی لیکنه چي په ښکلي ډول صحافي سوې وه ، ور کړه او ترې نه یې و غوښتل چي باید همدا اوس یې ټوله په ګډه لاسلیک کړي . یوه تن پوښتنه ترې کړی وه چي دا څشي دي ، ده ځواب ورکړی وو چي دا د افغانستان د نوی اساسي قانون اوملیک ( مسوده ) دی . بل تن بیا ترې نه اجازه غوښتې وه چي

دوي ته وخت ورکړي چي اقلا یو ځل خو یې ولولي . کشتمند ورته ویلي وه چي « این مسوده را دوستان ما ( موخه یې روسي سلاکاران وه ) به بسیار دقت و با نظرداشت خواسته های توده های وسیع مردم ما ترتیب نموده است ، انها اصرار دارند که باید همین اکنون امضا و هرچه زودتر به کمیسیون تسوید قانون اساسي جهت تائیدي شان راجع و مراحل انفاذ ان طی ګردد ، لذا باید همین اکنون امضا نمائید » . دوی وایي لکه څنګه چي ددغي مسودې د فصلونو د فهرست څخه ښکاریدل ، هلته پر فدرالیزم او د شمالي ولایتونو پر خودمختاری باندي تآکید سوي وو  او کشتمند پدې اړه ویلي وه ، نور بس ده چي یک لنګه به مخته ځو . پدې ټول پوهیدل چي د کشتمند د دوستانو ( روسانو ) په اعتماد دده عملي واک تر کارمل کم نه وو ، نو د تسوید د کاري کمیټې ټولو حاضرو غړو په چوپه خوله د دوستانو ( !! ) لخوا هغه د کشتمند د خوښي سره سم لیکل سوی اوملیک لاسلیک کړ . 

       کله چي هاتف صاحب له سفره بیرته راغي ، د کمیټې غړو دا کیسه ورته وکړه او هغه ډیر خواشینی سو . ولاړی د کارمل سره یې خبری وکړي او و یې لیدل چي د کارمل امر پر کشتمند ډیر اغیز نه کوي ، نو یې دهغه د سر مشاور سره خبري وکړي ، ددي کار منفي عواقب یې ورته په ګوته کړه . سر مشاور دده په خبرو قناعت کړی وو ، هغه مسوده یې و ځنډول او کشتمند ته یې ویلي وه څو کمیټه پریږدي چي خپل کار مخته بوزي . مګر تل یې هڅه کول چي د نوموړي مسودې اړین مواد د ښاغلي عبدالواحد سرابي لخوا په کمیټه کي مطرح او په نوې مسوده کي ځای کړي ، ولي ټولو غړو یې په یوه خوله مخالفت کاوه . لنډه داچي نوموړي اساسی قانون چي د کارمل پر وخت یې کار پیل سوی وو ، د نجیب د واکمني پر مهال پای ورسید او د یوې لویي جرګي لخوا تائید او نافذ سو . باید ووایم چی د هغه وخت د شرایطو په پام کي نیولو سره د قانون منځپانګه د کاغذ پر مخ تر ډیره حده دموکراتیکه وه ، خو دا چي په عمل کي څه تیریدل ، هغه ټولو ته ښکاره او حاجت د بیان نسته . 

د دویمي برخي پای . نور بیا

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery