مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-18   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

کندهار ته د ( سکاټلينډ يارډ ) په نوم د پلټنو نړيواله ډله را ورسيده

د کندهار د پيښي د څيړني دپاره د سکاټلينډ يارډ په نوم د نړيوالو پلټنو يوه مجهزه ډله راغله . د کندهار پيښه چي خورا پيچلې ده تر اوسه د متحده عربي اماراتو ، ا افغان پلاوي نه دي توانيدلي چي د پيښي نوعيت او پشپړه پلټنه تر سره کړي ، خو تازه د سکاټلينډ يارډ په نوم راغلي ډلي خپلي پلټني پيل کړي دي او تمه سته چي يوه نتجيه تر لاسه کړي . د افغان پلاوي مشر داوود ګلزار او يوه لوړ پوړي سرچينه وايي چي تازه راغلې ډله په خورا پرمختللو وسايلو سمباله ده او له تخنيکي تجهيزه يي ښکاري چي يوه نتيجه تر لاسه کړي . د سکاټلينډ يارډ د نړيوالو تحقيقاتو اداره چي د انټرپول پوليسو نه جوړه ده د نړۍ په سطحه پيژندل سوي ډله ده او نتيجه يي ټولي نړۍ ته د منلو وړ ده . د ولسمشر ځانګړى پلاوى وايي چي په پلټنو کي پرمختګ سوى دى خو په ډاګه کوي يي نه . د کندهار د پيښي په تړاو تر دې مهاله ١٧ تنه نيول سوي دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery