مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa-etisalat
دخپریدو نیټه : 2017-01-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زموږ په ملي تفکر کې کمښتونه - دوهمه برخه

محمدعارف رسولي
سریزه
 دا لیکنه د تیرې لمړۍ برخې په دوام له درنو لوستونکو سره شریکوم. هیله داده چې موږ افغانان و خپلو کمښتونو ته او له هغو جملې له تاریخه د نه زده کړې ستونزې ته پام وکړو.
له تاریخه نه زده کړه. په تبره برخه پسې.......
موږ د تیرو پیړیو په بهیر کې کله د مغولو او فارسیانو تر فشار او لښکر کشیو لاندې وو، او بیا وروسته د سترو لوبو په وخت کله د انګریزانو، تزاري روسانو او فرانسویانو د سیالیو په لومو کې راګیر وو او کله د خپلو قومي مشرانو او ځان غوښتونکو امیرانو د ناروا او جاهلانه مقام غوښتنې په وزلوبه کې بند پاته وو. همدارنګه، افغانان بیا د ساړه جنګ په وخت همدا څو لسیزې مخکې هم د شرق او غرب د رقیبو قدرتونو د سیالیو په لومو کې بند پاته وو.
دوه پیړۍ مخکې د مغولو او فارس د تیریو، رقابتونو او کشمکشونو په وخت زموږ نیکونو د میرویس نیکه، احمد شاه بابا او نورو مشرانو تر قیادت لاندې یو څه ښې لاسته راوړنې هم لرلې دي. په دې پېر کې که کله زموږ خاوره د پردو تر اغیزې لاندې راغلي ده، خو بیا زموږ نیکونو هغوی په شا تمبولي، د هغوی په قلمرو یې حکومت کړی دی او ان زموږ هیواد د خپل وخت یو سیمه ییز اغیزمن قدرت شوی. ځینو افغانانو لکه لودیانو، هوتکیانو او سوریانو د تورې تر څنګ د تدبیر، حکومتولۍ او اداري اصلاحاتو په هکله هم په وخت کې ښې لاسته راوړنې لرلې دي. شیرشاه سوري د خپل وخت یو ترټولو مدبر، عادل او غوره ټولواک پاته شوی دی، د مثال په توګه له کلکتې تر پیښوره سړک د ده په وخت رامنځته شوی، چې کاروان سرایونه، پوستي سیستم، د څښلو اوبه او نورې اسانتیاوې یې لرلې. تاریخ ګواه دی چې اداري مناسب واحدونه او خلکو ته په کلیوالو سیمو کې خدمتونه د ده نوښت و.
خو پخواشینۍ سره د افغانانو هغې لاسبرۍ په سیمه کې لا دومره دوام نه و کړی چې پوخوالی او ثبات ومومي، تلپاتې مدنیت او تمدن و زیږوي، ملي کلتور مو سترې تلپاتې اغیزې وکړي. همغه و چې موږ زر د داخلي امیرانو او جاهلو ځان غوښتونکو قبیلوي مشرانو د خپلمنځي کشمکشونو په لومو کې راګیر شوو او له خپل نسبي طلایي دور څخه مو د ډېر وخت لپاره پریکون و شو. دا پریکون موږ ته مرګونی او بیلارې کوونکی و، د تدبیر په ځای جهالت، د ثبات په ځای کشمکش او د علم په ځای جهل په نظام حاکم شول، او د خپل ښه وخت او لاسبرۍ له نسبي طلایي دور څخه یې زیات واټن راپه برخه کړ او له تمدنه یې وروسته پاته کړو.
د دې په پای کې د نظام پخوانی ثبات او حکومتولي، جمعي رهبري او مشوره له منځه لاړل، جنګونه نه ختمیدونکي شول، کله له پردو او کله خپلمنځي و. په ښوونیز نظام، کار و بار، تجارت او کرنه پانګونه صفر شوه او ملي وقار سقوط شو، د ښکیلاک او بهرنیو لاسوهنو ته زمینه برابره شوه. دا کانه یوازې په موږ نه ده شوی بلکه دا یو الهي سنت دی هر ملت او ټولنه چې ځان دې ذلت ته ورکړي همدا یې لاره ده. د الله تعالی حکم دی چې که تاسو خواره شوی حیثیت او شان و شوکت مو ختمیږي. دا په تاریخ کې ثابته شوې او اوس هم رښتیا ده.
دا هغه وخت و چې د انګریز او روسانو تر منځ سیالي وه. روسانو د منځنۍ آسیا او انګریزانو د هند د لویې وچې د مستعمرو د ساتلو لپاره یوه پیړۍ په سیالیو بوخت وو. دې سیالیو د سترو لوبو (Great Games) نوم په تاریخ کې ګټلی. په دې سیالیو کې هغوی هر یوه هڅه کوله چې یا افغانستان تر خپل واک لاندې وساتي او یا دواړو پریکړه وکړه چې موږ د حایل په توګه وکاروي.
دې ښکیلاک ګرو قدرتونو د پورته موخو لپاره په افغانستان کې نیابتي جګړه کوله. په حقیقت کې د نیابتي جګړې ستره تاریخي کارونه هم همدلته رامنځته شوه. یوه انګریز مشر «واربرټن» ویلي او دا یې د دولت پالیسي وه چې د سلیمان او هندوکش د غرونو دیوال او د کابل، جلال آباد او غزني مثلث باید د روسانو د ایسارولو لپاره د سنګرونو په توګه دوی له ځان سره ولري. د انګریزانو پالیسي په یوه اصل ولاړه وه او هغه دا و چې هیڅ وخت روسانو ته د هند د لویې وچې د ښتو او ځمکو ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شي، هر څه، چې کیږي له روسانو سره جګړه باید د انګریزانو له موقعیتونو او مرکزونو څخه د باندې، په افغان خاوره کې د ننه وشي.
دا مرکزي پالیسي د دې لپاره طرح او اختیار شوې وه تر څو که د هند د ساتلو لپاره جنګ ته اړتیا وي د خپلو ګټو د ساحې یې لیرې په افغان خاوره کې چې دوی یې پروا نه لرله تر سره شي، جنګ چې خاصیت یې د زیربناوو او نهادونو ورانی دی باید لمړی بل څوک دوی ته وکړي او که کله دوی هم پکې یو څه ګډون کوي نو د خپلو ګټو په ساحه کې د نه وي او د بل په خاوره کې د وشي. دا اصل نن هم رښتیا دی، نن زموږ خاوره د همدې نیابتي جګړو ښکار ده، نور زموږ په خاوره کې افغانان یو د بل په ضد جنګوي او له همغو کړنلارو او تګلارو کار اخلي خو موږ پهلوانان ورڅخه خبر نه یو او په خوند پکې لګیا یو.
موږ بوهیږو چې په دې سترو لوبو کې له راز راز وسیلو کار اخیستل کیده لکه: بیل یې کړه ییل یې کړه، کمزوری او د بیخبرۍ ټکي یې پیدا او ورباندې پانګونه وکړه، له خرافاتو یې کار واخله، د ایدیولوژي رګ یې و مومه او نفوذ ورباندې وکړه، معارف او پوهه یې له منځه یوسه، پوه مشران یې بې اعتباره کړه او جاهلان ورباندې وګوماره، هغه چاته امکانات ورکړه چې په اوږد مهال کې ورڅخه ښه کار اخستلای شې، له نورو نړیوالو قوتونو سره یې رغنده اړیکو ته مه پریږده، اوازې واچوه، دسییسې او طوطیې وکړه او افغانان مه پریږده چې په پښو ودریږي. دا ټول تر ډېره د عوامو له نظرونو پټ، په دیپلوماتیکو چلوټو، پیسو ورکولو او کله کله په عمل کې د غاښونو او زور ښودلو او یا هم د عسکري قوت په کارونه تر سره کیدل.
دوی د هند او مرکزي آسیا د ساتنې لپاره په ۱۸۷۳ ز کال کې داسې معاهده امضا کړه چې افغانستان به د یوه حایل په توګه پریږدي، د افغانستان په سرحداتو کې یې ګوتې ووهلې او له خاورې مو یې یوه برخه بیله کړه ( د بوچر او بولـټ، یا دوه سوه کاله بهرنۍ مداخله په افغانستان کې کتاب، د جعفر هانډ ژباړه). خو د روس او انګریز په دې معاهده او لوبه کې د اقغانستان نمایندګي نه وه. زموږ په غیاب او نه رضایت کې زموږ د هیواد په هکله د داسې پریکړو کول له افغانستان سره یو ستر خیانت و او زموږ د هیواد لپاره یې سترې بدې پیلامې لرلې. اوس خبره داده چې هیڅ د سلیم عفل خاوند افغان، کومه سیاسي ډله او ټول افغان ملت باید بیا داسې لوبو ته نه زمینه برابره کړي، نه اجازه ور کړي او نه ورسره مرسته وکړي.
همدارنګه، څو لسیزې مخکې د ساړه جنګ په موده کې بیا همغه د سترو لوبو خبره بیا په یوه بل شکل تکرار شوه، یوازې شعارونه او لوبغاړي بدل وو، خو موږ بیا په همداسې یوه لومه کې راګیر شوو او لاره هم د پخوا په شان موږ خپله ورته برابره کړه. په دې وخت کې هم د روسانو زوړ خوب چې خپله امپراطوري لا نوره پراخه او تر تودو اوبو یا بحر هند پورې ورسوي رښتیا شو. پخوا که د سترو لوبو په وخت ورته موکه نه وه برابره شوې خو اوس یې فکر وکړ چې ښه پلمه په لاس ورغلي او د سریښو ډنډ ته راوړاندې شول، افغانستان یې اشغال کړ.
خو د ګرباچف به قول د افغانستان اشغال ورته د ناسور زخم شو او په افغانستان د روسي سرو لښکرو د قوماندان ګروموف او ټولې نړۍ په اند یې ماته وخوړه (د ګروموف د خاطراتو کتاب، د داود جنبش ژباړه). که څه هم دوی ماته وخوړه، پښې یې سپکې کړې، خو په موږ کې یې خښ کړي ماینونه، قومي اختلافونه، یو شمیر بې ضمیره سیاستوال او جنرالان پریښودل چې د اوسنیو داخلي جنګونو تخمونه یې د پاکستان د غدار حکومت سره په همکارۍ په ښکاره او پټه و کرل.
که څه هم په موږ دا بد حالت پخوا د انګریزانو تر ماتې وروسته راغلی و خو موږ هیڅ درس ورڅخه نه و اخیستی. موږ نه وو زده کړي چې لوی ملي ارمانونه او لرلیدونه شاته کول او په وړو قومي او ځاني ګټو پسې هڅه موږ کومو کندو ته غورځوي. موږ د خپلو سیاسي او ټولنیزو کمښتونو له مخې له خپلو قربانیو نه یوازې ګټه وانه خیسته بلکه ملک مو وران، خلک مو شهیدان، په ملت کې مو قومي او سمتي اختلافات رامنځته او د اوسنیو ټولو بد بختیو لاره اواره شوه. زموږ ټول ملت په دې ښه نه پوهیده او پوره هوښیار نه وو، چې دا لوی استعماري قوتونه اوږد یاد لري، د خپلو تیرو ماتو غچ په یو او یا بل شکل حتما اخلي. کله عسکري طاقت، کله د داخلي خاینو کړیو له ځان غوښتنو ګټه اخلي او داخلي شخړو ته لمن وهي.
نن د تیر په څیر چې نوي لوبغاړي لکه ایران او پاکستان هم ورباندې زیات شوي بلکه زموږ په بدبخیتو کې مرکزي رول ادا کوي د نورو نړیوالو قوتونو په مرسته موږ یو پربل وهي او ټکوي او موږ لا تر اوسه هم له خپل ټول تاریخ او د بهرنیو له مکاریو هیڅ درس نه دی اخیستی. اوسنی نسل بیا په همغه دلدلزاره کې راګیر دی، د ځان، خپل ملت او خپل خدای په ځای مو نن یوه او سبا بل ته لاس نیولی، یو د بل ګریوان ته مو لاس او یو بل ټکوو او وژنو، ملي او ستر ارمانونه او پوهه مو شاته غورځولي دي.
کله چې ډاکټر نجیب په کابل کې په ملل متحد کې بندي و، انټرناسیونالستي شعارونو ورته رنګ بایللی و، ده په خورا تعجب د خپلو پخوانیو شوروي ملګرو شا کولو ته کتل او کټ مټ همغه د انګریز او تزار روس معامله یې دا ځل په یو بل شکل لیدله، په دې پوه شو چې موږ افغانان تر څو د مکارو قدرتونو له دوکې ځان خلاص نه کړو نجات نه مومو خو د ده لپاره نور نا وخته شوی و. خو بیا هم ده هڅه وکړه چې د سترو لوبو (Great Games)به نامه کتاب په پښتو وژباړي ترڅو که ممکنه وي افغانانو ته دا پیغام ورسوي چې موږ بیا بیا د تیروتنو ښکار شوي یو او په بل چا مو تر حده زیاته تکیه کړې ده. ما په کوم انټرنیټي لیکنه کې ولوستل چې دا کتاب یې وژباړه، چاته یې ورکړ چې په هند کې یې چاپ کړي، خو بیا یې درک ورک شو. کیدای شي د چا نه وي خوښ شوی او تری تم کړي یې وي. هغه دا چانس و نه موند چې د خپل زړه غوټه خلاصه کړي او خلکو ته خپل پیام ورسوي.
اوس داسې معلومیږي چې موږ یو ځل بیا د خپلې نا پوهۍ، له خپله تاریخه د بې خبرۍ او د نړیوالو زبرځواکونو له چلوټو او اوږده یاد سره د نا بلدۍ له کبله بیا په همغه مرګونې او ګمراه کوونکې لاره درومو او افغانستان د وړو هوسونو لپاره په سترو تباهیو کې راګیروو.
هو! د وړو هوسونو لپاره ستر ملي ارمانونه، سوکالي او خپلواکي یو ځل بیا په قمار کې بایلوو. ځکه یې بایلوو، چې وژل کیژو به موږ، ملک به زموږ ورانیږي، خویندې او میندې به زموږ د نورو په کورو کې مزدوري کوي خو ستراتيژیک اهداف به نور تر لاسه کوي. نو هر افغان چې عقل یې یه سر کې وي، او د سالم وجدان خاوند وي باید خپل رول ادا کړي او بې تفاوته پاته نه شي. غوښتنه داده چې راځئ په لنډ مهاله، ګروهي او شخصي غوښتنو کې ځان لاهو نه کړو، ځکه د بهرنیانو نیابتي جګړې او زموږ دا لنډ مهاله هوسونه او خوندونه زموږ د ملت د بیوسۍ او معنوي غلامۍ لاملونه له ځان سره لري.
اوس څه کول په کار دي؟
 تر دې وروسته افغانان باید اجازه ور نه کړي چې موږ په یوه او بل نامه او ذهنیت خو په حقیقت کې د ایله جاري او مزدورو ملیشو په رول کې د پردو لپاره، په خپل هیواد کې د یو بل په ضد وجنګیږو. جګړه بس ده، سولې ته داسې اړتیا ده لکه ماهي چې اوبو ته اړتیا لري.
زموږ د ملي هڅو لمړی او بنستیز محور او ستنه باید په سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، نظامي، ملي ثبات او ټولو ساحو کې د وړتیاوو لوړول وي. دا باید تر ټولو اساسي ټکي او د ټول ملت لپاره چوکاټ او سور خط وي او مراعات یې په هر افغان لازم وي.
وروسته د پورته ملي محور د لا ټینګښت لپاره د زمانې له غوښتنو او ملي کړنلارو او تګلارو په مرسته نورو چارو ته هم پاملرنه وشي. دا کیدای شي له ګاونډیو او نړیوالو قدرتونو سره اړیکې وي او یا بل څه. خو مهمه خبره داده چې دا اړیکې باید زموږ محوري او ملي ګټو ته تاوان و نه رسوي، لکه پخوا چې دا کار شوی دی. هیڅ څوک باید اجازه و نه لري چې له کوم قدرت سره د ملي ګټو په ضد د ګروهي او ګوندي ګټو لپاره معامله وکړي. دې اړیکو ته باید هغه وخت د یوې ملي اجماع په اساس لاس واچوو چې ملي ګټې مو په خطر کې وا نه چوي بلکه لا یې ټینګې کړي.
که موږ متحد، له ملي ثباته برخمن او په خپلو پښو ولاړ وو، نور به احترام راته لري. له هغوی سره به زموږ راکړه ورکړه او معاهدې موږ ته ګټه لري، او څوک به بده ګټه نه شي ورڅخه اخیستلای. خو که هر څومره ښه جنګیږو د ثبات او سولې د وخت وقار او عزت نه شو تر لاسه کولای.
نور بیا......
د دې په هیله چې له خپله تاریخه د اوس او راتلونکي لپاره سمه زده کړه وکړو.
spozmai radio mainport ipower
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery