مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دملي شورا د یوې ورځې په مصرف ۶ ښوونځي جوړیږي

سید الرحمن عابد

دملي شورا د یوې ورځې په مصرف ۶ ښوونځي جوړیږي

ایا پوهیدئ چې دافغانستان دملي شورا ورځنی مصرف څومره دی؟

د نړۍ د نورو ملکونو دملي شورا ګانو  مصارف په خپل ځای ،د هغوی اقتصادي وضعیت ښه دی،خو زموږ په شان غریب مملکت کې چې اقتصادې مو د نورو په مرستو تکیه دی که د ملي شورا د ورځني مصارف خبر شئ نو ګوته په غاش به پاتې شئ او هغه د چا خبره چې له سر به مو  سپګې وتښتي.

په شمشاد کې مې دقادرځاځي بحث اورید،ښاغلي ځاځي ویل : ملي شورا د ورځې ۳۰۰ سوه زره امریکايي ډالره لګښت لري.که له همدغه رقمه د یو مجهز ښوونځي لپاره ۵۰ زره امریکايي ډالره بېل کړو نو د ملي  شورا دیوې ورځې په مصرف شپږ ښوونځي جوړیږي او په میاشتني مصرف يې ورته  ۱۸۰ ښوونځې جوړیدای شی .

نو اوس راځو دیته چې دهېواد په دې ترینګو امنیتي حالاتو ،ټیټ اقتصاد، فقر او تنګدستۍ کې چې میلیونونه ځوانان مو د بېکارۍ له رنځه د نړۍ نورو ملکونو ته په سختو او مرګونولارو زړه ښه کوي څومره لویه بې انصافي او اصراف وي.ملي شورا سره له دې چې مصارف يې هغه دچا خبره له سره خولۍ غورځوي هېواد او خلکو ته به  يې ګټه په کومه اندازه وي.ددوی معاشات او دومره مصارف ؟ دا به زمونږه بدبختي وي چې قانون جوړونکي دومره سترې قانوني سرغړونې کوي چې سړی ورته حیران شي.نو وایو قانون مو دقانون له کوره مات دی.

دلته هرڅه ممکن دی،هسې د ملي شورا د ورځني مصرف پسې هغه مطلب چې څه موده مخکې مې په یو ویب سایټ کې لیدلی ؤ رایاد شو ،په مطلب کې دیوې باورې سرچېنې په  حواله راغلي وه : چې د غزني ولايت د امنيه قومنداني موظفينو د سپټيک څاه د تخليې په منظور د کال ۱۷۰ ميليونه افغانۍ اخيستې، په داسې حال کې چې د غزني ولايت امنيه قومنداني يواځې يوه سپټيک څاه، تر شلو پورې تشنابونه او له ۱۰۰ – ۱۵۰ پورې دايمي اوسیدونکي پوليس لرې.

سرچينه زياتوي چې دا پيسې هلته د شته پرسونل، د هغوی د اوبو اړتیا په متر مکعب او د اوبو لګښت او بيا د هغوی د پاکولو لپاره محاسبه شوي.

د سرچينې د ارقامو له مخې که چېرته دغه تر لاسه شوې افغانی په ورځو، ټانکرونو او بيا پوليسو و ويشو نو داسې نتيجه به په لاس راشي چې که (شيخ چلي) به يې هم سپين نکړي.

تر لاسه شوې پیسې = ۱۷۰میليونه افغانۍ

يو کال = ۳۶۵ ورځې

د يو ټانکر فاضله موادو د تخليې بیه = ۲۰۰۰ افغانۍ

د ورځې تخليه شوي ټانکرونو تعداد= ۲۳۲،۸ ټانکره

په قومنداني کې د مېشتو پوليسو شمير = ۱۵۰ تنه

ورځني فاضله مواد (في پوليس) = ۱،۵۵ ټانکره

د يوه ټانکر ظرفيت = ۱۵۰۰۰ ليتره

پورته محاسبې ته په کتو في پوليس په ۲۴ ساعتونو کې  ۲۵۰۲۳ ليتره  فاضله مواد وي  چې په هر ساعت کې نږدې ۱۰۰۰ليتره کيږي.

 له ملي شورا مو توقع ده چې دولس د استازو په توګه په خپل ولس رحم وکړي،یاده کړې مې ده چې ددوی په میاشتني مصارف ۱۸۰ ښوونځي جوړیږي ،نو ولې دا سې نه کوئ؟ مصارف مو نیم کړي او په نیمو  مصارفو دهېواد بچو ته ښوونځي جوړ کړي

څو دجهل تیاري خپل ټغر ټول کړي او پرځای يې دپوهي څراغونه بل شی او  په دې سره هېواد قدم په قدم له شته بدبختیو اوناخوالو خلاصون ومومي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery